د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستاني طالبانو بیا پخپلو کې سره ډزولي دي.

اتل
11.04.2014

محترمانو، السلام علیکم
کله چې د پاکستاني طالبانو د اختلافونو خبره وشي، یا دهغوی بدعت، تروریزم، جنایت، د قتل او داسلام د لارې نه د هغوی د عدول خبره وشي، نو د طالبانو جعلې ملاتړي چې کوښښ کوي پښتانه پخپلوکې سره وجنګوي او دغه راز دخپلو عقدو پربنا په افغانستان کې دننه د قومي او ژبنيواختلافونو داورلمبو ته هم لمن ووهي او خپل ناروا مزد حلال او دوامدارکړي، په ډیره بې شرمۍ نارې سورې وهی او وایي چې طالبان جهاد کوي او دوی ټول د ملا محمد عمر پیروان دي.

دغه عناصر لکه پتنګ په غرب کې دیره دي او هرګز افغانستان ته نه د تلو نیت لري او نه هم هلته د ژوند کولو جوګه دي، ځکه چې دوی اوس دومره غرب زده شوي چې د خپل پخوانې ملک په بې امنۍ او قتال کې خپله بقا لټوي.

دغه ډول عناصر اوس باید وپوهیږي چې د پاکستان طالبان د اسلام دپاره ندي پاڅیدلي، بلکه دوی د دولت د ټولولو، په سیمه باندې د حاکمیت د قبضې د لګولو او ولس د کنرول په لټه کې دي. دوی د اسلام په نامه د هیڅ ډول جنایاتو نه مخ دئ اړولئ او د زرګونو انسانانو د قتل مسؤل دي.

تاسې ولیدل چې دطالبانو ددوو وژل شوو قومندانانو هر یوه، مسید د طرفدار شهریار او ولی الرحمان د طرفدار خان سید سجنا تر منځ د سیمي د کنترول په سر اختلافونه ترکومه ځای رسیدلي دي او له دیرشو نه زیات مسلمانان پکې ووژل شول. آیا دا جهاد دئ؟
دا لاندې رپوټ د بي بي سي، مشال او ډیوې په شمول ګڼ شمیر نورو رسنیو هم خپور کړيدئ:
====
پاکستاني طالبانو پر یوه بل خونړي بریدونه کړي
د خپريدو وخت: 05:38 گرینویچ - جمعه 11 اپریل 2014 - 22 وری 1393

د حکیم الله مسېد ډلې مشرې شهریار مسېد او د ولي رحمان ډلې مشري خان سېد سجنا کوي.
په قبایلي سیمې کې د پاکستاني طالبانو د دوو مهمو ډلو تر منځ شخړه پراخه شوې او دغه شخړه کرار کرار نورو سیمو ته هم په غځېدو ده.
د پاکستان حکومتي او ځايي سرچینو تایید کړې، چې د تېرو دوو ورځو اوږدو کې د حکیم الله مسېد او ولي رحمان ډلو په ټانک او شوال سیمو کې د یوه بل پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا دغو بریدونو کې نژدې ۱۰ کسان وژل شوي، چې پکې درې ملکي کسان هم شامل دي.
د دوی په وینا تېره ورځ پر یوه هوټل برید شوی، چې پکې مرګ ژوبله هم اوښتې.
له دې مخکې هم دواړو ډلو شکوی او مکین سیمو کې پر یوه بل بریدونه کړي دي.
قبایلی سیمو کې سرچینې وايي له دې مخکې دغه بریدونه تر جنوبي وزیرستان پورې محدود وو، خو اوس کرار کرار شاوخوا سیمو ته هم په پراخېدو دي.
د پاکستان حکومتي سرچینې وايي تر اوسه دغو نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي، خو ځايي سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۴۰ کسان ښيي.
ځايي ژورنالیستان وايي، د حکیم الله مسېد ډلې مشرې شهریار مسېد او د ولي رحمان ډلې مشري خان سېد سجنا کوي.
"د پاکستان حکومتي سرچینې وايي تر اوسه دغو نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي، خو ځايي سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۴۰ کسان ښيي."
د دوی په وینا د دواړ ډلو تر منځ د یوه بل په سیمو کې د لاسوهنې له کبله اختلافونه پخواني دي، خو وايي د ولي رحمان او حیکم الله مسېد په ژوند کې دغه اختلافونه دومره ژور نه وو.
تېر کال د امریکايي ډرون بریدونو پایله کې د دغو دواړو طالب مشرانو له وژل کېدو وروسته دغه اختلافونه برالا شول.
د ځینو سرچینو په وینا دواړو ډلو کراچۍ ښار کې هم د یوه بل پر استوګنځیو بریدونه کړی، چې پکې مرګ ژوبله هم اوښتې.
پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
داسې رپوټونه هم خپار شوي، چې ګواکې د دواړو ډلو تر منځ د روغې جوړې لپاره حقاني ډلې او د طالبانو یو شمېر نورو ډلو هم هڅې پیل کړې، چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده تر سترګو شوې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more