د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا ولولئ ، که نه نو...

Anonymous
16.02.2005

سلامونه ګرانو د
د منطق او فلسفې څېړونکو!
ګورئ ورونو، دلته به دا پاڼه ددې له پاره نه وي جوړه شوي ، چې تاسې ټول له کتابونو څخه هو بهو(؟) شیان ولیکئ ،بلکې باید دهرې علمي موضوع ګران الفاظ معنی کړئ ، لنډیې کړئاو بیایې مونږه غوندې مستریانو، پنچر مین قانونیانو ه رالیکئ ، ځکه چې څوک نه په عربي او نه انګلیسي پوهیږي . صرف ۱۰ ـ ۱۲ کسان به پرې پوهیږی ، نو مونږ غریب خلک چې ټوله ورځ موپه کار زړه ستړی شي او ماښام کور ته راشو، څویو څه ولولو، ، نو تاسو هم راته بیا دافغانستان پوهاند لیکوالان شئ اوخپله لکوالي سره پرتله کوئ. دوره چې تاسو هښیاران او عالمان یاست، نو ورشئ په خپل منطق سره افغانستان له کفر څخه ژغورئاو خلک پوه کړئ!
رون خفه نشئ، زه یو صاف سړی یم او رښتا وایم .که خفه هم شئ ، د ریوان پاسنۍ تڼۍ موخلاصه کړئ .


[color=blue:0241725f33] د ليکنې اصلي متن:
salamoona grano de Manteq aw falsafay serlonko!
goray wrono delta daa pannra dey lepara ba na wee jolra shewee che tool taso le kitabo na ho ba hoo shayan woleeky balkay delta taso de haray elmee mawzo gran alfaz mana klrey land ye klray bya ye monga ghonday mestaryano pancharman qanoniano ta rawolikay walay che sok na arabi pohegee na pe angrazee serf yew las dolas kasan ba pohegee no monga ghareeb khaleg tola wraz mo sonbay pe kaar shledelay da kila che makham rasho che yew se wolwalo no taso bya tool de afghanistan pohand leekwalan shay khpilay leekwalay partala kaway domra che wokhyaran yast aleman yast no warshay khpil pe manteq afghanistan le kofer na wozhghoray aw khalk po krlayasalam wrono khapa na shay za ٥ qameez pasanay tanay khlasa key[/color:0241725f33]


Re: Daa wolwalay ka na no?


هيواد شېرزاد
16.02.2005

ګرانه وروره پنجرمين قانوني ؟ صېب.
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ. دا چې زموږ پاڼې ته راځئ ډېره مننه او هر کله راشئ.
دغه فورم موږ ددې لپاره پرانيستی چې افغانان خپل نظرونه سره تبادله کړي او د يو بل په حال، فکر او اند سره شريک شو. که داسې ونشي نو به موږ ستاسې د زړه خبره (چې پورته مو بيان کړې ده) څنګه لوستلې وای؟
دلته هر څوک خپل اند او فکر څرګندولی شي. او دا چې تاسې ليکلي چې خلک د نورو خلکو له کتابونو او ورځپاڼو څخه ليکنې رااخلي نو هغوی به حتمآ ورسره د هغه مرجع نوم ذکر کړی وي.
ټول خلک به کېدای شي ستاسې پشان پنچرمينيان نه وي، ځينې خلک پدغه الفاظو پوهيږي او سر يې پرې خلاصيږي.
انسان چې تراوسه دومره مخته راغلی په دې نه دی راغلی چې کرار پټه خوله په کور کې ناست دی، هغوی زيار او زحمت ايستلی. سبق يې ويلې دی، سختۍ يې ليدلي او ....
د پښتو متل دی چې وايي: [color=darkblue:f423b3e98b]بې زحمته راحت نشته. [/color:f423b3e98b]
که ستا په ګومان ليکنې ستا له سويې څخه لوړې وي نو زما مشوره تاسې ته دا ده چې [color=red:f423b3e98b]مه يې لوله، [/color:f423b3e98b]ځکه چې ستا وخت هم پرې برباديږي او [color=red:f423b3e98b]ستا خبر[/color:f423b3e98b] ته ترې څه زده کولی هم نشې.
خو،
د يو افغان په صفت ، د حمزه بابا پدې شعر چې وايي:
[color=darkred:f423b3e98b].... پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا....[/color:f423b3e98b]
تاسې يوې نوې او پرمختللې نړۍ ته رابولم.

[quote:f423b3e98b="Pancharman Qanooni"]salamoona grano de Manteq aw falsafay serlonko!
goray wrono delta daa pannra dey lepara ba na wee jolra shewee che tool taso le kitabo na ho ba hoo shayan woleeky balkay delta taso de haray elmee mawzo gran alfaz mana klrey land ye klray bya ye monga ghonday mestaryano pancharman qanoniano ta rawolikay walay che sok na arabi pohegee na pe angrazee serf yew las dolas kasan ba pohegee no monga ghareeb khaleg tola wraz mo sonbay pe kaar shledelay da kila che makham rasho che yew se wolwalo no taso bya tool de afghanistan pohand leekwalan shay khpilay leekwalay partala kaway domra che wokhyaran yast aleman yast no warshay khpil pe manteq afghanistan le kofer na wozhghoray aw khalk po krlay
wasalam
wrono khapa na shay za yew saap zelray yem reekhtya wayem
ka khapa ham kegay khpila de qameez pasanay tanay khlasa key[/quote:f423b3e98b]


Anonymous
17.02.2005

شيرزاده وروره دسلام نه وروسته٠
ګوره چی زړه تنګ نه کړی او خپل فعاليت ته دی ددی سايډ دپر مخ بيولوپه ﻻره کښی ادامه ورکړی٠
داسی پنچر خلک ،چی ددی سايډ او درنو هيوادوالو، په وطن مينو هيوادوالو،سپکاوۍ کوۍ،که پښتانه هم وی ، په نادانۍ کښی دخپل ادب او فرهنګ ولې په ترخز وهی٠
ټول يی پيژنی او لعنت پری وايی٠
تاسوته فراخه حوصله او پنچرو بی ادبانو ته دادب غوښتنه له خدای ج څخه کوم٠
که لاری ته نه راځی نو خدايدی دوی وشرموی٠

په تاسی او ټول افغان پښتنو زړه خوږۍ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more