د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آيا دعاشورا ورځ لمانځل روادي؟؟؟


طالب جان
14.02.2005

بسم الله الرحمن الرحيم

هسي خو دکال دولس مياشتي اودهري مياشتي هره ورځ پالونکي څښتن پيدا کړيدي خو لوي بښونکي جل جلا له بيا ځينو ورځوته ځانګړي فضيلتونه ورکړيدي چي له کبله يي هغه ورځي دډير تقدس اواحترام وړدي او په الهي اياتونو اونبوي احاديثوکي دهغوورځو لپاره ځانګړي احکام ټاکل شويدي .
له هغوورځو څخه يوه ورځ لسم دمحرم الحرام ده چي دعاشوري په نوم ياديږي پخپله عاشوري د(( لسمي ))ورځي معنا ورکوي داورځ دخداي تعالي په نزد ډيره دفضيلت وړ ده . درمضان دروژي له فرضيدو مخکي پاک خداي(( جل جلا له )) ټول بندګان پدې مکلف کړي وو چي دعاشوري روژه به نيسي اودا ورباندي فرض وه مګر درمضان دروژې له فرضيدو وروسته بيا دعاشوري فرضيت ختم شو.
داچي دعاشوري ورځ ولي غوره ده ؟ پدي اړه ځيني خلک داعقيده لري چي پدې ورځ آدم عليه السلام ځمکي ته راغلی . ځيني بياپدې عقيده دي چي پدي ورځ دنوح (( عليه السلام )) کشتۍ له طوفانه وچي ته راښکته شوه . ځيني وايي چي پدي ورځ به قيامت راځي _ مګر _پدې اړه هيڅ کوم حديث ياروايت ندی موندل شوې ځکه نو داپورتنۍ عقيدې هيڅ شرعي بنسټ نلري . ايکي يوروايت داسي شته چي وايي کله چي حضرت موسي (( عليه السلام )) او بني اسرايل دفرعون له لښکرسره په جګړه اخته شو نوددرياب څنډي ته ورسيد اوفرعوني لښکر يي هم ترشا وو الله تعالي موسي ((عليه السلام )) ته حکم وکړ چي خپله همسا يا (( لکڼه )) په درياب کي واچوي نو کله چي موسي دالله تعالي له حکم سره سم همسا په اوبو کي واچوله نو په درياب کي دولس وچي لاري پيداشوې حضرت موسي ((عليه السلام )) بني اسرايلو ته وفرمايل چي دد ي وچي لاري له لياري ددرياب هغه بل پلوته واوړي کله چي هغوي پدې لارو کي ننوتل نو فرعون هم له خپلو لښکرو سره درياب ته راورسيد فرعون هم خپل لښکرته امر وکړ چي تاسي هم پدې وچولارو کي ننوځۍ کله چي فرعوني لښکري ددرياب منځ ته ورسيدې نو موسي ((عليه السلام )) اوبني اسرايل له درياب څخه ووتل نو دلته الله تعالي ددرياب اوبوته حکم وکړ چي سره ګډيوډي شۍ نو اوبه سره ورغلې اوفرعوني لښکر په ټکي په اوبو کي غرق شول .
پاتي لري



