د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رزق (طعام) مقسوم دی که مکسوب


ع کريم حليمي
10.02.2014

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو د دین پوهانو او علماء کرامو تر سلام او احترام وروسته ، تاسو نه دا سوال کوم چه : دا رزق او روزي یا دا مال او ثروت پر موږ او ژوندیو باندي ویشل کیږي او که د دوی او زمونږ په هڅه او کوښښونو پوري اړه لري ؟

مادي جهان ته چه ګورم پر لږ هوښیار او معقوله کړنه دیري ګټي راوړي ،‌ او په مقابل کي که یو بې استعداه انسان هر څومره زحمت و ګالي او شپه او ورځ پر ځان یوه کړي ،اکثراً داسي پېښېږي چه په نس به نوي موړ ، تاسو هم داجهان داسي وینئ ؟؟لکه غني خان چه وايي (دا بې توله تلل) که بې توله تلل وي نو داخو خدای ج دی چه بې توله تلل کوي

اما زه چه ورته ګورم داسي ئې وینم چه : هر څه پر قانونمدۍ ولاړ دي ، د فنونو خاوندان همېشه او اکثره په نس ماړه او په تن پټ وي سوکاله ، او د چا چه په دې دنیا کي فن او ګوزاره نه وي زده ، هغوی همېشه وږي، اوتږي وي ، ښه مثال يې یورپ او افریقا ده

رب العزت فرمايي چه : نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ

مونږويشلى قسمت كړى مو دى په منځ د دوى كې معيشت د دوى په دغه ژوندون (دنیا) کي

او دغه پورته ایه څنګه تأویل کیږي ؟؟

درنښت


اکرم
10.02.2014

[quote:520de8e470]تاسو نه دا سوال کوم چه : دا رزق او روزي یا دا مال او ثروت پر موږ او ژوندیو باندي ویشل کیږي او که د دوی او زمونږ په هڅه او کوښښونو پوري اړه لري ؟ [/quote:520de8e470]
ګران او محترم استاذ حلیمی صاحب !
وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته! ستاسو له ښکلې پښتنې څخه ، چې په اصل کې یو ستر درس دی ډیره مننه او الله تعالی مو تل سر لوړی لره.
وبعد:
بسم الله الرحمن الرحيم عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول :[color=darkblue:520de8e470] إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى [/color:520de8e470]، فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله ، فهجرته إلى الله ورسوله ، ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها أو امرأة ينكحها ، فهجرته إلى ما هاجر إليه . رواه البخاري ومسلم

دپورته مبارکو خبرو څخه دا په ګوته کیږي چې دانسان نصیب هم دانسان په نیت کې دی ، په دې معنی چې انسان ته اختیار ورکړل شوی چې شقاوت غوره کوي او که سعادت .
زه په دې حدیث مبارک پوره ایمان لرم ، خو بیا هم دعقلی تقصیر او یا دشیطان د وسوسې په لحاظ کله را سره دا پوښتنه را پیدا شي ، چې یاره هغه چې معیوبه ، لیوني ، مریض ، ړانده ،کاڼه اوګونګي دي هغوي هم مخیر دي او کنه ؟

دځان دپاره سل په سله په دې ایمان اویقین یم [color=indigo:520de8e470]چې تقدیر دې نیت او عمل پورې تړلی دی.[/color:520de8e470]

ددې مبارک آیت تآویل به کوم بل ورور وکړي.
رب العزت فرمايي چه : نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ

په ډیر درنښت



ع کريم حليمي
10.02.2014

درنو او مکرمو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله

دروند او مکرم اکرم صاحب ، هیله مند یم چه جوړ او خوشاله اوسی ، دیره مننه کوم او کور دي ودان ،تاسو د ډېر ښکلی علمي جواب په لوستولو مي زړه خوښ ، او غني سوم .

