د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ریاضت د دین او مذهب له نظره څنګه دی ؟


ع کريم حليمي
22.02.2014

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د ټول افغان همکاره علماء کرامو تر سلام او احترام وروسته ، هیله مند يم چه د خپل محترمۍ کورنۍ او دوستانو سره روغ او جوړ اوسئ

غواړم چه د ریاضت په شرعي حیثیت پوه سم ، یو مسلمان د څومره ریاضت او زحمت ګاللواجازه لري ؟؟؟

درنښت


وزیري
23.02.2014

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

ریاضت په لغت کی تربیه کولو ته وایی او د علم تصوف په اصطلاح کی ریاضت د نفس مجبوره کول ترڅو په اوامرو عمل او له نواهیو نه اجتناب وکړي. په دي سره نفس خپل مراتب طی کوي او له صفات رذیله و څخه صفات مرضیه و ته راګرځی. ځکه چی نفس هم په نص د قرآن ثابت ده چی څو قسمه ده. لکه نفس اماره ایت ۵۳ سورة یوسف. نفس لوامة آیت ۲ سورة قیامت، نفس ملهمه آیت ۸ سورة شمس، نفس مطمئنه آیت ۲۷ سورة الفجر. همدارنګه د راضیه، مرضیه او صافیه په نومونو هم نفسونه یاد شویدی. د سیر او سلوک نه چی مراد تري عبادات، ریاضات او مراقبات دی مطلب صرف او صرف تزکیه او تطهیر د نفس ده چی د نتیجي په باره کی یی الله پاک په خپله مهرباني کوي قد افلح من تزکی. اوس راځم ریاضت ته: عیسائی پادریان، د هندوانو برهمنیان، جوګیان او د یونان حکیمانو چی کومي مجاهدي او چلې باسی په دي باندي د الله جل جلاله قرب نشی حاصلولای ځکه چی د الله جل جلاله د قُرب د حاصولو لپاره ایمان او تقوی بنیادي شرط ده. الذین امنو وکانو یتقون.

ددوي په جلو او مجاهدو باندي تصفیه د نفس کیږی ولي تزکیه د نفس نه پري کیږی. د تصفیه نفس مثال داسی ده لکه په یوه اوسپنه باندي چی د زرو اوبه واچوي او داسی رونق کوي لکه زر. ولي د تزکیه مثال داسی ده لکه د کیماوي تعامل په ذریعه چی اوسپنه ټوله په سره زر بدله کړي. د ګمراهانو په ریاضت کی تصفیه د نفس کیږی چی باعث د مکشوفات کونیه کیدای شی ولي تزکیه د نفس او مکشوفات عالم وجوب سره هیڅ لار نلري. یا په نورو ټکو که ووایم تصفیه د نفس ملمع سازي ده او تزکیه د نفس حقیقي انقلاب ده. فافهم.

په نتیجه کی به دا ووایم چی ریاضت په دوه قسمه ده. یو ریاضت تابعین ده او بل ریاضت منکرین ده. ریاضت تابعین هغه ریاضت ته وایی چی تهداب یی په اتباع د سنت نبوي، عمل صحابه او سلف صالحین باندي ولاړ وی او ریاضت منکرین د ریاضت تابعین په خلاف ده.

پیغمبر علیه السلام به داسی ریاضت کاوه چی پښي به یی وپړسیدي. بخاری کتاب التهجد. پیغمبر علیه السلام به داسی اوږده قیامونه کول چی د صحابه کرامو په وس کی به نه وه، وګوره صحیح المسلم او بخاری چی حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د پیغمبر علیه السلام له قیام نه ستړی شوه او نیژدي وه چی پیغمبر علیه السلام پریږدي او کینی. صلیت مع رسول الله صلی الله علیه وسلم، فاطال حتی هممت بامر سوء، قال: قیل: و ما هممت؟ قال هممت ان اجلس و ادعه.
حضرت انس رضی الله عنه دده د ډیر ریاضت په باره کی وایی: تعبد رسول الله صلی الله علیه وسلم حتی صار کالشن البالی. ابن الجوزي، وفاء الوفا، ابن ابی شیبه المصنف، ابن حبان اخلاق النبی، ابن سعد الطبقات.

