نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د خدای سره خيانت مه کوۍ ؟؟؟
ع کريم حليمي
11.02.2005
فرعون ته خدای قدرت ور کړي ٠ لويه پاچاهي ئې ورکړه ٠ د دې پر ځای چه بشر ته خدمت وکړي ٠ د خدمت پر ځای ئې بنی اسرائل په کلو غلامان کړه ٠
او دکوچنيان په و ژنه ئې شروع وکړه ٠ هلکان ئې حلاله ول ٠ ښځي او لوڼي ئې د خدمت د پاره ساتلې ٠
لنډه ئې دا چه فرعون ته د قدرت تنده ور لويدلې وه ٠ په هيڅ قدرت ئې تنده نه ماتېدل
نو الله موسی ورته پيداکړۍ ٠ يعني د فرعون د لستوڼي څه را ووتلۍ ٠
قصه اوږده ده ٠ موسی چه غټ شوه د کور ځيني ولاړۍ ٠ مړی هم پر تاوان شو ٠
مصر ئې پرېښاوه ٠ فلسطين ته ولاړۍ ٠ هلته نبي شوو ٠ خدای امر ورته وکړۍ چه ولاړشه ٠ بنی اسرائل د غلامۍ خلاص که ٠ موسی د خدای ته وويل ٠ يا الله
يو راتښتېدلۍ يم ٠ بل په خوله کي هم بندېږم ٠ قهرمن هم يم ٠ درد ژير راځي
يوازي مي مه استوه ٠ دا زما ورور هم راسره واسته وه ٠ چه سپوک مېن مي وي ٠
معنا هارون ٠ چه د حوصلې خاوند هم دۍ ٠ ژبه ئې هم نه لنډه ٠ يعني خبري او تلفظ ئې سم دۍ ٠ نو خدای ورته ويل سمه ده ځه ورور دي درسره ولاړ شي ٠ نو موسی د خوشحالۍ په کالو کي نه ځايه دۍ ٠
داعجبه خبره ده ٠ چه دوه نفره رهي کيږي ٠ د مصر ښار ته ځي او بسته د بنی اسرائل قوم راباسي د مصر څخه ٠ او هغه بيا هم غلامان ٠ او هغه زورور ه د فرعون باچا هي
او هغه غټ د مصر شار ٠ چه د کومه سره به شروع په کوي ٠ څرنګه به چاته وايي چه راځۍ ٠ زماسره فلسطين ته د يوه نفر يا لسو نفرو ئې نه دي ورته ويلي ٠ امر ورته شوۍ ٠ چه ټوله بنی اسرائل به را باسې ٠ داسي معنا لري ٠ لکه يوه سړي چه قتل کړي وي په کابل کي ٠ او بيا تښتېدلي وي ٠ پاکستان ته ٠ او بيا پسله څه وخته را سي کابل ته او په کوڅو کښي کرځي ٠ او د طالبانو پوښتنه کوي ٠ چه راځۍ راسره پاکستان ته ٠ حال داچه طالب په ښار کي په خلاصه پښه نسي ګرځېدلای ٠
ايا دا ممکنه ده ؟
ګوره د خدای کاروته ٠ دغه دوه نفره چه يوه قتل کړی ٠ او يو ئې ورور دې ٠ او هيځ څوک ئې هم نه پيږني ٠ داسي د غټ شهرت خاوند هم نه دې ٠ چه بني اسرائل دستي
پر راټول شي ٠ که شهرت هم ولري ٠ قوم ئې ازادي نه لري ٠ هر يوئې غلام دې ٠
د ځان اختيار نه لري ٠
او خدای اراده کړې چه بني اسرائل به بلا ازاديږي ٠
ور استولي ئې دوه نفره دي ٠ چه يو ډېر بې حوصلې چه دومره قهرمن ٠ چه يو وخت ئې خپل ورور تر ږيره نيولۍ ٠ اوها بل نابلده ٠
ور وائې ستول دغه دوه ٠ او اصلأ کار کوي ٠ پخپله په فرعون باندي ٠ موسي هيڅ کار نه کوي ٠ زغيدل او سکڼل خدای په خپل فرعون کوي ٠
موسی او ورور چه مصر ته رارسيږي ٠ اول د فرعون کره ځي ارګ ته ٠
چه هلته دی لوی شوی دي ٠ اصلأ موسي د فرعون ښځي پر لاس لوی شوي وو ٠
ارګ ته چه ورغلۍ ٠ اول ئې فرعون ته وويل ٠ چه زه نبي شوۍ يم ٠ بني اسرائل په ﻻس
راکوه ٠ فرعون چه دا واوريدل ٠ اور ئې واخستۍ ٠ نعري ئې کړي ٠ چه يواري مي په
کور کښي لوی کړې ٠ بيا دي قتل وکړۍ ٠ وتښتېدلې ٠ او اوس بيا راغلې چه نبي شوې ٠ څه نښانه لرې چه نبي يي ٠ موسی ع لاس په بغل چخ کړۍ ٠ برته ئې را واستلۍ
داسي سپين وو ٠ لکه سپوږمۍ ٠ فرعون نعرې کړې ٠ چه چادوګر ئې ٠
د لته نو فرعون خپل کور پخپله خرابوي ٠ که خوله پټه ونيسي ٠ او موسی ع جېل ته واچوي ٠ کار خلاص سوو ٠ فرعون د بې عقلۍ کار اخلي ٠
