د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

-د-امریکا-وروستۍ-غوښتنې-ته-د-طالبانو-توند-غبرګون

pattang
19.01.2014

[img:b86aeb634d]http://nunn.s3.amazonaws.com/resized/images/taliban/taliban-logo_330_228.jpg[/img:b86aeb634d]

نن ټکی آسیا: طالبانو څو شیبې وړاندې نن ټکي آسیا ته د امریکا د وروستۍ غوښتنې په باب،چې ګواکې دوی دې وسلې پر مځکه کښېږدي او له افغان حکومت سره دې مذاکراتو ته غاړه کښېږدي، یوه تونده اعلامیه را استولې.

د امریکا د غوښتنې په اړه د اسلامي امارت د وياند څرګندونې

وروسته له دې چې په افغانستان کې د بهرنیويرغلګرو په وړاندي په دا وروستيو کې څو پرلپسې ګوزارونه وشول او تيره ورځ په کابل کې د امريکا او ورسره ملګرو يرغلګرو هيوادونو په لوړ پوړو غړو فدايي بريد ترسره شواو ګڼ شمير يې د خپلو اعمالو په سزا ورسيدل، امریکا اړه شوه چې اسلامي امارت ته ، وړانديز وکړي چې د کابل له ادارې سره دسولې خبروته کښېني ، وسلې دې په ځمکه کيږدي، او ګواکې امریکايي يرغلګر د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره کار کوي!!؟؟ خو په دې څرګندونو کې یې په سیاګرد کې د خپل وروستي وحشت په اړه هيڅ هم نه دي ويلي!!!؟؟.
موږ د امریکا غوښتنه په کلکه ردوو، امريکا غواړې په ښکاره واقعيتونو سترګې پټې کړي او په افغانستان کې د ستونزو له اصلي عامل نه په څنګ تيره شي، زموږ د هيواد تر ټولو لويه ستونزه امریکايي اشغال او ورنه پيښ وحشتونه دي چې دا دولس کاله کيږي زموږ مظلوم ولس کړوي ، همدا راز امریکايان غواړي خپل هغه اتباع چې زموږ د خاورې او دين دښمنان دي او دلته د يرغل د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په کار بوخت دي موږ ته زموږ د هيواد جوړونکي معرفي کړي.
که امريکا په ريښتيا هم په افغانستان کې د سولې او آرام لپاره لیوالتيا ولري نوله هرڅه ژر دې زموږ له خاورې خپل يرغلګر قوتونه په بشپړه توګه وباسي، افغانان خپلې ارادې او باورونه دې سره پريږدي.
که امريکا لا هم په جګړه او نيواک ټينګار لري نو زموږ لخوا دې لاهم د مرګونیو ګوزارونو انتظار باسي، اسلامي امارت دخپل خدای ،خپل ولس او خپل هيواد په وړاندې مسئوليتونه لري چې د ترسره کولو په لاره کې به يې له هيڅ راز قربانۍ نه دريغ ونه کړي.
ترهغو چې مو ټول یرغلګر له خپل هیواده شړلي نه وي، په هیواد کې مو د خپل ولس د خوښې اسلامي حاکميت راوستی نه وي او د خپلو دوو لويو جهادونو د شهيدانو آرمانونه مو پوره کړي نه وي، تر هغو له موږ نه د وسلې د کيښودو طمعه مه کوئ بلکې د خپلو غلطو پالیسو او استعماري موخو په تغير باندي کار وکړئ.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۳/۱۸هـ ق
۱۳۹۲/۱۰/۲۹هـ ش ــ 2014/1/19م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more