د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتو ولې د رسمي ژبې سټيج خپل نه شو کړای ؟

Farhad zaheer
17.02.2005

پښتو ولې د رسمي ژبې سټيج خپل نه شو کړای ؟
د ١٣٤٣ لمريز په اساسي قانون کې پښتو د افغانستان رسمي او ملي ژبه پېژندل شوې ، خو د اساسي قانون دغه ماده يواځې د کاغذ پر مخ پاتې شوه ، په دې توګه پښتو له سرکاري او رسمي حيثيت څخه بې برخه پاتې شوه.
په اوسني اساسي قانون کې پښتو ، دري د افغانستان رسمي ژبې وګڼل شوې . افغانستان ملي ژبه له لاسه ورکړه ، داچې د اساسي قانون لوې جرګې څرنګه پر ملي ژبې سترګې پټې کړې او افغانان يې د ملي ژبې له حق بې برخې وګرځول د لويې جرګې دننه او بهر پيريانو اوديوانواو منطق يې رسوايي پټه ساتي ، لکه څنګه چې د ١٣٤٣لمريز د اساسي قانون له مخې پښتو د رسمي ژبې دريځ خپل نه شوای کړای دغسې اوس هم پښتو دسرکاري او رسمي ژبې له سټيج څخه بيخي لېرې ساتل شوې .
رسمي چارې له يوې مخې په دري ترسره کېږی ، داقتصاد ، سياست او دپلوماسۍ ژبه يواځې دري په پام کې نيول شوې پښتو د اړتيا په کچه د ژباړې دويمه ژبه ګرځيدلي د باختر اژانس ژباړې دويمه ژبه ګرځېدلي د باختر اژانس لومړنۍ ژبه دري ده ، دغسې د سرکاري او حکومتي ادارو لومړنۍ ان چې يواځينۍ ژبه بيا هم دري ګڼل کېږي ، په راډيو تلويزيون او حکومتی خپرونو کې په خبري کچه پښتو ، د دري د ژباړې په توګه هغه هم په خواره بڼه تر سترګو کېږي ، رسمي اعلاميې ، قوانين ، لوايح لومړی دري او بيا پښتو ته اړول کېږي .
په معارف کې د توپير ګراف لا هم لوړ ښودل شوی ، له شل مليونو درسي کتابونو څلور مليونه پښتو چاپ شوي ، يو شمېر پښتني سيمو ته هم د لوژستيکي ستونزو او تېروتنو له پلمه دري کتابونه لېږد شونتياوې نه لري ، ځکه خو ښايي په روان ښوونيز کال کې همدغه کتابونه ولوستل شي .
کابل د پلازمينې په توګه له پښتو ژبې سره د پرديتوب داسې کرښې تېرې کړي چې له ښوونيز ډګره دپښتو د نوغی ايستو هڅه ګنلای شي .
درحمان بابا ښوونځي لوست ژبه په دې پلمه دري اړول شوې چې پښتانه زده کوونکي دري زده کړی شي سره له دې چې د کابل له نيمايي زيات اوسېدونکي پښتانه دي ، خو داسې يو ښوونځی څوک نه شي ښودلای چې لوست ژبه پې پښتو په پام کې نيول شوې .
کابل د پلا زمينې په توګه ولې پښتانه زده کوونکي له دغسې يوه حق څخه بې برخې ساتي چې اساسي قانون او نړيوالو نورمونو خوندي بللي .
د قانون له مخې لږ تر لږه دکابل ښوونځي سم نيمايي بايد پښتو درسي نصاب او لوست خپل کړي ، دا کومه داسې غوښتنه نه ده چې پلې کېدل يې ناشونې وبلل شي ، پښتو ژبه ښايي په پلازمينه کې هغسې رسمي دريځ تر لاسه کړي چې اساسي قانون ورته ټاکلي دي.
په معارف او ښوونيزه ډګر کې پښتانه ماشومان بايد پخپله ژبه د زده کړې له قانوني او طبيعي حق څخه نور بې برخې نه کړای شي . دپينځو شپږو کلونو ماشوم چې نوی د کورنۍ له غېږې د ښوونځي پرغولي پل ږدي ولې ځان له مورنۍ ژبې پرته بلې ژبې په لوست اړ وبولي ، يونيسف او نړيوال قوانين پخپله ژبه لوست د ماشوم حق پېژندلی . د نوي ښوونيز کال له پيله ښايي د کابل په ښوونځيو کې له لومړي ټولګي تر دوولسمه ( الف ) ټولګي پښتو او ( ب ) پښتو دسي نصاب په پام کې ونيسي ( ج) ټولګي کې که د هرې ژبې د زده کوونکو شمېره پوره کولای شوای هماغه دې د لوست ژبه غوره کړای شي .
زموږ يوه بله اندېښنه دا ده چې دري ژبه اوس هغه افغاني دري نه ده پاتی بلکې له يوې مخې د ايران پهلوی فارسي په خم کې لوېدلی ، زموږ هيله ده چې د هيواد دغه ژبه دري هم خپل افغاني اصالت او جوړښت خوندي وساتي او د هغو هلو ځلو مخه ډب کړای شي چې غواړي دري د پهلوی فارسي په ګيډه کې هضم شي .
موږ په دې اړه خپل غوښتنليک د اساسي قانون د موادو پر بنسټ د حکومت مخې ته ږدو ، دغسې به خپله دغه قانوني غوښتنه او دعوا د سترې محکمې او نړيوال عدالت او ضمير پر وړاندې را پورته کړو .
هيله ده درانه هېوادول په دې اړه پخپلو لارښوونو ، مشورو ا وړانديزونو زموږ د دغې يون توښه برابره کړي .
[color=red:4818be25ec]دا مضمون د ملي هيندارې رسالې څخه تاسو ته وړاندې کوم چې ليکوال يې نامعلوم دې .
فرهاد زهير شينواری[/color:4818be25ec]


