د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستاني طالبان څه غواړي؟

میرویس
12.02.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
په مدار مدار داسې بیلګې را ټوکیږي چې د پاکستانی طالبانو دمقاصدو او هدفونو د څرک لګول ورځ تر بلې پیچلي کوي. طالبانو د پاکستان دحکومت پرخلاف وسلې واخستې چې ګواکي د شریعت انفاذ د پاره جهاد کوي. کله چې د شریعت مسئله راوپورته شوه، ولس پدې فکر کې شو چې طالبان به اول د جهاد قوانین ولس ته وروپوهوي او بیا به جهاد وکړي. خو نه يې ولس په جهاد آګاه کړ او نه هم طالبانو جهاد وکړ.

اوس چې طالبانو د خپل حکومت سره د صلحې خبرې پیل کړي، په پیښور کې یې په دوو سینماګانو کې بمونه ولوزول او مسلمانان یې ووژل. نن یی د پيښور په بډه
بیره کې د یوې کورنۍ نهه تنه قتل کړل، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو.
دبډه بیرې د نهو تنو دوژلو رپوټ بي بي سي خپور کړیدي.

طالبان چې د جهاد په پلمه کورني جنګ ته بډې وهلې دي او د صلحې مذااکرات هم تخریبوي، دوی څه غواړي؟

آیا طالبان غواړي چې د جنګ لمن د ملک امنه سیمو ته هم وغځوی، په ملک کې ارج مرج جوړ کړي، اوبیا د وسلې د استعمال له لارې قدرت په لاس کې واخلي؟

که اعیاناً طالب قدرت ته ورسیږي، په پاکستان، ګاونډیو ملکونو او سیمه کې به ددوی د حکومت تاءثیرات څه وی، او دوی به څه ډول حکومت کوي، او د ملک او سیمي د ملکونو سره به یې سلوک څنګه وي؟

خو څه چې د پاکستان ولس او پښتنې پرګنې یې د طالبانو نه غواړي دادی، چې طالبان ورور وژنه بنده کړي، د خپل حکومت سره صلحه وکړي، او ولس خپل هغه خدای ورکړي حقوق چې هیڅوک حق نلري چې ترې وایې خلی، بیرته ترلاسه کړي.


Re: پاکستاني طالبان څه غواړي؟

pattang
12.02.2014

او هو وروره ولې داسې کارونه کوۍ!
سينتکام د cia دانترنيتي پروپاګندي موږګانو دوه خواوې
په کار اچولې دي او مخ ته یې بيايې !

يو یې دافغانستان طآلبان ټکوي او بل يې د پاکستان طالبان ،خو ددواړه
موږګان د cia د مکتب شاګردان دي او هدف یې داسلام سپکاوی دی
که څه هم په خوله تل کليمې وايې !

[quote:4ac96cc8ae="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
په مدار مدار داسې بیلګې را ټوکیږي چې د پاکستانی طالبانو دمقاصدو او هدفونو د څرک لګول ورځ تر بلې پیچلي کوي. طالبانو د پاکستان دحکومت پرخلاف وسلې واخستې چې ګواکي د شریعت انفاذ د پاره جهاد کوي. کله چې د شریعت مسئله راوپورته شوه، ولس پدې فکر کې شو چې طالبان به اول د جهاد قوانین ولس ته وروپوهوي او بیا به جهاد وکړي. خو نه يې ولس په جهاد آګاه کړ او نه هم طالبانو جهاد وکړ.

اوس چې طالبانو د خپل حکومت سره د صلحې خبرې پیل کړي، په پیښور کې یې په دوو سینماګانو کې بمونه ولوزول او مسلمانان یې ووژل. نن یی د پيښور په بډه
بیره کې د یوې کورنۍ نهه تنه قتل کړل، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو.
دبډه بیرې د نهو تنو دوژلو رپوټ بي بي سي خپور کړیدي.