تاسو ویلي چه : (اختیار ورکړل شوی چې شقاوت غوره کوي او که سعادت . )
سعادت او شقاوت یعني څه شي ؟

تاسو دا وایاست ؟ چه مالداري سعادت دي او مسکین توب شقاوت دي‌
یعنی سعادت او شقاوت د انسان په هڅو پوري تړلی ګڼئ ؟

درنښت


اکرم
11.02.2014

محترم استاذ حلیمی صاحب ! له سلام او درناوی روسته:
ځوابی لیکنه او غوره پوښتنې مو دقدر وړ دي، ډیره مننه . لکه څنګه چې مې مخکی هم یادونه کړی ستاسو پوښتنی ما ته درسونه دي ، زه دیو شاګرد په صفت خپل ځوابونه په عرض ورسوم که په کې سهوه شوم الله مې دې
سهوه را وبښي ،او سمه لار دې را وښيي آمین.
اوتاسو محترم او نور ورونه مې دې اشتباهات راسم کړي.
رابه شو ستاسو پوښتنوته :
ستاسو پوښتنه: سعادت او شقاوت یعني څه شي ؟
ځواب:
زه په خپل قاصر فکر داسې انګیرم چې سعادت اوشقاوت هم دینیوي دی اوهم اخروي. په دنیا کې (( المال والبنون زينة الحياة الدنيا.....
په آخرت کې ((....... .. والباقيات الصالحات خير عند ربك ثوابا وخير أملا ( 46 ) الکهف))
ترجمه: مال او اولاد(زامن) ددنیا زینت دی، باقی پاتی کیدونکی نیک عملونه غوره اوبهتره دی ستا درب په نزد، غوره دي دثواب له جهته او خیر اوغوره دي د د امید له جهته.
مونږ اوتاسې په هر لمانځه کې دا دعا کو چې :اللهم رَبَّنَا آَتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآَخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.
دغه حسنه چې مونږ اوتاسی یې دلوی څیښتن تعالی نه په دنیا او آخرت کې غواړو همغه سعادت دی چې په هیله او آرزویې یو . اود اور عذاب همغه شقاوت دی چې دالله جل جلاله نه یې ژغورنه غواړو.
ستاسو پوښتنه:
تاسو دا وایاست ؟ چه مالداري سعادت دي او مسکین توب شقاوت دي‌
یعنی سعادت او شقاوت د انسان په هڅو پوري تړلی ګڼئ ؟
محترم استاذ! دلته تاسو دوه پوښنتې مطرح کړي. بلی حلال مال چې په کې ورکړه وي په دنیا اوآخرت کې سعادت دی، اوبرعکس ذلت، مسکنت تنګدستی او احتیاج ـــــ په دنیا کې بدبختی ،مشقت اوشقاوت دی،
په آخرت کې والله اعلم !
ددویمې پوښتنې چې: ( یعنی سعادت او شقاوت د انسان په هڅو پوري تړلی ګڼئ ؟) ځواب :
بلی همداسې ده.
بسم الله الرحمن الرحیم- فاَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى ۵ وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى ۶ [color=darkblue:c2eab46460]فَسَنُيِّرُهُ لِلْيُسْرَى[/color:c2eab46460] ۷ وَأَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنَى ۸ وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى ۹ [color=indigo:c2eab46460]فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى[/color:c2eab46460] ۱۰

دلته دغه یسر او عسر (( چې سعادت او شقاوت دی )) د انسان پر هڅو مشروط دی.
خلاصه دا چې حرکت دبنده او برکت دخالق.

یادونه : ددغو کرښو په لیکلو ماسره هم ځیني پوښتنې را پیدا شوي ، که موقع وه ان شا الله مطرحې به یې کړم.

په درنښت

اکرم



ع کريم حليمي
12.02.2014

ډېر دروند او مکرم اکرم صاحب ، د ټول افغان د ویبپاڼي درنو لوستونکو السلام علیکم

ګران او محترم اکرم صاحب ، ستاسو لیکنه نیهایت ثقه او مدلله لیکنه مي ولوستل نیهایت خوښ سوم .

