د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو نوئ نهضت

اتل
14.02.2014

محترمو وروڼو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې د افغانستان په اسلامي امارت کې نوئ نهضت را ټوکیدلئ وي. ددې نهضت د لمړۍ غونډې پیغام زموږ د ګران وطن د عیني او ذهني شرائطو او د عصر د تقاضا سره کټ مټ اړخ لګوي. ددې نهضت پیغام د صلحې او امنیت زیرئ راکوي. دې نهضت په کافي تعمق او سنجش د مسئلئ د ټولو اړخو جاج اخیستئ، د تاریخي حوادثو، چم ګاونډ، د منطقې دسیاست، د ملکونو او پرګنو د غوښتنو، نیکمرغۍ، او سالم انکشاف د پرمختګونو او روانو انکشافاتو په رڼا کې يې د خپلې آجنډا چې سل په سلو کې د افغان ملت او ولس مصالح پکښې نغښتي دي، تبارز کړیدئ.

داسې ښکاري چې د طالبانو دا نوې نهضت هغو اهدافو ته متعهد دئ چې په تیرو درې نیمو لسیزو کې نه د کمونستانو حکومتونواو نه د مجاهدینو حکومتونو او نه هم د افغانستان اسلامي امارت یې په پوره کولو قادر شول.
دا نوئ نهضت د افغان ولس او حکومت سره په ګډه د یوه نوي نظام د جوړولو غوښتنه کوي.
ددې نوي نهضت دپیغام یوه پره داسې وایي:

د دې لپاره چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د مخنيوي په موخه مو د بيلابيلو جهتونو تر منځ د مصالحت په لارو چارو بحث او غور کړی وي، او په دې برخه کې مو خپله خواخوږي، سولې ته خپله ژمنتيا او د دين او هیواد لوړو ګټو ته مو خپل تعهد په ډاګه کړی وي، وخت پر وخت مو د هیواد په دننه او له هیواد نه بهر دخپلو مربوطو ملګرو غونډې راغوښتې ، چې د هغو له جملې څخه یوه غونډه په وروستيو وختونو کې دمحترم ملا اغاجان معتصم ترمشرۍ لاندي د متحده عربي اماراتو په ښار کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د اسلامي امارت وزيرانو، ډپلوماټانو،او پراوسني مهال سترونظامي قومندانانو، متنفذو مشرانو ګډون وکړ او د هيواد د روان کړکيچ د سوله ايز حل پر اړتيا او ارزښت يې څو ورځې پرله پسې بحثونه وکړل.

دا نوئ نهضت چې [د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک] نوم یږي، د هغه څه سرته رسولو ته ملا تړلې چې د افغانستان اسلامي امات یې په سرته رسولو کې پاتې راغلئ دئ. اسلامي امارت چې پدې پوه شي چې دانوي تحریک د افغان ولس د هیلو د پوره کولو جوګه دئ، خامخا به یې تز شا ودریږي، اوکه نه خود په خود به نورانشعاب وکړي او پوپنا به شي.
ددې نوي نهضت رپوټ لراوبر خپور کړیدي.
http://www.larawbar.net/
======
دهیواد د وروستیو تحولاتو په اړه زموږ دریځ (ملا اغاجان معتصم)
ملا اغاجان معتصم
Larawbar.com 2014-02-12
د افغان ولس ،حکومت، سیاسي ،جهادي ،اوټولواړونده جهتونو ته د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

دهیواد د وروستیو تحولاتو په اړه زموږ دریځ:

څنګه چې سوله دجګړې په نسبت دهیواد دروانې کشالې د ختمولو تر ټولو غوره او اغیزمنه وسیله ده ، ځکه نو په هيواد کې د يوه افغان شموله سوله ايز بهير پيل او د هغه په پايله کې د يوه تلپاتې ثبات او استقرار رامنځته کيدل د هیواد د هر ځوريدلي وګړي د زړه ارمان او هيله ده.

موږ د خپل ولس د همدغه ارمان په پام کې نيولو سره، غواړو چې په خپل هیواد کې دسولې دټینګښت او نورو وینو توییدلو دمخنیوي لپاره هلې ځلې وکړو او په دې اړه خپل ايماني رسالت او وجداني مکلفیت ترسره کړو.
موږ دغه ستر هدف ته درسیدو لپاره تر دې وړاندې هم منډې ترړې کړې اودا دی اوس هم د هغو په تعقیب یو ځل بیا خپل دریځ په لاندې ټکوکې په ډاګه کوو:

موږ د يوه سوله خوښونکي خواخوږي جهت په بڼه په خپل هیواد کې د کورورانونکې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو غوښتونکي، او په خپل ټول توان سره د هر هغه جریان پلوي کوو چې په هیواد کې د دائمې سولې د ټینګښت تضمین کوي .

