د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو د اندړو د پاڅون مشر وژلئ

میرویس
14.04.2014

السلام علیکم
افغان ولس دوه ځله طالبانو ته وښودله چې ولس ددوی نه کرکه لري. یوځل خود اندړو نه د طالبانو د ناوړه اعمالو په وجه کوم پاڅون چې پیل شوي ؤ د ګاونډیو ولسوالیو او نورو ولایتونو ګڼ شمیر ولسوالیو هم د طالبانو پرخلاف وسلې را واخیستې او طالبان یې وشړل.

د اندړو خلکو وویل چې طالبان یې ډیر وزغما، خو چې طالبانو خارجیا ن وروستل د هغوی زغم ختم شو، ځکه چې خارجیانو او طالبانو په ګډه د افغان ول د ارزښتونو پروا نه کوله. طالبانو ښونځی او بازارونه وتړل او خلک یې نه پرېښودل چې د بازارنه ضوروی سودا وخلي. هغه وو چې خلکو لاس وسلې ته وچاوه او طالبان یې د خپلو علاقو نه وشړل.

کله چې د ملک په مختلفو علاقو کې طالبان وشړل شول ولسونو ته اراميو امنیت او سوله راستانه شول او بیایې د خپل آرام ژوند مزه وڅکله. طالبانو بیابیا کوښښ وکړ چې د لاس نه وتلې علاقې بیرته ونیسي. خو ولسونه نه غواړي چې بیا د زور زیاتي قرباني شي. دوی بیا طالبان نه آزمیي.

طالبان باید اوس په خبره پوه شوي وي چې یو ځل خلکو خو ددی په مقابل قیام وکړ او دوی یې ورټل، بل ځل يې د طالبانو د ګواښونو سره سره په انتخاباتو کې ګډون وګړ او د طالبانود امارت د مردودولو په تکل کې دموکراسي مرجح وبلله او په غټ اکثریت یې رایې ورکي.
http://www.pajhwok.com/ps


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more