د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که-طالبانو-خبریالان-وژلای

pattang
24.03.2014

[img:62edc01221]http://nunn.s3.amazonaws.com/taliban/taliban_wepons.jpg[/img:62edc01221]

لیکوال: زخمي افغان

په کابل کې درسنیو یوه ټولنه چې میاشتنی معاش یې دامریکایي
سفارت لخوا مجرا کیږي ادعاء کړې ده چې طالبانو دکابل سرینا
هوټل په عملیاتو کې یو تن خبریال قصدا په نښه کړی او وژلای دی
.
زه خو به لومړی دا خبره وکړم ، چې تراوسه دا نه ده معلومه چې
آیا رښتیا داحمد سردار په نوم وژل شوی تن خبریال دی او کنه ؟
ما چې دنوموړي فیسبوک اکاونټ وکوت هیڅ داسې نښه مې په کې
پیدا نه کړه چې وښيي نوموړی خبریال دی ،

خو که بالفرض نوموړی خبریال وي او دوه طرفه جګړه کې وژل
شوی وي ، باید دقتل دپړې ګوته یې درژیم عسکرو ته ونیول شي
چې په تیر څوکلن تاریخ کې یې دهرکله په پرتله ډېر خبریالان وژلي
، زنداني کړي او ډبولي دي .

هغه عسکر چې دعبد الصمد روحاني ، جاوید جوجو او احمد امید
خپلواک په وژلو یې سرپه ونه کړه څرنګه چې اموخته خور بلا خور
وي شاید احمد سردار یې هم تر تېغ تیر کړی وي او وروسته د خپل
عادت له مخې دانکار په غونډۍ کینستي وي .

په دې مابین کې طالبان ګرمول چې ګوندې دغه خبریال یې وژلی دی
، له یوې مخې احمقانه ، مغرضانه او طفلانه تهمت دی ، چې
یوازې دسیاسي اهدافو په خاطر یې صورت موندلی .

زه یو داسې څوک یم چې ډیره موده مې دافغانستان په رسنیو کې کار
کړی او د ژورنالیزم له ډګر سره نږدې پاته شوی یم ، ماته په ښه
توګه دا خبره معلومه ده چې آیا طالبان دخبریالانو ژوند او مسلک ته
ډیر احترام لري او که واکمن چارواکي .

زه دهمدې تجربې په بنیاد دغه اتهام په کلکه ردوم چې احمد سردار
دې دطالبانو لخوا وژل شوی وي ، ځکه که طالبانو خبریالان وژلی
نو اوس به په افغانستان کې دژورنالیزم او مطبوعاتي کارکوونکو
وضعیت داسې نه وو لکه همدا اوس چې دی .

طالبان کولی شي ژورنالیستان چې تر ټولو بې دفاع قشر دی ډیر په
اسانه په نښه کړې او له منځه یې یوسې ، څرنګه چې دیوه په
وژلو سل تنه بیریږي طالبانو کولای شوای ، د څو تنو خبریالانو په
وژلو سره سلګونه نور دخپلو وظایفو پریښودلو ته اړ باسي .

که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به دافغانستان ترنیمایي زیاتو
ولایاتو کې هیڅ رسنۍ خبریال نه درلود ، په تیره په کندهار ، زابل
، هلمند ، غزني ، او یو شمیر جنوب ختیځ او لویدیځو ولایاتو کې
خو به هیڅ رسنۍ خبریال نه وای موندلی ، ځکه په دې ولایاتو کې
دطالبانو عملیاتي لاسرسی دومره پراخ دی چې حتی والیان ، امنیه
قومندانان او ولسوالان چې لسګونه ساتونکي ورسره وي ترې په امن
نه دي ، نو یو بې وسلې خبریال چې له کیمرې او بغل جولې پرته
ورسره هیڅ نشته څنګه به له هدفي بریدونه محفوظ پاته شوي وای
.
که طالبانو خبریالان وژلی نو شاید اوس به دغزني په ولایت کې
کومې رسنۍ خبریالان نه درلودلی ، ځکه طالب چې دولایت معاون
الله یار ، دشلګر ولسوال عبدالرحیم دیسي وال او په لسګونو
نور حکومتي کسان دغزني ښار په تر ټولو آمنه سیمه کې په نښه
کولای شي ، نو خبریالان چې زیاتره یې دښار په اطرافو غریبو
سیمو کې اوسي ډیر په اسانه یې ختمولای شوای .

