د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
مجید قرار ته غوږ شی!
طالب ISI
21.01.2014
Majeed Qarar
جنګ په مینه نه کېږي. یوه ملګري را ته لیکلي چې د پاکستان کرکه مه کوه، څه فایده؟ مینه وکړه، مسلمان ورور دې دی. له کرکې څه نه جوړېږي. منم چې له کرکې څه جوړېږي نه، په کرکه یواځې د دښمن ګټو ته تاوان رسېږي، او د مظلوم زړه سپکېږي، خو ما ګوره هغه نسخه هم ازمویلې ده. ته را ته ووایه چې له دې ګندستان سره زموږ له مینې او محبته څه جوړ شول؟ آیا موږ یې د ولسمشر انځورونه په کورونو کې چوکاټ کړي نه را ځوړندول؟ آیا موږ یې د کرکټ پر لوبغاړو ایمان نه راووړ؟ آیا موږ یې د شیخانو عبادت نه کاوو؟ آیا موږ یې پوځیانو ته خپل غر او دمن په واک کې نه وو ورکړی؟ آیا موږ یې په ریشخور کې د پوځ فرقه نه وه ساتلې؟ آیا موږ یې په پوځیانو د شمالي د مسلمانو هېوادوالو کورونه نه ور ورانول؟ موږ به لا څومره مینه ورسره کوله، خو لکه د محرم غوندې په لوی کور کې ګډ را سره تاوېده. آیا ګندستان د مینې او اخلاص په ارزښت پوهېږي؟ موږ په پاکستان کې ژوند کړی. د اتباعو شخصي اخلاق یې نه ښیم، هغه بیل بحث دی چې هلته په اوسېدولو زموږ خلکو رشوتخوري، افراطیت، او جعلکاري زده کړه، هغه بیل بحث دی چې ولس یې ګوګل د سیکس په پلټون کې لومړی کړ. هغه بیل بحث دی چې ولس یې د نارینه فاحشو یو لوی او پراخه صنعت پالي. د پاکستان په اړه له قومپرستو پرته، چې شعوري خلک یې یو وړوکی اقلیت دی، نور ټول پاکستانیان وحشي، تخریبي، او له حسده او خونخوارۍ ډک زړونه او دماغونه لري. د پاکستان د افغان دښمنۍ چاړه د ملا، پلان او کاغذ یې د سیکیولر، او د افغانستان د وراني لپاره پیسه یې د سوداګر، او د خلکو د اذهانو مغشوشولو او افغانستان د نومبدۍ لپاره یې قلم د ژورنالسټ په لاس کې دی. د افغانسنتان کې مستقیم ورانی د پاکستان ولس، او غیرمستقیم یې د پاکستان دولت کوي. همدا ولس دی چې زامن یې دلته خلک حلالوي. همدا ولس دی چې زموږ ملایانو ته دال او پراټې ورکوي، او را ته چاغوي یې. د پاکستان شرابخور سیکیولر او عیاش هم زموږ لپاره زهرجن مجاهد، او کرکجن شیخ او خونړی ټالیب دی. د پاکستان سوله خوښی، ترقۍ خوښۍ ژورنالسټ هم زموږ لپاره قلمي ټروریسټ، او مکار وېره اچوونکی دی. له شمېرلیو پښتنو پرته، د هغه ځای ګګر پښتون زموږ لپاره تر ټولو پرېوتی پنجابی، او تر ټولو کین کښ پاکستانی دی. د دې هېواد ډمه هم زموږ لپاره د تصوف او روحانیت ټوټه ده. د دې هېواد مدرس شیخ الحدیث زموږ لپاره مفترس شیخ الخبیث دی. زه مې یتیم وړوکی ماشوم د قرآن زده کړې ته ور ولېږم، همدا مفترس شیخ واسکټ ور په تن کړي، او د خپل پلار او تره وژلو ته یې را واستوي. خیانت او غدر هم یو حد لري. تاسې ووایاست، آیا زه له داسې ګاونډي سره مینه وکړم، چې د فارمونو چرګانو ته مې په زهرو لړلې دانه را لېږي؟ د بندونو جوړولو انجنیر مې وژني. ما ته یې په مینه کې څه را پرېښودل؟ په ګاونډیتوب کې یې څه را پرېښودل؟ په مسلمانۍ کې یې څه را پرېښودل؟ او دې بل یې په پښتونولۍ کې څه را پرېښودل؟ چې نن دښمني ونه کړم نو زه به دښمني کله کوم؟ او چې نن زه کرکه ونکړم، زه به کرکه کله کوم؟ هله، چې نابود مې کړي؟ هله چې لکه د بنګالي مسلمانانو، زموږ ناموسونه په بازارونو وپلوري؟ هله چې یو ځل بیا یې بلدوزر زما په شمالي باغونه، او ټانکونه زما د بامیانو تاریخي څلي له بېخه وباسي؟ ما ته د هر چا د مینې و وایاست، خو د خدای پار دی، د پاکستان د مینې مه را ته وایاست، آو زما په زخمي اروا مالګه مه دوړوئ. موږ له پاکستان سره د بقا او فنا په جګړه بوخت یو، او جګړه په مینه نه کېږي. څوک چې جګړه په مینه کوي، احمق دی.