او و موسی ع ته وايي چه څه چابک ٠ سبا به ئې درسره ګورم ٠ په پارک زرنګار کښي
ټوله د مصر خلګ راټولوم ٠ وتاته ٠ چه ته څرنګه جادوګر يي ٠ سبا به و وينې چه ته
ښه جادوګر يي ٠ که زما جادوګران ٠
ته و ګوره ٠ چه فرعون احمق چه په لوی لاس و موسی ع ته خلګ راټوله وي ٠
که موسی ع لس کاله تبلغ وکړي ولاکه ټوله ښار ورته راټول سي ٠
هغه هوښيار فرعون چه د مصر پاچاهي چلوي ٠ لوی نظام لري ٠ مصر ډېر لوی ملک
دۍ ٠ په بي عقلي نه چليږي عقل غواړي ٠
نو چه خدای اراده کړېوه چه موسی ع به کاميابه وي ٠ دغه وخت نو عقل کار نه کوي ٠
هغه به کوي چه الله ج خوښه وي ٠
نو کله چه سبا سو ٠ جارجي جار وهلۍ وو چه ټوله ښار دي پارک ته (ميقاد)
خلګ غونډۍ غونډۍ کيږي ٠ جادوګران دي چه سټېجونه stages
ئې جوړ کړي ٠ فرعونان يعني کورنۍ ئې او پخپله لوی فرعون پر چوکيانو ناست دي
دا دي چه دوه نفره راغله چه موسی ع او هارون ع
ږوږ دي نعرئ دي جادوګرۍ دي ٠ موسی ع سره وارخطا سو ٠ چه دا څه قصه ده
د جادوګرانو ماران ئې مخته پورته کښته کيږي ٠ دلته الله امر ورته کوي ٠ چه دلاس
لکړه دي وه غورځوه ٠ نو موسی ع خو د اول سره ﻻ وارخطا وو ٠ نو د ستي ئې لکړه
و غورځول ٠ لکړه چه د مځکي ته رسېدل يو غټ کافر مار سوو ٠ او د جادوګرانو
تبله او سارنګ ئې ټوله و خوړل او مخ ئې پر انسانانو راسمېدۍ ٠ دلته الله امر وکړۍ
چه موسی عليه سلامه واخله لکړه ٠ موسی ع تر اول واري دوهم واري لا ډېر وارخطا سو ٠ چه داداسي مار څنګه راواخل ٠ خو د رب په امر ئې لاس ور واچاوه ٠ مار لکړه سوه بيرته٠ داهغه لکړه ده چه ادم ع د جنته ورسره راوړئې وه ثم پر ثم و موسی ع ته په
لاس ورغلې وه ٠
نو مصريانو او غلامانو(بني اسرائل ) چه دا حال وليدۍ ٠ نو نعرې ئې کړې ٠ چه ورکه
سه فرعونه ٠ موږ موسی ع منو چه نبي دي ٠ او د موسی او هارون خدای منو ٠
نو موسی ع په خلګو کي نوم وکړي ٠ يعني وه ئې منلۍ ٠ نو موسی ع پر بني اسرائلو ږغ وکړي چه را ځۍ ٠ راپسې سۍ ٠
ددغي ساده نقل مطلب مي دا دۍ چه ٠ د الله دين ته يوازي ايمان داره کار نه کوي
بلکي د الله دوښمنان هم د الله ددين د پاره کار کوي ٠
مه وار خطا کېږۍ ٠ چه اسلام په خطر کښي دۍ ٠ ګای وخت تر ملا صاحبانو کفار ډير
کار کوي ٠ د اسلام د لوړيدو د پاره ٠
که څوک د کفر د خدمت مخه نيسي ممکن خيانت وي
دا د اسلام په تايخ کښي دوهم واري دۍ چه انتخابات کيږي ٠ حکمت د الله سر ښايږي ٠
د انتخاباتو مخه نيول د خدای او رسول سره خيانت به وي ؟ ولي چه و قوم مشري امانت کار او عمل به وي ٠ د عمر تر اخيره به نوي ؟؟
آيه او ترجمه
يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لا تخُونُوا اللَّهَ وَ الرَّسولَ وَ تخُونُوا أَمَنَتِكُمْ وَ أَنتُمْ تَعْلَمُونَ(27)
وَ اعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَلُكمْ وَ أَوْلَدُكُمْ فِتْنَةٌ وَ أَنَّ اللَّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ(28)
ائ هغه کسانو چه ايمان مو راوړې ٠ مه کوۍ خيانت د الله سره او د الله د رسول سره
او خيانت مه کوۍ په امانتونو خپلو کښي ٠ حال داچي تاسي پوهيږۍ
هېڅ نه
Hamim
28.07.2005
[img:9d40a761f1]http://www.jemb.org/eng/photo/Registration%20Sites/images/lk6c0140_lr.jpg[/img:9d40a761f1]
ددیموکراسۍ څپېړې آن تردې راورسولو!
باباجي ډېرانتظاربه د ایستلی وي بښنه غواړوموږلږمصروف غوندي یو دانتخاباتوکاردی