زه هم معتقد یم په یقیي ډول چه : هر انسان به ی سعید وي او یا شقي چه دا تر ډېر حده معنوي حالتونه دي او مؤمن به، لکه دا [القدر خيره وشره] چه زموږ او ستاسو یو مــــــــؤمن بـــــــــه خبره ده ! او خیر او شر هم معنوي حالتونه دي ، او شقي أو سعيد هم یو مؤمن به خبره ده ، موږ به هیڅکله خبر نسو چه فلان فرد شقي دي او یا ووایو چه سعید ، تنها زموږ خالق ښه پوهیږي چه څوک سعید دي .

زه غواړم چه داخبره او مطلب و څېړو چه : دغه د افریقا ،افغانستان خاوري او خلګو ته ، خداي تعالي دغه د نن ورځي محتاجۍ ، درویشۍ ،مفلسۍ په قسمت او برخه او نصیب او سهم ورکړېده ؟
او یورپ او امریکا ته ئې و خاوري خلګو ته ئې ، دارايي ، ابادي ، هستي په قسمت ور نصیب کړېده ؟

دلته دا عیب په څه شي کي دی ، چه دوی اباد او موږ خوار یو ولي‌؟

رزقناكم : ایا دا د رزق اندازه نصیب دی ؟، تاسو فکر کوی چه د رزق اندازه زموږ مؤمن به خبره ده ؟ هره اندازه چه ده موږ باید قانع و اوسو ؟؟

ایا مادیات محدد مقدر دي څومره چه رب راکوي هم دغه به وي او کــــه د رزق (طعام) د ډېر والي سبب او اسباب تقوى وي ، نو ایا دا یهود و نصارا با تقوی دي ؟؟؟

بسم تعالی : يَرزُقهُ مِن حَيثُ لا يَحتَسِبُ ۚ وَمَن يَتَوَكَّل عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بالِغُ أَمرِهِ ۚ قَد جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيءٍ قَدرًا
ترجمه : او هغه ته به له داسې لارې نه روزي وركړي چې هغه لوري ته دهغه ګومان هم نه رسيږي.څوك چې پرالله توكل وكړي دهغه لپاره هغه كافي دى الله دخپل كار پوره كوونكى دى.الله دهر شي لپاره يوه اندازه ټاكلې ده.

درنښت


اکرم
12.02.2014

[quote:76fb5d0679]بسم تعالی : يَرزُقهُ مِن حَيثُ لا يَحتَسِبُ ۚ وَمَن يَتَوَكَّل عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بالِغُ أَمرِهِ ۚ قَد جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيءٍ قَدرًا
ترجمه : او هغه ته به له داسې لارې نه روزي وركړي چې هغه لوري ته دهغه ګومان هم نه رسيږي.څوك چې پرالله توكل وكړي دهغه لپاره هغه كافي دى الله دخپل كار پوره كوونكى دى.الله دهر شي لپاره يوه اندازه ټاكلې ده. [/quote:76fb5d0679]

صدق الله العظیم.
دروند استاذ حلیمی صاحب ! السلام علیکم......

که چیرته ارزاق مطلق مقدوره وي نو دانسان سعی بیا باطله ده!!! حال دا چې ((وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى )) زه داسې انګیرم چې کله انسان مخیر شو ، نو انسان مخیر تر خپله استعداد او توان دی ، توان اواستعداد هم دانسانانو تر منځه مختلف دی. ان اکرمکم عند الله اتقاکم...... دغه تقوی هم دا سې مفته خبره نده،چې هر څوک یې په معنی پوه شي ،نه! .... هر چا ته خاص تعریف لري. ..... دلته هم خبره په تفاوت کې شوه.
نو ایا داستعدا او توان دغه تفاوت مکسوب دی که مقدور ؟ د خبرې اصل دی .
دغه توان او استعداد مکسوب دی ځکه په اصل کې : لا فرق بين عربي و لا أعجمي و لا أبيض ولا أسود إلا بالتقوى .

