د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ځانمرداری بریدونه!

مساپر
15.03.2014

ګرانو هېوادوالو السلام اعلیکم،
ځانمرداری بریدونه هیڅکله زمونږ د مبارک دین په ړڼا کې روأ ندي او بیا په اسلامي هیوادونو کې بالکل جواز نلري، ځکه چې خدای پاک ځان وژنه حرامه ګرځولي ده او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) داسې فرمایي:
ځانوژونکی که په دنیا کې په هره وسیله یا هر څیز باندی ځانوژنه وکړي نو تر قیامت پوری به په مسلسله توګه په هغه وسیله په قبر کې ځانوژنه کوي او د قیامت نه بعد به یې ځاي جهنم وي.

هر هغه منافق ملایان چی د ځانوژنی فتوأ ورکړي ده او وایي چې په خارجیانو او یا کافرانو ځانوژنه وکړه نو تاته به خدای جنت درکړي نو هغه بیدین ملا ولی پخپله دغه ځانمرداری برید نکوي چی تر ټولو نه مخ کې جنت ته لاړ شي؟

هغه منافق (ملا) پوهیږي چې په دغه ځانمرداری برید باندی د ابدالابد لپاره دوزخ ته ځي نو ځکه پخپله ځانمرداری برید نکوي او نور بیگناه او ساده مسلمانان او بیا په تیره زمونږ معصوم ځوانان استعمالوي.

زه خپل مسلمان ورور ته دا وایم چی لومړی د دې دنیا د حورو سره نکاح وکړه، په دنیا کی ښه کارونه وکړه هیچا ته ضرر مه رسوه، هر چا سره نیکی وکړه او د دین په آحکامو باندی عمل وکړه د نن زمانی د منافقانو ملایانو په باطلو فتوأ ګانو پسی مه ګرځه او د دغه ژوند چې خدای (ج) تاته مهرباني کړي دي په صحی توګه ګټه واخله نو د هغی دنیا حوری هم ستا دي، انشأ الله و تعالی.

والسلام،


Re: ځانمرداری بریدونه!

pattang
17.03.2014

ښه چې وژنه حرامه ده نو چې بل د وژني او په حرامو هيڅ بندنوي
او ستا قوانين نه پېژني بلکې دقوانينو کتاب دې هم درسوځي نوسوال
دادی چې له ځان څخه به دفاع کوې او که نه ؟؟

[quote:698e6b3a6d="مساپر"]ګرانو هېوادوالو السلام اعلیکم،
ځانمرداری بریدونه هیڅکله زمونږ د مبارک دین په ړڼا کې روأ ندي او بیا په اسلامي هیوادونو کې بالکل جواز نلري، ځکه چې خدای پاک ځان وژنه حرامه ګرځولي ده او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) داسې فرمایي:
ځانوژونکی که په دنیا کې په هره وسیله یا هر څیز باندی ځانوژنه وکړي نو تر قیامت پوری به په مسلسله توګه په هغه وسیله په قبر کې ځانوژنه کوي او د قیامت نه بعد به یې ځاي جهنم وي.

هر هغه منافق ملایان چی د ځانوژنی فتوأ ورکړي ده او وایي چې په خارجیانو او یا کافرانو ځانوژنه وکړه نو تاته به خدای جنت درکړي نو هغه بیدین ملا ولی پخپله دغه ځانمرداری برید نکوي چی تر ټولو نه مخ کې جنت ته لاړ شي؟

هغه منافق (ملا) پوهیږي چې په دغه ځانمرداری برید باندی د ابدالابد لپاره دوزخ ته ځي نو ځکه پخپله ځانمرداری برید نکوي او نور بیگناه او ساده مسلمانان او بیا په تیره زمونږ معصوم ځوانان استعمالوي.

زه خپل مسلمان ورور ته دا وایم چی لومړی د دې دنیا د حورو سره نکاح وکړه، په دنیا کی ښه کارونه وکړه هیچا ته ضرر مه رسوه، هر چا سره نیکی وکړه او د دین په آحکامو باندی عمل وکړه د نن زمانی د منافقانو ملایانو په باطلو فتوأ ګانو پسی مه ګرځه او د دغه ژوند چې خدای (ج) تاته مهرباني کړي دي په صحی توګه ګټه واخله نو د هغی دنیا حوری هم ستا دي، انشأ الله و تعالی.

والسلام،[/quote:698e6b3a6d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more