د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان د اکثریت مسلمان امت په سترګو پښې ږدي.

اتل
26.03.2014

السلام علیکم
طالبانو چې د انتخاباتو سره مخالف کړئ، دایې د ولس سره مقابلې ته ملا تړلې ده، ځکه چې ځه کم سل فیصده خلک د انتخاباتو ملا تړ کوي.
دویم دا چې طالبان د انتخاباتو په پلمه بې ګناه مسلمانان وژني، دایې د الله جل جلاله د دساتیرو په مقابل کې بغاوت دئ.

طالبان یوازې د صلحې او مذاکراتو او جرګو له لارې خپل هدف ته رسیدلئ شي.
دوی ته پکار دي چې د پاکستاني طالبانو په پله لاړ شي بې قید او شرطه اوربند وکړي او د خپلو مخالفانو سره مذاکرې پیل کړي.
په درناوي.
دا لاندې رپوټه بي بي سي خپور کړیدي:
===
فيفا: ۹۲ سلنه افغانان د ټاکنو ملاتړ کوي
د خپريدو وخت: 11:30 گرینویچ - چارشنبه 26 مارچ 2014 - 06 وری 1393
فيفا په دوو مياشتو کې له ۴۰۴۰ کسانو سره مرکې کړې دي
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايي ۹۲ سلنه افغانان د ټاکنو له اصل او په سياسي قدرت کې د سوله ييز ګډون څخه ملاتړ کوي.
د دغه بنسټ نظر پوښتنه ښيي چې څه دپاسه ۷۵ سلنه خلک غواړي په ټاکنو کې برخه اخلي او د ټاکنو په ورځ خپلې رايې وکاروي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more