طالب جان
14.02.2005

په تير پسي :
علماو ليکلي چي دموسي ((عليه السلام )) اوبني اسرايلو نجات اودفرعوني لښکرو غرقيدل دعاشوري په ورځ وو .
ځيني خلک بيا داګمان کوي چي دعاشوري ورځ ځکه دفضيلت وړ ده چي پدي ورځ درسول الله (( صلي الله عليه وسلم )) دزړه ټوټه اودسترګوتور حضرت امام حسين (( رضي الله عنه )) شهيد شوې . داګمان هم په ځاي نه دې ځکه چي داخو دحضرت حسين ((رضي الله عنه )) نيکبختي ده چي خداي ((جل جلا له )) ده ته په سپيڅلي ورځ دشهادت لوړه درجه ور په برخه کړه ځکه چي دعاشوري دورځي تقدس دهغه له شهادت څخه له مخه لا ثابت دي . ددې ورځي دسپيڅلتيا په اړه په حديثو کي ډير څه راغلي حال داچي دحضرت حسين رضي الله عنه دشهادت پيښه درسول اکرم صلي الله عليه وسلم له وصال څخه نژدې ٦٠ کاله وروسته پيښه شوه .
دعاشوري په ورځ څه کول په کاردي ؟؟؟ په حديث شريف کي رسول الله (( صلي الله عليه وسلم)) فرمايلي دي چي (( که څوک د عاشوري په ورځ روژه ونيسي نو اميد شته چي همداروژه يي په تيرشوي کال کي دکړو ټولو ګناهونو لپاره کفاره شي )) همداﻻمل وو چي رسول الله (( صلي الله عليه وسلم )) به دهري عاشوري په ورځ روژه نيوله اودنبي کريم(( صلي الله عليه وسلم)) دهمدې کړې له امله په محمدي امت هم دعاشوري په ورځ دروژي نيول سنت يا مستحب دي .
ځيني مبتدعين شيعګان پدي ورځ ځانونه په زنځيرونو او چاړووهي اودا يو مذهبي رسم بولي په اسلام کي پدې ورځ دځان دوهلو ټکولو هيڅ حقيقت نشته داهسي ګمراهي اوناپوهي ده او مسلمانان بايد له داسي خرافاتو څخه په سختي سره ځانونه وژغوري همدارازداويل چي پدي ورځ دحضرت امام حسين ((رضي الله عنه )) دقبرزيارت لکه دطواف دومره ثواب لري دا خبره په مذهبي جذباتومبني ، بي بنسټه اوله حقيقت څخه لري ده .
درسول اکرم (( صلي الله عليه وسلم )) له وفات څخه مخکي چي کومه عاشوري وه نورسول الله په هغي ورځ روژه نيولي وه اوداسي يي وفرمايل ((په لسم دمحرم الحرام مونږ هم روژه نيسو او يهودان يي هم نيسي (( پدي ورځ به يهودانو ځکه روژه نيوله چي پدي ورځ خداي پاک بني اسرايل دموسي ((عليه السلام )) پوا سطه دفرعون له لښکر څخه په امن کړل چي فرعونيان غرق اوبني اسرايل ژوندي پاتي شول نو دشکراني په ډول يهودو هم پدي ورځ روژه نيوله )) نورسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي (( پدې ورځ په روژه نيولوکي زمونږ اويهودوتر منځ مشابهت يا ورته والی موجوددې که زه راتلونکی کال ژوندې پاتي شوم نو له لسم محرم سره به په روژه نيولوکي نهم يا يولسم محرم هم شريکوم تر څوله کفارو سره دالږ ورته والی هم ختم شي .
پاتي لري



طالب جان
14.02.2005

په تير پسي :
نوای ځما مسلمانو وروڼو پام وکړۍ _ چي رسول اکرم (( صلي الله عليه وسلم )) له يهودوسره په عبادت کي هم مشابهت نه خوښاوه نوپه نورو کړووړوکي خو له کفاروسره د مشابهت پوښتنه هم نه پيداکيږي . ځکه نو ښايي دمسلمانانو وضع ، قطع ، لباس ،اخلاق عبادات لنډه داچي هرڅه يي بايد له يهودو او نورو کفارو څخه ځانګړي او غوره وي . ځکه چي شرعي مسأله داسي ده چي که يو مسلمان داسي څه غوره کړي چي هغه دکفارو ځانګړتيا وي اونيت يي هم داوي چي زه لکه کافرداسي ښکاره شم نوداکړه ګناه کبيره ((لويه ګناه )) ده . او کچيري يي نيت دانه وي بيا هم له کفاروسره ورته والی څرګندول مکروه تحريمي بلل کيږي اوپه اسلام کي دداسي شيانو د غوره کولو اوغوره بللو لپاره هيڅ ځاي نشته .
نوراځۍ چي خپلو کړووړو لباس اوبدن ته ځيرشو چي په کوم شي کي خومو له کفارو سره ورته والی ندې غوره کړی که غوره کړې مووي نو همدا نن يي ښايي چي دپريښودو هوډ وکړو ترڅو دقيامت په ورځ الله ((جل جلا له )) مونږ اوتاسي دريښتينو مسلمانانو له ټولۍ څخه را پورته کړي پالونکې څښتن دي مونږ ، تاسي او د نړۍ ټولو مسلمانانوته دژوند په هره برخه کي داسلامي شريعت په هره مسأله دعمل کولو توفيق را په برخه کړي . آمين ثم آمين .
پاي


رښتینی
20.01.2008

ښاغلی طالب جان لیکی:

[code:1:37e18b5095]حال داچي دحضرت حسين رضي الله عنه دشهادت پيښه درسول اکرم صلي الله عليه وسلم له وصال څخه نژدې ٦٠ کاله وروسته پيښه شوه . [/code:1:37e18b5095]

داپیښه مورخینو په یو شپیتم هجری کال لیکلی ده نو دابه د رسول الله صلی الله
علیه وسلم له وفات ۴۸ کاله وروسته رامنځته شوی وی کیدی شی له ښاغلی طالب
جان نه قلمی سهوه شوی وی او یا به زه تیروتی یم والله اعلم

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more