د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پای کج خبث ومردود-ګر به دریا رود برآرد دود

میرویس
16.01.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
په افغانستان کې د ناتو دیره قواوې وايي چې د پروان د ولایت د غوربند دولسوالۍ په سیاګرد کې، وسلوالو جګړه مارانو ځاله کړې وه، او له هغه خای نه یې د بګرام هوایي اډه او دپروان لویه لاره تهدیوله.

دناټو سرچينې وايي "سيمه کې د خوځښت پر مهال يو غليم ځواک له څو ودانيو نه پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريد وکړ. دوى هم ځوابي ډزې وکړي، او د غليم د دماتولو لپاره يې هوايي مرستې ته اړتيا لرله."

دناټو چارواکي وايي په عملياتو کې د دوى يو سرتير او لږ تر لړه لس اورپکي هم وژل شوي دي.
د ناټو سرچينې وايي په پېښه کې دوه ولسي وگړي هم وژل شوي دي.
د ناټو ځواکونو، د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې له امله خواشينې څرگنده کړې.
دا خبر دبي بي سي په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدئ.

ګرانو وطنوالو، د توجه خبره داده، چیرې چې د جګړه مارو طالبانو اوالقاعدې او نورو ترورستانو پښه رسیدلې ده، هغې علاقې بیا روغه ورځ نده لیدلې. دطالبانو او القاعدې د خبث او جنایاتو نه ولسونه ستړي شویدي. دغه ډلې دومره مردودې شوېدي، چې سند ته ورشي، حتی دسند اوبه پرې وچیږي.

طالبان چې د غوربند سیا ګر ته لاړل، هلکان یې ترې بوتلل چې مغز شويي یې کړي او ځان مرګي حملې پرې وکړي. شپارس کلن هلک سمیع الله د محمد ولي زوی یې دسیاګردنه پاکستان ته بوتله، مغز شويې یې کړ، لواطت یې ورسره وکړ، اوبیا یې تومانچه په لاس کې ورکړه، چې د خوست امنیه قوماندان ووژني.

که طالبان د غوربند سیاګرد ته نه وای تللې، د بګرام هوايي اډې او د پروان لویې لارې او نوروحکومتي او ملکې تاسیساتو ته یې خطر نه وای پیښ کړې، ولې به امنیتې قواوې دې علاقې ورتللې؟ او که طالبانو بیا د خلکو د کورونو نه،پدغو قواوو ډزې نه وای کړې، ولې به هوایي قوه راتله او یا به طالبان وژل کیدل او یابه د طالبانو په ډزو او یا هواي قوې يه عملیاتو کې ولسې خلکو ته تاون اوښټ.

په ځاځيو کې چې خلکو په خپلو کې تیږه اېښې چې طالبان به خپلو علاقو ته نه ور پریږدي، هلته ته خیر خیرت دې، نه هلته طالبان پروهلئ شي،ا ونه هم دماکې کولئ شي چې ولسي خلک پکې ووژني، اونه افغان قوتونه عملیات کوي او نه هم د خارجي قواوو ورتګ ته ضرورته شته.

الله دې طالبانو ته انصاف ورکړي، چې نه د خلکو په کورونو کې په زور او جبر ځانونه پټ کړي ، نه په چا حملې وکړي او نه دماکې وکړي او نه په ډزو کي ملکی خلک ووژني.
آمین یا رب العلمین.


pattang
16.01.2014

نالت په امريکایې افغاانانو !

[img:6596e2001e]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2014/01/download.jpg[/img:6596e2001e]

ايساف ځواکونو په پرونۍ پېښه کې د ملکيانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه.

دغه ځواکونه وايي د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې دغه تصفيوي عمليات د سخت دريځو وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره د افغانانو په مشرۍ پلان شوي وو.

کابل وايي دغه عمليات وړمه شپه د پروان د سياګرد ولسوالۍ په ساه دره او وازغر سيمه کې شوي دي.

