د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

يو الي

رښتینی
14.02.2014

يو الي

إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ

یووالی ترهرڅه لوی ځواک دی او اختلاف ترټولولویه کمزوري ده ځکه خوپه اسلام کې په هرقیمت د یووالي دساتلوامر شوی دی یعني که د ډیر زیات تاوان په ورکولو یووالی ټینګیدلی شي نو دازیات تاوان دي ومنل شې خو یووالی دی له لاسه نه ورکول کیږې په دي اړه دلته یوه قراني کیسه را اخلم : له فرعون نه دبني اسرائیلو له نجات وروسته موسي علیه السلام دڅلویښتو شپوله پاره دطور غره ته ولاړ په دي مهال کې سامري بني اسرائیل د خوسي پرعبادت اخته کړل اودا ښکاره شرک و موسي علیه السلام چې دطور غره ته تلو نو دنبوت مسؤلیت یې خپل ورور هارون علیه السلام ته پریښود هغه د بني اسرائیلو دپوهولو ډیرې هڅې وکړې خو هغوی ونه منله موسي علیه السلام چې کله بیرته راغی اوقوم یې په شرک اخته ولید نودقرانکریم له وینا سره یم له خپل ورورهارون علیه السلام نه په ډیره سختي پوښتنه وکړه : ای هارون ! تاچې کله دوی ولیدل چې په غلطه لاره روان دي نوتا ولي هغوی سمې لارې ته نه رابلل ایا تاهم زما لاره پرې ایښې ده ، هارون علیه السلام ورته وویل : وروره ما له سر اوږیرې نه مه نیسه مه ډیر کوښښونه وکړل خو له ماسره دا اندیښنه وه چې ته به راته وایې : له ماوروسته دي په بني اسرائیلوکې اختلاف اوبیلوالی رامنځته کړی دی اوزما خبره دي نده منلي . قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا 92 أَلاَّ تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي 93 قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لاَ تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلاَ بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي . طه.

هارون علیه السلام هم نبي و او موسي علیه السلام طورته دتګ په وخت کې خپل کار ده ته سپارلی و هغه بني اسرائیلوته ډیر نصیحتونه وکړل خوهغوی ونه منل، هارون موسي علیه السلام ته په ځواب کې وایې چې که ما دخولي له نصیحت پرته کوم عملي ګام پورته کړی وی نوزه ویریدم چې فسادبه هم ختم نشې اوبني اسرائيل به په دوو ډلو ویشل شې ځیني به له ماسره شې اونوربه د سامرې ملګرې شې اوپه دي ډول به اختلاف اوجګړه پیل شې نوځکه مې هغوی ته نصیحت خو وکړ او عملي ګام مې پورته نکړ تاته په انتظار وم چې ته راشې او اختلاف له کومي ستونزې پرته ختم کړې، اوموسي علیه السلام دده عذر ومانه .

له دي قراني کیسي نه دا معلومه شوه چې دمومنانوپه منځ کې اختلاف دومره بدشی دی چې د يووالي د خوندې ساتلو له پاره باید له بلې هرې لویې ګټې لاس واخیستل شې، په ټولنیز ژوند کې اتحاد او یووالی له هرشې مهم دی اوبل شی که هرڅومره اهم وې خو چې اتحاد او یووالي ته ضرر وې نو هغه شی خپل اهمیت له لاسه ورکوې .

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4486&postdays=0&postorder=asc&start=0


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more