م ن غروال
13.03.2005

ښاغلئ فرهاد زهير سلامونه او درناوۍ ومنئ!
تاسو سره د خپلې پوښتنې د پښتو خوږې ژبې ښه اړينه او په زړه پورې خبرې ليکلي دي٠ کله چه ټول افغان په پيل کي د بحث خونې لږې درلودې نو د پښتو او ژبې په هکله مجلس توود وؤ خو اوس چې ورته ځانته د بحث فورم جوړ شو، داسی ښکاري چې پدې هکله څوک چندانې علاقمندي نه ښکاره کوي٠ د فبروري له ١٧ څخه لا تراوسه هم زياته موده وشوه اما په تأسف سره چا کوم ځواب نه دې ويلۍ٠ دا چې تاسو پدې هکله يادونه کړې ده زه له تاسو مننه کوم٠
محترما : د ملت هغه روح چې ورته د فرهنګ او ادب وده او ژوند ورکول کيږي هغه يوازې او يوازې ژبه ده٠ که څوک غواړي د يوه قوم يا ټبر او يا ملت فرهنګاً ووژني نو ژبه دې ترې واخلي٠ يو وخت په هندوستان کي فارسي رسمي ژبه وه او ليک لوست او ټولې رسمي او غيرې رسمي چاري په فارسي ژبه وې او همدا ډول په جرمني او انګلستان کي يو وخت فرانسوي ژبه رسميات درلودل٠ اما دا ملتونه ويښ او په سر کي يي له نيکه مرغه داسي مشران درلودل چې خپلې ژبې يي بيرته ژوندئ کړې او خپلې ژبې يي په نړېواله برخه کي له نورو سره سيالې کړې٠
پښتون ټبر له بده مرغه لوئ لوئ دښمنان لري٠ که انګريزان وؤ او که روسان، دوئ تل وغوښتل چې پښتانه مات ګوډ او ورک کړي٠ ځکه خو دا د ډيورنټ لعنتي سرحدي کرښه د پښتون ملت په برخه شوه او ځکه خو د سقاؤ زوي او کارمل(کارغل) د پښتنو په سر خپلې نارواه وکړې٠
د پښتون ملت دښمن غواړي چې د منځنې اسيا څخه د پښتون ټبر ژبه سره ددوي هويته له منځه يوسي اما لا تر اوسه په فضل او کرم د لوئ سبحان خداي جل جلا له په يارۍ ندي بريالي شوي٠ که څه هم دوئ په هيڅ صرفه ونه کړه٠
اوس چې بيا پښتنو دومره وکولائ شول چې د پښتو رسمي ژبې حيثيت وساتي او دا دي وروسته له يو څو مودې يي د هېواد ملي سرود هم په پښتو کړ نو زما په نظر لويه خبره ده٠ مونږه پښتنو لره پکار دي چې نور د اتحاد او وحدت لاسونه سره ورکړو او خپل ټاټوبې ته، نو که لر پښتانه دي او که بر، خدمت وکړو او خپله ژبه ژوندۍ وساتو٠
د پښتون دښمن په افغانستان کې لا اوس هم د امريکا په مټ توپک په لاس لري او دا وخت ته ضرورت شته چې مونږه پښتانه يوه اندازه له حوصلې نه کار واخلو او د خپل پښتون قوم او د خپلې پښتو خوږې ژبې په فکر کي شو او برۍ به انشأالله تعالی هرومرو د پښتنو وي٠
د پښتو او پښتونولې په پاکې او مقدسې ميني!


مرورپښتون
01.07.2005

[quote:75d476f7be="غروال"]ښاغلئ فرهاد زهير سلامونه او درناوۍ ومنئ!
تاسو سره د خپلې پوښتنې د پښتو خوږې ژبې ښه اړينه او په زړه پورې خبرې ليکلي دي٠ کله چه ټول افغان په پيل کي د بحث خونې لږې درلودې نو د پښتو او ژبې په هکله مجلس توود وؤ خو اوس چې ورته ځانته د بحث فورم جوړ شو، داسی ښکاري چې پدې هکله څوک چندانې علاقمندي نه ښکاره کوي٠ د فبروري له ١٧ څخه لا تراوسه هم زياته موده وشوه اما په تأسف سره چا کوم ځواب نه دې ويلۍ٠ دا چې تاسو پدې هکله يادونه کړې ده زه له تاسو مننه کوم٠
محترما : د ملت هغه روح چې ورته د فرهنګ او ادب وده او ژوند ورکول کيږي هغه يوازې او يوازې ژبه ده٠ که څوک غواړي د يوه قوم يا ټبر او يا ملت فرهنګاً ووژني نو ژبه دې ترې واخلي٠ يو وخت په هندوستان کي فارسي رسمي ژبه وه او ليک لوست او ټولې رسمي او غيرې رسمي چاري په فارسي ژبه وې او همدا ډول په جرمني او انګلستان کي يو وخت فرانسوي ژبه رسميات درلودل٠ اما دا ملتونه ويښ او په سر کي يي له نيکه مرغه داسي مشران درلودل چې خپلې ژبې يي بيرته ژوندئ کړې او خپلې ژبې يي په نړېواله برخه کي له نورو سره سيالې کړې٠
پښتون ټبر له بده مرغه لوئ لوئ دښمنان لري٠ که انګريزان وؤ او که روسان، دوئ تل وغوښتل چې پښتانه مات ګوډ او ورک کړي٠ ځکه خو دا د ډيورنټ لعنتي سرحدي کرښه د پښتون ملت په برخه شوه او ځکه خو د سقاؤ زوي او کارمل(کارغل) د پښتنو په سر خپلې نارواه وکړې٠
د پښتون ملت دښمن غواړي چې د منځنې اسيا څخه د پښتون ټبر ژبه سره ددوي هويته له منځه يوسي اما لا تر اوسه په فضل او کرم د لوئ سبحان خداي جل جلا له په يارۍ ندي بريالي شوي٠ که څه هم دوئ په هيڅ صرفه ونه کړه٠
اوس چې بيا پښتنو دومره وکولائ شول چې د پښتو رسمي ژبې حيثيت وساتي او دا دي وروسته له يو څو مودې يي د هېواد ملي سرود هم په پښتو کړ نو زما په نظر لويه خبره ده٠ مونږه پښتنو لره پکار دي چې نور د اتحاد او وحدت لاسونه سره ورکړو او خپل ټاټوبې ته، نو که لر پښتانه دي او که بر، خدمت وکړو او خپله ژبه ژوندۍ وساتو٠
د پښتون دښمن په افغانستان کې لا اوس هم د امريکا په مټ توپک په لاس لري او دا وخت ته ضرورت شته چې مونږه پښتانه يوه اندازه له حوصلې نه کار واخلو او د خپل پښتون قوم او د خپلې پښتو خوږې ژبې په فکر کي شو او برۍ به انشأالله تعالی هرومرو د پښتنو وي٠
د پښتو او پښتونولې په پاکې او مقدسې ميني![/quote:75d476f7be]

غروال صب زما سلامونه اوٍشي هيلي مني.
زه ډېر خوښ يم چې پښتانه وروسته له ډېرې مودې د غفلت له خوب راويښ شول او دا احساس ورسره پيدا شوی دی دوی هم ژبه ،ډېره بډايه او خوږه ژبه، او دغه ژبه پاملرنې ته اړتيا لري٠ تر پرونه پښتانه ويده ؤخو نن ورسره دا احساس پيدا شوی دی او موږ ته بايده دي دااحساس په کار واچوؤ او ورنه ګټه واخلو ،که نه خدای مه کړه که داځل پښتانه بيا ويده شول نو راويښول به يي زما په اند ناشوني وي٠
دپښتو او پښتنو په هکله دتاسو له احساس نه يوه نړۍ مننه کوم او هيله لرم چې ټول پښتانه به ورته احساس ومومي٠
که مو غوښتلي ؤ چې زما اړېکې ولری نو په دې پته کوﻻی شئ تماس ونيسی ٠
ستاسو ورور او دﻻرې مل مرور پښتون٠
zardasht_samsor@yahoo.com


نقاد
09.07.2005

[color=white:19e4926122] پښتو ولې د رسمي ژبې سټيج خپل نه شو کړای شو؟[/color:19e4926122]

