د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پیام جعلی

دهزاد
16.01.2014

چند روز پیش منسوبین استخبارات حکومت کابل یک پیام جعلی به ژورنالیستها و شخصیتهای مطرح فرستاد ، تا اذهان مردم را مغشوش کنند،درین پیام جعلی منسوب به ملامحمد عمر ازجانب رهبر مجاهدین آمده بود، که از جانب او ملابرادر برای مذاکرات تعین نموده است .
در این اواخر دشمنان اسلام کوشش میکند ، به استفاده از فضای تبلیغاتی معامله ای صلح همچون مذاکرات ژنیو طرح ریزی کند و مردم مجاهد مار فریب دهند .
مردم ما باید به این نوع بازی های تبلیغاتي وجعلي متوجه باشند .
پیام جعلی که از دروغ پرانی دشمنان پرده برمیدارد قرار ذیل است

Subject: د امیر المؤمنین ملا محمد عمر رسمي پیغام

هغي غوښتنه چې د امیرالمؤمنین د غږ د اوریدو په هکله شوی وو تر سره شو. دا لاندني ټکې د هغه پیغام دی کوم چې په دا ورستیو کې په ټیپ کې ثبت کړی او زړه ورو مجاهدینو ته یي وړاندې کړی دی.

د لوی خدای (ج) په نامه؛ زما سلامونه او نیکې هیلي ټولو مجاهدینو، د ولایتي شوری ګانو غړو، قاضیانو او هر هغه څوک چې خدای (ج) په لار جنګیږي ورسیږي. د دي ټیپ تر ثبتولو پورې دخښـتـن تعالی په فضل او مرحمت سره زه روغ او جوړ یم او ستاسې روغتیا له خدای څخه غواړم او کوښښ وکړی چې خپل سنګرونه تاوده وساتی. زه دا دعـا کوم چې زخمیانو ته خدای شفأ او شهیدانو ته جنت فردوس په نصیب کړي.

د افغانستان وضیعت یوه حساسه مرحلې ته رسیدلی، یرغلګرو کافرانو د هیواد څخه د وتو په حالت کې دي، خو بیا هم مجاهدین باید ډیره بیداره اووسي تر څو هغه حالت رامنځ ته نشي کوم چې د روسانو د وتلو وروسته رامنځ ته شو. که څه هم د پوځي له نظره مونږ روسانو ته ماتې ورکړل خو، د سیاست په ډګر کې مونږ له ماتې سره مخامخ شولو. مونږ باید د تیرو تجربو څخه پند واخلو او پخوانیي تیروتنې بیا تکرار نکړو.

مونږ باید په قطر او نورو هیوادونو کې خپل استازي ولرو، خو سره له دې، خدای دې روغ صحت ور په نصیب کړي، د سیاست په ډګر کې مونږ باید د ملا برادر د لارښونو څخه هم پیروي وکړو. په دغه هکله به رهبري شوری، د علمأو شوری او د طالبانو ستره محکمه به هرومرو خپل نظرونه ماته وړاندې کوي. که څه هم زه د هغه د روغتیایي حالت څخه خبر نیم، خو زه پدې عقیده یم چې ملا برادر یو ریښتنی مسلمان دی او دا توانائي لري چې له بندي خاني د خلاصیدو نه وروسته دسیاست په ډګر کې له طالبانو سره مرسته کولی شي.

د معتصم آغاجان په هکله، هغه هیڅکله د مجاهدینو پر خلاف نه وه، هغه د ځینو مجبوریتونو له کبله ځان ګوشه کړی وو. زما غوښتنه دا ده چې خدای دې نکړي چې د طالبانو مشران په آغاجان او هغو کسانو څوک چې، له آغاجان سره اړیکه لري پدي تورن کړي چې د طالبانو پر ضد دي. دا د طالبانو دمشرتابه مصؤلیت دی چې د افغانستان د ګاونډیانو سره ښه اړیکې وساتي او د هغو کسانو د لارښونو څخه پیروي وکړي کوم چې د مشرتابه د اتحاد او اتفاق غوښتونکی ده.

طالبان باید مکتبونه ویجاړ نکړي او هڅه وکړي چې، بیوزلو عامو خلکو ته اذیت ونرسوي، او هغه کسان کوم چې سیمه ایز خلک وژني او یا هغوی ته صدمه رسوي محاکمه کړي. هرکله چې طالبان د یوې ځانوژونکي برید پلان ولري، نو دوی باید هڅه وکړي چې سیمه ایزو بیوزلو اوسیدونکو ته تاوان ونه رسیږي. زه داسې خبر شوی یم چې د رهبري په شوری کې د طالبانو ځینې مشران پدې نظر دي چې، پس له دې حافیظ مجاهد د طالبانو د مشرتابه په شوری کې دخیل ندي. په حافیظ مجاهد زه پوره باورلرم او هیچا ته دا اجازه نه ورکوم چې په شوری کې د هغه ممانعت وکړي. د مشرتابه غړو ته لکه، اختر محمد منصور، ذاکر قیوم او سراج الدین حقاني، باید د ما د ملګرو، د هغوی د کورني د غړو او پخواني باډیګاردانو لکه، کاتب سلام، قاري سلام، سلام حقاني ملا محمد رسول، ګوډ اسدالله، ملا غازي او د جاجي ملا مؤمن لارښونو ته غوږ کیږدې. کاتب سلام ته ما د باډیګاردانو مسؤلیت ور په غاړه کړی، دا د ما امر دی که کاتب سلام کوم لارښونه کوي د هغه پیروي به هرومرو کیږي.

دا یو ځل بیا وایم که داسې پوښتنه لری چې په هغه کې د ملا برادر مشورې ته ضرورت وي، تاسی هغه کاتب سلام ته وسپاری او هغه به یي ما ته رسوي.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند

ذبیح الله مجاهد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more