جمهوري رياست وايي د عملياتو پر مهال بمباري شوې، چې په نتيجه کې يې يوه ښځه او ٧ تنه ماشومان وژل شوي دي.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ولسمشر حامد کرزي دغه بمباري په کله غندلې ده.


watan jan
17.01.2014

د سیاګرد په وروستي جنایت کې د امنیتي تړون حقیقت

نن ټکی اسیا - سرمقاله: تیره ورځ یوځلې بیا بهرنیو یرغلګرو زمونږ ۸ تنه معصوم ماشومان او د هغوئ میندې د یوه سوله ایز مامورت !!! د ترسره کولو په مهال شهیدان کړل .

د بهرنیو یرغلګرو او د هغوئ د بي ضمیره داخلي ملاتړو په لاس دغه بوږنوونکې فاجعه د پروان ولایت د ساګرد ولسوالۍ په وازغر دره کې هغه وخت رامنځته شوه چې کله هغوئ د یادې سیمې د ولسي خلګو په کورونو بمباري وکړه .

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د راولاړې شوې شخړې له پیله راهیسې دا ۱۱ ځل دي چې بهرنیان او دهغوئ په لاس روزل شوي ضمیر پلورونکي کورني ځواکونه د ولسي خلګو په وژلو، ځورولو او د هغوئ په بندیانولو لاس پوري کوي .

د هیواد تش په نوم ولس مشر له دي پرته چې د بهرنیانو او د هغوئ د مزدورانو د دغه معلوم تر سره کړي جنایت په اړه بي نتیجې پلاوی وټاکي او هسي په خوله د خواشیني څرګندولو اعلان وکړي نور د هیڅ اقدام واک نه لري .

که څه هم چې د امریکا په مشرۍ د بهرني یرغل له پیل نه د مظلومو افغانانو د وحشیانه وژنو، ځورونو، د هغوئ د کورونو بمبارولو او په تورو شپو کې د هغوئ د تلاشي کولو سلسله دوام لري ، خو په دې وروستیو اوهغه هم د امنیتي تړون د لاسلیکولو په دغو حساسو شیبو کې د دغه شان جنایتونو عمدي تکرار په خپل ذات کې یو ځانګړی دلالت لري ، اوهغه داچې امریکایان هم کرزي او هم هر هغه چاته چې د امریکايي وحشتګرو د خپل سریو د کنټرولو نارې وهې دا په ډاګه کړي چې هغوئ په هیڅ صورت په افغانستان کې د اشغال په مهال له خپلو کړنو او اقداماتو څخه لاس اخیستونکي نه دي .

که هر چیري دوئ وغواړي بمباري وکړي ، د مخالفینو دځپلو په نوم هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي ، د خلګو د کورونو په حریم تیری وکړي ، ولسي خلګ خپلو شخصي زندانونوته واچوي ... هغه به هرڅه د خپل پوځي ماموریت په پلمه تر سره کوي او په دې اړه نه د چا اعتراض مني او نه هم دچا غوښتنو ته غوږ نیسي .

د تیر عقرب له میاشتې راهیسي چې کله هم په اصطلاح مشورتي لويې جرګې له یرغلګرو امریکایانو سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو پریکړه کړې تر اوسه په کونړ، لوګر، هلمند ، قندهار، ننګر هار، کاپیسا او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تیري کوونکو امریکایانو د ولسي خلګو په خلاف خپلو جنایتونو او وحشتونوته په پرلپسي ډول دوام ورکړی او په هغوئ کې د معمول خلاف زیاتوب راوستلی.

یرغلګر امریکایان د هر جنایت په تعقیب په راتلونکي کې د هغه د عدم تکرار تیر ایستونکې ژمنې کوې ، خو داچې په واقعي ډول د ې هغوئ دغه وحشت ترک کړي هیڅ ډول تضمین وجود نه لري .

