د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اسلام ددین د ترویج په مقابل کې د طالبانو جهاد

اتل
17.01.2014

قدرمنو خویندو وروڼو،سلامونه
د پاکستاني طالبانو منافقت ورځ تر بلې ولسونو ته ثابت کیږي. دوی ادعا کوي، چې د اسلام په لاره کې خالصاً دالله تعالا د رضا مندۍ د پاره جهاد کوي.

خو دپاکستان طالبانو بیا بیا ځان شرمولۍ، او د خپلو دروغي ادعا کانو خلاف کاراوايي یې کړیدي. که د پاکستان طالبان د جهاد دعوی کوي او د اسلام دپاره خدمت کوي، نو ولې د عام ولس په قتلولو علاوه، د اسلام دلارې د تبلیغیانو په مرکز کې بمونه ږدي، او د اسلام د ترویج مخه نیسي؟
دالاندې خبر د خبریال په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدئ:
====
د پېښور مرګ ژوبله ٧١ تنه سوي ده
۲۷ دی ۱۳۹۲, ۱۲:۱۷

هغه بمي چاودنه چې د تېري پنجشنبي په ماښام د پیښور ښار د تبلیغانو په یوه مرکز کې د لمانځه پر مهال را منځته سوه د مرګ ژوبلي شمېره يو اويا تنو ته رسيدلي ده.
د پيښور ښار پوليس وايې چې چاودنه ډېره زوروه ول او دا چاودنه د ماښام د لمانځه پر مهال د پیښور ښار د چارسدې روډ په سیمه کې د تبلیغانو په یوه مرکز کې رامنځته سوې، چې له امله یي ۸ تنه وژل سوي او ۶۳ تنه نور ټپیان سول.
پوليس وايې چې د چاودني وروسته يې په سيمه کې امنيتي هڅي کړي دي او پرمهال يې ټپيان سوي کسان د پيښور ښار روغتون ته د درملني په موخه ليږدول سوي دي.
د پوليسو د معلوماتو پر اساس چې د پېښي په ټپيانو کې د ډېرو يې روغتيايې حالت د انديښني وړ دى.
د ورکول سويو معلوماتو له مخي چې په تبليغي اجتماع کې دغه چاودنه هغه چوونکو توکو کړي ده کوم چې د غوړيو په ټپيمانو کې اجتماع وړل سوي ول.
ددغه پېښي مسوليت کومي ډلي پر غاړه نه دى اخيستى ولي په تبليغي اجتماع کې ددي ډول پېښي را منځته کيدا او دومره زياته مرګ ژوبله يې د خپل ډول لومړۍ ده.


watan jan
17.01.2014

اوښ په بډه نه وهل کیږي. بلاک واټر څوک دي؟
په پاکستان او افغانستان کي د بلاک واټر فعالیتونه هر چا ته واضح دي چي دمسلمانانو په مینځ کي دښمنی ته لمن وهل یي پیشه ده
دصلیب لاسونه دي خدای له مټو کی پری کړي اوس یی په تبلیغیانو شروع وکړه
تبلیغیان خو ستاسو په اصطلاح د دهشتګردۍ او تروریزم (جهاد) سره دلچسپی هم نه لري بیا یي ولي وژنۍ؟
ځکه چي مسلمانان دي او دمسلمانانو وینه تویول تر اوبو هم ارزانه دي
په شپه نوکي د عاشق په وینو سرې کا
سبا پورې کا نکریزي تر منګولو
لعنت شه دانسانیت په تاریخ کي په تاسو غوندي مفسدې او جنایتکاره پديدې شه


اتل
23.01.2014

وطن جانه، سلامونه
وروجانه تاسې بیا سترګې پټې کړې او خولې ته مو واک ورکړیدئ.
بلاک واټر څشئ دئ؟

که غواړې پدې بحث کې ګډړن وکړې فقط دا ثابته کړه، چې د تبلیغیانو په جومات کې طالبانو بمونه ندې چولي، او اسناد وړاندې کړه چې چا دا جنایت بل چا کړیدئ.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more