[color=blue:19e4926122]ورونو تر سلام او نېکو هيلو وروسته:
پورتنۍ پوښتنه ډېر او اوږده ځوابونه لري ، خو لنډ يې دادی :
ځکه چې پښتانه د تاجکو ورونو په څېر نه دي چې دوی هم لکه هغوی پر خپل ځان ،
خپله خوله او خپل قلم واک ولري ! نو ځکه يې دپښتون په توګه د خپل ځان خپل قام،
خپلې ژبې او خپل کلتور وزن او درنښت له لاسه ورکړی دی !!! آيا همداسې نه ده ؟
چې داسې ده، نو ورونو نور خپل کلتور او پښتو پرېږدئ ، دا خپل پښتون وڅېړئ ،
چې دا خدای څشی پيدا کړی ، او دده د نيمګړتياو اصلي علت نورلکه ګيدړ له
سوړې څخه راوځي . و من الله التوفيق ! [/color:19e4926122]


Anonymous
10.07.2005

داسې پوښتنې له ډېرې پخواڅخه مطرح شوي اوپه څوکرتي ځوابونه هم ورکړل شوي خو پښتانه په دې خبرو ژر نپوهيږي ٠

==که افغانستان دې اوکه پاکيستان ، پښتانه يې دجګړو لپاره ساتلي ٠ اوددې لپاره چه جګړې وکړي ، هغوی يې د مزدورو ملايانو او ملکانو په ذريعه د مذهب له لارې مطلق اوافراطي روزلي٠
== بې اتفاقي هم د په اصطلاح غېرت او پښتونولۍ نتيجه ده
== بې سوادي د تکړه سياست پوهانو د راټوکېدو او پرمختګ عامل دې
==په يو ملي مشر اتفاق نه کول
== دخپل وجود سره غداري کول
== دپيسو په مقابل کی ځان بايلل
== دوښمني اوتربورولي
== وچ اوبې ځايه تکبر اوغرور
== حقوق نه پېژاندل ، که يې پېژندلې بايد پخوايې ژبه رسمي وای ٠
== تفکيک نه لري ، که يو قاتل ورته ووايي چه دخدای لپاره راسره څوک قتل کړه هم يې کوي اوکه چا ورته وويل چه د نجونو تعليم بې حيايي ده نود نجونو مکتبونه هم سوځي ٠
== فرهنګي ذخيرې اوسرمايې نه پيژني ، نه يې په فکرکی دي
== دځان د شهرت اوځان سيال کوولو ډېر وسايل اوشرايط دي ٠ پښتانه په هغو شرايطو برابر نه دي اودسيالۍ دوسيلومخه نيسي
اولکه څومره چه په ملي اونړوالو معيارونو کی ځای نشي موندلای همدغسې په هرنورم کی د کوم خاص اهميت ارزه هم نه ورکوول کيږي ٠

ډېېر ساده مثال:

څوک به يوګډبه په 5 Stars هوټل کی ميلمه کړي چه د هغه د شان سره نه برابريږي ؟
همدغسې هرڅه ارزول کيږي ٠

دامو له غاړې سلام


په خپل ځان، ژبه او قلم واک لرل

Anonymous
10.07.2005

ښاغلی نقادصيب ا او درن لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله ! نقاد صيب تاسو د حل له پاره زبردسته فارموله ر اويستلې چې له هر پښتون څه
[quote:13fe31500a]پر خپل ځان ، خپله خوله او خپل قلم واک لرل [/quote:13fe31500a] غواړي ،
يعنې :
١ـ پښتون بايد په اګاهانه توګه ځان پښتون وبولي اود پښتوپر ويلو وياړ احساس کړي
٢ = بيله زيا ت او ستثنايي ضرورت څخه بايد په بله ژبه له افغانانو سره خبرې ونکړي.دري
بايد هغه وخت پيل کړي چې دري ژبي ورسره پښتو پيل کړې وي!
٣ـ پښتون دې ليکنه په ر سمياتو کې هيڅکله په بله ژبه نه کوي!
آيا دا دريواړه مادې د پښتو درسميت مستقيمې غوښتنې نه دي ؟ تاسو څه فکر کوئ ؟
ستاسې يو ورور: ځواکمن


م ن غروال
12.07.2005

محترم ميلمه ورور چې لاندنې جمله مو کښلې ده :
[quote:b63850a0eb]= بيله زيا ت او ستثنايي ضرورت څخه بايد په بله ژبه له افغانانو سره خبرې ونکړي.دري
بايد هغه وخت پيل کړي چې دري ژبي ورسره پښتو پيل کړې وي! [/quote:b63850a0eb]
سلامونه وړاندې کوم!
زه به خوښ شم که لومړۍ خو ځان په ټول افغان کي ثبت کړئ او د منطق په فورم کي هم بيا په مستعار نوم او ميلمه نوم ليکنې کولائ شئ٠
ستاسو پورتنې جمله خورا معقوله او ډيره اصيله ده٠ او څومره هم له انصافه کار اخيستۍ دي٠ که دري ژبۍ په ښتو وغږيد نو بيا وسره په دري ژبه که خبرې هم وشي خير دي٠
هو! ډيره ښايسته او ډيره عادلانه مو ليکلي دي٠ له دري ژبې سره په دري غږيدل پښتو ژبې ته يو لوئ خيانت دي٠ واقعاً که پښتانه په خپله ژبه خبرې وکړي دومره لوئ خدمت به يې کړۍ وي چې حد او اندازه به يې څوک معلومه نکړي٠ ځکه چې د خبرو کولو تأثير په ټولنه کي د زرګنو کتابو له شتون څخه هم ډير دي٠ او خلک به دې ته اړ کيږي چې بايد د پښتو ژبه زده کړي٠
که په پښتو غږېدل ورک شول لکه چې ورک ؤ نو د پښتو کتابتون به د نابودۍ په سېلاب کي لاهو کيږي٠ او هيچ چاته به ددې اړتيا نه وي چې پښتو زده کړي ځکه پښتو زده کولو ته به اړتيا نلري٠ په پښتو غږيدل، ليکل او لوستل زيږوي او ښوونځي به جوړيږي او پښتو ژبه به خامخا د دري ژبې په څېر وده کوي٠
له پښتنو سره د ناوړه چلند او نارواه سلوک پر اساس پښتنانه په واقعيت کي له خوبه راويښ شول او متوجه شول چې مونږه په څومره پاک او صادق زړه، او دوئ راته کومې د ورکېدو لومې ايښي دي٠ خو که د داود خان له وخته راديخوا د پښتو ژبې د پرمختګ حال په پام کي ونيسو د پښتو لپاره خدمت په وچه درېدلۍ ؤ٠ البته د کارمل تر راتګه د پښتو ژبه لږه يا ډيره وده وکړه اما هغه وده به سړۍ څه کوي چې په څنګ کي يې په زرګنو پښتانه ليکوال عالمان انجنيران او د نورو مسلکو پوهان له تيغه تېر کړل٠ خو خير اوس الحمدالله پښتانه د تېر په تناسب ډير راويښ شوي او د باسوادو کچه هم مخ په زياتيدو ده او د پښتو ليکل او لوستل هم ډير شوي دي٠
ننۍ د پښتو ژبې ستونزه د يو څو تنو ستون په اوسنې کابينه کي دي چې پرته د پښتنو د ورکيدو نور هيڅ کوم ډول هدف پخپل سياسي جريان کي نلري٠ اما زه ډاډمن يم چې د وخت په تيريدو به دا ستونزې انشأالله تعالی کمې شي او په مرور د زمان به پښتو ژبه بيا خپل ملي هويت تر لاسه کړي٠
په درناوې
غروال