روان ۲۰۱۴ میلادي کال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي تعامل د ښه والي وروستي آزمایشي کال دي ، که يې په تیرو کلونوکې هر څومره وحشت او جنایتونه ترسره کول په دغو وروستیو راتلونکو څو میاشتو کې یې باید د خلګو د تیر ایستلو لپاره هم په خپل تعامل کې بدلون راوستلی وای او د ولسي خلګو له وژلو او بمبارولو څخه یې لاس اخیستی وای ، خو داچې اوس هم هغوئ لکه د تیر په څیر د مظلومو افغانانو وژنو، ځورونو او د هغوئ دکورونو بمبارولوته دوام ورکوي دا دې ښکارندویه ده چې هغوئ نه نن دولسي وګړو د وژلو د مخنیوي په اړه دکرزي په شمول د هیچا غوښتنو ته اعتناء نه لري او نه په راتلونکي کې دیته حاضردي چې له دې جنایت څخه لاس واخلي .

لهذا د دغسي وحشي معاندینو او مغرورو قاتلینو د وحشت دمهارولو لپاره د ولس هماغه د شرعي مقاومت دوام تر ټولو غوره انتخاب دی ، په هماغه انتخاب کې دبهرنیو وحشتګرو له وحشتونو څخه د افغانستان او افغانانو نجات نغښتی دی ، نه د تیر ایستونکو انتخاباتو په اجراء او نه هم د امنیتي تړون په پلمه د افغانستان پلورلو دتحمیلي سند په لاسلیکولو کې.


میرویس
29.01.2014

السلام علیکم
پتنګه وروره، دا عکس چې تاسې دلته اچولئ دئ، د غوربند د سیا ګرد د پيښې نه، بلکه د کندز د څو کلنې زړې پیښې عکس دئ.
وروره، ته یې ترویش نه په تالان خوشحاله یې. څوک چې د خارجي قواوواو افغان حکومت پر خلاف او طالبانو په ګټه څه ووایي، د آسمان نه پرې را ټوپ کړې، او ییله کوم سنجش نه شخوند پرې وهي.

وروره ستا تبصرې د پیښو او حقایقو پربنیاد ندي ولاړې، بلکه ستا انګیزه تل د جب علې او بغض معاویه په تیوري ولاړه ده.
الله دې مدد درسره وکړي، چې په سمه لار روانشي.


میرویس
03.03.2014

السلام علیکم
د پښتون قام د غاړې ننګین غور پتنګ صاحب، او وطن جانه تاسې چې هر څه وایاست حق لرئ، ځکه چې تاسې په سترګو رانده او په غوږونو کاڼه آسمان ځکنکي [خفاشان] یاستئ، هرڅه د طالب په وراسته او خوسا ماغزو کې لتوئ.
ما نه وو درته ویلي چې[ پای کج خبث ومردود-ګر به دریا رود برآرد دود].
دادی د سر په سګو ووینئ چې د سیا ګرد خلک هم د طالبانو نه تر پزې راغلي او بالاخره یې د نورو علاقو د خلکو غوندې د طالبانو پر خلاف پاڅون وکړ.

