نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جلالي صیب قدم دې بختور شه پسې بل واخله
hotak
15.02.2005
Salam,As my computer had been damaged by a virus, So on I'm not able of writing something in Pashto. But i've copied this favorite article for public interest, from the main page of TOLAFGHAN. Hope it will be interesting for you people.Thanks,Naseer Hotak
د خبري سر چینو له مخې تیره اونۍ دداخلي وزیر جلالي صیب یو په زړه پورې قدم واخست او درې چنیایي کلبونه یی په دې خاطر وتړل چې هغوی په غیر قانوني توګه د شرابو او فحشا د ودې او نمو له پاره کار کاوه – یانې که چیرې دغه چنیانیانو د داخلي وزیر څخه اجازه اخستې وای او بیا یې دغه کار کړی وای نو څه خاص تو پیر به یې نه و کړی . په هر صورت په دې اوس تبصره نه کوو.
د ۲۰۰۱ عیسوي کال یعنې په ګران افغانستان د امریکایانو د بربنډ تیري وروسته او هلته د اسلامي او افغاني کلتور او عنعناتو د تر پښو لاندې کولو او دیوه امریکایي لاس پو څي نظام تر نامه لاندې د امریکایي کلتور تحمیلول په ډیره بر بنډه تو ګه پیل شوی دی د هیواد په ټولو سترو ښارونو کې او ځانګړي تو ګه د کابل په ښار کې نه یواځې چنیایي بلکه د غربي هیوادونو جاسوسي او استخباراتي کړیو له اړخه د کلبونو ، میلمستونو ، هوټلونو ، ریستورانو ، د نڅا ځایو او ......... په لسګونو نور د فشحا د ودې او نمو ځانیونه تاسیس شوي دي . د ښځو د ازادۍ او نهضت تر نامه لاندې د فحشا د ودې په خاطر نه یواځې افغاني نجونې او ښځې دې لورې ته ترغیبیږي بلکه نن د کابل د ښار کوڅې د تایلیندي، بنکاکي ، چنینا یي او......فاحشو ښځو څخه ډکې دي او د کابل ښار نن د نورو اروپایي سیکولر او بې مذهبه ښارونو څخه هم بده نمونه وړاندې کوي .
د ویډیو ناږیبا سي ډي ګانې او دویډیو ماشینونه په ډیرکم قیمت او یا په ډیر کمه کرایه په هر ځای کې په اسانۍ سره تر لاسه کیږي . او ان تر دې چې داسې کورنۍ چې دشپې لمده ډوډۍ هم نه ورورسیږي ددغسې ویډیو ګانو د لیدلو له پاره پیسې خرڅوي . د ځوانو هلکانو د خامو ذهنونو د خرابولو له پاره په هر ویډیو سنټر او یا ریستورانت کې د سینما کوټه ترتیب شوې او د کم قیمت په مقابل کې ورته د فحشا ټول کړه وړه هر ه لحظه تر مخه ایښوول کیږي . تر څنګ یې د کیبل ټلویزوني شبکې هغه ناولې او کثیف فلمونه وړاندې کوي چې د اروپا او امریکا په کیبلونو کې یې هم د څه ځانګړو شرایطو پرته کتل ممنوع دي . د یوه اروپایي هیواد یوه اخبار په دې خبره ډیر خواشني څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې که په اروبایي بازارونو کې شراب او یا نور سیکسي وسایل پلورل کیږي نو د هغې له پاره د عمر یو ځانګړی حد ټاکل شوی خو په افغانستان کې کوچني ماشومان په دغه نارو غتیا اخته شوي او هیڅوک یې مخنیوی نه کوي.
نن په ګران هیواد کې د امریکا ددیموکراسۍ تر ډول لاندې چې کوم اوازونه پورته کیږي هغوی کې د امریکایي عسکري مرکزونو څخه د شرابو د ستر تجارت او فشا د ودې او دافغانانو د اسلامي او افغاني تهذیب د تر پښو لاندې کولو پرته ، او د ښځو د ازادۍ دعنوان پرته نور څه نه شته . او دا د افغانانو د غیرت هغه رګ دی چې امریکایي حلقو پرې ګوتې ښخې کړي دي او هدف یې دادی چې افغانستان د باغیرته ملت دغه احساس د تل له پاره مړ ژواندی کړي او په دې تر تیب ددغه ملت په هویت او پیژندګلوۍ کې اساسي تغیر راوړي او دا ډیر ه د خواشینۍ خبره ده چې زمونږ ټولې کلتور ي ټولنې نه یوازې دا چې پرې چپه خوله پاته دي بلکه د امریکا سندرې سره دوی هم خپل غږ یوځای کوي تر څو د ترور ټاپه پرې و نه لګیږي.
راځئ دلته دروند جلالي صیب ته د لوموند د اخبار د اوم د دسمبر هغه څو ټکي د همغې په فارسي ژبه کې وړاندې کړو.