محترم استاذ ! راغلو ستاسو پوښتنې مفهوم ته چې ولې په افریقا ، اسیا ، جنوبی امریکا ، زمونږ هیواد او دنړۍ په ډیرو سیموکې ، حتی په غربی نړۍ کې اکثره خلک په متفاوته توګه خوار او زار دي ؟
علت یې تاسو ته بهتره معلوم دی چې بې عدالتی ، تیری ، غولونې ، او دقدرت او صلاحیت ټول جهاز او ماشین ددغو اعمالو دتبرې له پاره په کار اچونې پرته بل هيڅ هم ندي ، ظالمو سیاسی او اقتصادی قدرتمندانو دخپلو ګټو لپاره نړۍ په ځنګل بدله کړي چې هر قوی په کې ضعیف خوري او تر پښو لاندې کوي، او دځان د تبریې د پاره یې په ډیرې زیرکۍ دخپلې خیټې داسې قوانین نا فذ کړي، چې اجرا یې یواځې په بې وزلو وي . نو دا خوار اوغریب به په اسانه څنګه دفقر اوفلاکت څخه را ووځي ؟ دلته ددوي خدای ورکړه حق په ظلم د ظالمو بنده ګانو له لورې ( له کوم ظلم څخه چې په ټولو سماوي ادیانو منعه شوي ) غصب او لوټل شوی.

خلاصه داچې بې شک رزق د خالق له خوا دی خو په خوراک کې یې بنده دبنده تر توان مخیر او مسؤل دی.

والله اعلم بالصواب، که تیروتی یم خبرې مې اصلاح کړئ.

په مننه او درنښت



ع کريم حليمي
14.02.2014

دروند او ښاغلي اکرم صاحب ، السلام علیکم ،
محترم اکرم صاحب ، ستاسو ورستۍ لیکنه ډېره علمي او درنه لیکنه وه ، ما ولوستل بې اندازې الهامي لیکنه وه ، او زما د علاقې وړ نقطې پکښې وې ، یوه خبره د استعداد وه ، تاسو ویلي وه چه استعداد مکسوب دي او که مقدور ؟؟؟‌
د استعداد پر مکسوب او مقدور به ان شاء الله په وروسته کي بحث وکړم ، [color=green:70a7133163] استعداد د الله جل جلاله له طرفه یوه لویه مهرباني ده ، ټول خلقت په ذات کي یو ،او شریک دی ، خو پر انسان د اســــــــــتعداد مهرباني سوې ده ، د استعداد د توان په سبب کرمنا یو [/color:70a7133163]

اوس پوښتنه دا راته پېداسوه چه تاسو ولي ؟ دغه خپله علمي او درنه لیکنه ړنګه کړه ؟؟؟؟
درنښت


اکرم
14.02.2014

دروند استاد حلیمي صاحب، السلام علیکم....

دخپلې تیرې لیکنې په دوباره لوستلو ځان را ته بل شانتی معلوم شو! چې هلکه ستایې په دا دومره سترې مسآلې چې دانسان دعقل تانګې ورته سستی شي څه ؟
له هرې خوا یې چې په خپل لنډ عقل څیړم پکښې بند شم !!! نو ځکه مې هغه تیره لیکنه ړنګه کړه.
دا چې تاسو یې پوښتنه وکړه بیرته مې (اپلوډ) کړه.

محتر م ا ستا‌ذه! چون اصلی بحث په جبر او اختیار، قضا اوقدر، او داچې انسان مسیر او که مخیر دی، په دې اړه که مخامخ خبرې وکړو څنګه به وي؟

اوله پوښتنه به زه مطرح کړم ،
قضا‌ء او قدر څه معنی؟

په ډیر درنښت



ع کريم حليمي
15.02.2014

دېر محترم او مکرم اکرم صاحب ، ددرنو لوستونکو
السلام علیکم
محترم اکرم صاحب ، ستاسي لیکني زما له لپاره الهام راوړي ، مطالعه کول یو سبک ته ضرورت ، یعني څنګه کولی سو چه زدګړه وکړو ، د زدکړي له لپاره تنها کتاب اکتفا نه کوي ،د علم حاصلول و بحث ،مطالعې ته نیاز لري او که غواړو چه خپله زدکړه په مغز کښي د دائم لپاره نصف کړو ، نو د هر طالب لپاره بحث ضروري لازم شئ دی ، نو له تاسو څخه مننه کوم .

