د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د ملا عمرد امر نه سرکشي کوي.

میرویس
03.02.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
طالبانو د پا کستان د پيښور په یوه سیمنا کې په غبرګو چاودنو کې بیګناه پنځه ولسي خلک وزلي او دیرس یې زخمی کړيدي. طالبانو دا جنایت ددایې ولسي مسلمانانو په مقابل کې کړي، چې طالبانو ته یې هیڅ ډول ګواښ نه ؤ متوجه کړئ.

اوس دا خبره هرچاته اظهر من الشمس غوندې جوته شوې چې جنایت کارطالبان بې کناه خلکک په بې خرته وژني، د انسانیت په مقابل کې جنایت کوي، دخلکو اندامونه پرې کوي، او مسلمانان په اورکې لولپه کوي. طالبات ادعا کوي، چې مسلمانان دي، خو دهغوی اعمال د اسلامي ارشاداتو او انساني نورم او قواننینوسره اړخ نه لکوي، او دخپل مشرملا محمد عمر آخند د اوامرو نه هم سر غړونه کوي. ملا محمد عمر بیا بیا په خپلو اوامرو او پیغامونو کې طالبانو ته ویلي، بداسې ځایونو کې حملې ونکړي، چې د ولسې خلکو سر او مال ته تاوان پکې اوړي، خو دوی دخپل مشر احکامو ته د یوه خوسا توت ارزښت هم نه ورکوي.
آلله دې طالبانو ته د نیکو هدایت وکړي.


watan jan
03.02.2014

اظهر من الشمس داخبره هر چا ته ثابته شوی ده چی په افغانستان او پاکستان کی دملکي خلکو دوژنی تر شا د بلاک واټر منحوسه پدیده لاس لری. په عراق کی هم دغه ډله دعامو خلکو په مینځ کی دچاودنو مسولیت په غاړه لری شواهد او ثبوتونه موجود دی.


میرویس
07.02.2014

السلام علیکم
وطن جانه، ستاسې د سرآبي تشو غولونکو اوتو بوتو هدف دادئ چې د طالبانو په جنایاتو پرده وغوړوئ.
تاسې دا ادعاکانې دکومې معتبرې او مؤثقې کره منبیع پر بنیاد کوئ؟
که نه دا ستاسې د ګیدې خود ساخته او خود بافته لړايي ده او بس؟
طالبان هم قتلونه کوي، هم دروغ وایې او هم د خپل امیر خولې ته د نصوارو د تف داني اهمیت نه ورکوي.
هوښیار او بیدار ښه.


watan jan
07.02.2014

میرویس جانه دا ښه شو چی ته هم د موثقی او معتبری سرچینی په نامه څه پیژنی زه په دی خوشحال شوم خدای دی وکړی چی په اینده کی د یو بل څخه همیشه د موثقو سرچینو پوښتنی وکړو.
زه به دخپلی خبری سرچینه درته په ګوته کړم خو ستا به هیر که به په یاد وی چی دسرچینی غوښتنه درڅخه لومړی ما کړی وه
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=10722
ستاسو د جواب په تمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more