د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پاکستناي طالبان د حکومت سره منافقت کوي

میرویس
18.02.2014

آلسلام علیکم، ګرانو وروڼو
د امنيتي چارو کارپوه پخوانی بريګېډيېر محمود شاه وايي، چې په اصل کې طالبانو دوه مخې تګلاره خپله کړې ده.
پداسې حال کې چې له یوې خوا د پاکستان د طالبانو او حکومت تر منځ د صلحې حبرې روانې دي، پاکستاني طالبانو د یوشمیر حملو په وروستۍ کاراوايي کې ۲۳ پاکستاني ملیشه عسکر وژلي دي.

دا لاندې رپوټ د ګڼ شمیر رسنیو په شمول ډېوې رادیو خپور کړیدئ:
====
'تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره دوه مخي کوي'

د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو پلاوي روغبړ کوي
مجید بابر
17.02.2014
دا مهال په پاکستان کې د امن راوستو په موخه له وسله والو طالبانو سره د وفاقي حکومت لخوا د خبرو اترو بهير روان دی، په دې لړ کې د وسله والو طالبانو او حکومتي نامزدو کميټو تر مینځه ابتدايي خبرې اترې هم شوې دي خو د پاکستاني ولس د دي تمې بر عکس چې ګنې د خبرو اترو د دې بهير پر مهال به طالبان د تشدد کاروایانی نه کوي، خو نه يوازی دا چې د تشدد لړۍ روانه ده بلکې تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې د دوی اتحادي ډلې پرله پسې بریدونه کوي او په ډاګه یې ذمه واري هم اخلي.

"تاسو که وګوری دا ټول یو ځای دي د دوی چې کومه شورا ده د هغې مشر قاري شکېل، په مومندو کې د طالبانو د مشر خالد عمر خراساني نايب دی، په دغه شورا کې د ټولو ډلو غړیتوب شته، او تر کومه چې د خبرو اترو په وخت د تشدد خبره ده نو په دا سره هغوی پاکستانی ولس کنفيوز کول غواړي، دوی دا پيغام ورکول غواړي چې د امن په راوستو کې سنجیده دي خو په اصل کې دا دوی تګلاره ده"

پوښتنه دا ده چې که دا مهال په ټول پاکستان کې ټولې وړې لويې ډلې د تحریک طالبان پاکستان تر واک لاندې دي نو بیا ولې وړې وړې ډلې خپل شناخت لري او ولې هر ډله د بېلا بېلو پيښو په ځانګړې توګه ذمه واري مني.

په کراچې کې د ترهګري پر ضد د سي ای ډي پلټونکې ادارې ايس ایس پي مظهر مشواڼی وايي، دا مهال تحریک طالبان پاکستان د بېلا بېلو لويو وړو ډلو مجموعه ده.

"د دوی سرغنه یوه ده خو کار کونکې يې په بېلو بېلو ډلو تقسيم دي، دوی ځکه ځان په وړو وړو ډلو کې منقسم ساتي چې کاروایاني کول ورته اسانې وي"

مفتي کفايت الله اورکرزی چې د جمعيت العماء اسلام ف ډلې د مرکزي شوري غړی او د طالبانو لخوا نامزد شوي د خبرو اترو د کمېټې غړی چې د خپل ګوند لخوا د اجازت نه ورکولو په سبب له دې بهير وتلی دی، وايي، د ده د مالوماتو له مخې تحریک طالبان د خبرو اترو د بهير پر مهال د خپلو پر تشدده کاروایانو له وجې حکومت په دفاعي پوزيشن کې راوستل غواړي .

"دوی د تحریک طالبان تر چتر لاندې ټول متحد دي خو د خبرو اترو پر مهال ځکه د تشدد کاروایانې کوي چې حکومتي خوا کمزورې ثابته کړي او په دفاعي پوزيشن یې راولي"

خو په اسلام اباد کې د سره جومات ویاند احتشام احمد وايي په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو او تشدد لړۍ کې زیاتوالی په ۲۰۰۷م کال کې پر سره جومات د پاکستاني پوځ له عملیاتو پس راغلی دی. د ده په خبره دا مهال داسې ۲۲ وسله والې ډلې دي چې د تحریک طالبان خبره نه مني.

"دا مهال تحریک طالبان پاکستان تر ټولو لویه وسله واله ډله ده، خو داسې نوری ۲۲ وسله والې ډلې دي چې د دوی تر واک لاندې نه دي، یا د دوی خبره نه مني، خو هغه ډېرې وړې ډلې دي او که چېرې تحریک طالبان پاکستان په دې خبره راضي شي چې نور له تشدده لاس اخلينو بیا هغوی دغه وړې ډلې هم منع کولای شي ځکه چې د دې وړو ډلو پټنځايونه هم په هغو سيمو کې دي چېرته چې د تحریک طالبان واک دی"

بريګېډییېر محمود شاه وایي، چې دغه ډلې د تشدد له وجې پیاوړې شوې دي او له هغوی دا توقع کول چې ګنې تشدد به پرېږدي بې ځایه تمې دي.

Re: پاکستناي طالبان د حکومت سره منافقت کوي

pattang
20.02.2014

مکوه چې طالبان هم سياست زدکړي !
په صداقت کې له چټلو سره جوړه نه راځي !
کار به کوې او خپل سر به ساتې !