عایشه رضی الله عنه وایی: توفی رسول الله صلی الله علیه وسلم وقد شبعنا من الاسودین، الماء والتمر. بخاری. بیا بل ځای کی وایی: ان کنا ال محمد نمکث شهرا ما نستوقد بنار، ان هو الا الماء و التمر. مسلم او ترمذی. دا ریاضت ده، داسی نه وه چی پیغمبر علیه السلام څه شی خوښیدل نه او یا یی څه شی ګټلای نه شوه بلکی همداسی لوږي یی تیرولي چی په میاشتو به یی په کور کی اور نه لګیده او همدا اوبو او خرما به یی خوړل او عبادت ته لګیدلي وه. او بیا به یی دا ورسره ویلي چی: اللهم! لا عیش الا عیش الاخرة، بخاری. د کالیو له طرفه یی ریاضت دا وه چی صحابه کرام وایی چی بی بی عایشه رضی الله عنه مونږه ته یو دوه زړي ټوټی راوخودلی او ویل یی چی پیغمبر علیه السلام په همدي کی وفات شه. ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قبض فی هذین الثوبین، مسلم کتاب اللباس. ده په ټول عمر کی جوړه شیان نه لرل لکه بی بی عایشه رضی الله عنها چی وایی ولا اتخذ من شئ زوجین، لا قمیصین ولا ردائین ولا ازارین ولا من النعال. ابن جوزی، وفاء الوفا.

د لوږي خو یی داسی حال وه چی دوه ورځي متواتره یی په مړه خیټه ترمرګه ډوډی نده خوړلي. ما شبع رسول الله صلی الله علیه وسلم من خبز شعیر یومین متتابعین حتی قبض. ترمذی ابواب الزهد. ترمذی په همدي باب کی لیکي چی له لوږي به یی په خیټي مبارکي پوري دوه تیږي تړلي، فرفع عن بطنه عن حجرین. په بعضي وختو کی یی ټوله ورځ په لوږه تیروله او حتی هغه خرابي خرماء هم نه ورته پیدا کیدي. لقد رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم یظل الیوم یلتوی، ما یجد دقلا یملأ به بطنه. مسلم.

ته وګوره چی دا ریاضت نه وي نو دومره فقر، تکلیف او دا احادیث څنګه سره تړي چی: انی اعطیت مفاتیح خزائن الارض. بخاری. ترمذی خو په ابواب الزهد کی داسی روایت را اخیستی ده چی الله جل جلاله ورته غرونه د سروزرو کول او ده مبارک ورته ویل چی زه غواړم چی یوه ورځ وږی او بله ورځ موړ وګرځم چی ستا شکر او حمد اداء کړم. عرض علی ربی لیجعل لی بطحاء مکة ذهبا، قلت: لا، یا رب! ولکن اشبع یوما، و اجوع یوما، فاذا جعت تضرعت الیک و ذکرتک واذا شعبت شکرتک و حمدتک. او بیا به یی دا هم ویلي چی اللهم احینی مسکینا و امتنی مسکینا واحشرنی فی زمرة المساکین یوم القیامة.
نو د پیغمبر علیه السلام په زندګی کی ډیر ریاضتونه شته چی دا یی مُشت نمونه د خروار ده.

والسلام



ع کريم حليمي
23.02.2014

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ډیر ګران او محترم ، فاضل او خواجه صاحب (وزیري)
ستاسی‌ په داښکلي علمي لیکني په لیدلو مي سترګي روښانه سوې او په لوستلوئې زما زړه را منور سو ، د يوم الحساب د ترازو پله دي په درنه سه !!!!

تاسي یو ډیره ښکلی او فلسفوي جمله لیکلې داسي لیکلی چه:
[quote:a1edf54326] د یونان حکیمانو چی کومي مجاهدي او چلې باسی په دي باندي د الله جل جلاله قرب نشی حاصلولای ځکه چی د الله جل جلاله د قُرب د حاصولو لپاره ایمان او تقوی بنیادي شرط ده. الذین امنو وکانو یتقون. [/quote:a1edf54326]
داخو یوه روښانه او اظهر من الشمس خبره ده چه : د سردار عالم ټول امة خو هغه د اصحابو کرامو ریاضت نه شي پیاده کولی ، او که امة عمل جامه په واغوندي ، نو ایا اسلامي ټولني معاشرت ، اقتصادي سطحه به ډېره ټیټه نه سي ؟؟؟؟ د نن د تجربې په اساس ، هر کله چه اقتصاد کښته وي ، په هم دغه اندازه د ټولني سویه علمي کښته وي .

او یوه بله پوښتنه هم زموږ سر ته راځی ، نبی علیه السلام غریبۍ او د تقوی ژوند غوره کړئ او بللۍ دی
ایا و موږ ته هم لازمه ده چه مادي غریب ؟! او معنوي متقی و اوسو

تقوی خو مطلق فرض ده ، که موږ مادي غریب ژوند وکړو ، ایا دا نن ورځ مادي فقیري او غریبي د امة له پاره فتنه نه ګڼۍ ؟؟؟؟

او بل پوښتنه دا ده چه : څشي دی فرق په منځ کي د الفقراء والمساكين
او دا خبره حل ده چه الله غني دی اللهم انت غني ونحن الفقراء

ایا فقر کول د خجالت کار نه دی ؟؟ البته معنوي فقر د انسان مقام لوړوي

دا منم چه په اسلام کي د کرامت لوړوالي درجه لیست بالثروة بلکي په ایمان ، علم او عمل صالح او تقوي سره ده