وروڼو تاسې د خپلو خصوصي عقدو د مرفوع کولو پر بنا د طالب په ټنټار نارې سورې وهئ. تاسې طالبان هڅوئ چې ستاسې دښمنان وټکوي، نه دا چې د طالب داعیه حق ده که برحق. د ولس د زړه نه ناخبریاستئ. وايي چې [سوزیږي هغه مځکه، چې اور پرې بل دئ]. الله دې تاسې ته دبصیرت سترګې درکړي.
دا لاندې رپوټ ګران افغانستان خپور کړیدئ:
=====
قیام مردم ولسوالی سیاه گرد ولایت پروان علیه طالبان
کابل:- گزارش ها حاکی از آن است که شماری از مردم برضد شورشیان طالب در ولسوالی سیاه گرد ولایت پروان قیام کردند.
شماری از باشندگان ولسوالی سیاه گرد ولایت پروان ازعملکرد نادرست طالبان در این ولسوالی به ستوه آمده و بر ضد آنان قیام کردند و خواستند که جلو تحرکات نظامی و اعمال تخریبی شورشیان طالب را گرفته و آنان را از آن منطقه برانند.
به گزارش خبرگزاری جمهور؛ محمدمعصوم مجددی یکی از باشنده گان ولسوالی سیاه گرد می گوید: ” مردم در برابر طالبان قیام کردند شورا داشتند که دیگر قوای طالب را در این جا نمی مانیم که دولت با طالبان برخورد می کند؛ ما تلفات می بینیم. در دره وازغر و دیگر منطقه عملیات، بخاطر از بین بردن طالبان شده بود؛ اما افراد ملکی کشته شد اند. به این خاطر ما مردم، دیگر طالبان را در منطقه خود جای نمی دهیم”.
درعین حال؛ مولوی شینگل شرعی یکی از فرماندهان پولیس محلی در ولسوالی سیاه گرد با تایید این خبر بیان داشت که خیزش مردمی برضد طالبان در این ولسوالی خود جوش بوده و دیگر مردم نمی خواهند که بالای شان در منطقه ظلم صورت گیرد.
وی تصریح کرد: ” مردم دره “طی خان” و “سرخی” بر ضد طالبان قیام کرده اند. تا آنها را از منطقه بکشند. در این دو منطقه بیش از چهار هزار خانه است و در قریه سرخی یک هزار خانواده دیگر زندگی می کنند. چون که اعمال طالبان نادرست بود و ابرو وعزت کسی به آنها مطرح نیست. در طول دو سال به زور تفنگ بالای مردم ظلم می کردند. به همین خاطر مردم قیام کردند”.
اما شورشیان طالب در این مورد تاکنون تبصره ای نکرده اند.
به باور آگاهان امور؛ همچون خیزش های مردمی در برابر طالبان، بخاطر تامین امنیت تاثیر گذار است؛ اما این خیزش های مردمی مقطعی بوده و در کوتاه مدت شورشیان طالب در منطقه بااستفاده از شماری از مردم دوباره تسلط پیدا می کنند.
گفته می شود که در این اواخر، شمار زیادی از مردم در برابر شورشیان طالب در ولسوالی اله سای ولایت کاپیسا نیز قیام کرده بودند.


pattang
03.03.2014

لېونيه ستا خبرې تاته ، افغان فاسد رژيم او ستاسو اشغالګرو روزي
رسونکوته متناسب دي ! زمونږ غوږونه خو زمونږ داولس ژړا او
دشهيدانو کوکارو کاڼه کړي !ستا د cia تجارتي اعلانونه چې دطالبي
حرکت پر ضد شپه او ورځ خپريږي مونږ ته نوره بيداري او ځيرکي
را بخشي !
نامرده هيڅ وخت د اشغالګر ونه ټکول !

[quote:61e76bcae9="میرویس"]السلام علیکم
د پښتون قام د غاړې ننګین غور پتنګ صاحب، او وطن جانه تاسې چې هر څه وایاست حق لرئ، ځکه چې تاسې په سترګو رانده او په غوږونو کاڼه آسمان ځکنکي [خفاشان] یاستئ، هرڅه د طالب په وراسته او خوسا ماغزو کې لتوئ.
ما نه وو درته ویلي چې[ پای کج خبث ومردود-ګر به دریا رود برآرد دود].
دادی د سر په سګو ووینئ چې د سیا ګرد خلک هم د طالبانو نه تر پزې راغلي او بالاخره یې د نورو علاقو د خلکو غوندې د طالبانو پر خلاف پاڅون وکړ.

