نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کله چه علم كلام منځ ته راغلۍ نو معتزله (شيعه)٠٠٠٠٠
ع کريم حليمي
09.02.2005
درنو وړونو ،خويندو سلام !
د معتزله(شيعه) له نظره ٠
علم كلام
داچه څه وخت علم کلام منځ ته راغلۍ د قيقه نده معلومه ٠
دغه مسلم ده کله چه د مسلمانانو په منځ کي بحثونه مطرح سوه پر جبراو اختيار ،
عدل ٠ چه اول درس ئې حسن بصري متوفاپه ١١٠ هجري شروع کړي
په مسلمانانو کښي د دوو شخصيتو نوم يادولای سوو ٠ چه ډېر سخت ئې د اختيار او د انسان د ازادۍ دفاع ئې کوله ٠ معبد جهني او غيلان دمشقي ٠
و هغو خلګو په مقابل کي ولاړ وه چه عقيده د جبر ئې درلوده ٠ نو هغه خلګ چه معتقد وه ٠ په اختيار او ازادۍ و بلل شوه په نامه قدري ٠ او هغه چه منکر وه د اختيار او ازادۍ مشهوره شوه په نامه د جبري ٠
د دوغو دوو ډلو اختلاف اوږد سو او چه يوه سلسله مسائل نور ئې هم په بر کښي ونيول ٠ لکه الهيات ،طبيعيات ، اشتماعيات ،هغه برخي چه په انسان ، معاد ئې اړه درلوده ٠ چه اصلي اختلاف د جبر او اختيار وو ٠ چا چه قدر(قدريون ) منلۍ ٠ معتزله ادعا کوي
چه په معتزله سره ياد شوه ٠ او هغو ډلو چه جبر(جبريون ) منلۍ په نامه اشاعره سره ياد شوه ٠
شرقي اتباع اصرار کوي چه استدلالي بحثونه په اسلامي نړۍ پر دغو بنا سوه
اما حقيقت دا دۍ ٠ چه اصلأ استدلالي بحثونه پخپله د قرآن كريم څخه راشروع سوي دي ٠
تحقيق که تقليد
قرآن كريم،د ايمان پايه پر تعقل او تفکر دروي ٠ چه انسانان په خپل عقل او فکر سره
مؤمن او معتقد شي ٠ او تبعد کافي نه دۍ ٠ يعني انسان بايد فکر وکړي ٠ چه خدای يو دۍ او رسول ئې حق دۍ ٠ په دې خاطر بايد د دين د اصول علم د مسلمانه سره وي
زه دغه ليکنه د معتزلو يعني شيعه ګانو د فقي څه ترجمه کوم
له طالب جان مکرم ورور څخه خواهش کوم چه د فقي حنفي سره ئې ګوري او د اختلاف ځايونه موږ ته په ګوته کړي ٠ البته د جر او بحث له پاره نه ٠ يوازي غواړو
چه و پوهيږو چه د معتزله ، زموږ سونيانو اختلاف چيري دي ٠ او څنګه دۍ
ع کريم حليمي
09.02.2005
اولينه مسئله چه د مسلمينو په منځ کښي شروع سوه ٠ قيل او قال د جبراواختيار پر موضع باندي ٠ چه يوه طبيعي موضع ده ٠ ولي چه د انسان په سرنوشت اړه لري ٠ نو د هر بالغ انسان په جبراواختيار کښي فکر کوي او هم ئې د علاقې وړ وي ٠
داسي جامعه نسته چه دغه سوال نه وي په کښي مطرح سوۍ ٠ او دوهم داچه قرأن هم
و تعقلون ته څو ځايه داسي اشاره کوي ٠ (أفلا تعقلون)، (لعلكم تعقلون)، (إن كنتم تعقلون)، (أفلم تعقلون) ٠
په دې اساس نو اسلام نه دي مجبوره چه دداسي موضعاتو ريښه د بله ځايه و څېړي ٠
خو داسي ده چه غربيان بيا کوښښ کوي چه داسي سوالوته جوابونه د بلي خوا راوړي
يعني چه مسيحيت له خوا جواب ورته را وړي ٠ چه اصالت علوم ،معارف اسلامي په نفي کړي ٠
بحث د جبر او اختيار ضمنأ د قضا او قدر هم دۍ ٠ تر کومه ځايه چه په انسان پوري مربوط نو بحث د جبر او اختيار دي ٠ او د بله جهته چه په خدای پوري مربوط دی نو بيا قضا او قدر بحث دي ٠ او د عدل بحث هم اړېکي ور سره پيداکوي ٠
چه داسي رابطه سره لري ٠ جبر او ظلم ،اختيار او عدل ٠
د عدل بحث يو ښه بحث دې ٠ چه بحث حسن او قبح ذاتي د افعالو منځ ته راوړي ٠
او بيا خبره عقل ته دريږي او ورسته بيا خبره و حکمت داخدای ته ځي او بحث کرار کرار توحيد افعالي ، توحيد صفاتي رسيږي ٠
خبره فلسفې ته ځي ٠ نو چه خبره فلسفې شوه نو علم کلام او فلسفه مشترکي نقطي سره لري ٠ که څوک د کلام هغه کتابونه و ګوري چه تر ٧ قرن ورسته ليکل شوي ،
فلسفه اسلامي او کلام اسلامي يو پر بل ډير تأثېر کړې دۍ ٠ چه و فلسفې ته ئې د جبر
مسائل مطرح کړل ٠ نو کلام هم وسعت پيدا کړي ٠
کلام عقلي او کلام نقلي
علم کلام چه په عين حال کښي يو د استدلالي او قياسي علم دي ٠ و ځانته مقدمه، مبتدا لري ٠ نو علم کلام دوې حصې لري ٠ يو عقلي او بله نقلي
١ )کلام عقل ،هغه مسئلي دي چه مقدمات ئې يوازي او يوازي له عقله اخستل کيږي
او که فرضأ استناد وشي په نقل سره ٠ په نامه د ارشاد چه بيا هم حکم عقل دي ٠
مثلأ مسائل د توحيد ، نبوت ، معاد چه استنادپه نقل کيږي ٠ چه کتب او سنت کافي
نه دي ٠
٢ ) نقلي کلام ،کښي هغه مسئلې دي ٠ چه اصول د دين دي ٠ چه مطلب په وحي يا په
قطعي خبره د نبي اثبات وي ٠
مثلأ لکه داسي مسائل ٠ چه مربوط امامت دي (چه د شيعه په عقيده امامت د دين له
اصولو څه حسابيږي )
[u:e8780a3092]اول اختلاف د شيعه او سوني [/u:e8780a3092]