درنښت


وزیري
24.02.2014

محترم حلیمي صاحب ستاسو اندیښني پرځای دي او زه هم درسره موافق یمه خو دلته یوه نقطه شته چی باید له نظره ونه غورځول شی. که الله جل جلاله په ورځ د قیامت له مونږه نه دا پوښتنه وکړي چی تاسو ولي د پیغمبر علیه السلام په څیر زندګي تیره نه کړه؟ نو ګومان نه کوم چی دا دي زمونږه بهانه وګرځي چی: هغه شرایط داسی وه چی دده په څیر زنده ګی تیرولو کی اقتصادي سطحه ټیټيده او دا ریاضت د اُمت لپاره فتنه ګرځیده. دا به ښه ځواب نه وی او معنی به یی ددي آیت په خلاف راشی. لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا. همدارنګه مونږ په دي امر شوي یو چی و اطیعو الله و اطیعو الرسول. په اطاعت د رسول کی یو دده فعلي سنت هم دي چی هغه دده زندګی ده.

اوس راځم دیته چی زه تاسره څنګه ستا په اندیښنه کی موافق یم. هو، زه له تاسره موافق یم چی د پیغمبر علیه السلام د زنده ګی په عملي کولو کی اوس د اقتصاد سطحه ټیټیږي. خو، دا نه شو هیرولای چی ګناه زمونږ خپله ده. دا ځکه چی دا معاشره، دا جامعه، دا نظام او دا حالات مونږه پخپله راوستي دي. که مونږه د مقدس اسلام ټول اړخونه په جامعه کی عملي کړي وای نو اوس به داسی یو محیط کی اوسیدلای چی د پیغمبر علیه السلام د ریاضت عملي کول به فتنه نه جوړیده. کوم بهترین قوانین چی د اقتصاد لپاره اسلام لري بل هیڅ نظریه د دنیا یی نه لري. کچیرته مسلمانانو اسلامي اقتصاد په خپلو ممالکو کی رائج ګرځولای وای نو اوس به هیڅکله د پیغمبر علیه السلام په فعلي سنتو عمل کول د اقتصاد د ټیټیدو سبب نه وای ګرځیدلای. چی کاڼي اخلي ځان پري ولي ملامت څوک ده؟

اوس چی خبره له مونږه نه خرابه شویده نو معاف شوی نده. اوس هم هماغه خبره ده چی: إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا. پیغمبر علیه السلام یی هم تائیدوي چی: ألا كلكم راع وكلكم مسئول عن رعيته.
په هر حال، اوس خو مو دا بندر هم ورته شکولای ده، اسلامي اقتصاد هم نشته، ریاضت هم نشته، زنده ګی صحابه هم نشته، حرصونه هم ښه ډیر دي، اقتصاد او اقتصاد بازی هم ډیري دي خو کومه ده هغه اقتصاد یا زنده ګی چي پسی مړه شو. نه! مسلمانه! ته یی نشي جوړولای. دا الله تعالی مخکي جوړه کړیده نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا ۗ وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ.
د مسلمان زنده ګی په دین ولاړه ده. وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى.

دا د قیصي یو اړخ ، بل اړخ د قیصي داسی ده چی نه مونږه ته دا لازمه نده چی مادی غریب واوسو. ځکه چی که دا پرمسلمان لازمه وای چی باید مادي غریب و اوسي نو حضرت عثمان او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنهما به ځانونه غریبان کړي وه. پیغمبر علیه الصلاة والسلام وایی: نعم المال الصالح للمرء الصالح. یعنی ښه مال د نیک شخص لپاره نیک شی ده. احمد بن حنبل، المسند. بل حدیث شریف هم داسی شته چی د مادي غریبی پرضد او اعتدال ته اشاره کوونکي ده. طوبی لمن هدی الی الاسلام و کان عیشه کفافا و قنع. احمد بن حنبل، المسند. یعنی قابل د رِشک ده هغه کس چاته چی د اسلام هدایت نصیب شه، د ضرورت په اندازه د زنده ګی ذرایع او وسائل ورته ورسیده او په هغه یی قناعت وکه. مسلم شریف په کتاب الزکاة هم دیته اشاره کوي. قد افلح من أسلم، ورزق کفافا، وقنعه الله بما آتاه.
د مادي غریبتوب نتیجه خو پخپله پیغمبر علیه السلام داسی بیان کړیده. کاد الفقر أن یکون کفرا. یعنی ممکنه ده چی غربت او افلاس د کفر حد ته ورسیږي. بیهقی، شعب الایمان.