طالبان چې د جهاد په پلمه کورني جنګ ته بډې وهلې دي او د صلحې مذااکرات هم تخریبوي، دوی څه غواړي؟

آیا طالبان غواړي چې د جنګ لمن د ملک امنه سیمو ته هم وغځوی، په ملک کې ارج مرج جوړ کړي، اوبیا د وسلې د استعمال له لارې قدرت په لاس کې واخلي؟

که اعیاناً طالب قدرت ته ورسیږي، په پاکستان، ګاونډیو ملکونو او سیمه کې به ددوی د حکومت تاءثیرات څه وی، او دوی به څه ډول حکومت کوي، او د ملک او سیمي د ملکونو سره به یې سلوک څنګه وي؟

خو څه چې د پاکستان ولس او پښتنې پرګنې یې د طالبانو نه غواړي دادی، چې طالبان ورور وژنه بنده کړي، د خپل حکومت سره صلحه وکړي، او ولس خپل هغه خدای ورکړي حقوق چې هیڅوک حق نلري چې ترې وایې خلی، بیرته ترلاسه کړي.[/quote:4ac96cc8ae]


watan jan
14.02.2014

چې امریکا یې دښمنۍ ته مټې رابډوهلي دي، نو حتما به اسلام او اسلامي نظام غواړي.


میرویس
19.02.2014

پتنګ صاحب، سلامونه
وروره تر بل هرچانه اول پخپله طالبانو اسلام بدنام کړيدی او بدنام کوی یې. د اسلام هبڅ کوم بل دښمن اسلام دومره ندئ تخریب کړئ، لکه طالبانو.
دشمن دانا، به از دوست نادان.
خدای پامان پتنګ صاحب.


میرویس
19.02.2014

السلام علیکم، وطن جانه وروره خدای دې راوله.
زما په عقیده باید اسلام د اسلام او مسلمان دپآره وغوښتلشي، نه دا چې څوک د چاسره څه کوي.
خدای دې په لوري شه.


pattang
19.02.2014

وروره داسې څوک نه وايې چې اسلام له منځه وړو ! خو له اسلامه
داسې يو شی جوړوي چې صليبيان پرې سپرېږي !
خوزمونږ مسئله اوس دانده!
زمونږ مسئله صليبي اشغال او زمونږ د بجه بازي هلکان دي چې
اشغالګر يې نڅوي او ساتي یې او دپښتنو لپاره دا لوی دشرم ځای دي !
وژنې ،بدۍ ، غچ اخيستل تل په پښتنو کې وې خو د اشغال او هلکتوب
څخه پښتانه ډېره کرکه لري !
خدای دغيرت درکړې چې پاکه روزي پيدا کړې !!!

[quote:a2507430d0="میرویس"]السلام علیکم، وطن جانه وروره خدای دې راوله.
زما په عقیده باید اسلام د اسلام او مسلمان دپآره وغوښتلشي، نه دا چې څوک د چاسره څه کوي.
خدای دې په لوري شه.[/quote:a2507430d0]


میرویس
20.02.2014

السلام علیکم، پتنک جانه
وروره، دبحث نه يې مه کاږه. يا درست پر مسئله بحث وکړه او یا پر خپله بې واکه خوله د سکوت مهر ولګوه.
زموږ بحث پدې دئ چې پاکستاني طالبان څه غواړي؟
الله دې روغ کړه.


watan jan
22.02.2014

انډیواله دا خو یو عیني واقعیت دی ته پرې نه شی کولای سترګې پټې کړې
په افغانستان او پاکستان کې په لسګونو مسلحې ډلې شتون لري چې دغلا، چور، فساد، او لوټ لپآره یې وسله پر اوږه کړي او ولس یې تر پزې راغلی. ولې امریکا یوازې طالبانو پسې را اخیستې؟
په نړۍ کې کومه اسلامي جهادي ډله دامریکایانو په تور لیست کې نه ده شامله؟
که تروریزم ډار اچونې او دعامو خلکو وژلو ته وايي ولې امریکایانو شمالي ټلواله او پخواني جنګسالاران چې له هیواده یې ټغر ورټول شوی وه بیرته واک ته ورسول؟ ایا دهمدغه تعریف له مخې امریکایانو تروریستان واک ته ونه رسول؟
تروریزم، دهشتګردي، ډار اچونه..... دا هسې خوشې خبرې دي. خبره د اسلام او مسلمانۍ ده.
په پاکستان کې په لسهاوو مسلحې ډلې فعالې دي چې د عامو خلکو ژوند او مستقبل ګواښي او په خلکو کې ویره او ډار اچوي، خو چون مرام او اهداف یې اسلامي صبغه نه لري، چا یې هم مخالفت ونه کولو.
که همدا نن دبلوڅو ازادي غوښتونکی غورځنګ اعلان وکړي چې مونږ په پاکستان کې اسلامي شریعت نافذول غواړو باور وکړئ امریکایان به یې له تروریزم سره دتړاو په جرم دبې پیلوټه او پیلوټ والا تر برید لاندې ونیسي.
همدا راز که نن پاکستاني طالبان اعلان وکړي چې داسلامي شریعت د نفاذ له غوښتنې تیر یو، خو دپاکستان پرضد خپلو مسلحو بریدونو ته به دوام ورکوو، په اطمنان او یقین سره ویلی شم چې دوه ورځې وروسته به دسنټکام اربکیان خپل قلمونه دپاکستان حکومت پرخلاف راوڅرخوي چې ولې ددیموکراتیکو اصولو سرغړونه کوي او ولس ته ازادي نه ورکوي څو خپل برخلیک پخپله وټاکي.
انډیواله ددغسې واقعیتونو څخه انکار اوښ په بډه وهل دي، اوښ په بډه مه وهه چې د خلکو دخندا متل به وګرځې.


