د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددواړو نه کوم یو د اسلام او افغان داعیه پالي؟

اتل
25.03.2014

محترمو لوستونکو،اسلام علیکم
په جلال آباد، کنړ او کابل کې په تیره یوه هفته کې څلور پنځه ځان مرګي حملې وشوې او د ملک په نورو ولایتونو کې ګڼ شمیر نورې دغسې شنډې شوې. د اکثره دغو حملو مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستئ دئ.

پدې تیره یوه لسیزه کې طالبانو او د حکمتیار اسلامي حزب په ګډه د خارجیانو د اشغال په پلمه ګن شمیر افغانا قتل کړل، د ملک زیر بنا ته یې تاونونه واړول او دملک د ترقۍ مخه یې ونیوله. دوی پخپلو کې وخت ناوخت جګړې هم کړیدي او د یو او بل نه یې د جهاد په پلمه نفر هم وژلي دي، خو ورسره یې دا هم ویلي چې دواړې مجاهدي ډلې دي او د خارجیانو په مقابل کې جنګ کوي. دوی دغه راز وایي چې د اسلام او افغانستان دداعیې دپاره ځان قربان کوي.

خو اوس د حکمتیار حزب د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید درولئ او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې هم برخه اخلي. خو طالبانو د انتخاباتو په مقابل کې د تشدد اعلان کړیدئ. د طالبانو او حزب اسلامي اوسني موقفونه یو د بل سره مځکه آسمان فرق لري.

اوس سوال دادئ چې طالبان د اسلام او افغانستان دداعیې دپاره جنګیږي او که د حکمتیار اسلامي حزب؟
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more