د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چې ډب نه وي، ادب نه وي.

اتل
03.03.2014

محترمو پښتنو، السلام علیکم.
د پاکستان طالبانو تل غریب آزاري کړيده. بې دفاع، بې اسرې او انفرادي خلک يې خورولي دي. مسلمانان چې پښتوانه نه لري یا یې وژلې او یاېي په مرګ ګواښلي دي. کوڼدې یتیمان او بې وزله خلک یې را ټول کړي، مغز شویي کړي یې دي، په ځوانانو یې اول جنسي تیرئ کړئ، بیا یې ځان مرګي ترې جوړ کړي او په نورویې په عام محضر کې بمونه چولي دي، او پخپله لیوانو غوندې په غرونو کې پټ دي.

طالبانو دغه راز د اسلام او درواغو د جهاد د تذویر او دوکې په حجاب کې ځان
نغښتئ او ولس یې غولولئ دئ. طالبان د جنګ د میدان پښتانه میړونه ندي، بلکه بې غیرته، بزدلان او داړه ماران، او بدعتیان دي. لکه څرنګه چې طالبان د بې وسه خلکو په مقابل کې د ټوپک د استعمال نه بل شئ نه پيژني، همدغسې یې هم د پاکستان د حکومت سره دصلحې خبرې د حکومت کمزوري بلله او دوکه یې ورسره کوله، خو کله یې چې د حکومت کوتکونه په ورمیږه وخوړل د عجز او زاریو لاس ور وغځاوه او بیله قید او شرطه یې اور بند ومانه اود خبرو اترو د خیرات خواست یې وکړ. ګنډه چې په ګوتو خلاصیږي، د غاښ څه حاجت؟

طالبانو د خپل ذاتي منافقت له مخې د صلحې د خبرو په وخت کې مذاکرات تخریبول او فکر یې کاوه چې حکومت د طالبانو سره د ډغرو دوهلو قابو ندئ. خوکله چې حکومت د طالبانو دا انګیره غلطهثابته کړه، بمباریې وریاندې وکړه او په لسکونو طالبان یې د خپلو اعمالو په سزا ورسول، نو طالبان پوه شول چې یوه ډوډۍ څو پتیرې کیږي.

ظالبانو چې ډب ولید، ادب یې زده کړ، او سملاسي د خبرو اترو دپاره، د خپلو قبلي شرائطو نه تیر شول او یو جانبه یوه میاشت اور بند یې اعلا کړ. دا هغه اوربند دئ چې حکومت په ډیره مهربانۍ او سړیتوب ترې غوښټ.

له بلې خوا دپاکستان مذهبي ګوندونو د طالبانو پر خلاف یو ائتلاف جوړ کړئ. طالبان او د هغوی طرفداران یې د اسلام دښمنان بللي دي او ویلي يې دي چې د طالبانو پر خلاف د حکومت دهر ډول عملیاتو ملاتړ کوي.

اوس د پاکستان حکومت هم ویلي چې د طالبانو پر خلاف عمیلیات ځنډوی، خو که طالبانو بیا کومه لړایي وکړه، سزا به یې ورکړي.
په هرحال دغه فیصله د صلحې د پاره یو ښه زیرئ دئ، خو کتلئ به شي چې نور څه کیږي.
دالاندې خبر بي بي سي خپور کړیدئ:
====
پاکستاني طالبانو یو میاشتنی اوربند اعلان کړ
طاهر خان
اسلام آباد
د خپريدو وخت: 18:19 گرینویچ - شنبه‬ 01 مارچ 2014 - 10 کب 1392

پاکستاني طالبانو پر حکومت غږ کړی چې اوربند ور سره وکړي
پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی چې د سوله ییزو خبرو ولاړ بهیر یو ځل بیا پیل شي.
د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد په حکومت هم غږ وکړ چې د دوی پرېکړې ته مثبت ځواب ووایي.
هغه وویل چې د طالبانو مشرانو خپلو ټولو فعالینو ته لارښونه کړې چې بریدونه بند او پریکړې ته درناوی وکړي.

هغه په یوه وینا کې وویل چې د دیني عالمانو په غوښتنه یې د اسلام او هېواد په ګټه د یوې میاشتې لپاره د اوربند پرېکړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، د حکومت لخوا د طالبانو وړاندیزونو ته مثبت ځواب او د عملي کولو ډاډ یې ورکړی چې د دوی مرکچیانو د سولې د خبرو لپاره حکومتي کمېټې ته رسولي وو.
شاهد الله شاهد ادعا وکړه چې طالبانو په ښه نیت حکومت سره د سولې خبرې شروع کړې وې.
هغه وویل، حکومت به د طالبانو په پرېکړه غور وکړي او د خبرو په لاره کې به پرمختګ وکړې.
طالبانو اوربند په داسې حال کې اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو د وزیرستان په قبایلي سیمه کې په دې ورستیو کې عملیات کړي چې پکې یې جېټ الوتکو څخه هم کار اخیستل شوی و.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more