اخبارپه کابل کې د خپل نماینده له خولې لیکي چې [ قرارګاه نیروی ایساف در افغانستان برخوردار امکانات فراوانی است . حتی مجهزتر از یک هوتل سه ستاره است. قیمت مود غذای و سیګار چندین برابر ارزانتر از هلند است . ګاه از کابل هم ارزانتر است. قیمت یک قوطی ابجودر قرارګاه ۵۰ سنت است در حالی که قیمت همان ابجو در بیرون حدود سه ارو است قیمت هر بکس سیګار ۷ ارو است در حالیک که در هلند ۶۰ ارو میباشد. هیچ چیزی از بازسازی به چشم نمی خورد تنها در محله های که دولت و نیروهای خارجی در ان مستقر هستند بازسازی انجام شده است . ویرانی ، بدبختی ، فقو و فشا در ګو شه و کنار شهر کابل و سایر شهر های نزدیک به کابل به عیان دیده میشود. خود فروشی زنان و دختران به علت فقر د ر افغانستان بیداد میکند. بقول سربازانی که درماموریت های مختلف به کشورهای دیګر رفت اومد کرده بودند در هیچ کجای دنیا به این اندازه خودفروشی و ارزان فروشی را به چشم نه دیده بودند. لازم به توضیح است که دایرکننده ګان خانه های فسادو فروش زنان به سر بازان نیروهای خارجی با مسولین دولت در ارتباط مستقیم هستند. انان از این را پولی بیشتری ازحقوق ماهانه خود به دست میاورند. در واقع سکس در کابل حتی از تایلند هم ارزان تر است در کابل یک هتل مجلل که مسول ان یک خانم است مرکزی برای فروش زنان افغان به خارجیان و فرماندهان و مسولین و پول دارهای افغان در کابل است . طبقه اول این هتل مجهز به حما م سونا است که زنان افغان درا ن به مشتریان ابتدا ماساژ میدهند و سپس با حد اکثر ۲۵ ارو مشتر ی خانم مورد علاقه اش را از میان زنان مختلف که درانجا هستند انتخاب و به طبقه فوقانی هنل میرود. مشتریان اصلی این هتل مسولین جهادی دولت کنونی افغانستان هستند.........]
دغه دنمونې په توګه یادکړل شول کیدای شي چې داخلي وزیر بل کوم قدم واخلي خو باید فکر وکړي چې د بشرمل په برخه لیک اخته نشي ـ
وياند
pattang
15.02.2005
هوتکه وروره !
خداي پاک دې نور هم توفيق درکړې ، چې د دې چټلې ، پردۍ اوپه
زور تحميل شوې مردارې ديموکراسې ( ا ولس مردارې ) نورې چټلۍ هم را بر سيره
او را وسپړې ٠ نه پو هيږم چې دغربې ديموکراتي ډول وهونکې ستا لېکنې ته ځه
ځوابونه وائې ؟ په دې مردار رږيم کې زمونږ اسلام او پښتنولې له منځه ځې٠
دا يو څو فا حشه خانې تړل يوواځې د پښتنو او اسلام غلته ول دې ، نو هغه دوزير
اکبر خان کورونه به څرنګه تړې ، چې ډلې ډلې ښځې ورځې او ما په خپلو سترګو لېدلې دې، خوپورته لاړي توکل په خپل مخ را غورځې ٠
خلقيانو د کور او کاليو په ځای ګور او کفن راکړ ل ، کر زي ، د هغه نور ګوډاګيان دامريکايان او نورو غربيانو په مرسته د خپل کلتور اوهويت پر ځاي پردي کلتور په زور را باندې تحمېله وې، چې دخلقيانو او روسانو له کارو نه دغه کار ډ ير خطرناک دي٠
دغه غربي ديموکراسې ( له اولسواکې نه غلا ) داسې يو شی دي لکه دغڼيو تلکه او جال ، که يووارې په کښې ګير شوي را وتل دې بيا ډير ګران دې٠
غربي ديموکراسي په اقليتونو لويه ديکتاتورې دي ، چې هر يوتن د مخا لفوډلو د تروريست په نوم خپل پټ ارګان ( پټ پوليس ) ته معرفې کوې او په روحې مرض ئې وږنې .
ژوندي دې وي اسلام او دپښتنو پښتنوالې ٠
ستا سو پتنګ
نقاد
16.02.2005
ګرانو ورونو پتنګ اوهوتک ته سلام ، ستاسوسره په دې کې زه همغږی یم چې :
[color=red:dd166432c3]مړه دې وي د لویدیځ مرداره ( لیبراله) دیموکراسي ،خو [/color:dd166432c3]
[color=blue:dd166432c3]ژوندۍ اوبریالۍ دې وي پاکه ملي او اسلامي اولسواکي !!![/color:dd166432c3]
pattang
16.02.2005
زمونږ دپښتنوالې ورور مخکې هم وې خو ستا په لا ندېنۍ ليکنه اوس زمونږ سياسې ورور او ملګري هم شوي او خداي پاک دي زمونږ شمير نورهم زيات کړې ٠
د پښتنوالې په مينه ستا سو پتنګ
[quote:a6475a8112="نقاد"]ګرانو ورونو پتنګ اوهوتک ته سلام ، ستاسوسره په دې کې زهه همغږی یم چې :
[color=red:a6475a8112]مړه دې وي د لویدیځ مرداره ( لیبراله) دیموکراسي ،خو [/color:a6475a8112]
[color=blue:a6475a8112]ژوندۍ اوبریالۍ دې وي پاکه ملي او اسلامي اولسواکي !!![/color:a6475a8112][/quote:a6475a8112]
نقاد
17.02.2005
ګرانه وروره پتنګ جانه سلام .
خوښ شوم چې تاسو داولسواکۍ پلوی کوي،کومه چې هم افغاني اوهم اسلامي وي . د داډل دموکراتانو شمیر دې خدای ډیر زیات کړي . ددموکراسۍپه چوکاټ کې د مسلمانانو ملی اواسلامی ارزښتونه ښه ساتل کیدای شي ،برعکس دموکراتیک ارزښتونه یواځې په دیموکراسۍ کې ساتل کیدی او تضمین کیدی شي، ځکه اولسواکي پراخ نظرلري ،خو نور رژیمونه د دیموکراتیکو اصولو دپلی کولو ژمنه نشي کولی،ځکه دهغوی تنګ نظري اولسواکۍ ته ځای نه ورکوي او د پرمختګ په وړاندې خنډ کیږي . په درنښت !