له نيکه مرغه د غونډې ټولو ګډون والو په يوه خوله په افغانستان کې د افغانانو تر منځ د خپل منځي مصالحت په برخه کې د سوله ایزو هڅو پر ارزښت او اړتيا ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د پخوا په څېر خپل چمتو والی وښود.
درنو هيوادوالو!
سوله زمونږ د ژوند ترټولو اساسي اړتیاده اوزمونږ د مخلصانه او صادقانه هڅو پر مټ تر لاسه کیدای شي، مونږ ګورو چې زمونږ دوو ګاونډيو هیوادونو ایران اوپاکستان هم له خپلو حریفانو او مخالفينو سره د سولې لاره غوره کوي او غواړي چې خپلې ستونزې د جګړې پرځای دتفاهم اوسیاسي ډیالوګ له لاري حل و فصل کړي .

څرنګه چې د ایران او امریکا ترمنځ له تیرو دري نیمو لسیزو راهیسي داسې جګړه ییزه فضا حاکمه وه چې دواړو هیوادونو په تیره ایراني ولس ته یې ډیر ترخه عواقب لرلي او تر ډیره بریده یې دغه هیواد د پرمختګ له بهیره وروسته پاتي کړی دی .

هغوي هم بالآخره د دې اړتیا حس کړه چې خپل سیاسي مخالفت د سیاسي ډیالوګ له لارې حل کړي او دتصادم له سیاسته لاس واخلي.
زمونږ د بل ګاوندي هیواد پاکستان چارواکو او مخالفینو هم دا اړتيا وليدله چې د جګړې پرځای دسولې او سیاسي تفاهم لاره غوره کړي او خپلو موخو او اهدافوته له دې لارې ځانونه ورسوي .
مونږ افغانان هم باید نوردخپل هیواد دسیاسي برخلیک لانجه د جګړې اوتصادم پرځای د سولې او تفاهم له لارې حل کړو .
داچې د ګاونډي هیواد پاکستان طالبانو له تیرو نژدي لس کلنو جګړییزو تجربو څخه دادرک کړه چې په جګړې سره خپل هدف نشي تر لاسه کولای ، باید خپلې غوښتنې د سولې او خبرو له لارې له چارواکوسره حل کړي ، مونږ افغانان ولي دخپل هیوادله ۶ ۳ کلنو جنګي تجربوڅخه دا نشو درک کولای چې جګړه د حل لاره نده ؟
د پاکستان او ايران سره سره که مونږ یوخپل بل ګاونډي تاجکستان ته نظر وکړو،نوهغوي هم خپله لانجه ۲۲ کاله وړاندي په سولییزوهلوځلو حل کړه ،اوهمداډول په تاریخي لحاظ دنړۍ ټولو متنازع فیها لانجوته که وګورو هغه ټولې په جګړه پیل شوې خوپه سوله او تفاهم پای ته رسیدلې دي .
درنو او قدرمنو هيوادوالو!
لکه څنګه چې تاسې وينئ، چې په هیواد کې د ولسمشریزو ټول ټاکنو لپار د ټاکل شویو نوماندانو لخوا مبارزاتي کمپاینونو په داسې مهال کې پیلیږي چې لاهم دلته دجګړې اوربل دی اوله بده مرغه هره ورځ پکې په لسګونو هیوادوال وژل کیږي .
که مو په هیواد کې د تپل شوې جګړې اورنور هم داسې بل پاتې وي هیله نشي کیدای چې راتلونکې ټاکنې دي په داسې ډول تر سره شي چې دهغو پایلې دې د هیواد ټولو پرګنو اوسیاسي لوریوته د منلو وړ وي.
ځکه دغه ټاکنې اوهره سیاسي پروسه چې د افغانانو له منځه یې یوجهت د ترسره کولو اوبل یې د تخریبو په لټه کې وي ، په هیڅ صورت د کامیابي چانس نه لري او نور هم زموږ د روانې غمیزې د اوږدیدو لامل ګرځي.