بسم تعالی : إن ربك يبسط الرزق لمن يشاء ويقدر
بيشكه رب ستا پراخوي روزي لپاره د هغه چـــــــــــاچې اراده وكړي

له پورته ایت کریمه نه دا نه څرګندیږي چه رب پر خپل مخلوم رزق او روزي تنګه وي یعني ابداً ئې نه تنګوي ، خو د ایت کریمې په آخر کي فرمائئ چه : إنه كان بعباده خبيرا بصيرا،‌بيشكه چې دغه ( الله ) دى په ( مصالحود) بندګانوخپلوښه خبرښه ليدونكى ( په پټواوښكاره و عالم )

یعني خالق ذوالجلال پر هر خپل بنده ښه خبر او لیدونکی دي ، د عمل نتیجه پوره ورکوي ، لږ زحمت لږ ګټه ،او ډیر زحمت ډیره ګټه

هو ، د مادي ګټه چه کومه خوشحالی له ځان سره راوړي د دغي خوښۍ د مقدار اندازه مطلق د خالق ذوالجلال په قضاء او قدر پوري مربوط ده .

قناعت می دخرقی لاندی اطلس دی---پټ د درست جهان پادشاه ظاهر ګدا یم

د رحمان بابا دغه بیت د بعضی افغانان د ګدا يي سبب ګرځي ،
قناعت یعني په اږ څه راضي :پس هیڅ انسان ته نه ده لازمه چه په لږ او کښته معیارونو راضي اوسي
انسان ته رب جګ مقام ورکړي ، او له رب نه د جګ استعداد مهرباني غواړم ځان ته او ټولو د دین وړونوته ، او دا جګ استعداد سبب د جګو او لوړو معیارونو کیږي

او لوړي زدکړي (علم نافع ينتفع به) په انسانانو کي استعدادونه راویښوي .

مکرم اکرم صاحب ، دغه(قضا‌ء او قدر څه معنی؟ ) پوښتنه به صبا له خیره و شنو

درنښت



ع کريم حليمي
17.02.2014

ډېر محترم او ګران اکرم صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم
ښې هیلی مي ومنئ .

مکرم اکرم صاحب ، تاسي پوښتنه کړېوه چه : قضا‌ء او قدر څه معنی؟

دغه پوښتنه دا ۱۴۰۰ سوه کاله کیږي ، چه په هر سالم مغز کي شاربل کیږي ، او کوچي نه کوي ( لاینحل ) پاته ده

قضاء الله = حکم ته ویل کیږي او هغه حکم ته چه پرمخلوق جبري وي ، او هغه حکم : چه صادر او جاري سي ، په مطلق شکل عملي کیږي
او قدر = اندازه ، اراده : د خالق ټول حکمونه په اراده او په حکمت تر سره کیږي ، نو هر کله چه په حکمت تر سره کیږي نو بهترین حکم وي او د هر نوع وَجْهی د پوکۍ نه په امان وي .

قضاء او تقدر : د مخلوقاتو د حرکاتو او کړنو نتیجه تقدیر الهی دی
ځان مرګي چه ځان الوزوي او پولیس ئې مخه ونیسي هر عمل چه تر سره سو( که مخه ئې ونیول سوه تقدر وو،او که ځان ئې وچولی هم تقدیر دی،( د هر فعل نتیجه تقدر مطلق ده )

مکرم اکرم صاحب ، تاسي زما په دغه جوابي لیکنه کښي مشخص سوال لرئ ، ، ستاسو پوښتني پر موږ لطف او مرحمت دي

