د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د تاریخ سبق

اتل
21.03.2014

د فورم ډیرو ویاړلیو خویندو وروڼو، السلام علیکم
اګر عقل در سر نباشد، جان درعذاب است.
که موږ انسانان د خپل عقل نه کار نشو اخیستئ، ولې تاریخ ته مراجعه نه کوو ترڅو د تیرو زمانو د تجربو په کارولو خپل هدف ته ورسیږو؟ طالبانو صاحبانو څه باندې یوه لسیزه تشدد وکړ، بې شماره قتلونه یې وکړل، له یوې خوا یې ملک وران کړ، له بلې خوا یې د ملک ترقۍ ته تاوان ورساوه، خپل ځان یې بدنام کړ، د اسلامي احکامونه یې عدول وکړ، د بې شماره کبیره ګناهونو مرتکب شول، اسلام يې بدنام کړ او دپښټون قام هویت ته یې تاوان ورساوه او د خپل ملک دښمنانو ته بې مثله خدمت وکړ.

دوی باید خپل سر په ګریوان کړي او د ځان نه پوښتنه وکړي چې طالبه څه ګټه دې وکړه. ډلو ټپلو، حکومتونو، ملکونو او مذاهبو چیرې هم د تشدد له لارې دایمي صلحه او امنیت ندي قایم کړي. زموږ په لنډ مهاله تاریخ کې یو ډیر ښه مثال عراق دئ چې ترافغانستان نه په تروریزم کې زیات خلک بکې مري. آیا ترورستان پدې توانیدلي چې د عراق حکومت چپه کړي؟ لږ څه وړاندې تاریخ ته چې مراجعه وکړو، آیا په لبنان کې څه تیرشول؟ په افغانستان کې د طالبانوموجوده تشدد د لبنان د تیرو ناکراریو په ګرد پسې هم نشي رسیدلئ. آیا هلته تششد کومه نتیجه ورکړه؟

د سالم عقل هر څښتن انسان پدې پوهیږي چې طالبان یې په تشدد نشي شل کولای. آیا طالبان بې ګناه انسانان د څه دپاره قتل کوي؟ آیا دا د طالبانو وجیبه ده چې ټول افانان چې د طالبانو سره په جګړه ماریو کې ندي مل ووژني او په دنیا کې د ټولو غیر اسلامي ادیانو پیروان ووژني؟

که دوی همدغسې فکر کوي، نو آیا الله تعالا نشو کولای چې خپل ټول بنده ګان مسلمان پیدا کړي؟ که طالبان د خپلو خارجي بادارانو د اوامرو اطاعت ته دوام ورکړي او د تشدد نه لاس وانخلي، د خپل ملک آینده نوره هم خرابوي، او ګټه یې نه طالب ته رسیږي، نه افغان حکومت ته، او نه هم ولس او په مجموع کې نه هم د افغانستان ارضي تمامیت ته. بلکه ګټه یې د طالب بادار ته چې د افغانستان په بربادۍ کې خپله بقا لټوي رسیږي او بس.

زه نه پوهیږم چې طالبان غواړي په کوم قیمت د تشددله لارې قدرت ته ورسیږي؟
په اسلام کې د هر کار د سرته رسولو دپاره لمړئ د هغه د اقدام نقصان او ګټه سنجول کیږي. که طالبان فکر کوي چې افغانستان ناروغ دئ دوی غواړي چې مداوا یې وکړي، خدای ناخواسته دهغه جراح کانه ور ونه شي چې په عملیاتو کې ناروغ ترې مړ شو، خو په پای کې جراح وویل چې عملیات خو کامیاب شول، مګر ناروغ مړ شو.
دا متل به هم طالبانو صاحبانو اوریدلئ وي چې وایي: ماخو روغولې، لکه چې ومې غځولې.