لهذا مونږ افغانان هم دغه اصل ته په کتلو سره نورباید دجګړې او وطن ورانولو پرځای د سولې او وطن جوړ ولو تګلاره غوره کړو.
د افغانانواومسلمانانو ترمنځ داخلي جګړه نه مذهبي اصل لري اونه قانوني .
نن چې زمونږ په هیواد کې د امریکایانو ترڅنګ د ډیروخارجي هیوادونو ځواکونه میشت دي داهم ټول زمونږ د خپل منځي جګړو اوشخړو له امله دي چې د شورویانو تر وتلو وروسته مو ترمنځ پیل شوې او تراوسه دوام لري .
که مونږ وغواړو چې هیواد مو د خارجیانو له تسلط څخه ازاد وي نو لومړی باید مونږ په خپل منځ کې یو سالم بین الافغاني تفاهم او سیاسي ډیالوګ ولرو او په دغه بین الافغاني تفاهم کې د افغانستان د ټولو ښکیلو لوریو دموافقې په ترڅ کې بهرنیانو ته ووایو چې مونږ دخپل هیواد د داخلي امن اوثبات جوړولو توان لرو ، ستاسي پوځي شتون ته نور په افغانستان کې ضرورت نشته .
او که زمونږ ترمابین داخلي اختلافات او کشمکشونه همداسې جاري وي ، بیابه مو په لوي لاس ټولوخارجیانو ته په هیواد کې دپاتي کیدو او دهیواد داشغال پلمه په لاس ورکړې وي .
لهذا نور باید له تیرو ترخو تجربوڅخه په درس اخیستو سره ژر تر ژره ټولو خپل منځي اختلافاتو او سیاسي شخړوته دپای ټکی کښیږدو او په هیواد کې دبین الافغاني تفاهم د راتلو لپاره فرصت برابرکړو.
یوپربل باندې د زور او توپک له لاري ځان تحمیلول نه مذهبي توجیه لري او نه قانوني ، دغه ناسم سیاست زمونږ ښکلی هیواد راته په کنډواله بدل کړی او ولس یې راته دنړۍ په ولسونوکې تر ټولو خوار او شاته پاتې ولس جوړ کړ .
نور باید دخپل هیواد دسمسورتیا او ربړیدلي ولس د هوساينې او سوکالۍ لپاره خپل منځي شخړي د تل لپاره پریږدو او یو بل ته په قناعت ورکولو سره د یووالي او وررولي لاسونه سره ورکړو او په دې سره مو دهیواد ۶ ۳ کلنه تاواني لانجه پایته ورسوو .
تیر ۶ ۳ کلن خونړی جریان پرافغانانو په داسې حال کې تیر شو چې د هغوئ سیاسي واکمنانو او چارواکو هریوه له مسؤلیته دځان خلاصولو په غرض د پیښو ټولو پړه دبهرنیانو پر غاړه ور اچوله ، خو که واقعیت ته وکتل شي نو تر بهرنیانو ډیر مسؤلیت خپله افغان سیاستوالو ته متوجه دی .
ځکه همدغه سیاستوال وه چې د بهرنیانو ناروا کړنوته یې په افغانستان کې د تطبیق او تنفیذ زمینه مساعده کړې وه ، دهمدي سیاستوالو په قول او قومانده افغانان څوک د بهرنیانو په خلاف او څوک د هغوئ ترشا دریدلي ، د همدوئ په قومانده یوموټی افغان ولس په مختلفو ډلو ټپلو ویشل شوی او خپل منځي جګړې هم ټولې د دوئ دسیاسي او تنظیمي خواهشاتو مطابق ترسره شوې .
اوس مو ملت ویښ شوی هغوئ د خپلو سیاستوالو ټولې کړنې په غور څاري ، هغوئ ته اوس تربل هروخت او هرڅه دخپل هیواد دملي وحدت ، ارضي تماميت او په هغه کې د یوه داسې ملي اسلامي نظام راتلل چې په واقعي ډول دهیواد دټولو اقشارو او طبقاتو حقوق پکي خوندي وي ، تر ټولو اهمه اړتیاده .
نو باید زمونږ د هیواد د سیاسي جریاناتو ټول ښکیل لوري د مسؤلیت پذیري د روحیې له مخې دهیواد په مستقبل کې داسې کردار اداء کړي چې هغه د ملت د غوښتنو او آرمانونو مطابق وي .
زمونږ د ثقل مرکز زمونږ ملت دی ، باید د ملت سیاسیون مو د شخصي غوښتنو پرځای ملي مصالحوته ترجیح ورکړي ، د ځوریدلي ملت د هوسايني او ترقۍ لپاره کار وکړي ، او نور په خپلو راتلونکو سیاسي فعالیتونو کې داسې لارې غوره کړې چې په هغه کې مو دولس سعادت او سوکالۍ نغښتې وي .