[quote:c7cb57160a="میرویس"]آلسلام علیکم، ګرانو وروڼو
د امنيتي چارو کارپوه پخوانی بريګېډيېر محمود شاه وايي، چې په اصل کې طالبانو دوه مخې تګلاره خپله کړې ده.
پداسې حال کې چې له یوې خوا د پاکستان د طالبانو او حکومت تر منځ د صلحې حبرې روانې دي، پاکستاني طالبانو د یوشمیر حملو په وروستۍ کاراوايي کې ۲۳ پاکستاني ملیشه عسکر وژلي دي.

دا لاندې رپوټ د ګڼ شمیر رسنیو په شمول ډېوې رادیو خپور کړیدئ:
====
'تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره دوه مخي کوي'
د امنيتي چارو کارپوه پخوانی بريګېډيېر محمود شاه وايي، چې په اصل کې طالبانو دوه مخې تګلاره خپله کړې ده.
د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو پلاوي روغبړ کوي
مجید بابر
17.02.2014
دا مهال په پاکستان کې د امن راوستو په موخه له وسله والو طالبانو سره د وفاقي حکومت لخوا د خبرو اترو بهير روان دی، په دې لړ کې د وسله والو طالبانو او حکومتي نامزدو کميټو تر مینځه ابتدايي خبرې اترې هم شوې دي خو د پاکستاني ولس د دي تمې بر عکس چې ګنې د خبرو اترو د دې بهير پر مهال به طالبان د تشدد کاروایانی نه کوي، خو نه يوازی دا چې د تشدد لړۍ روانه ده بلکې تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې د دوی اتحادي ډلې پرله پسې بریدونه کوي او په ډاګه یې ذمه واري هم اخلي.
د امنيتي چارو کارپوه پخوانی بريګېډيېر محمود شاه وايي، چې په اصل کې طالبانو دوه مخې تګلاره خپله کړې ده.

"تاسو که وګوری دا ټول یو ځای دي د دوی چې کومه شورا ده د هغې مشر قاري شکېل، په مومندو کې د طالبانو د مشر خالد عمر خراساني نايب دی، په دغه شورا کې د ټولو ډلو غړیتوب شته، او تر کومه چې د خبرو اترو په وخت د تشدد خبره ده نو په دا سره هغوی پاکستانی ولس کنفيوز کول غواړي، دوی دا پيغام ورکول غواړي چې د امن په راوستو کې سنجیده دي خو په اصل کې دا دوی تګلاره ده"

پوښتنه دا ده چې که دا مهال په ټول پاکستان کې ټولې وړې لويې ډلې د تحریک طالبان پاکستان تر واک لاندې دي نو بیا ولې وړې وړې ډلې خپل شناخت لري او ولې هر ډله د بېلا بېلو پيښو په ځانګړې توګه ذمه واري مني.

په کراچې کې د ترهګري پر ضد د سي ای ډي پلټونکې ادارې ايس ایس پي مظهر مشواڼی وايي، دا مهال تحریک طالبان پاکستان د بېلا بېلو لويو وړو ډلو مجموعه ده.

"د دوی سرغنه یوه ده خو کار کونکې يې په بېلو بېلو ډلو تقسيم دي، دوی ځکه ځان په وړو وړو ډلو کې منقسم ساتي چې کاروایاني کول ورته اسانې وي"

مفتي کفايت الله اورکرزی چې د جمعيت العماء اسلام ف ډلې د مرکزي شوري غړی او د طالبانو لخوا نامزد شوي د خبرو اترو د کمېټې غړی چې د خپل ګوند لخوا د اجازت نه ورکولو په سبب له دې بهير وتلی دی، وايي، د ده د مالوماتو له مخې تحریک طالبان د خبرو اترو د بهير پر مهال د خپلو پر تشدده کاروایانو له وجې حکومت په دفاعي پوزيشن کې راوستل غواړي .

"دوی د تحریک طالبان تر چتر لاندې ټول متحد دي خو د خبرو اترو پر مهال ځکه د تشدد کاروایانې کوي چې حکومتي خوا کمزورې ثابته کړي او په دفاعي پوزيشن یې راولي"

خو په اسلام اباد کې د سره جومات ویاند احتشام احمد وايي په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو او تشدد لړۍ کې زیاتوالی په ۲۰۰۷م کال کې پر سره جومات د پاکستاني پوځ له عملیاتو پس راغلی دی. د ده په خبره دا مهال داسې ۲۲ وسله والې ډلې دي چې د تحریک طالبان خبره نه مني.

"دا مهال تحریک طالبان پاکستان تر ټولو لویه وسله واله ډله ده، خو داسې نوری ۲۲ وسله والې ډلې دي چې د دوی تر واک لاندې نه دي، یا د دوی خبره نه مني، خو هغه ډېرې وړې ډلې دي او که چېرې تحریک طالبان پاکستان په دې خبره راضي شي چې نور له تشدده لاس اخلينو بیا هغوی دغه وړې ډلې هم منع کولای شي ځکه چې د دې وړو ډلو پټنځايونه هم په هغو سيمو کې دي چېرته چې د تحریک طالبان واک دی"

بريګېډییېر محمود شاه وایي، چې دغه ډلې د تشدد له وجې پیاوړې شوې دي او له هغوی دا توقع کول چې ګنې تشدد به پرېږدي بې ځایه تمې دي.[/quote:c7cb57160a]

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more