Anonymous
13.07.2005

دپښتو دپرمختګ اوودې بنيادي لاردپښتنو باسواده کول دي. دغه جهل اوناپوهې چې په پښتنو کې رواج لري او پاس ورته ورونو اشاره کړېده داټول دناپوهۍ زيږنده دي. پښتانه له ميندو جاهل نه دي پيدا شوي اونه ناپوهي دپښتنو په وينه او جينونو کې نغښتي ده. داچې ولي وروسته پاتي شوي دي، ډيرعوامل لري چې دلته ورباندې بحث کول اوس نه غواړم. سوال دادی چې څه بايد وشي؟
1 پښتودښوونځيو اوپوهنتونونوخونو ته لارومومي
2 په دفتري معاملو کې پښتو ته مساوي حق ورکړشي
2 پښتانه ښځې اونارينه بې له توپيره دعلميت اوپوهې په ګاڼه سمبا ل شي
3 دپښتو ژبې په باب موجوده دولتي قوانين تطبيق شي اويوازې دکاغذ په مخ پاتي نه شي.
دپښتو زده کړه بايد په يوه اړتيا بدله شي. دري ژبي وطنوال هيڅ وخت موږ ته نه وايي چې دري ژبه زده کړو او يا په دري خبرې وکړو بلکې موږ داضرورت احساسوو. هغوی هم بايد داسي يوه اړتيا احساس کړي. که په افغانستان کې داسې يو قانون ولرو چې ددولت مامورين بايد په دواړو ژبو مسلط وي نو ترډيره حده به داستونزه هواره شي او دژبو ترمنخ بې انډولي او بې عدالتي به هم ترډېره حده کمه شي.
پښتو ژبه کې ډيرداسي ليکوالان موجوددي چې په متواتره توګه په خپلو ليکنوکې دپښتو په غم ډڼډوري وهي ، خو که خبره دښځو په تعليم اوزده کړه کې راشي نوبيا خوزيات تنګ نظري شي او په هيڅ وجه خپلې لوراوميرمن ته دزده کړې پسې دکور نه دوتلو اجازه نه ورکوي.
پس دپښتو دژغورنې او ودې له پاره د اساسي لارې موجودې دي:
-اصلاحات له ځانه شروع کړو-له علميت سره تر څنګ پښتو زده کړو او هم دپښتنو ښځينه طبقې ته د زده کړې زمينه مساعده کړو.
پښتو اکاډيميکه او دفتري ژبه کړو
پوهه به ټولېناپوهۍ له منځه يوسې په کلتور اوعاداتو کې به بدلون راشي اوبيا به پښتون ته د ناپوهه په نظر نه کتل کيږي. او نه به بيا ای ايس ای او پاکستان پاله تنظيمونه او سازمانونه قادروي چې ساده هيوادوال په اسانۍ وغولوي اوهغوی ته ړنده بنيادګره مذهبي روزنه ورکړي

-


نقاد
13.07.2005

ځيرک خانه سلام او ټول افغان ته پخير راغلئ! له ځواکمن صيب نه مننه کوم ، نوموړي او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم .
ځيرک صيب تاسو د ښو تدبيرونو يادونه کړې د ه چې زياتره يې بايد په دولتې سطحه ونيول شي ، کوم چې د داود خان د صدارت او جمهوري رياست په دورو او د اعليحصرت محمد ظاهر شاه د اولسواکۍ په لسيزه کې نيول شوي وو، پښتو او پښتنو ته خپل حقوق ورکړ شوي و و خو پښتنو ترې ګټه نشوه اخيستلای . د هلکانو او جينکيو تعليمات نه يوځې مجاز ، بلکې اجباري وو، نو ددې پرځای چې له دې حق څخه په ګټې اخيستلو سره د هرو څلور پنځو کليو په منځ کې يو لومنی ښونځی د جينکيو له پاره وغواړو ، مونږ پښتنو
جوړشويو ښونځيو ته خپلې لوڼې د درس له پاره نه دي استولې! په کابل کې د پښتنو د ماشومانو له پاره د پښتو ټولګي او په پښتو درسونه نه غوښتل او نه دولت ددې له پاره کوم ګامونه پورته کړي دي . سربيره پردې پښتنو دې د کابل په رسمي ادارو کې خبرې او ليکنې او اجراآت په دري کول .
مونږ پښتانه بايد د پښتو قدر له دريژبو ورونو څخه زده کړو چې د دري په په اړه يې لري او مونږ بالمثله چلند غوره کړو!
داسمه ده چې يوه ژبه هغه وخت رسمي ګڼل کيږي چې په رسمياتو کې د مورنۍ ژبې په توګه و کارول شي . دري ځکه رسمي ده چې در ژبي يې په دفتر کې په ليکلو او وينا کې کاروي او پښتو ځکه رسمي نه ده چې پښتانه يې په هروخت او هرځای کې په رسمياتو کې په وينا او قلمي توګه نه کاروي او دغه خدمت د پښتو او ښتنو پرځای بيځايه دري او دري ژبو ته کوي . کله چې د دري ژبو پښتنو (ظاهر او داود) واکمني وه، د پښتنو لوڼو ته هم په پښتو ښوونځي جوړېدل خو جاهلو پښتنو لوڼې ښونځيو ته نه ليږلې ، خو کله چې پښتانه طالبان واکمنۍ ته ورسيدل ، هم يې د پښتنې سيمو د جنکيو ښوونځي وتړل او هم يې د دري ژبو ښځينه ښونځي وتړل او له اسلام څخه يې د جهالت او ظلمت مدرسه جوړه کړه .
نوپښتونه وروره لږ ټکان وخوره ! ويښ شه او له خپل ځان څخه يې پيل کړه !
بل چاته مه ګوته نيسه او مه خوله ، که پښتو غواړې نوله ځان څخه يې پيل کړه !
که که ور او ورور ، لور او ځوی رسول غواړې ، نو له ځان څخه يې پيل کړه ! که ښه ژوند او پر مختګ غواړې نو له ځان څخه يې پيل کړه .!
که په هره برخه کېپه هر چا تنيد لرې ، لومړی خپل ګريوان ته سر کښته کړه چې همدغه نيمګړتاوې خوبه په تا کې د نورو په وړاندې نه وي (؟) ، که وي پر ځان تنقيد او اصلاح له ځان څخه پيل کړه ! که په دولت او حکومت کې دې ونډه کمه وي، په علتونو يې سوچ وکړه ، او لههاغه ځايه يې له سره پيل کړه ، له کوم ځايه څخه چې دې خپله پښه پخپله په تبرګي وهلې او تير وتلی يې او د سم چلند وړتيا خپله کړه !
که له پښتنو سيمو سره د نورو په څير مرستې نه کيږي، ددې لتونه له خپلو سيمو څخه وباسه ورک يې کړه او بيا بيا پاڅيږه دموکراسي ده ، پر حکومت د ولس قانوني فشار راوړه د ﻻريونو ، مظاهرو، اعتصابونو او احتجاجونو په زور حکومت تر هغه وخته پورې زندۍ کړه ، تر څو چې حق دې ومني او د اولس د مزدور په توګه دې حقوق پلي او خوندي کاندي . نو ته چې په خپل کور او خپل هيواد کې بي واه ، بي کاره ، بي لاسه او بي پښو شل او شُټ پاتې يې ، دا زما او ستا د تن او غړو نيمګړتيا نه ده، دا زما او يتا په سر کې نيمګړتيا ده، په مغزو کې : د شعور ،فکر او سوچ نيمګړتيا ده او د خپل حق او مسوليت په پيژندلو او د هغې د پلي کولو د ﻻرې او طريقې په پيژندلو کې نيمګړتيا ده . تر څو پورې چې خپل ځان او خپل ستر پښتون قام ، خپل تاريخ ، خپل حقوق او خپل مسوليتونه ونه پيژنو اوپرځای کول او پلي کول يې له ځان څخه يې پيل نکړو ، تر هغې پورې به خدای مکړه په هيڅ حساب يو .