ډیر وبښه چی لري لاړم، بیرته خپلي موضوع ته راګرځم چی ریاضت ده. که څوک په ریښتیا سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه زنده ګی تیروي نو په دین مقدس اسلام کی ریاضت شته ، ډیري سختیاني لري او مسلمان د ریاضت کولو شرعی اجازه نه بلکی ترغیب هم لري. په دنیا مست کسان باید هیڅکله هم په ریاضت کوونکو نیوکه ونه کړي ځکه چی اصلي زنده ګی د ریاضت زنده ګی ده چی پیغمبر علیه السلام ځان لپاره غوړه ګڼلي وه او ټول عمر یی په کي تیر که. د ځان لپاره وایی چی: الفقر فخری ولي زما او ستا کمزوری ته په کتو سره مونږ ته وایی: کاد الفقر أن یکون کفرا.

نو څوک چی د پیغمبر علیه السلام په قدم قدم ږدي هغه ونازوی او څوک یی چی نه شی کیښودلای دا دي هم نه وایی چی تروش دي.

خداي زما په برخه عاشقی کړه له ازله - خوښ یم په دي برخه که ترخه ده که شیرینه
زهر دي که قند دي هم به خپله خوله څرګند دي - نه مومي څوک خوند د بل د خولی له انګبینه
نور عالم به څه کړم زه مرید د هغه کس یم - څوک چی ماته راکا یو پیغام له نازنینه
سر د رحمان درومي د هجران په تیره توره - ته یی نګهبان شی یا اله العلمینه

والسلام. هیله ده چی رانه خفه شوی نه یی.



ع کريم حليمي
24.02.2014

فاضل او مکرم وزیري صاحب ، ستاسي بحث مدلل،منطقي او مستند دي

استدلالي علوم دېر دي ، خو د استدلالي علومو یو قویترین جز علم اخلاق دی

ان شاء الله ډېر ژیر به راوګرځم و خپل اصلي بحث ته ، نن دغه څو معترضه جملې په عرض رسوم !، داچه تاسو په اسماني اخلاقو استدلال کوئ دېر مي خوښیږي ، اشعارو ته زه هم اهمیت نه ورکوم او له تروش اشعار نه مي بد کیږي ، په اشعارو سره استدلال کول یو ناپسنده او مکرو کار دی سردار عالم فرمايي چه : أنا النبي لا كذب أنا إبن عبدالمطلب
درنښت


وزیري
25.02.2014

محترم حلیمي صاحب، اشعار می د استدلال په طور نه وه پیش کړي. چون زه له اشعارو سره مینه لرم
نو بعضی وخت د موضوع مربوطه اشعار هم لیکم او هم یی وایم. دا چی اشعار دلیل نشی ګرځیدای نو
دا خبره بالکل سمه ده. اشعار هیڅ وخت د دلیل په توګه باید استفاده نشي.

والسلام


اکرم
26.02.2014

[color=darkblue:148357ab9f]خداي زما په برخه عاشقی کړه له ازله - خوښ یم په دي برخه که ترخه ده که شیرینه
زهر دي که قند دي هم به خپله خوله څرګند دي - نه مومي څوک خوند د بل د خولی له انګبینه
نور عالم به څه کړم زه مرید د هغه کس یم - څوک چی ماته راکا یو پیغام له نازنینه
سر د رحمان درومي د هجران په تیره توره - ته یی نګهبان شی یا اله العلمینه[/color:148357ab9f]

درنو او محترمو ورنو ښاغلی حلیمي صاحب او ښاغلی وزیری صاحب، السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

اول به دمحترم مشر استاد حلیمی صاحب څخه مننه وکړم چې دا سې ښکلې اومهمې موضوع ته په اشاره یې دا بحث پرانیستی, او بیا له دارنه او ګران وزیری صاحب څخه دهغه له زیار او ښکلې لیکنې مننه کوم .

وزیری صاحب چې درحمان با با کوم شعر دلته دموضوع سره په ټینګ ارتباط را نقل کړي د اسې یو واقعیت په ګوته کوي چې نه به زه او نه به بل څوک په دا سې ساده او سلیسه پښتو داسې عمیق او داصل سره تړلې خبرې په لنډ نظم کې سره را غونډې کړی شي . ګر چې زه دمحترم استاذ حلیمی صاحب نظر ته پوره درناوی لرم اومنم چې ښایي دهغوي برداشت متفاوت وي او روسته یې څرګند کړي، خو زه د موضوع په ارتباط دداسې ښکلو اومجملو نظمونو سره چې ټوله عقیدوی فشرده اوخلاصه دهغو دپاره چې پرې پوهیږي وړاندې کوي کوم مشکل نه وینم بلکې دداسې یو نبوع ستایل په ځان واجب ګڼم .

په درنښت



ع کريم حليمي
01.03.2014

درنو او محترمو ، فاضل وزیري صاحب ، جناب اکرم صاحب او درنو لوستوونکو ، السلام علیکم و رحمة الله ....