نن که مونږ د پرمختللې نړۍ د سیاستوالو سیاسي مبارزاتو ته وګورو دهغوئ هرڅه د خپلو ولسونو د پرمختګ لپاره وي چې دا کار په مجموع کې دهغوئ دټولې ټولنې دترقي او رفاهیت لامل ګرځیدلی ، هم خپله دهغوئ سیاسیون اوهم یې ولسونه د آرام ، مرفه او پرمختللي ژوند خاوندان دي .
مونږ اوتاسو مسلمانان یو ، د اسلام مقدس دین خپل پیروان وحدت ، اتفاق او همبستګي ته رابولي ، له خپل منځي شخړو، تفرقو او بدمرغیو څخه یې په ټینګه منع کوي ، دهغوئ خپل منځي تفرق او تصادم دهغوئ د فناکیدو او ورکیدو لامل بولي .

لکه څنګه چې مو په پورته ټکو کې يادونه وکړه چې موږ د هيواد د قضيې په تړاو د خپل رسالت په درک کولو سره له ټولو ذيدخله افغاني لوريو سره د ستونزې د هواري په موخه تفاهم کول غواړو، بناءً موږ په پای کې په روښانه ټکوکي اعلانووچې زموږ د وروستنۍ غونډې د پريکړې له مخې دمذاکراتو اوتفاهم لپاره زموږ دروازې تل دموجوده حکومت او ټولوهغه ډلواوتنظیمونوپرمخ خلاصې دي دکوموسره چې زموږ په تیروختونوکي تصادمات راغلي وه یا اوس ورسره په تصادم کښي قرارلرو ،ځکه موږ داتکل وکړ چې نور په راتلونکي باید دمسلمان په لاس د مسلمان اودافغان په لاس د افغان وینه توی نشي
والسلام
ستاسو ورور د يادې غونډي مسؤل : ملا اغاجان معتصم

Re: د طالبانو نوئ نهضت

pattang
15.02.2014

انډيواله دغه چالاکي شيطاني اونفاق ستاسو په مرسته او ستاسو
داجنټ ملا اغا جان په مرسته چې ټول دصليبي اجنټې ادارو په
اخور کې يوځای ګډه دانه خورې د اسلامي امارت بړېڅي نشې
نفاق ته لمسولی !.
اسلامې امارت داسې فاسدې پرېکړې ،نظریې غندي او ددوښمن
دسسيسې يې بولي !
مونږ بيا وايو تر ځو چې دصليبيانو اشغالګر عساکر او اډې په
افغانستان کې وي سوله امکان نلري او اېستل یې په ځان فرض ګڼي !!!
مننه!

[quote:6bd25fba30="اتل"]محترمو وروڼو، السلام علیکم

ستاسو ورور د يادې غونډي مسؤل : ملا اغاجان معتصم[/quote:6bd25fba30]

Re: د طالبانو نوئ نهضت

pattang
15.02.2014

انډيواله دغه چالاکي شيطاني اونفاق ستاسو په مرسته او ستاسو
داجنټ ملا اغا جان په مرسته چې ټول دصليبي اجنټې ادارو په
اخور کې يوځای ګډه دانه خورې د اسلامي امارت بړېڅي نشې
نفاق ته اچولی.
اسلامې امارت داسې فاسدې پرېکړې ،نظریې غندي او ددوښمن
دسسيسې يې بولي !
مونږ بيا وايو تر ځو چې دصليبيانو اشغالګر عساکر او اډې په
افغانستان کې وي سوله امکان نلري او اېستل یې په ځان فرض ګڼو !!!