ع کريم حليمي
13.07.2005

نقاد صاحب په غېږ کي دي نسم او پر مخ دي مچوم ٠ او ورسته دوه قدمه تر شا اخلم
داحترام له پاره ٠
او داسي غرض تاسوته کوم
[quote:8c1b60e2c4]پر حکومت د ولس قانوني فشار راوړه د ﻻريونو ، مظاهرو، اعتصابونو او احتجاجونو په زور حکومت تر هغه وخته پورې زندۍ کړه ، تر څو چې حق دې ومني [/quote:8c1b60e2c4]
پورته ليکنه چه :- مالوستل دخوښۍمي په سرکښي رګونه ښاخلې(د درختي ښاخونه ) شوې او وبيريوم چه په سر کښي مي يو رګ ونه چوي ٠

که پښتانه دغه پورته اصول عملي کړي ٠ په يوه کال به پښتو ژبه د شمال او جنوب
ژبه سي ٠ او بيا به نو ټول ملت نفوس دوه چنده سي ٠ يعني د ټولو خلګو به دوې ژبې زده سي (دري او پښتو )٠ هر فرد به مو پر دوو حساب سي


نقاد
14.07.2005

درود ند او محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه او درناوی !
که څوک وايي چه انسان پخپله خپل تاريخ جوړوي ، نو دابه دا په دې چوکاټ کې ددرک وړ ده چې د انسان له ګړو او عمل پرته هيڅ نه ترسره کيږي، نو تاريخ هم چې د انسانانو د عمل حاصله ده ، د انسانانو له عمل يا کړو څخه جوړيږي. خو تر څو پورې چې ولسوي نه وي منځته راغلې ، تر هغې پورې د انسانانو تاريخ ددوی د ارادې او اګاهانه غوښتنې او شعوري عمل نتيجه نه ده او پر دوی باندې په زور زياي سره د يوه تحميل شوي عمل په بڼه پلی کيږي . خو په ولسواکۍ کې د خلکو جمعي اند او اراده د ټول ټاکنو له ﻻرې تجلی او تبارز مومي او خلک خپل
برخه ـ ليک پخپله ټاکي .
د ګډ سرنوشت ټاکل د حکومت يا واکمنۍ د ټاکلو او بدلون په شکل ترسره کيږي. له ولسواکۍ مخکې څوک له خپل سرنوشت څخه خبر هم نه وي او هر څه يې د مذهبي يا غير مذهبي کمونيستي ، فاشيستي او نورو ايديالوژيو په تياره او ديکتاتورۍ په چوکاټ کې پلي کيږي، نو د سرنوشت بدلون او ټاکل پخپله د خلکو له خوا خو هيڅ امکان نه لري .
له بده مرغه پښتانه اوس د تاريخ په همدغې دوه ﻻرې کې وﻻړ دي او په ګريوان کې يې د ملا اوطآلب په بڼه پرديو ﻻس اچولی دی ، نه يې پريږدي د ولسواکۍ خاپوړې تر سره کړي او پاپلی پر دغه ﻻر روان شي ، ځکه که پښتون قام د ولسواکۍ پر زبر دسته وسله اووسيله مجهز او سينګار و، بيا به يې د تاريخ هغه
قدرت ، هغه زوراو پرتم د اسيا په زړه کې يو ځل بيا راژوندی شي چې ښايي روښان او خوشال ، شيراشاه او ميرويس ، احمد شاه ابدالي او محمود غزنوي هم پرې ووياړي او ګاونډي هيوادونه د لوی افغان د ستر ې اروا ولسواکې ځليدا ته ګوته په غاښ پاتې شي ! د شرق ستر فيلسسوف اقبال خو زمونږ دوښمنانو ته هسې نه دي ويلي چې (( از ضيأ روح افغاني بترس !)) . که خدای کول د افغاني روح ځل او ضيا به د اسيا په زړه کې د ولسواکۍ واکمني وي . که پښتون قام ددغې سرنوست سازې ساسي لوبې په خاپوړو وپوهيده، د نور چټګ پرمختګ مخه يې بيا د ګاونډيو هيوادونو د ناولو ارادو په شګلنو بندونو نشي نيول کيدای .
خو ددې له پاره زما پښتنو ورونو، زر ځله بښنه غواړم ، چې : [color=blue:0eee99bf40] لومړی بايد دغه د ځمرو بچيان د سړي زامن هم شي . و من الله التوفيق ! [/color:0eee99bf40]


Anonymous
07.10.2005

پښتو ژبه د پښتو مشرانو د بي کفايتي نه پاتي ده او پاتي به وي . تر څو پښتانه مشران په دغه ژبه ونه دريږي شاعران او ليکوالان او هسي نور ځوانان به يي په چا ونه مني .


Anonymous
09.10.2005

پښتون په پيسه او چوکي مين دي نه يي ژبي ته پام کړي نه يي د خپلو مشرانو او کشرانو اخترام کړي دي


Anonymous
22.10.2005

پښتو به څرنگه رسمي شي چې پښتانه خپل مشران تل کنځى هيواد مل صاحب يي ښه بيلگه ده چى يوازى په دې ټول افغان کى څومزه کنځل شوى دى


