د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اوربند باوجود تشدد دوام لري

میرویس
14.03.2014

السلام علیکم، ګرانو پښتنو وروڼو
داسې ښکاري چې ډ پښتون قام غمیزه د پای ټکئ نلري. د پاکستان د حکومت او د طالبانو تر منځ چې د سولې د خبرو مسئله راپورته شوه دډیرو پښتو په زړه ښه ولګیده او دا هیلې پکې راوټوکیدې، چې ګوندې دا ناورین ختم شي.

خو پداسې حال کې چې اوربند لادوام لري او د طالبانو هیئت د طالبانو د مشرانو سره په شمالي وزیرستان کې په خبرو اتر لګیا دئ، په کوټه اوپیښور کې په دوو جلا پیښو کې اتلس تنه ولسي خلک وژل شوي او له اویا وو نه زیات زخمي شویدي.
دغسې دماکې نه دصلحې د هلو ځلو په ګټه دي او نه هم کوم بل درد دوا کلئ شي.
دپاکستان حکومت او طالبان دواړه چې دصلحې په لاره کې کوښښ کوي، ورته پکار دي چې ددغو دماکو عاملین پیدا کړي، داسې درنده سزا ورکړي چې ځو نور هم پند ترې واخلي، او دروغې جوړې دغه روان جریان تخریب نشي.
په درناوي.
دا لاندې رپوټ بي بي سي ورکړیدئ:
====
پاکستان کې دوو چاودنو ۱۸ کسه وژلي دي
د خپريدو وخت: 12:44 گرینویچ - جمعه 14 مارچ 2014 - 23 کب 1392

دغه بريدونه داسې مهال شوي چې له طالبانو سره د حکومت خبرې روانې دي
د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو په پايله کې لږترلږه ۱۸ کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په پېښور او کوټه کې دغه بريدونه پر داسې مهال کېږي، چې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو په موخه خبرې روانې دي.
ورته مطالب
• هنګو کې چاودنې ۶ پاکستاني سرتېري وژلي
• پښتونخوا کې د ګوزڼ ضد پر ډلې مرګونې چاودنې شوې
• کوهاټ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده
تړلي موضوعات
• پښتونخوا
په دې لړ کې د پاکستاني طالبانو له لوري جوړه شوې کمېټه دا وخت د سلا مشورو لپاره په شمالي وزيرستان کې ده.
تېره ورځ طالبانو ويلي وو، چې د حکومت له لوري د طالبانو پر وړاندې عملياتو کې کمښت نه دی راغلی او په بېلابېلو زندانونو کې شته طالب بنديان له يوه ځایه بل ته لېږدول کېږي.
پېښور
په پېښور کې له قبايلي سيمو سره نژدې په يوه ځانمرګي بريد کې لږترلږه اته کسه وژل شوي دي.
د پېښور د پوليسو په وينا په دغه پېښه کې د وژل شويو شمېر اته او د ټپيانو شمېره ۴۰ ته رسېدلې ده.
د وژل شويو لويه برخه ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
پوليس وايي دغه پېښه پېښور ته څېرمه قبايلي سيمه سربند کې له ګڼې ګوڼې په يوه ډک بازار کې شوې ده.
دوی وايي بريد هغه مهال وشو چې پوليس د معمول په څېر په سيمه کې په کزمه بوخت وو.
عيني شاهدان وايي د بريد له امله د پېښې په ځای کې د تیلو پمپ سټېشنونو، هټيو او کورونه ته درانه زيانونه اووښتي دي.
کوټه
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جناح روډ د ساينس کالج څلورلارې کې د يوې چاودنې په پايله کې ۱۰ کسه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
ډاکټران وايي د ځينو ټپیانو وضعيت نازک دی.
د کوټې پوليس وايي دغه چاودنه له لرې د کنټروليدونکي بم پر مټ شوې او بم په بايسکل کې ځای پر ځای شوی و.
دوی وايي چاودنه د جمعې له لمانځه وروسته هغه مهال وشوه چې د امنيتي ځواکونو کاروان له سيمې تېرېده.
چاودنې يو بس موټر، څو رکشې، موټر او بايسکلونه ويجاړ کړي دي. له چاودنې وروسته پولیسو سيمه کلا بنده کړې ده.
http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2014/03/140314_as_pak_violence.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more