[quote:f10dabb48c="اتل"]محترمو وروڼو، السلام علیکم

ستاسو ورور د يادې غونډي مسؤل : ملا اغاجان معتصم[/quote:f10dabb48c]

اتل
19.02.2014

آسلام علیکم
پتنګ صاحبه، تاسې رښتیا وایاست چې طالبان دملا معتصم آغا جان غوندې په اسلامي شؤنو ولاړ، په آزادۍاو وطن مین، غورځنګونه چې د طالبانو د چټل اوبیګانه مزدورتحریک د بوینې ګيډې نه را ټوکیږي او د افغان ولس د آرزوګانو د تمثیل په عرصه کې ښه اوبهتره بدیل کیدای شي، غندي او غړي یې وژني او د ملک نه یې فرار کوي.
تاسې به حتماً اوریدلي وي چې د طالبانو د صلحې او سلم غړئ ملاعبدالرقیب تخاري يې هم وواژه او دغه راز د کوټې نه د باندې په کوچلاغ کې یې د طالبانو د زابل د ولایت قوماندان ملا صاحب هارون هم وویشت، خو د مرګ نه بچ شو.

البته د طالبانو د تحریک نه به نور حق بین، چندي مسلمان او سوچه افغان قوتونه ووزي او د ملا معتصم اغاجان په میانه روه ډله به ورګډ شي. د اسلام دین په میانه روي او تعادل ولاړ دئ، نه په افراط او تند روۍ.

پتنګه الله دې بصیرت درپه برخه کړي.

pattang
19.02.2014

ستا پسته خوله مونږ ته زهر ده که ازادي غواړې مونږ ته راشه
او که پېسې ډېروې نو ښه لاره دې نيولې ده اومخ ته یې بوزه !
اغاجان متعصم يو پردی ګوډاګی دی !

[quote:6871c87c89="اتل"]آسلام علیکم
پتنګ صاحبه، تاسې رښتیا وایاست چې طالبان دملا معتصم آغا جان غوندې په اسلامي شؤنو ولاړ، په آزادۍاو وطن مین، غورځنګونه چې د طالبانو د چټل اوبیګانه مزدورتحریک د بوینې ګيډې نه را ټوکیږي او د افغان ولس د آرزوګانو د تمثیل په عرصه کې ښه اوبهتره بدیل کیدای شي، غندي او غړي یې وژني او د ملک نه یې فرار کوي.
تاسې به حتماً اوریدلي وي چې د طالبانو د صلحې او سلم غړئ ملاعبدالرقیب تخاري يې هم وواژه او دغه راز د کوټې نه د باندې په کوچلاغ کې یې د طالبانو د زابل د ولایت قوماندان ملا صاحب هارون هم وویشت، خو د مرګ نه بچ شو.

البته د طالبانو د تحریک نه به نور حق بین، چندي مسلمان او سوچه افغان قوتونه ووزي او د ملا معتصم اغاجان په میانه روه ډله به ورګډ شي. د اسلام دین په میانه روي او تعادل ولاړ دئ، نه په افراط او تند روۍ.

پتنګه الله دې بصیرت درپه برخه کړي.[/quote:6871c87c89]

اتل
05.03.2014

السلام علیکم
پتنګ صاحبه، د ا زما پسته خوله نده، دا حقایق دي چې ستاسې په کالبوت یې ګبڼۍ خوره کړیده. دا دافغان ولس د یتیمانو، یسیراو، کونډو، رنډو ساړه اسویلي دې چې پاک رب یې دعا قبلوي او د پخوانیو طالبانو د غړو په جامو کې د صلحې او سلم کوترې را استوي چې پدې غم ځبلې ملک کې صلح او امنیت بر قرار شي.

پتنګ صاحب، ته خو بیله هغې هم معاف یې هر څه چې وایې. خو اصلي خبره داده، ته چې هر ځلې په جرمني کې دفحاشۍ او شرابو د خراباتو د کوڅو نه تیرشې بیا یوه نوې نغاره ډنګوې. ستا بهایي باداران چیرې هم ندې خوشحاله چې په ملک کې صلح راشي، او هر ځلې چې د صلحې د مذاکراتړغږ جګ شي تاته امر کیږي چې نامردانو او بزدلانو غوندې د شانه ګذار پرې وکړه.

ستا القاعدې تیرورستان او پنجابي افراطي جګړه ماران نه غواړي چې ستا ملک آزاد شي، ځکه چې دوی خپله بقا په جنګ او تشدد کې لټوي. دغه بدعتیان بل هیڅ کمال نلري چې امرار حیات وکړي، دوی په جنګ او تروریزم کې لوی شوي، بیله قتل او تروریزم نه، له بلې لار ې ژوند نشي کولئ. او ته د هغوی په لومه کې نښتۍ یې چې اوس ځان نشې ترې خلاصولئ، څه چې درته وايي کوې به یې.
الله دې پرتاسې رحم وکړي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more