د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مدني فعالان که وحشي فعاله بزوګان !

pattang
24.03.2014

مدني فعالان که وحشي فعاله بزوګان !

[img:4cef0f929c]http://nunn.s3.amazonaws.com/140323130923_demo_976x549_bbc_nocredit1.jpg[/img:4cef0f929c]

لیکوال: جیلاني پښتون

تېره ورځ په کابل کې یو شمیر نیکروال ، پتلون خېل او دمیني ژوب نسل
ښځې او نارینه راغونډ شوي وو ، ترڅو د سرینا هوټل په پیښه باندې
خپل غبرګون وښيي ، چې په دې مظاهره کې یې د طالب مجاهدینو په
ضد شعارونه ورکړل او په اصطلاح خپل زړونه یې تش کړل .

رسنیو راپور ورکړ چې په کابل کې ( مدني فعالان ) راټول شوي وو او
دطالبانو په خلاف یې شعارونه ورکړل ، په دې مدنې فعالانو کې مې
چورت بند شو ، چې دا به څوک او کومې روښانه څيرې وې ، چې
دمدنیت او فعالیت دواړه امتیازات یې ګټلي او په رسنیو کې په همدې
نامه ترې تعبیر کیږي .

دهمدې وضاحت کولو لپاره مې ددې مراسمو انځوریز راپور ولید، په
انځور کې ګڼ شمیر پتلون کړي نارینه او ښځینه ښکاري ، چې مختلف
لیکل شوي شعارونه یې په لاسونو کې نیولي دي ، دعکسونو دکتلو په
مهال مې چې په لومړي ځل په کوم مدني فعال ؟؟ سترګې ولګېدې او
ومې پیژنده هغه د ثریا پرلیکا په نامه یوه بوډۍ کمونیسته وه ، چې
اوس په کابل کې دښځو د سراسري اتحادیې په نامه دیوې فمینستي
ټولنې مشري په غاړه لري .

ما چې ددې مظاهرې په لومړي صف کې د ثریا پرلیکا انځور ولید ، نو
سمدستې پوه شوم ، چې په کابل کې دتیره ورځې مظاهره دمدني فعالانو
نه بلکې دوحشي فعالانو وه .

تاسو یوه شیبه زما دې قضاوت ته د تعجب په نظر مه ګورئ ، یوځل به
زه دمشت نمونه خروار په حیث د دې مظاهرې دهمدې مشرې لنډ
سوانح مخې ته درته کیږدم بیا تاسو خپله قضاوت وکړئ چې دغه
شکمن مظاهره چیان چې همیشه له شکمنو سوړو څخه د اسلام او جهاد
په ضد مظاهرو ته راوزي او رسنۍ یې مدني فعالان بولي رښتیا مدني
فعالان دي او که له انسانیت څخه عاري وحشیان دي .

ثریا پرلیکا په ۱۹۴۴ م کال کې په کابل کې په یوه داسې کورنۍ کې
زیږیدلې ، چې له مشره ترکشره ټول عقیدوي کمونیستان او دحزب
دیموکراتیک خلق له متقدمو اعضاوو څخه وو ، ددې پلار عارف
دنورمحمدترکي په حزب کې لوړرتبه کس وو او ورور یې عبدالوکیل د
ډاکټر نجیب په واکمنۍ کې دبهرنیو چارو دوزیر په حیث دنده اجراء
کوله ، ثرياپرلیکا د کمونیست حزب له هغو وفادارو زنانه افرادو څخه
ده چې دکمونیزم او خپلو ګوندي ملګرو دخدمت په خاطر یې تراوسه له
چاسره واده نه دی کړی ، په داسې حال کې چې اوس یې عمر شپیته
کاله دی .

پرلیکا ډیره کشره وه چې دیوې شعوري کمونیستې په توګه له خلق ګوند
سره ملګرې شوې ، له کابل پوهنتون څخه له فراغت وروسته دیوکراین
کیيف ته لاړه ، هلته یې د سوسیالیستي فیمنیسیم په اړه ځانګړې زده
کړې وکړې ، کله چې دثور په اوومه کمونیستانو کودتا وکړه او
حکومت یې جوړ کړ ، ثریا پرلیکا د خلق ګوند دښځو د برخې مشره
وټاکل شوه ، او همدغه مهال یې عملا دسیوسیالستي فمینیسم له
اصولو سره سم دافغان ښځو دبي لارې کولو او بي دینۍ لپاره کار پیل
کړ .