فاضل وزیري صاحب ، زه هم ستاسو د اکثره خبرو سره موافق یم ، اما په قران مجید کښي خو داسي څه نه دي ویلي چه تاسو زحمت او ریاضت وګالۍ ، ایا دا زحمت او ریاضت د هندوانو او بودایانو د دین اصول نه دي ؟؟؟؟‌
زه خو په دې عقیده یم چه : انسان ته دا هدایت او ښونه سوې چه تزکیه‌ نفس وکي ، او د رذل اعمالو ځان وساتۍ، نفس پاک کړی او له لوی ګناهونو ځان وساتۍ او وړې ګناوي رب العزت ( ارحم الراحمین ) در بخښي !!!!!
إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلًا كَرِيمًا
که ځان وساتئ تاسې له لويود(هغوګناهوڅخه چې منع کولى شئ تاسې له هغونه نولري به کړو موږله تاسې نه (صغيره) ګناهونه ستاسې اوننه به باسو موږ تاسې په ځاى دننوتلو ډيرښه کې (چې جنت دى) .

او بیا قرآن مجید فرمايي‌چه : مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى
نه دى نازل كړى مونږپرتاباندې قرآن لپاره ددې چې مشقت اوتكليف وباسي مګر( نازل كړى دى مونږ) پنداونصيحت لپاره دهغه چاچې ويريږي (له الله څخه ) .

د اسلام دین خو یو ساده او اسانه او د سهولت مذهب دي ،
او اصحابو کرامو فرمایلي چه ثَلَاثٌ مَنْ جَمَعَهُنَّ فَقَدْ جَمَعَ الْإِيمَانَ : الْإِنْصَافُ مِنْ نَفْسِكَ ، وَبَذْلُ السَّلَامِ لِلْعَالَمِ ، وَالْإِنْفَاقُ مِنَ الْإِقْتَارِ
که درې شیان په انسان جمعه سي ، ایمان ئې تکمیل کیږي ، انصاف داري ، بیله تبعضه سلام ویل پر خلګو ، او په تنګ سه کي انفاق کول

نو بله پوښتنه مي دا کول چه نو و زحمت او ریاضت ته په کوم دلیل ،
ضرورته سته ؟؟

عَلَى الْكَافِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍ !!!!!!

درنښت


وزیري
02.03.2014

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

محترم حلیمي صاحب تاسو په دې عقیده یاستئ چي انسان ته دا هدایت او ښونه سوې چه تزکیه‌ د نفس وکړی ، او د رذائلو څخه ځان وساتي، نفس پاک کړی او له لوی ګناهونو ځان وساتي.

ډیر ښه او اعلي کارونه دي. مخکي له دینه چی ریاضت ته ورشو، زه به صرف همدومره وپوښتم چی: تزکیه د نفس به څنګه کیږي؟ آیا په دي هدایت او ښونه کی چی انسان ته په دي رابطه شویده کومه کړنلاره یی هم ذکر شویده او که فقط امر ده؟

دوهم: که د مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى معني هغه څه وي کوم چی ته فکر کوي نو جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بیا ولي په همدي قرآن لوستلو باندي د شپي خپلي مبارکي پښي پړسولي؟ په عبادت کی پښي پړسول د ریاضت یو مثال ده.

د ترمذی شریف صحیح حدیث ده چی پیغمبر علیه السلام وفرمایل: المجاهد من جاهد نفسه في طاعة الله .

په طبقات الشافعية الكبرى ، كتاب كسر الشهوتين کی ډیري داسی د پند خبري لیکلي دي. بعضی خو یی د حدیث په نوم یادی کړیدي خو زه یی د حدیث په صحت او ضعف کی څه نه وایم ځکه چی ما تحقیق نه دي پري کړای. که د ساده خبرو په صفت یی ولولو، نو هم دا به رامعلومه شی چی زمونږه اکابرو څه نظریه درلوده. او که سم حدیث وخیژي نو بیا خو خبره حل ده.