وروڼو تاسې د خپلو خصوصي عقدو د مرفوع کولو پر بنا د طالب په ټنټار نارې سورې وهئ. تاسې طالبان هڅوئ چې ستاسې دښمنان وټکوي، نه دا چې د طالب داعیه حق ده که برحق. د ولس د زړه نه ناخبریاستئ. وايي چې [سوزیږي هغه مځکه، چې اور پرې بل دئ]. الله دې تاسې ته دبصیرت سترګې درکړي.
دا لاندې رپوټ ګران افغانستان خپور کړیدئ:
=====
قیام مردم ولسوالی سیاه گرد ولایت پروان علیه طالبان
کابل:- گزارش ها حاکی از آن است که شماری از مردم برضد شورشیان طالب در ولسوالی سیاه گرد ولایت پروان قیام کردند.
شماری از باشندگان ولسوالی سیاه گرد ولایت پروان ازعملکرد نادرست طالبان در این ولسوالی به ستوه آمده و بر ضد آنان قیام کردند و خواستند که جلو تحرکات نظامی و اعمال تخریبی شورشیان طالب را گرفته و آنان را از آن منطقه برانند.
به گزارش خبرگزاری جمهور؛ محمدمعصوم مجددی یکی از باشنده گان ولسوالی سیاه گرد می گوید: ” مردم در برابر طالبان قیام کردند شورا داشتند که دیگر قوای طالب را در این جا نمی مانیم که دولت با طالبان برخورد می کند؛ ما تلفات می بینیم. در دره وازغر و دیگر منطقه عملیات، بخاطر از بین بردن طالبان شده بود؛ اما افراد ملکی کشته شد اند. به این خاطر ما مردم، دیگر طالبان را در منطقه خود جای نمی دهیم”.
درعین حال؛ مولوی شینگل شرعی یکی از فرماندهان پولیس محلی در ولسوالی سیاه گرد با تایید این خبر بیان داشت که خیزش مردمی برضد طالبان در این ولسوالی خود جوش بوده و دیگر مردم نمی خواهند که بالای شان در منطقه ظلم صورت گیرد.
وی تصریح کرد: ” مردم دره “طی خان” و “سرخی” بر ضد طالبان قیام کرده اند. تا آنها را از منطقه بکشند. در این دو منطقه بیش از چهار هزار خانه است و در قریه سرخی یک هزار خانواده دیگر زندگی می کنند. چون که اعمال طالبان نادرست بود و ابرو وعزت کسی به آنها مطرح نیست. در طول دو سال به زور تفنگ بالای مردم ظلم می کردند. به همین خاطر مردم قیام کردند”.
اما شورشیان طالب در این مورد تاکنون تبصره ای نکرده اند.
به باور آگاهان امور؛ همچون خیزش های مردمی در برابر طالبان، بخاطر تامین امنیت تاثیر گذار است؛ اما این خیزش های مردمی مقطعی بوده و در کوتاه مدت شورشیان طالب در منطقه بااستفاده از شماری از مردم دوباره تسلط پیدا می کنند.
گفته می شود که در این اواخر، شمار زیادی از مردم در برابر شورشیان طالب در ولسوالی اله سای ولایت کاپیسا نیز قیام کرده بودند.[/quote:61e76bcae9]


میرویس
04.03.2014

السلام علیکم
پتنګه، بیادې خپله ارمونیه غنګولې ده. زه نه ستاسې خبره د فاسد رژیم پروالرم او نه هم د خارجي اشغلکرو. زه حقیقت وایم. که ته د ولس د حال نه خبر یې، نو ولې دې په جرمني کې اړولي، د غربي نظام په امتیازونو مزې چړچې کوي او ولس ته دې شا اړولې. طالبان جنګوي او ته د خیر په غونډۍ ورته ناست یې؟

دا فکر دې هم کړئ چې که تر اوسه طالبان په قدرت کې پاتې وای او د القاعدې او نورو ترورستانوغوایمنډ په ملک کې دوام کړئ واي، په ملک کې به انډوخر تر کومه ځایه رسیدلئ واي؟ آیا د افغانستان ارضي تمامیت به بقا کړې وه؟
نامرده یو ځل خود القاعدې او طالبانو بدعتي مظالم وغنده. زه خو د هرچا لخوا ظلم غندم.
حلیمي صاحب ته چې غوږ ونیسی، نو به پوه شې چې مجسم سوډریې.
الله دې سړئ درنه جوړ کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more