ثریا پرلیکا چې په کمونیستي افکارو ، عاداتو او عقایدو رالویه شوې ،
تراوسه پورې خپلې سوسیالیستي فمینستي عقیدې ته پوخ هوډ لري ،
نوموړې د کرزي دحکومت په راتګ سره یوځل بیا دفعالیت میدان ته
راوتلې خو دا ځل یې اکمال دغربي فیمنیستي کړیو په غاړه دی ، ثریا
پرلیکه شپیته کلنه ده ، تراوسه ویښتان لنډوي ، حجاب نه اغوندي ، په
نکاح باور نلري نوځکه یې واده نه دی کړی ، داځل یې د ښځو سرتاسري
سازمان په نامه یوه ډله جوړه کړې ، چې همیشه دخپلولویديځو
رهبرانو په اشاره له خپلو پتلون کړیو ښځو سره واټونو ته راوزي ، او
داسلام او جهاد په وړاندې داعتراض ږغونه پورته کوي .

سره له دې چې رسنۍ دثریا پرلیکا ډلې او نورو همفکرو ته یې مدني
فعالان وایي ، مګر که پرلیکا دخپلو افکارو او عقایدو په ترازو وتلو نو
په پوره جرأت سره ورته وحشي فعالان ویلی شو .

ځکه کمونیستان د ډاروین دنظریې په استناد ځانونه دآدم اولاد نه ،
بلکې دبیزو زامن بولي، بیزو یو وحشي حیوان دی نو له همدې ځایه
دغه مدني فعالان ددوی دخپل باور له مخې وحشیان دي .

بله داچې دنړۍ انسانان ،حیوانات او ټول موجودات دالله تعالی په
ربوبیت اعتراف لري ، حتی مارغان او ماهیان دالله تعالی تسبیح وایي ،
مګر کمونیستان او نور سیکولران داسې ښکاري لکه له وحشي حیواناتو
چې هم بې عقل ، کودڼ او جاهل وي ، ځکه دوی په الله تعالی باور
نلري ، او خپل دخلقت اسباب د تز او انتي تز په توهماتو کې لټوي .

وحشي فعالانو په خپل شعارونو کې لیکلي وو ، چې ( طالب مګر بمیرد
جهان ارام بګیرد ) دغو وحشي فعالانو ته به ووایو چې په اصل کې د
نړۍ امن ستاسو غوندې وحشیانو له ګواښ سره مخامخ کړی دی ، چې
یوه پیړۍ وړاندې مو په خپلو ځنګلي ټولنو کې په زهرجنو وسلو سره
ویشتل ، ګازي کمپونو مو جوړول او دانسانیت پنځمه برخه مو دخپل
ځناورتوب قرباني کړه او اوس مو دخپل وحشت اور زموږ هیواد
اوټولنې ته راوړی دی .

موږ باور لرو ترڅو چې تاسو دبیزو زامن د ځمکې له مخ څخه نه یئ
ورک شوي په انسانیت باندې دارام خوب حرام دی ، همدا تاسو یئ چې
په انسانانو باندې دځنګل قانون تطبیقوئ ، نړۍ ته مو اور ایښئ ، نه
یوازې مو انساني نسل له خطر سره مخ کړئ ، بلکې ټولنیز انساني
اقدار ، عزت النفس ، ناموس او زموږ نور انساني ارزښتونه مو هم په
خپلو ځناورلوبو سره را کمرنګه کړل ، تاسو لومړی خپل ځانونه
دانسانیت په تله وتلئ ترڅو ترمعلومه شي چې څو فیصده انسانان یاست
، ستاسو په ایډیالو ټولنو کې چې ښځې څومره خپل عورت پټ ساتي ،
زموږ میږې او غواګانې تر هغه ډیر له خپل عورت سره پام کوي .

په حیواناتو کې تراوسه خر په خر ونه خوت ، مګر تاسو د ځناورتوب
تاریخ هم وشرماوو ، او دهمجنس بازۍ له لارې مو له نارینه سره
دنارینه نکاح رواج کړه .

وحشي فعالانو ! تاسو په دې مه خطا کیږئ چې په راډیوګانو کې ځانو ته
درانه القاب کاروئ ، تاسو ځناور یاست ، بلکې ترټولو نجس ځناور ،
چې اخلاق ، عزت النفس ، عبدیت ، فطرت ، اداب ، روا او ناروا او بل
هیڅ اسماني یا بشري حدود په رسمیت نه پیژنئ ، لطفا دمدنیت نوم
غلط مه کاروئ ، تاسو چې دوحشت استازي یاست باید چې په دې
نسبت ونه شرمیږئ او خپل ځانونه په ځغرده وحشي فعالان وبولئ !!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more