د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هک پک حیرانونکئ خبر!

میرویس
17.04.2014

د فورم ډیرو ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
پاکستاني چارواکو افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړی، که غواړي چې د پاکستان دوستان واوسي نوهغه وخت راغلی چې د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د دولت ترمنځ یو غوره کړي.

محترمو وروڼو، دا خبربیخي خوب او خیال ښکاری، خو ریښتیا دئ. د پاکستان حکومت په خپلو طالبانو لدې لارې فشار راوړي چې اول یې منزوي کړي او بیایې صلحې کولو ته مجبور کړي. په صلح کې د پاکستان او افغانستان دواړو ګټه ده، خو په شرط ددې چې افغان طالبان هم دغسې صلحې ته مجبور کړئ شي.

د پاکستان طالبانو ددې دپاره د خپل حکومت سره خبرې اترې پیل کړې چې د پوځ د لویې حملې نه ځان بچ کړي او دافغان طالبانو سره د خپلې قبلې دسیسې پر بنا پسرلئ په افغانستان کې دننه تروریزم تقویه کړي.

پاکستان ځکه د خپلو طالبانو تحریک غیر قانوني اعلان کړئ چې دغه ډله د ولس قاتله ده، د اسلام، ولس او دولت په مقابل کې یې خیانتونه کړيدي. خو افغان طالبانو او دحقاني ډلې د اسلام، افغان ملت او دولت په مقابل کې دومره عظیم خیانتونه او جنایتونه کړي چې د پاکستان د تحریک طالبانو کرغیړن اعمال یې په ګرد پسې هم نشي رسیدلئ.

افغان طالبان او د حقاني ډله نور په افغان ولس کې ځای نلري او دغه دواړې ډلې افغانانو داسې رټلې دي چې له یوې خوا یې په ګڼ شمیر علاقو کې د هغوی پر خلاف قیامونه کړي اوله بلې خوا ټول ولس په انتخاباتو کې د ګډون له لارې طالبان په سیاسي لحاظ لوڅ او بربنډ کړل او رد یې کړل.

لکه څنګه چې افغان ولس طالبان غندي او رټي یي، همدغسې هم د پاکستان ولس د تحریک طالبان نه تر پزې راغلئ، د هغوی سره خو د ولس بیا دوستي کول هسې خوب او خیال دئ، بلکه د پاکستان ولس نه غواړي چې طالبان هم پخپله د خپل ولس قتل عام ته دوام ورکړي، او خارجي مذهبي افراطیان، قاتلات او ترورستان پرې ولس مسلط کړۍ.
دا لاندې رپوټ د تاند په شمول مختلفو رسنیو خپور کړیدئ
======

• Thursday, 17 April 2014 12:29
• لیکنه: تاند
طالبانو ته د پاکستان خبرداری، خبرداری، پاکستان، طالبان
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- پاکستاني چارواکو افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړی، که غواړي چې د پاکستان دوستان واوسي نوهغه وخت راغلی چې د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د دولت ترمنځ یو غوره کړي.
د پاکستان د (یي نیوز) ورځپاڼې په شمول ګڼو رسنیو نن وویل چې د پاکستان د چارواکو له لوري دا بې ساری خبرداری په یوه داسي خورا حساس وخت کې ورکړای شوی چې پاکستاني طالبان په اسلام اباد کې له حکومت سره خبرې کوي او د خپلو ۸۰۰ بندیانو د خلاصون ترڅنګ له وزیرستانه د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتونکي دي.
دي نیوز ورځپاڼه وايي، د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو په داسي حال کې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړ چې له پاکستاني طالبانو سره د دوی همکاري ډېره شوې ده.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد د تېر کال د اکتوبر په شپږمه په یوه مرکه کې ویلي و چې افغان طالبان د دې ترڅنګ چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي له دوی سره نوره همکاري هم کوي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم په کونړ کې ساتلی و.
دي نیوز وايي، پاکستان د افغان طالبانو دې ادعا په قار کړی چې وايي د نوامبر په ۱۱ مه د حقاني شبکې مالي مشر نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې آی ایس آی وژلی دی.
دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د حقاني شبکې او د پاکستان د آی ایس آی او پوځ د څو لسیزو ملګرتوب د نصیرالدین حقاني مرموزې وژنې ترسیوري لاندې راوستی دی.
سرچینې وايي، نصیرالدین حقاني د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د روغې جوړې لپاره منځګړتوب کاوه خو کله چې حکیم الله مسود ووژل شو، د دواړو خواووترمنځ د خبرو بهیر ودرېده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more