طالبانو صاحبانو ته پکار دي چې د مذهبي افراطیت نه چې په اسلام کې قطعي حرام دئ، لاس واخلي او د خپل ملک د بقا دپاره داسې یوه لاره غوره کړي، چې دافغان ملت سره پخولا شي او د ملک د بقا او سوکالۍ په لاره کې مصدر د خدمت شي.
په احترام.
دا لاندې رپوټ بي بي سي خپور کړیدئ:
======
د کابل سرینا هوټل برید کې ۹ کسان وژل شوي
د خپريدو وخت: 06:33 گرینویچ - جمعه 21 مارچ 2014 - 01 وری 1393

سرینا هوټل د کابل په زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ ایله یو کیلومتر لیرې پروت دی.
افغان پولیس وايي د کابل پر سرینا هوټل د تېرې شپې برید کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي، چې څلور په کې بهرنیان دي او پنځه افغانان.
تر برید وروسته د نوي ۱۳۹۳ کال پر لومړۍ ورځ (جمعه) د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري کنفرانس کې وویل، چې په وژل شوو بهرنیانو کې دوې مېرمنې دي چې یوه یې د نوي زیلنډ او بله د کاناډا ده.

هغه دا هم وویل چې په بهرنیو وژل شوو کې یو پاکستانی او بل هندی دی.
صدیقي زیاته کړه، چې په وژل شوو افغانانو کې دوه ماشومان او دوه نارینه او یوه مېرمن شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې دغه برید له هېواده بهر سمبال شوی و، خو زیاتوي، چې د برید کوونکو عمرونه تر ۲۰ کلونو ټيټ وو.
د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي بي بي سي ته ویلي، چې په برید کې دوه بهرنۍ مېرمنې او دوه بهرني نارینه پنځه افغانان، چې درې سړي او دوې مېرمنې دي، وژل شوي دي.
د کابل پولیس وایي، د بریدګرو له منځه وړلو ته یې ځانګړي ځواکونه استولي وو.
افغان پولیس وايي، پر سرینا هوټل څلور واړه برید کوونکي وژل شوي دي.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ (مارچ ۲۰/کب ۲۹) د نوي ۱۳۹۳ کال له پیلېدا څو دقیقې وروسته، له کابله پر یوه لوکس هوټل د برید خبرونه خپاره شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وړاندې ویلي وو، چې درې برید کوونکي وژل شوي او وضعیت ارامه شوی دی.
رپوټونه وايي، درې برید کوونکي سرینا هوټل ته تر ننوتلو وروسته په برید کولو وتوانېدل او هلته یې د هوټل پر کارکوونکو برید وکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام د دغه برید پړه منلې ده.
سرینا هوټل کې تر ډېره بهرني مسافر اوسېږي، چې د نورو هوټلونو په پرتله یې امنیت هم خوندي دی.
په ۲۰۰۸ کال هم طالبانو پر دغه هوټل برید کړی و، چې لږترلږه اته کسان یې وژلي وو.
د افغان حکومت مخالفانو ګواښ کړی، چې د راتلونکو ټاکنو بهیر به ګډوډ کړي.
سرینا هوټل د کابل په زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ ایله یو کیلومتر لیرې پروت دی.
د تېر ۱۳۹۲ کال پر وروستۍ ورځ هم طالبانو د جلال اباد د پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز برید وکړ، چې لږترلږه لس پولیس، یو ولسي وګړی او اووه برید کوونکي په کې ووژل شول.
د کندهار نوروز مېله
بل خوا، د افغانستان سوېلي کندهار ولایت د نوي کال (نوروز) مراسمو پرمهال چاودنې لږترلږه دوه کسان وژلي دي.
د کندهار خاکرېز ولسوال فضل محمد غریب شاه وايي، چاودنه د شاه اغا زیارت ته څېرمه رامنځ ته شوه، چې دوه کسان په کې وو‎ژل شول او اووه نور ټپیان شول.

هرکال د نوروز د ورځې د لمانځلو لپاره زرګونه کندهاریان د شاه اغا زیارت ته ورځي.
غریب شاه زیاتوي، وژل شوي د کندهار د مرستیال والي دوه ساتونکي دي.
په ټپیانو کې د والي د دفتر رییس، د خاکرېز ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډون اووه کسان ټپیان شوي.
ویل کېږي، چاودنه د مېوې په یوه کارتن کې د ځای پرځای شویو چادېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوه.
خو د خاکرېز ولسوال وايي، ماین د برمې په یوه بوکۍ کې اېښودل شوی و.
دغو مراسمو ته د کندهار مرستیال والي او ځینې ڼور دولتي چارواکي هم ورغلي وو.
هرکال د نوروز د ورځې د لمانځلو لپاره زرګونه کندهاریان د شاه اغا زیارت ته ورځي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more