جاهدوا أنفسكم بالجوع والعطش ".
حديث ابن عباس : " لا يدخل ملكوت السماء من ملأ بطنه ".
أي الأعمال أفضل ؟ قال : " من قل طعمه وضحكة ، ورضي بما يستر عورته ".
سيد الأعمال الجوع ، وذل النفس لباس الصوف ".
حديث الحسن : " أفضلكم عند اللَّه عز وجل ، أطولكم جوعًا فِي تفكر ".
حديث أبي هريرة : " أقرب الناس من اللَّه يوم القيامة من طال جوعه ، وعطشه ، وحزنه فِي الدنيا ، الأتقياء الأخفياء ".
حديث طاوس : " أجيعوا أكبادكم ، وأعروا أجسادكم ، لعل قلوبكم ترى اللَّه ".
حديث عائشة : " أديموا قرع باب الجنة بالجوع ".
حديث عائشة : " لم يمتلئ قط شبعًا ، وربما بكيت رحمة له مما أرى به من الجوع ".
حديث : " إن أهل الجوع فِي الدنيا هم أهل الشبع فِي الآخرة ".
حديث : " أحيوا قلوبكم بقلة الضحك ، وطهروها بالجوع ، تصفو وترق ".
حديث : " من أجاع بطنه عظمت فكرته ، وفطن قلبه ".
حديث : " من شبع ونام ، قسا قلبه ".
حديث : " إن لكل شيء زكاة ، وزكاة الجسد الجوع ".
حديث : " نور الحكمة الجوع ، والتباعد من اللَّه الشبع ".
حديث : " البطنة أصل الداء ، والحمية رأس الدواء ، وعودوا كل بدن ما اعتاد ".
حديث أبي ذر : " نخل لكم الشعير ولم يكن ينخل ، وخبزتم المرقق ، وجمعتم بين إدامين ".
حديث أبي سعيد الخدري : " كان إذا تغدى لم يتعشَّ ، وإذا تعشى لم يتغد ".
حديث : عاصم بْن كليب ، عن أبيه ، عن أبي هريرة : " ما قام رسول اللَّه صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قيامكم هذا قط ، وإن كان ليقوم حتى تورم قدماه ".
حديث عائشة : " كان رسول اللَّه صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يواصل إلى السحر ".
حديث : " شرار أمتي الذين يأكلون مخ الحنطة ".
ديث ابن عمر : " أيما امرئ اشتهى شهوة ، فرد شهوته ، وآثر بها على نفسه ، غفر اللَّه له ".

په هر حال، ترڅو چی په ریاضت کی ژوند تیر نه کړای شی تر هغه به دا حدیث عملي نشی چی: الدنيا سِجنُ المؤمنِ و جنة الکافر.

ریاضت په قیامت نشی مرد هغه دي - چی یی وکړو ریاضت په دي دنیا
هرچه راشی همه واړه ترینه درومي - مسافر دی هر صورت په دي دنیا
که طالع د سړي نه وی جار وتلي - هیڅ پټ نه دي حقیقت په دي دنیا
په رحمان باندي دا عمر هسی تیر شه - لکه تیر شی یو ساعت په دي دنیا

وبښه چی ستا شعرونه هم نه دي خوښ.

والسلام



ع کريم حليمي
02.03.2014

محترم او فاضل وزیري صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله .....
زه ستاسو له لیکنو سره صد فی صد موافق یم ، خو فرق په دې کي دی چه : زه په متن کي یو شئ وینم او تاسو بل څه !
ستاسو بحث پر ګېده راڅرخي ، او ریاضت ئې ګڼۍ ، زه هم د طبیب خبري منم ، او هر انسان ته وایم چه خېټه پر درو حصو تقسیم که یوه حصه ئې په طعام تغذیوي مادې ډکه ، یو حصه يې په اوبو ډکه که! او دریمه حصه یی هوا ته پرېږدئ ،( حدیث :طبیب رواني او جسدي او رسول الله )

زه وږي ګېډي ته ریاضت نشم ویلای ، سردار عالم یو طبیب ؤ
او سردار عالم د دوو علومو معلم دی ، علم الاديان وعلم الابدان

سردار عالم ښوونکی دی ، سردار عالم هیڅ کله موږ ته د زحمت امر نه دی کړی ، البته د تقوی امر کوي ، په تقوا کي زحمت نشته

[code:1:bf217700b4] شرار أمتي الذين يأكلون مخ الحنطة[/code:1:bf217700b4]

هو د غنمو مغز تاواني شیء دی ، د نن ورځی طبیبان ئې هم بد ګڼي

اشعار مي خوښ دي ، په شرط د دې چه تروش نه وي
محترم او فاضل وزیري صاحب ، زه باور لرم چه تاسي به خامخا دغه لاندي متن د غزالي رح په کتابونو کي لوستئ وي
[color=cyan:bf217700b4] وأكلوا وشربوا فى الدنيا كالانعام واما المؤمنون فقد جاهدوا فى الله بالطاعات واشتغلوا بالرياضات والمجاهدات فلا جرم احسن الله إليهم بالجنات العاليات ومن هنا يظهر سر قوله عليه السلام الدنيا سجن المؤمن وجنة الكافر[/color:bf217700b4]

زه هم دا منم چه یوازي !!!چښل او خوړل به داسي وي كالانـــعام !!؟
جاهدو فی الله به کوو !! .....آ

[code:1:bf217700b4] إن لكل شيء زكاة ، وزكاة الجسد الجوع[/code:1:bf217700b4]

دا خو بلکل رشتیا خبره ده چه د هر شي نه باید زکاة ورکړه سي ، او د جسد زکاة لږ اوکم خوړل دي ، نیمه ډوډی خوړل ته ریاضت نـــــه ویل کیـــــــــــږي ، د اروپا خلګ او د امریکا خلګ ټول کوشش کوي چه لږ ډوډۍ وخوري ، او په وږي نس وګرځي ، د فرانسې خلک ټول نر او ښځي ډنګر دي ، په (DNA) نه دي ډنګر او لاغر بلکي یو دود او طیبي ضرورت ئې ګڼي

په مقابل کي اکثره ملایان داسي چاغ دي دي لکه تایمني وريان !!