Anonymous
22.10.2005

دا خومتاسفانه دډيرو پښتنو عادت دئ چې اول خپل پښتانه تر پښو رانيسی اود ځينو اشخاصو څخه د دوی د توان نه وتلې لويې غوښتنې او غټ انتظار لری٠ دا سمه ده چې هيوادمل به ډيرې نيمګړتياوې لری، هغه دعملی اداری کارپوهه، تجربه او عادت نلری، ډير عمر په نرم اکاديميک محيط کې لوبيدلئ او د زړورې سياسي مبارزې او په خاصو موضوعاتو کې د جدې موضع نيولو او د هغو په اړه مخالفينوته د قاطع اوقانع کوونکی استدلال دوړاندې کولو سابقه ، مهارت او سازمان ورکولو تجربه ورسره نشته، خو ددې ټولو سره سره په افغانيت او پښتو ولاړ شخص دئ٠ په ټاکلی اداری پست کې د هغه د تجربې کمبوداو د کار نيمګړتيا دهغه ټول کړی کارونه او علمی فرهنګی فعاليتونه نه شی نفی کولای٠ موږ ته نه ښايي چې د هغو نه د يوه پاخه اوبا تجربه اداره چی او زړه ور، بامهارته اوقاطع مبارز انتظار وباسو او چې بيا زموږ د انتظار مطابق برياليتوبونه ونلری نو هرڅه ئې په صفر کې ضرب کړو٠ هغه په اداری پست کې نه، خو په علمی تحقيقاتي موضوعاتوکې په يقين چې برياليتوبونه لرلای شی٠
دا د اوسنی دولتی سيستم عام نقص دئ ، چې افراد ئې د مسلک، تخصصی مهارت او لياقت او تجربې پر اساس نه دی مقرر کړی٠ که سړئ دا نورو مقرريو ته ځيرشی د هيوادمل په مقررۍ به شکر وباسی٠ مثلا د يوې شعبې ټايپيست اوس د يوه خورا مهم عمومی رياست په چوکۍ دنده لری٠ نه غواړم چې اوس د نورو وزارتونو او ولايتونو په مسئولانو تبصره وکړو٠ خو په هيوادمل دا انتقاد شته چې ولې د بيعدالتيو او ظلمونو په ضد په مبارزه کې ناکام دئ، خو هغوی چې همدا بيعدالتۍ او ظلمونه قصدا کوی، د ډيرو له ياده وتلی٠ زما په نظر اول بايد ظالم تخريب او وټکول شی او په دوهمه قدمه کې د ظلم په وړاندې د ناکامو کسانو تخريب قرار ولری٠
د ټول افغان په دابل مبحث کې پر سليمان لايق تود بحث روان دئ او دپرچميانو په وړاندې د ټولو عقده منو کسانو د زړه غوټې په سليمان لايق ووتې، خو کشتمند، کارمل ، کاويانی، بريالی او مزدک د چا په ياد نه دی٠
دا امکان شته چې د لايق په اړه بحث ته په ټول افغان کې د کارمليانو او خاديانو له خوانه د هغه نه د انتقام اخيستلو په خاطر په لاره اچول شوئ وی٠ زه بايد دا په ډاګه کړم چې زه د سليمان لايق سياست ته ښه نظر نه لرم، خو دا نظر هم راسره دی چې کارمل، کشتمند، بريالی، دوستم او کاوياني هم پښتنو ته او هم دهيواد نورو قومو او په مجموع کې هيوادته له سليمان لايق څخه ډير مضر دی٠ نو زه نه پوهيږم چې ولې زموږ مجلس په لايق ګرم دئ، خو د کشتمند او نورو يادون هم نشته؟
په درناوی
ستاسې نور ميلمه


Anonymous
22.10.2005

او داځکه ټول پښتانه چې تراوسه ئي په افغانستان کې حکومتونه کړې دي په سلو ٩٩ بي ناموسه او اجنټان وه او د خپل قوم ، کلتور په غم کې نوه٠ کرزی ، هيوادغل او زنچو ددي بيناموسانوڅخه دي ٠ مړ ه دې وي اجڼټ پښتانه ٠


Anonymous
22.10.2005

ميلمه منطق دي ډير زور کړي پام کوه چي منطق الله خان دي ونه بولي


پښتو ولې د رسمي ژبې سټيج خپل نه شو کړاى

Anonymous
29.10.2005

وروره نهيلى کېږه مه تر اوسه لا خبره له خبرې تېره نه ده . اوس خو پارلمان هم جوړ شو بايد لومړى همدا کار وکړي . په دوى کې خو هسې هم دخداى په فضل داسې څوک نيشته چې په قانون پوه شي او په وړو نويو فرعي قانونونو کې بدلون راولي نو دومره خو دې وکړي چې اساسي قانون عملي کړي.
په اساسي قانون کې پښتو دهيواد رسمي ژبه ده. پارلمان بايد په دې ټينګار وکړي او د رهين،هيوادمل او نورو په دفترونو يې ورننباسي .
کرزي صيب ته هم بايد پارلمان وواي چې وروره دا دملي وحدت سمبول نه دى چې دمداريانو غوندې په شپاړسو ژبو خبرې وشي. ملي وحدت نور شرطونه لري او که بيا دا ملي وحدت وي نو هغه دوه مرستيالان دې ضيامسعود او خليلي هم بايد ملي وحدت ومني او پښتو ووايي.
او بله دا چې پارلمان بايد په ټولو وزارتونو ومني چې پښتو هم د هيواد رسمي ژبه ده .
هغه وخت چې احدي صيب د بانک رييس و ما غوښتل چې حساب خلاص کړم ، کله چې مې په بانک کې فورمه ډکوله نو ټوله په پاړسي وه. همدا راز مې غوښتل چې يوه خپرونه ثبت او راجستر کړم نو د رهين په وزارت کې خو هسې هم کيسه خرابه ده نو زه په پاړسي نه پوهيدم او پښتو فورمه نه وه چې ډکه کړې مې وى. هغه مامور راباندې زړه وسوزيدو او راته يې وويل زه به يې پاړسي درته ترجمه کوم او ته يې پښتو وليکه.
نو يو دولتي لوړ پوړي پښتون چارواکي ته مې چې دا خبره وکړه هغه راته وويل:
پاړسي هم ستا دهيواد رسمي ژبه ده ولې دې نه وه زده ؟
نو تاسو ووايئ چې پښتو د دې هيواد رسمي ژبه نه ده؟
که ده نوبيا يې رهين،ضيامسعود،کريم خليلي،او په سلګونو نور لوړ پوړي او ټيټ پوړي ماموران ولې نه زده کوي؟
راځئ چې په خپلې پښتو قسم وکړو چې يو به له پاړسيوانو سره ودونه نه کوو او بل به پخپله پښتو وايو او ليکو به يې . تش په نوم رسميات دې سر وخوري.


Anonymous
30.10.2005

کوشان صيب د درناوي مراتب درته څرګندوم.
زما د ټولې ليکنې پر ځاى دې يوازې د پاړسوانو سره د واده نه کولو په يوه کرښه ډېره ليکنه کړې وه .
زه اوس هم په کابل کې يم او ډېر داسې پښتانه چې تخلص يې صافي،کاکړ،يوسفزي وي خو په ټکي پښتو نه پوهېږي او باور وکړه چې تر نورو ډېر متعصب او بدګومانه دي.
زه تاسو که يوه بېلګه راته وښوده چې په کابل کې چا د پاړسيوانې سره واده کړى او بچيان يې پښتو وايي يا کور کې پښتو وايي؟
او يا مو داسې پاړسوان وښود چې له پښتنې سره يې واده کړى وي او په کور کې پښتو ووايي؟
مونږ به تر څو پښتو د ښځو او اولادونو په قربانولو ساتو؟
د فيډرالي نظام دمخنيوي نورې لارې به هم وي يوازې په ودونو نه کېږي .
او بله دا چې دلته بحث د دې و چې پښتو ژبې ولې رسمي سټيج خپل نه کړو ؟
نو همدا پښتانه چې په نوم پښتون وي دپښتو د رسميت مخه يې نيولې ده .
دوى وايي هر پښتون په پاړسي پوهېږي نو همدا پاړسي دې رسمي ژبه وي چې ټولو ته اسانه ده او پرې پوهېږي.
بله دا چې ته د يو متمدن انسان په حيث څنګه په يو ماشوم د ډېرو ژبو زده کول وړ ګڼې ؟
يو ماشوم حق لري چې په خپله ژبه زده کړه وکړي، که په محيط کې يې پخپله نورې يادې کړې هغه بېله خبره ده خو بايد جبري نه وي.
او بله دا چې د قومونو د نژدې والي لاملونه اقتصادي شريکې اړيکې هم دي نه يوازې ودونه .
مننه


