د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نه تلافي کیدونکې ګناه

میرویس
31.03.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پرخلاف د عام قتل په لړئ کې د اروزګان د ولایت د مرکز تیرینکوټ د ګڼې ګوڼې نه په ډک یوه چارسو کې د موټر پم چاودنه کړېده او شپاړسو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. طالبان بې ګناه مسلمانان ځکه وژني چې په ولس کې وېره او ترهه واچوي، ترڅو ولس د رایه اچولو نه منع کړي. طالبانو خو ویل چې دوې جهاد کوي؟ جهاد چیرته کډه وکړه؟ طالبان د تش په نامه جهاد او اسلام په پلمه د قتل عام له لارې غواړي خپل ناولي اهداف ترلاسه کړي. طالبان د اسلام نه دحربې په توکه کار اخلي او د انسانیت په مقابل کې د جنایاتو مرتکب کیږي. دداسې جنایاتونه دي چې هيڅوک یې تلافي نشي کولای.
طالبان پخپل دې کرغیړن عمل چیرې هم نه بریالي کیږي، څکه چې افغانان دهغوی د اعمالو نه ستړي شویدي، او هغوی ته، په انتخاباتو کې د ګډون له لارې خواب وایي. طالبان افغان ولس د خپل انتخاباتي حق نه نشي راګرزولئ.
دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړيدئ:
====
د اروزګان په چاودنه کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
۱۰ حمل - وری ۱۳۹۳, ۵:۱۰
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې بمي چاودنه سوي او پر مهال يې شپاړلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
دغه چاودنه نن ماپښين دري نيمي بجي د ترينکوټ ښار په منار څلور لاره کې سوي ده.
عيني شاهد محمد عمر وايې چې د يو دوکاندار څخه سودا اخيسته چې ناڅاپي چاودنه وسوه او د چاودني سره سم چيغي او ژړاوي پيل سوي.
دى وايې چې خلکو يوي او بلي خوا ته ځغستل په داسې حال کې چې ټپيانو ناري سوري وهلي او له خلکو څخه يې د مرستي غوښتنه کول.
د اروزګان د امنيت آمر محمد اسلم کوچى وايې چې چوونکي توکي په يوه لاسي ګاډۍ کې ځاى پر ځاى سوي وه او تر اوسه يې موخه نه د څرګنده.
ده وويل چې په دي پېښه کې ټول ټپي سوي او وژل سوى کس ولسي دي چې په ټپيانو کې دري ماشومان او يوه ښځه ده.
هغه وويل چې وژل سوى کس نارينه دى او دوى د پېښي په اړه نوري پلټني کوي.
د اروزګان د ولايتي روغتون مسولين وايې چې ددي چاودني څخه ورته شپاړلس تنه ور وړل سوي دي کوم چې يو تن وژل سوى او پاته نور ټپيان دي.
هغوى وايې چې د ټپي سويو کسانو درملنه روانه ده او دا لا معلومه نه ده چې د پېښي مرګ ژوبله به ډېره سي که څنګه؟
له بلي خوا ددي پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي په داسې حال کې چې له دي وړاندي هم د مرکز ترينکوټ اړونده په ابرده سيمه کې پر ټونس موټر چاودنه سوي وه او پر مهال يې پنځه تنه ولسي وګړي وژل سوي وه.
د خبريال ويبپاڼي همکار صابر مينه وال وايې چې د پېښي په ځاى کې د ټپي سويو او وژل سوي کس ويني پرتي دي او په سيمه کې ولاړ يو سرپ موټر په بشپړه ډول تخريب سوى دى.
هغه د سترګو ليدلى حال داسې ښيي((دغه د مرکز ترينکوټ د مشهوري څلور لاري منار سيمه ده، دلته يو سرپ موټر ويجاړ سوى دى د شاوخوا دوکانونو هنداري او نور مات سوي دي، د دي چاودني څخه داسې ښکاري چې چوونکي توکي ډېر زورور وه او موخه يې لا نه د څرګنده.))
دا پېښه د ټاکنو په درشل کې په همدي او نورو ولايتونو کې امنيتي تدابېر نيول سوي دي او د شنبي د ورځي ټاکنو ته پوره چمتوالى نيول سوى دى.
محمد صابر مينه وال


Re: نه تلافي کیدونکې ګناه

pattang
31.03.2014

طالبان خو واضح دريځ لري او هغه دادی چې په اشغال شوي ملک
کې انتخابات هيڅ مانا نلري او داشغال قانونيت بری کوي چې اسلامي
او قانوني ناروا کاردی !
طالبانو خلکوته اخطار ورکړی ! انتخابات په ازاد ملک کې خوندکوي
دلته خو يو ګوډاګی ځي او بل به راځي !
هريو یې د سي ای اې له سوړې راوځي !