میرویس
28.02.2014

وطن جانه، السلام علیکم
تاسې یو څو متعددو ټکو ته اشاره کړېده. پکار دې چې په هره مسئله جلا بحث وشي.
اول به را شو د امریکا او طالبانو مسئلې ته:
زما په اند ددې سره امریکا او یا نوره بین المللي ټولنه غرض نلري چې کومه ډله په کوم ملک کې قدرت ته رسیږي، خو ګاونډي ملکونه او نوره نړۍ دا اندیښنه لري چې ددغو ډلو حکومتونه به بیا په چم ګاونډ او نړیواله ټولنه کې څه کاراوایي کوي؟

په خیبر پښتونخوا کې پخوا هم شریعت نافذ شوئ ؤ او نړیوالو حتی غوږ هم نه ؤ پرې ګرولئ. ترکومه څایه چې تاسې د اسلامي نهضتونو سره دامریکا ددښمنۍ خبره کړې، باید ووایو چې همدا امریکا وه چې په بوسنیا کې یې د مسلمانانو د قتل عام په مقابل کې پر ظالمانو اود اسلام په دښمنانو وسله استعمال کړه او مسلمان ولس ته یې نجات ورکړ.

امریکا بیابیا ویلي چې د طالبانو سره هیڅ تضاد نلری، خو خبره د القاعدې د دهشت په برخه کې ده. امریکا حتی په افغانستان کې د بمباریو په جریان کې د ملا عمر نه وغوښتل چې د القاعدې په ننګه خپل ملک وران نکړي، او القاعده دې د خپل ملک افغانستان نه ترد کړي.

پډې روانه غمیزه کې هم امریکا طالبانو ته وویل چې د القاعدې سره دې خپلې اړیکي وشلوي، او اجازه دې ورنکړي چې بیا د افغانستان نه په خارجي ملکونو حملې وکړي.
امریکا په وضاحت وویل چې طالبان یې دښمنان ندي، ځکه چې دوی ملي آجنډا لري او القاعده بین المللی آجنډا.

امریکا په لره اوبره پښتونخوا کې په هغو عربي او نورو افراطي ترورستانو او د هغوی په ملاتړو د بې پیلوټه الوتکو ګذارونه کوي چې پدې علاقو کې یې ځالې کړيدي، ترورستان روزي او په افغانستان کې د ننه په بین المللي دیره قواوو حملې کوي، ولسي او غیر ولسي خلک وژني؟

وطن جانه وروره، وګوره چې د پاکستان طالبانو پرون د لورلایي په ښارګوټي کې اعلان وکړ چې ښځې بازار ته د تګ حق نلري، که یې کومه ښځه په بازار کې ولیده ځای پر ځای به یې وولي او وبه یې وژني. طالبان ددی کار دپاره کوم دینی او یا بل حجت لري؟

پرون دغه راز د پاکستان مذهبي ګوندونو د طالبانو پر خلاف یو ائتلاف جوړ کړ او ویې ویل چې طالبان او د هغوی ملاتړي د اسلام دښمنان دي. نن دجمعې ورځ یې د هغوی پرخلاف پدې نامه چې [طالبانو ورک شئ] ملي ورځ اعلان کړه.
دوی وویل چې د طالبانو پر خلاف د ټولو پوځي عملیاتو ملاتړ کوي.
وایي چې په تنګ شي، په جنګ شي.

وروستئ ټکئ به بیا داسې یاد کړم چې القاعدې افغانستان په خاجي قواوو اشغال کړ، خو وسیله يې طالبان وو.
په ډیردرناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more