Anonymous
30.10.2005

کوچنی هلک ئي په څه نه پوهيږي زه ګمان کوم دالمان سوسيال هيلفي دي مازغه خراپه کړي دي٠

[quote:5132c0214b="کوشان"]ښاغلی لاروی ليکلی :

[quote:5132c0214b]وروره نهيلى کېږه مه تر اوسه لا خبره له خبرې تېره نه ....................
راځئ چې په خپلې پښتو قسم وکړو چې يو به له پاړسيوانو سره ودونه نه کوو او بل به پخپله پښتو وايو او ليکو به يې . تش په نوم رسميات دې سر وخوري.[/quote:5132c0214b]

زه دی ټولی خبری درسره منم ، خو پښتو ژبه چی د نژادی تبعيض سبب شی ، مينه وال يی کميږی .
دا خبره چی پښتانه دې په خپلو کی واده کوی ، او نور د ې په خپلو کی ، د افغانستان قومونه سره بيلوی او د هغوی د لريوالی سبب ګرځی چی اخر به يی د يو فدرالی دولت د جوړيدو مخنيوی ناممکن وی .
زما په اند خو ، هر څومره چی افغانان په خپلو منځو کی ودونه وکړی د ملی يوالی سبب ګرځی او يو ملی کلتور منځ ته راځی ، او ددې ملی کلتور په جوړيدو کی بايد چی هر قوم خپله ونډه واخلی او خپل کمال ښکاره کړی .

ماشومانو باندی چی سړی کار وکړی ، نو دوی د دې استعداد لری چی تر څلويښتو ژبو پوری زده کړی ، البته که ليک او لوست هم ورسره ورګډ شی پروا نه کوی .
نو زه خو په خپله ډير پښتانه پيژنم چی له مور او پلاره پښتانه دي خو دری او جرمنی يی هم زده ده . نو که کومه پښتنه او يا پښتون په نورستانيانو يا بلوڅانو يا په تاجکانو کی واده کوی ، پروا نلری ، ځکه ماشومانو ته خو سړی کوولی شی چی هم د مور او هم دپلار ژبه زده کړی او يوه دريمه ژبه که انګريزی وه او که عربی ، هم به يی په ښوونځی کی زده کړی وی ، بی له دې چی خپله ژبه يی هيره کړی وی .
خو مهمه دا ده چی د ماشومانو وخت په څه کی تيريږی او د دوی د ميندی او پلرونه خپلو اولادو ته څه زده کوی او يا يی ورته زده کوولی شی .

نو دا چی ولی پښتو هسی په نوم رسمی ده او نه هسی چی بايد وای ، علت يی دادی چی ډير کم پښتا نه ، د ژبی د رسمي کيدو سره دلچسپی لری او د نورو دپاره خو مهمه داده چی فلسطينيان د يو خپلواک هيواد خاوندان شی ، او ځنی نور بيا يواځی خپل شخصی منفعت ته يی پام وی او بس .
که په ښوونځيو او پوهنتونونو کی نيمای مضامين په پښتو شی او په دولتی دفاترو کی دې يواځی هغه کارکوونکوته کار ورکړ شی چی په دواړو ژبو حاکم وی ، نو دولت په د پښتو د رسمی کيدو د پاره ډير څه کړی وی ، او دا خو غير عادلانه هم نده ځکه چی ځنی پښتانه بايد بيا دری زده کړی .
پاتی شو د ملت برخه ، او دوی که خپل اولادو ته ، که نر وی او که ښځه ، ښوونځی ته د تګ اجازه ورکړی چی د سواد خاوندان شی ، بيا نو هغه شيان چی په اساسی قانون کی درج دی ، څوګ به يی بيا د تطبيقوولو مخنيوی نشی کوولی .[/quote:5132c0214b]


Anonymous
31.10.2005

[color=red:bfbccad12f]
اقتباس:
کوچنی هلک ئي په څه نه پوهيږي زه ګمان کوم دالمان سوسيال هيلفي دي مازغه خراپه کړي دي٠[/color:bfbccad12f]
زه ددې مېلمه په خبره هيڅ پوه نه شوم ځکه چې خپله يې همدا يوه ناپړيته ويشتې ده نور يې دلاروي او کوشان صيب خبره راخيستى ده او خپله يې هيڅ خبره نيشته. دسړي وخت ضايع کوي او په ځواب ويلو نه ارزي.
کوشان صيب ته به ووايم چې :
هره نادوده به دې يوسم
په يارانه کې دې شريک نه قبلومه
په ودونو او خپلويو نه کېږي ښه لاره يې همغه اقتصادي لاره ده چې پرې راټولېږو.
کوشان صيب زه د پښتنو د يوې ليرې پرتې سيمې يم خو په دې څوکلنو ګډوډيو کې چې د کوکنارو کرکيله ډېره شوې وه نو زمونږ خلکو د ډېرو بدخشانيانو سره ملګرتيا او اقتصادي اړيکې درلودې خو يوه ورځ هم يونس قانوني ونه ويل چې د پښتنو په مقابل کې به نه اودرېږم ځکه چې مېرمن مې پښتنه ده.
يوه ورځ هم عبدالله عبدالله ونه ويل چې دجمعيت تربيرغ لاندې به پښتانه نه وژنم.
اوس هم يوه ورځ عبدالله عبدالله ونه ويل چې د بهرنيو چارو وزارت په مجله کې به يو کالم پښتو ته ځاى ورکړم ځکه چې په دې هيواد کې پښتانه هم شته.
او حال دا چې د کرزي په نوې کابينه کې د عبدالله عبدلله د وزير کيدو په اړه يوه ورځ د هيواد مل په ليدلو مشرف شوم نو ورته ومې ويل چې د بهرنيو چارو وزير کاشکې بل څوک شوى واى عبدالله خو ډېر متعصب دى!
هغه راته وويل " نه روکيه عبدالله عبدالله خو دهلمند دى او پښتون دى".
چې پوښتنه مې وکړه نو هغه د هلمند دى او که د زابل دى او ريښتيا هم په خټه پښتون دى خو مور يې پاړسيوانه ده.
کوشان صيب ډېر وخت مو بي بي سي راډيو واوريده او د ښاغلي ظاهر تنين خبرې اوريدلي وي .او دى صافى دى.
تاسو به د اطلاعات او کلتور د دواړو معينانو ذهنيتونه هم ازمايلي وي چې دواړه يې يوسفزيان دي.
او همدا سې په سلګونو روڼ اندي چې مور يې پاړسيوانه وي نو دى به خامخا متعصب وي.
کيدى شي په نورو قومونو کې دا ستونزه نه وي خو دلته وضعيت بل ډول دى. دلته بيا په پښتنو شرمېږي.
او بله دا چې مونږ دومره لوستي او باسوادان نه لرو چې که يو شمېر يې پاړسوانان شي نو نور خو يې شته. زمونږ پلرونه خو په پور او سود پيسې پيدا کړي،زوى کابل ته ولېږي چې څه زده کړي هغه د يوې کوڅه يي پاړسوانې سره واده وکړي بيا يې ليکل،لوستل او خدمت ټول د نورو شي.
کوشان صيب زه په لويه جرګه کې هم وم خو دپاړسوانانو ادعا همدا وه او پر ځاى وه چې ويل يې: د دې تالار ژبه معلومه کړئ چې افهام او تفهيم يې په کومه ژبه دى؟
نو دلته موضوع د پښتو ژبې د رسمي سټيج د خپلولو وه او زما په نظر يې دا لوى علت دى چې مخه يې نيولې ده.
او هدف ته سړى په ډېرې محافظه کارۍ هم نشي رسيدى چې ووايي لور به ورکړم خو چې نظام فيډرالي نه شي.
خور به ورکړم خو چې اړيکې يې راسره خرابې نه شي.
لور يا خور به ترې وکړم چې سره نژدې شو.