ډېره مړۍ خوړل خلګ داسي وي كالانـــعام ، لـــــــوی خېټي‌ لري
که تاسو لږ مړۍ خوړلو ته ریاضت وایاست ، زه ئې ابداً ریاضت نسم بللی ، زه ئې د خورک اخلاق ګڼم، چه د صحت له پاره مفید او طیبي ګټي هم لري

درنښت


وزیري
03.03.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترم حلیمي صاحب راځه بله به وکوو. لږ می ته پوه کړه چی په ریاضت کی دي څه شی نه خوښیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په غار حراء کی چله هم باسلي، خیټي مبارکي پوري یی له لوږي تیګي هم تړلي، په لباس کی یی جوړه شی نه درلوده، په خپل بدن یی هم زور را وستی ده او په عبادت کی یی پښي پړسولي. ښه خوراک یی هم ډیر نده کړای، شدیدي روژی یی هم نیولي دي، په نهائی درجه عاجزي یی هم خودلي ده، له خپل ځان نه یی په نورو خلکو ډیر حرص کړیده او داسی نور.

اوس باید زه پوه شم چی ته کومی خبري دیته وادار کړی یی چی ریاضت د د هندوانو او بودایانو د دین اصول ګڼی او له اسلام نه وتلي یی بولي.

هو، امام غزالی صاحب په مکاشفة القلوب صفحه ۱۸ کی هم داسی لیکلي دي:
نوروا قلوبکم بالجوع وجاھدوا انفسکم بالجوع والعطش وادیموا قرع باب الجنة بالجوع فان الاجر فی ذالک کاجر المجاھدنی سبیل اللہ وانه لیس من عمل احب الی اللہ من جوع وعطش ولن یلج ملکوت السموت من ملابطنه وفقد حلاوۃ العبادۃ۔

کله چی په اسلام دین کی د جوع خبره راځی نو دا هیڅکله هم په دي معنی نده چی ځان له لوږي مړکه او یا دومره کمه خوره چی زوفیت درباندي راځی. بلکي دا په دي معنی ده چی که د نفس اصلاح غواړي نو یوه مفیده او مجربه لاره یی همدا ده چی له لذیذو لذیذو خوراکو نه ډډه وکه او صرف همدومره وخوره چی ژوندي پري پاتي شی او د الله جل جلاله عبادت پري وکړي. خوراک خو د انسان تیل دي او بغیر له دینه انسان نه ژوندي پاتي کیدای شی او نه عبادت کولاي شی.

دا خبري اوس همدي ګیډمارو ته پیداشوي چی د ورځي به دومره کالوري خوري او دومره به مصرفوي. دا یی پلانی ویټامین او دا یی بیستانی ویټامین، دا د ویني غوړ شول او دا تریګلیسیرایډ شول. دا یی سچوریـټید فټ شو او دا یی ټرانس فټ شو. د همدي خوراک له لاسه خو دغه ده په لکونو نوي مریضیاني پیدا شوي.

والسلام



ع کريم حليمي
03.03.2014

وعلیکم السلامو رحمة الله و برکاته

ګران فاضل وزیري صاحب ، تاسي زما څخه پوښتنه کړېده چه : (په ریاضت کی دي څه شی نه خوښیږي)

ستاسي په جواب کي به ووایم چه : دغه د هندوانو ریاضت نه دی ؟ چه و مسلمان ته وايي چه : که د نفس اصلاح غواړي نو یوه مفیده او مجربه لاره یی همدا ده چی له لذیذو لذیذو خوراکو نه ډډه وکه،‌

تاسو په کوم دلیل وایاست ؟؟ چه له لذیذو لذیذو خوراکو نه ډډه وکه

دغه د لذیذو خوړو نه و ډډي ته ریاضت نه سم ویلی ، ماته را معلومه ده
چه د سردار عالم لذیذ خواړه ډېر خوښېدل او خوړل ئې هم ( حلوا او عسل )

که د لذیذو خوړو نه ډډه ریاضت وي ، دا ریاضت ما د محمد علیه السلام له مذهب نه اړوي ، زه د محمد ص مذهب نه ، نه اوړم
عسل لذیذ دي او قران فرمايي چه : فِیهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ

یاأيها الذين آمنوا لا تحرموا طيبات ما أحل الله لكم ولا تعتدوا إن الله لا يحب المعتدين

اى مؤمنانو! كوم پاك شيان چې الله ستاسې له پاره حلال كړيدي هغه مه حراموئ او له حد نه تيرى مه كوئ ، تيرى كوونكي د الله ډېر بدايسي،
ـــــــــــــــــــ
يا أيها النبي لم تحرم ما أحل الله لك تبتغي مرضات أزواجك والله غفور رحيم

اى پيغمبره ! ته ولې هغه شى حراموې چې الله ستا لپاره حلال كړي دى ؟ (ايا د دې لپاره چې ته د خپلو مېرمنو خوښى غواړې ؟ الله ډېر بښونكى خورا مهربان دي

کله چه زموږ خواږه نبی د لذیذو د ډډي اراده وکړه ، ارحم الراحمین و رته وفرمایل چه : يا أيها النبي لم تحرم ما أحل الله!!!!!!!!