[quote:96ebc8dc31="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پرخلاف د عام قتل په لړئ کې د اروزګان د ولایت د مرکز تیرینکوټ د ګڼې ګوڼې نه په ډک یوه چارسو کې د موټر پم چاودنه کړېده او شپاړسو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. طالبان بې ګناه مسلمانان ځکه وژني چې په ولس کې وېره او ترهه واچوي، ترڅو ولس د رایه اچولو نه منع کړي. طالبانو خو ویل چې دوې جهاد کوي؟ جهاد چیرته کډه وکړه؟ طالبان د تش په نامه جهاد او اسلام په پلمه د قتل عام له لارې غواړي خپل ناولي اهداف ترلاسه کړي. طالبان د اسلام نه دحربې په توکه کار اخلي او د انسانیت په مقابل کې د جنایاتو مرتکب کیږي. دداسې جنایاتونه دي چې هيڅوک یې تلافي نشي کولای.
طالبان پخپل دې کرغیړن عمل چیرې هم نه بریالي کیږي، څکه چې افغانان دهغوی د اعمالو نه ستړي شویدي، او هغوی ته، په انتخاباتو کې د ګډون له لارې خواب وایي. طالبان افغان ولس د خپل انتخاباتي حق نه نشي راګرزولئ.
دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړيدئ:
====
د اروزګان په چاودنه کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
۱۰ حمل - وری ۱۳۹۳, ۵:۱۰
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې بمي چاودنه سوي او پر مهال يې شپاړلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
دغه چاودنه نن ماپښين دري نيمي بجي د ترينکوټ ښار په منار څلور لاره کې سوي ده.
عيني شاهد محمد عمر وايې چې د يو دوکاندار څخه سودا اخيسته چې ناڅاپي چاودنه وسوه او د چاودني سره سم چيغي او ژړاوي پيل سوي.
دى وايې چې خلکو يوي او بلي خوا ته ځغستل په داسې حال کې چې ټپيانو ناري سوري وهلي او له خلکو څخه يې د مرستي غوښتنه کول.
د اروزګان د امنيت آمر محمد اسلم کوچى وايې چې چوونکي توکي په يوه لاسي ګاډۍ کې ځاى پر ځاى سوي وه او تر اوسه يې موخه نه د څرګنده.
ده وويل چې په دي پېښه کې ټول ټپي سوي او وژل سوى کس ولسي دي چې په ټپيانو کې دري ماشومان او يوه ښځه ده.
هغه وويل چې وژل سوى کس نارينه دى او دوى د پېښي په اړه نوري پلټني کوي.
د اروزګان د ولايتي روغتون مسولين وايې چې ددي چاودني څخه ورته شپاړلس تنه ور وړل سوي دي کوم چې يو تن وژل سوى او پاته نور ټپيان دي.
هغوى وايې چې د ټپي سويو کسانو درملنه روانه ده او دا لا معلومه نه ده چې د پېښي مرګ ژوبله به ډېره سي که څنګه؟
له بلي خوا ددي پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي په داسې حال کې چې له دي وړاندي هم د مرکز ترينکوټ اړونده په ابرده سيمه کې پر ټونس موټر چاودنه سوي وه او پر مهال يې پنځه تنه ولسي وګړي وژل سوي وه.
د خبريال ويبپاڼي همکار صابر مينه وال وايې چې د پېښي په ځاى کې د ټپي سويو او وژل سوي کس ويني پرتي دي او په سيمه کې ولاړ يو سرپ موټر په بشپړه ډول تخريب سوى دى.
هغه د سترګو ليدلى حال داسې ښيي((دغه د مرکز ترينکوټ د مشهوري څلور لاري منار سيمه ده، دلته يو سرپ موټر ويجاړ سوى دى د شاوخوا دوکانونو هنداري او نور مات سوي دي، د دي چاودني څخه داسې ښکاري چې چوونکي توکي ډېر زورور وه او موخه يې لا نه د څرګنده.))
دا پېښه د ټاکنو په درشل کې په همدي او نورو ولايتونو کې امنيتي تدابېر نيول سوي دي او د شنبي د ورځي ټاکنو ته پوره چمتوالى نيول سوى دى.
محمد صابر مينه وال[/quote:96ebc8dc31]


میرویس
03.04.2014

السلام علیکم
پتنګه بیا دې د اسلامي قانون خبره کړیده، او وایې چې انتخابات ناروا دي. ګوره چې محترم ع کریم حلیمي صاحب درباندې را خبر نشي، چې بیا به دې پزه در ویني کړي.
د اصلي مسئلې نه خان مه تیروه.

د بحټ روحیه [نه تلافي کیدونکې ګناه] ده. پدې معنی چې طالبانو دومره معصوم مسلمانان وژلي چې تلافي کولئ یې نشي.
د طالبانو قتال مؤجه کړه، د کومې بې منطقۍ، دمنطق پرتوګ ورواغونده، په کږه لار مه ځه.


pattang
06.04.2014

شيطانه منافقه هر قتل او وژنه ګناه ده خو له تا منافق نه ما سل ځله
پوښتنه کړې ده چې ته ولې داشغالګرو او فاسد رژيم وژنې او اشغال
نه غندې؟؟ خو ته هر وخت ماله پرې تېروې او سترګې د مړې نيولې
دي لکه دودو هلک ! خپل ايمان ،غيرت اوپښتو په دالرو خرڅوې !!

[quote:d62ebc6b58="میرویس"]السلام علیکم
پتنګه بیا دې د اسلامي قانون خبره کړیده، او وایې چې انتخابات ناروا دي. ګوره چې محترم ع کریم حلیمي صاحب درباندې را خبر نشي، چې بیا به دې پزه در ویني کړي.
د اصلي مسئلې نه خان مه تیروه.

د بحټ روحیه [نه تلافي کیدونکې ګناه] ده. پدې معنی چې طالبانو دومره معصوم مسلمانان وژلي چې تلافي کولئ یې نشي.
د طالبانو قتال مؤجه کړه، د کومې بې منطقۍ، دمنطق پرتوګ ورواغونده، په کږه لار مه ځه.[/quote:d62ebc6b58]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more