که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به دوا خان مینه پال دکندهار
داطلاعاتو او فرهنګ رئیس نه وای ، بلکې دخبریالۍ په جرم به
وختي لا ، د ملا فیاض ، دواد بارک ، خان محمد مجاهد ، احمدولي
کرزي او نورو غوندې دطالبانو د هدفي بریدونو په نتیجه کې له
منځه تللی وای .

هغه مهال چې امریکایي یرغل په توده کې وو ، انګریزانو هلمند
اشغالاوو ، دبي بي سي دهغه مهال خبریال میرویس افغان دزابل
دسره غره سیمې ته دطالبانو علاقې ته لاړ اومخامخ مرکې یې
ورسره وکړې ، طالبان په دې ښه پوهیدل چې میرویس افغان له یوې
داسې ادارې سره کار کوي چې مخامخ داشغالګرې بریتانیا لخوا
تمویلیږي او دهغوی تبلیغاتي سیاست تمثیلوي ، مګر داچې طالبانو
ژورنالیزم او خبریالۍ ته احترام درلود، دبي بي سي دخبریال یې په
ډیر درنښت میلمه پالنه وکړه ، او بیرته یې رخصت کړ.

که طالبانو خبریالان وژلی ، نو د بي بي سي دخبریالانو الیاس وحدت
کور په صبریو او احسان الله مهجور په زرمت کې دطالبانو
ترلاس لاندې سیمو کې وو چې هره جمعه یې ورته تګ راتګ کاوو ،
ولې یې دغو خبریالانو ته زیان ونه رساوو .

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې که څوک ځان دعقل څښتن بولي باید
ورباندې فکر وکړي او که د ډالرو په نشه کې یې عقل ترګونډه
لاندې کړی وي ، هغوی ته اجازه ده چې په پټو سترګو هرډول تور
چې لګوي ودې لګوي .

زه د ژورنالیستانو هغې ټولنې ته چې دیوه مشکوک خبریال په
مشکوک مرګ یې طالبان دخبرونو په تحریم ګواښلي دي ورته وایم
چې دداسې بي ځایه تهمتونو په لګولو سره دې لطفا هغه ځای نه
ګروي چې خارښ نه کوي ، دوی باید پوه وي که طالبانو
ژورنالیستان وژلی ، نو نن به ستاسو وضعیت داسې نه وای چې په
دومره جرأت دومره خبریالان راټول کړای ، ځکه طالبان چې
دافغانستان یوازینی فایو سټار هوټل او ترټولو محفوظ ځای ته ځان
رسولی شي ، ستاسو د مطبوعاتي مراکزو په نښه کول ورته ډیر
سهل الحصول اهداف دي .

زه دوی ته وایم ، چې د ډالر حلالۍ لپاره دطالبانو په خبرونو
هرڅومره مو چې خوښه وي ، بندیز ولګوئ ، پښتانه وایي ( لامده به
څه لامده شي ) تاسو خو له تیرو دوولسو کلونو راهیسې بندیز
لګولی وو ، خبر یوازې یوځل سانسور کیدلای او بندیز ورباندې
لګیدلای شي ، په بندیز دپاسه بندیز له سوچ حماقت پرته بل څه نه
دی ، مطلب داچې کومه عملي نتیجه نلري ، موږ شاهد یو چې تردې
پخوا هم رسنیو یوازې دطالبانو هغه خبرونه نشرول چې خپل کوم
دتحریف او غلط تبلیغ غرض به یې په کې وو ، خو له دې سره
سره بې بنیاده تهمتونه مه لګوئ ، ځکه د ډالر حلالۍ لپاره همدا
کافي ده ، چې دقلم او مطبوعاتو عزت مو د یرغلګرو په پښو کې
ذبحه کړی او په دې توګه مو د ژورنالیزم په تاریخ کې ترټولو
شرموونکی ریکارډ ثبت کړی دی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more