درنښت



ع کريم حليمي
18.02.2014

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
.......والقدر خيره وشره منَ الله تعالى والبعث بعد الموت.
اندازه د خیر او شر د خالق په لاس کي او اختیار کي ده .
په دغه جهان کي هیڅ داسي یو شیء نسته موږ او تاسو ئې خیر یاشر وګڼو ، که داسي حادثې پېښي سي چه زموږ لاس مات سي ،یا موټر دلاري واوړي او چپه سي او لس نفره مړه سي ، نو موږ دغه حادثوته شر نسو ویلی ولي چه یو شي زړېدل او استهلاک ، او د یو شي ماتېدل او مرګ او له منځه تلل لازم اوضروري دي ، او په بل طرف بیا ګټي او پایدې سته لاس مات سي بیرته صحت پیداکي ، زوی پیداسي ، تجارت کي ډیره کټه وکړو ، پس یو ته ښه او بل ته بد ویلي سو (یو+او بل - دی )

دغه مثبت او منفي کړني د یوه فکري ماهیت د خلقت سبب کیږي ، چه : دغه ماهیت ته خیـــــــــــــــر او شــــــــــــر ویل کیږي ( د خوښۍ احساس او د خوابدۍ احساس ) ، او د دغه احساس د ډېر والي او لږوالي اندازه مطلق د رب العزت په قدرت او صلاحیت او اختیار کي ده .
[color=white:4e5b2ecd5f]لا تحسبوه شــــــــــــرا لكم بل هو خيـــــــــــــــر لكم[/color:4e5b2ecd5f]

[color=red:4e5b2ecd5f]تاسو به ئې خوابدئ ګڼۍ هغه درته ځوشحالي شي [/color:4e5b2ecd5f]


اکرم
19.02.2014

دروند استاد حلیمی صاحب، السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

محترم حلیمی صاحب بښنه غواړم چې ځوابی لیکنه یوڅه وځنډیده، علت یې دا وه چې زما کمپیوټر په وایرس ککړ شوی و ، اوس یو څه سم شو خو دکمپیوټر ټول فایلونه ککړ شوی او یو خوندی شوی فایل هم نه خلاصیږي..

په هر حال ، محترم حلیمی صاحب ، ستاسو له زیار او ښکلې او جامع ځوابی لیکني څخه ډیره مننه کوم .

تاسو لیکلي: (( دغه پوښتنه دا ۱۴۰۰ سوه کاله کیږي ، چه په هر سالم مغز کي شاربل کیږي ، او کوچي نه کوي ( لاینحل ) پاته ده . ))

ستا سو فرموده په ځای ده همداسې ده او ۱۴۰۰ کاله نور څه چې ابداً به هم دخالق لایزال په مشیت مخلوق پوه نشي ، او همداسي به لاینحل وي .
دا موضوع عقیدوی موضوع ده او تعلق یې هم د ایمان سره دی .

په دې اړه به لږ روسته خپل نظر په تفصیل ولیکم . ان شا الله

په درنښت



ع کريم حليمي
20.02.2014

ډېر محترم او مکرم ،اکرم صاحب ، درنو او محترمو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله

بعضی وختونو کښي داسي احساس کړو چه : په دې نړۍ کښي سته ډېر بد او شریر خلګ

اما که ژور فکر وکړو ، او د انسان فکر او روان تر مطالعې لاندي ونیسو ، د انسان په عمق کښي شر او شرارت نــــــــــــــسته د لوی سر نه ، ولي چه اصلا شر د انسان له پاره غایه نه ده ، په انسان کښي حسد سته (وَ مِن شرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسدَ) او په دا ایه شریف کي هم په قاطع ډول نه وایی چه هر حاسد حسد کونکی دي ، فر مايي چه : إِذَا
یعني که چیري حسد ئې وکئ ، یعني هر انسان هر وخت حسد کونکئ نه وي

نوویلی سو چه شر غایه نه ده بلکي د عمل نتیجه ده ،[color=red:819f87968b]شر[/color:819f87968b]په هر وخت کي د حماقت او د خطاء نتیجه وي ، د انسان په فــــکر کي شـــــر نســــــــــــــته
درنښته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more