درنښت


وزیري
04.03.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترم حلیمي صاحب ته له یو شی نه ډډه کوي او هغه دا چی د ریاضت په معني می سم نه پوهوي.
یو په ځان حرامول دي او بل ډډه تري کول دي. الله جل جلاله داسی نه دي ویلي چی تاسو له ښه خوراکو نه ډډه مه کوي بلکي داسی ویلي دي چی تاسو حلال خوراک په ځان مه حراموي. په حرامولو کی به یی بیا بیخي نه خوري او په ډډه کولو کی د خوړلو چانس هم راځي.

امام ربانی صاحب چی د طریقه نقشبندیه عالیه مجدد د الف ده وایی: زه په ښه خوراک او ښه لباس اغوستو سره فیض اخلم. او نقشبندیان چی خدای ته ښکاره وي ښه یی خوري او ښه یی اغوندي، چله نه کوي او دومره ریاضت هم نه باسي. د امام رباني صاحب په وینا زمونږ ریاضت فقط په سنت ټینګ پاتي کیدل دي. ولي د نورو طریقو اکابر لکه چشتیه یا قادریه بیا وایی چی نفس ته باید زجر ورکول شی او دا ریاضت ده.
د هر یو مشرب بیل ده، او نتیجه یی کورکورانه نه ده بلکي د سترګو لیدلو حال ده.

په هر حال، زه ټولي منم ولي نقشبندیه می ډیره خوښه ده ځکه چی ظاهرا په سنت ډیره پابنده ده.

والسلام


اکرم
04.03.2014

حلیمی صاحب اووزیری صاحب ! دواړو قدرمنو او ښاغلو ته سلام اودرناوی په عرض رسوم!

دحلیمی صاحب خبره بلکل سمه ده چې دوزیری صاحب سره په مفهوم کې همنظری ښکاره کوي ، ولی د بحث دباره یې تقریباً د شکلی مجادل رول غوره کړی (المجادل الشكلي ) شکلی مجادل هغه ته ویل کیږی چې په اصل کې موافق وي ولې دمفاهیمو دلاسپیناوی دپار مخا لف جهت غوره کوي .

ریاضت په اسلامی تصوف کې یوه اصطلاح ده چې اصل یې اسلام،ایمان او تقوای ده . که چبرته لمړنی دوه شرطه چې اسلام اوایمان دی ترې طرح شي اسلامی ریا ضت ورته نه شو ویلای . په نورو ادیانو کې هم تقوی شته چې ښایي هغوي هم خپل زهد او تقوی د پخوانیو سماوي ادیانو څخه اخیسي وي او یا یې قیاس کړي وي چې زمونږ بحث په هغوي نه دی . په اسلامی تصوف کې ریاضت مختلف مراحل لري ، داسې نشی کیدای چې سالک دې خپل اصولې واجبات او کوم حقوق چې پر ده دي هغه پريږدي او تیښتې او تنبلی ته دې زهد او تقوی ووایي ! او یا بر عکس حرص او اسراف دې اسلامی عمل وبلي.

په اسلام کې اسراف منع دی او په اسلام کې زمونږ په مال اوعمل کې دالله او دهغه دبنداکانو حق دی.

هر کله چې دا حقوق په ځای شول بیا په مړه ګیډه پاړسی ویل سم دي .

په درنښت



ع کريم حليمي
04.03.2014

محترم او فاضل وزیري صاحب ، او مکرم اکرم صاحب

تاسو ته ښې هیلي

بسم تعالی : ومن يطع الله والرسول فأولئك مع الذين أنعم الله عليهم من النبيين والصديقين والشهداء والصالحين وحسن أولئك رفيقا
څوك چې د الله او پېغمبر اطاعت وكړي دوى به د هغو خلكو ملګري وي چې پر هغو الله پېرزوېنه كړېده ؛ يعنې پېغمبران ، صديقان ، شهيدان او صالحان څومره ښه ده دهغو ملګرتيا چې چاته په برخه شي.

[quote:b342d10a89]ریاضت فقط په سنت ټینګ پاتي کیدل دي[/quote:b342d10a89]

زه موافق او درسره مل یم ، رب دي اجرونه درکړي

تــــــــــــــمت بالــــــــــــــــــــــــــــــــخیر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more