د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سرتاج عزیز: افغان طالبان د جنګ له لارې نشي بریالی کیدای.

میرویس
10.02.2014

کرانو وطنوالو، السلام علیکم
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل طالبان د افغانستان پر ځینو ولسوالیو واکمن دي، خو د پاکستان له ارزونو سره سم دا ډله به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته پر ټول هیواد کنټرول ترلاسه نه کړای شي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، چې په عین وخت کې د نوازشریف د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار هم دی، وویل، د افغانستان درې نیم لکه امنیتي ځواکونه او د طالبانو مخالف د شمال ايتلاف هم پیاوړي شوي، نو پر دې اساس به طالبان هم په دې غور وکړي چې د سیاسي پخلاینې د بهیر په وسیله د شخړې د پای ته رسولو د یوې لارې لټه وکړي.
سرتاج عزیز د افغانستان پر حکومت ږغ وکړ چې خپل دریځ نرم کړي او داسي لارې چارې غوره کړي چې طالبان د سولې او پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.

ګرانو وروڼو
په نړۍ کې اکثره شخړې د سولې په مذاکرو پای ته رسیدلې دي، او په جنګ کې کیوتو اړخونو د خپلې رضا خلاف دردونکې فیصلې د سولې په بدل کې منلې دي. مثلاً د پاکستان طالبانو تل ویلي چې ددې ملک اساسی قانون برتانیې جوړ کړئ. غیر اسلامی دئ، موږ په ملک کې شرعي قانون نافذ کوو. خو نن هغه دي چې د خپل حکومت سره د موجوده اساسي قانون په چوکاټ کې د سولې خبرې اترې کوي.

د پاکستنا طالبانو د خلکو دا خبره ثابته کړه چې دوی د جهاد په پلمه د قدرت د پاره جګړه کوله، او د جهاد په نامه یې په زرګونو مسلمانان قتل کړل.
الله دې سوله بریالۍ کړي.

Monday, 10 February 2014 6:50

[/code]


watan jan
10.02.2014

دا به له وخت نه مخکي فیصله وي چی دپاکستانی طالبانو دمرام اوهدف په اړه څه وویل شي
که ستا دلیل معیار وګڼو، نو دپاکستان حکومت او پوځ تر پرونه پوری ویل چی طالبان ترهګر دی، انسانان وژنی، په ملکی ځایونو کی ځانونه چاودوی.... خو نن د هماغو ترهګرو ځالی (!) یعنی وزیرستان ته دخبرو اومذاکراتو له پاره د سولی سفیران په چورلکو کی لیږدوی
نو ستا د وضع کړی معیار په مټ ویلی شو چی د پاکستان پوځ او حکومت په خپلو هغو ټولو ادعاوو د بطلان کرښه راکش کړه چی دطالبانو په ضد به یی کولی
لکه څرنګه چی امریکایانو ۱۰ کاله دافغانستان دطالبانو پرضد د پوځي او تبلیغاتی جګړی میدان تود ساتلی و، نو نن یی وینو هماغو طالبانو ته یی د سولی اومذاکراتو خولی چینګی نیولی.
نو برعکس افغان او پاکستانی طالبانو تنازل نه دی کړی، تنازل دطالبانو دښمنانو کړی. دا پوښتنه باید دامریکا اوپاکستان څخه وشی چی څه مجبوریت یی درلود چی ترهګرو، ځانمرګو، افراطیانو، سخت دریځو او متحجرو انسانانو ته پس له لسو کالو دسولی او خبرو اترو وړاندیز کړی او هغو خلكو ته به څه وایاست چی تاسو به ورته ویل چی طالبان هیڅ دینی او انسانی ارزښت ته ژمن نه دی او دملکی خلکو له وژنی پرته بل څه یی نه دی زده؟؟


میرویس
19.02.2014

وطن جانه سلامونه او احترامونه
ورورګله خبره په ټیټه او جګه کې نده، چې چا وچاته خوله جینګه نیولې ده. لکه جنګونه او تشدد چې صبر، زغمل، د ناخوالو کالل، غیرت او همت غواړي، همداسې هم د صلحې فیصلې، مذاکرې او ابتکارونه اخلاقي غیرت، همت، اسلامیت او د ولس دنیکمرغۍ دپاره د افرادو او ډلو ټپلو په خواهشاتو باندې دپښو اېښودلل غواوي.

لکه چې د مصر د وخت جمهور رئیس انور سادات چې ناڅاپي اسرائیلو ته لاړ، صلحه یې ورسره وکړه او د مصر د خلکو د ګټې د ساتلو دپاره یې پخبل غرور پښه کیښوده او خپل اسلامي او ملي وجیبه یې سرته ورسوله او ملک یې د جنګ د خپکۍ نه خلاص کړ.

د ایران د انقلاب مؤسس آیت الله خمیني چې د عراق سره اوږد جنګ وکړ، ایران دیره قربانی ورکړه، بالاخره خمیني مجبور شو چې د عراق سره صلحه وکړي. خمیني وویل چې د عراق سره صلح د زهرو نه د ډکې یوې پیالې د څښلو حیثیت ورته لري، خو د ملک د نجات او بقا دپاره دا کار کوي.

وطن جانه روره، څه سر دې وخوږم، پکار دي چې زموږ دملک د جنګ دواړه لوري او دغه راز د پاکستان خواوې همدسې وکړي.
الله دې مل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more