د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاکستاني طالبانو قیادت په دروبل کې.

میرویس
28.04.2014

ګرانو لوستونکو، سلامونه او احترامونه.
د پاکستاني طالبانو قیادت تر بل هر وخت نه نن سباد بحرانونو په ګرداب کې لاس او پښې وهی. له یوې خوا د حکومت سره د صلحې خبرې اترې کوي، داوربند په لومه کې نښتئ او پدې برسیره د شهریار او سجنا دډلو ټپلو ترمنخ د سیمي د عوایدو، او ولس دمهارکولو د پاره د رقابتي جګړو عواقبو کمزورئ کړیدئ.

دسجنا او شهریارد ډلو ترمنځ په تازه جګړه کې شپږ کسه وژل شوي او دوه تنه زخمی دي. دوی دغه جنګ په داتا خیلو کې په خپلو منځو کې کړیدئ. دغسې تشدد تر بل هرچانه ولس ته ګران پریوزي. د حقاني او په نورو سیمه ایزو ډلو علاوه افغان طالبان هم پدې ونه توانیدل چې ددغو دوو قوماندانانو تر منخ روغه جوړه وکړي. شمالي وزیرستان، په تیره بیا د میران شاه علاقه د حقاني، القاعدې او نورو ترورستانو ځاله ده چې د ډورنډ په دواړو غاړو کې تشدد او ترورستی عملیات کوي.

ددغو ‌ډلو تر منځ جنګ جګړو ولسي خلکو ته ډیر تاوانونه اړولي، پکې وژل شوي، مالي تاوانونه ور اوښتي او په لوبه پیمانه د وطنونو خوشي کولو ته مجبور شوي.
همدا اوس د ننګرهار د ولایت په نازیانو کې د منګل باغ د لښکر اسلام او افغان طالبانو تر منځ د تشدد د لاسه د نازیانو اکثریت اوسیدونکې غرونو رغنو ته کډه شوي او بې اسرې پراته دي اود لوږې شپې سبا کوي.

په عین وخت کې د منګل باغ اسلامي لشکر د خپل افراطي دریځ له امله د نازیانو د قوم هغو خلکو ته چې په پاکستان کې د لښکر اسلام تر کنترول په لاندې علاقه باړه کې مهاجر دې ګواښ شوئ چې ددې ځای نه ووزي.
www.voadeewaradio.com


Re: د پاکستاني طالبانو قیادت په دروبل کې.

pattang
28.04.2014

ميرويس جانه !
د cia په پروپاګنده خپل وخت مه ضائع کوه ! که دوی ورک شي بيا
به پرګوډه پښه بېکاره ګرځې! سر بېره پردي به تاريخي شرمنده
اوسې !
حتمي نده چې طالب شې خو داشغالګرو پر ضد قيام دهر پښتون او
مسلمان ايماني وظيفه ده !

[quote:a3db7fa0f6="میرویس"]ګرانو لوستونکو، سلامونه او احترامونه.
د پاکستاني طالبانو قیادت تر بل هر وخت نه نن سباد بحرانونو په ګرداب کې لاس او پښې وهی. له یوې خوا د حکومت سره د صلحې خبرې اترې کوي، داوربند په لومه کې نښتئ او پدې برسیره د شهریار او سجنا دډلو ټپلو ترمنخ د سیمي د عوایدو، او ولس دمهارکولو د پاره د رقابتي جګړو عواقبو کمزورئ کړیدئ.

دسجنا او شهریارد ډلو ترمنځ په تازه جګړه کې شپږ کسه وژل شوي او دوه تنه زخمی دي. دوی دغه جنګ په داتا خیلو کې په خپلو منځو کې کړیدئ. دغسې تشدد تر بل هرچانه ولس ته ګران پریوزي. د حقاني او په نورو سیمه ایزو ډلو علاوه افغان طالبان هم پدې ونه توانیدل چې ددغو دوو قوماندانانو تر منخ روغه جوړه وکړي. شمالي وزیرستان، په تیره بیا د میران شاه علاقه د حقاني، القاعدې او نورو ترورستانو ځاله ده چې د ډورنډ په دواړو غاړو کې تشدد او ترورستی عملیات کوي.

ددغو ‌ډلو تر منځ جنګ جګړو ولسي خلکو ته ډیر تاوانونه اړولي، پکې وژل شوي، مالي تاوانونه ور اوښتي او په لوبه پیمانه د وطنونو خوشي کولو ته مجبور شوي.
همدا اوس د ننګرهار د ولایت په نازیانو کې د منګل باغ د لښکر اسلام او افغان طالبانو تر منځ د تشدد د لاسه د نازیانو اکثریت اوسیدونکې غرونو رغنو ته کډه شوي او بې اسرې پراته دي اود لوږې شپې سبا کوي.

په عین وخت کې د منګل باغ اسلامي لشکر د خپل افراطي دریځ له امله د نازیانو د قوم هغو خلکو ته چې په پاکستان کې د لښکر اسلام تر کنترول په لاندې علاقه باړه کې مهاجر دې ګواښ شوئ چې ددې ځای نه ووزي.
www.voadeewaradio.com[/quote:a3db7fa0f6]


میرویس
30.04.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
ورور جانه دا د چا پروپاګنده نده، بلکه دا د پاکستاني طالبان ترمنځ په هډوکي باتدې جنګ دئ. وګوره چې نن بیا د سجنا او شهریار محسود دډلو ترمنځ د شمالي وزیرستان په شاکوټي کې تشدد شوي او د پاکستاني طالبانو یو غټ قوماندان امیر حمزه د خپلو ملګرو سره پکې وژل شویدئ.

دپاکستاني طالبانو قیادت نن سبا ددې توان نلري چې خپل قوماندانان مهار کړي او د جنګ مخه یې ونیسي، ځکه چې همدغه دواړه قوماندانان د پاکستاني طالبانو د مشرتابه د شمزۍ تیرونه دي. کله چې د یوې پادې مخکښان ښکر سره ورکړي وړوکې د ځان دویرې د پادې څنډوته خي چې ژوبل نشي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more