Anonymous
31.10.2005

اقتباس:
کوچنی هلک ئي په څه نه پوهيږي زه ګمان کوم دالمان سوسيال هيلفي دي مازغه خراپه کړي دي٠
------------------------------------------------------------------------

ځوانان بايد تشويق شي چې دسباواګې په لاس واخلي٠ تکبرپه پښتنو کی ډېر زيات دې :lol:
نظرخان


پښتو پښتو پښتو

Anonymous
03.11.2005

ګرانو ورونو او خويندو سلامونه:
پښتو لولې پښتو ليکې او پښتو وايې د هر افغان .سره نو زمونږ ژبه به هم مخ په وراندې لاړ شي.


Re: پښتو پښتو پښتو

Anonymous
03.11.2005

خداي دي خوار کړه لوي ډر يې پښتانه دي وشرمول :
نو څه : لکه لېوني لګيائي :(پښتو لولې پښتو ليکې او پښتو وايې )
په پښتو کي اقتصاد شته ? نه ، هغه خو تاجک د ابد لپاره په پاړسو اخستي دی او ستا بينا موسانه پښتانه لکه کرزی او دهغه کابينه چک چکي ورته کوي ٠
پښتوپه دفتر کي شته ? نه ، ستا پښتانه لکه زنچو او هيواد غل هر مکتوب په پاړسو ليکي او ستر ګي ئي په امريکائي دالرو داسي سري شوي دي لکه وږي سپي
چې هډوکیخوري٠ .
پښتو په ښوونڅي کي ښته ? نه ، ستا کوچنيان په ښوونځي کې دطالب بچيان بولي او طالبي ژبه خو حرامه وه اوحرامه به وي ٠
نو ډره ! تاته يواځي کناراب درپاته شو چې خپله پښتو پکښې عملي کړي اوبس٠
نو نرشه له نورو پښتنو سره کښينه ملا وتړه پښتو وغواړه او که څوک ئي نه در کوي
د توري له زوره کار واځله٠
له کوڅه ئي سياست او شعر و شعر بازي څخه څه شئ نه جوړيږي
دپښتون قوم دبيداري په هيله
دليلی دکور ميلمه

[quote:2093c8793b="پښتون يم"]ګرانو ورونو او خويندو سلامونه:
پښتو لولې پښتو ليکې او پښتو وايې د هر افغان .سره نو زمونږ ژبه به هم مخ په وراندې لاړ شي.[/quote:2093c8793b]


پښتو ولې د رسمي ژبې سټيج خپل نه شو کړاى

Anonymous
07.11.2005

ميلمه وروره دومره په غوسه يې لکه د پښتو ژبې د پرمختګ مخه چې (پښتون يم) بېچاره نيولي وي ؟
نورې خبرې دې پر ځاى دي خو له ډېرې غوسې دې منطق يو څه ډډوزې کوي؟
خبره دا ده چې يوازې کرزى هيوادمل او يا نور به نه ملامتوو!
له بده مرغه چې دلته اوس دود دى چې څوکۍ په غوړه مالۍ او چاپړوسۍ وساتل شي.
او دا دود له ډېرپخوا راروان دى .
پښتانه چارواکي يا دکابل لوڅو ښځو له لارې ويستي وو او يا مضراحتياط (محافظه کارۍ) نو راځئ چې يو خوځښت پيل کړو په خپلو کې سره ډېره غوسه ونه کړو خو په دولتي ادارو پښتو ورننباسو!
راځي پښتانه ځوانان يو داسې تړون وکړو چې له هر وزارت او هرې دولتي ادارې وغواړو چې خپل ټول چاپي مکتوبونه په پښتو هم ولري.
راځي چې په ټولو ادارو کې د هغو فورمو چې د کوم کار يا راجسټر له پاره ډکېږي د پښتو غوښتنه يې وکړو!
راځي چې په هغو ولايتونو کې چې اکثريت پښتانه دي د اجرااتو په پښتو کولو کوښښ وکړو!
راځي چې هغه دولتي مامورين چې پښتانه دي دې ته اړباسو چې په رسمي ادارو کې دپاړسي پر ځاى پښتو وليکي!
راځي چې د ټولو دولتي خپرونو څارنه وکړو او که پښتو په کې کمه او يا نه وه لکه د بهرنيو چارو وزارت خپرونه او يا نورې دولتي خپرونې نو په کلکه يې غوښتنه وکړو!
راځئ چې خپل واک يوازې کرزي او هيوادمل ته ورنه کړو پخپله د خپلو حقونو پوښتنه وکړو او هغه بۀرنۍ مؤسسې يا انجوګانې چې د ټول افغانستان په نوم فنډ اخلي د ټولو اسنادو څارنه وکړو او د پښتو او پاړسي انډول په ساتنې ټينګار وکړو!
دا سمه ده چې پورتني وړانديزونه وخت،ځواک او کسان غواړي خو که مونږ پښتانه ځوانان که هر ځاى کې وو د پورتنيو وړانديزونو په اړه سمه څارنه وکړو او خپل غږ پورته کړو او ورسره يې نور که د هيواد په هر ګوټ کې وي او که به ملاتړ وکړو نو هيڅوک هم دومره زورور او ښکرور نه دي چې مخنيوې يې وکړي!
ځکه چې زمونږ غوښتنه به قانوني وي او هيڅوک هم نشي کولى چې سرغړونه ترې وکړي. کچېرې ترې سرغړونه وکړي نو مونږ به خپل مسؤوليت ترسره کړى وي.
خو غوښتنې به مو په اخلاقي او قانوني توګه وي نه د لنډغرو په څېر چې ټول راته بد ووايي!
ستاسو لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more