د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دالامارة سټوډيو نوې (۳۸)شماره ویډیو نشر شوه

watan jan
15.01.2014

د طالبانو الامارة سټوډيو نوې (۳۸)شماره ویډیو نشر کړه
الاماره سټودیو دافغانستان دروان جهاد په اړه هیوادوال له حقایقو خبروی او دحقایقو په رابرسیره کولو سره دغربی میډیا دروغ او دوه مخی رسوا کوی
دغی سټودیو د(فراه) په نامه یو نوی ویډیو خپره کړی
په دی ویډیو کي ګڼ فدایی مجاهدین لیدل کیږی چی دهیواد دازادۍ اواستقلال په لار کی خپل سرونه د الله ج په دربار کی نذرانه ږدی
داویډیو دداسلام ددښمنانو هغو تبلیغاتی ډرامی رسوا کوی چی ګواکی طالبان دنجونو څخه په فدایی بریدونو کی کار اخلی
په دی ویډیو کی وګورۍ، هغه څوک چی دفدایانو دغسی څپڅپاند کاروان ولری ایا هغوی ضرورت لری چی دلس کلنۍ نجلۍ څخه دفدایی برید کار واخلی
http://shahamat-movie.com/index.php?option=com_webplayer&view=video&wid=108


اتل
15.01.2014

آلسلام علیکم
وطن جانه، درمسال ته خټې کوی.
دا ویدیو چې تاسې دلته اچولې ده، دډیرو فتنو نمایندګي کوي.
اول خو دا راته بیان کړئ چې، استشهادي مجاهدین څوک دي، او استشهاد څشئ دئ.
آلله دې مرسته درسره وکړي.


watan jan
15.01.2014

ویډیو وګوره چی په سترګو دي روڼا شی
بیا به استشهاد او استشهادي مجاهدین وپیږني


دهزاد
16.01.2014

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
به خدمت تمام علاقمندان سایت وزین تول افغان سلامهای صمیمانه خود تقدیم مینمایم .
خدمت شماباید به عرض برسانم که استشهاد واژه لغت عربي است از باب استفعال که دلالت بر طلب کردن کار میکند، استشهاد یعنی طلب کردن شهادت در راه خدا جل جلا له ، طلب کردن وآرزو داشتن شهادت سنت نبوی است ، پیامبر اسلام صلی الله علیه وسلم بارها آرزوی شهادت نموده است وازین جهت استشهاد کدام پدیده نو نیست .
در عصرحاضر مجاهدین راه خدا که از هرسو به کمبودی امکانات واسلحه مواجه هستند ، عملیات استشهادی یکی از حربه های مؤثر درمقابل دشمنان خدا میدانند، لذا ازین حربه استفاده میکنند.



بهير غورځنګ
16.01.2014

ښاغلی وطن جار اسلام علیکم
که څه هم ددې ویډیو د کتلو هوډ مې نه درلود لیدلي مو وو چې د تیر په شان بیا په دې ویډیو کې د افغانانو غوڅ سرونه راښکاره شي .
دا چې ما اوس همدا ویډیو فقط ۳ دقیقې وکتله نو دواړه طرفه مې افغانان پکې ولیدل له یوې خوا چې اشاره یې تاسو ته ده ټوپکې وې او له بلې خوا د تیر په شان هغه مضلوم افغان ولس وو چې په خپلو وینو کې لت پت پراته وو هغه ملکي وګړي یادوم.
تاسو په همدې ویډیو کې موږ ته لومړی د بیګناه افغانانو ویني راښکاره کړې
دا څنګه جهاد ده چې ته یو افغان بیګناه وژنې په اور یې سوځوې په اور سوځول چې حرام هم دي خو تاسو په اور د مسلمان سوځول د خپل جهاد یوه برخه ګرځولې ده
ځکه مې و نغوښتل چې همدا ویډیو ټوله وګورم او لومړئ چې تاسو پکي کوم د قران شریف ایتونه اچولي وه ډیر یې خوند راکړه خو چې ۳۰ ثانیې لاتیري نه وې د مسلمان ویني مو تر سترګو شوې ځان سره مې اوف وکړ؛ او ومې ویل چې اې خدایه دا څنګه طالبان دي چې دوی خپله د همدې ایت نه سرغړونه کوي
بیا مې په تونده لهجه د هغي مورکئ په شان د کومې چې هر ورځ د خپل مومن زوی پسې اوښکي تویږي تاسو ته د عفوي دوعا وکړه چې اې ددواړو جهانو سر داره ته خو نور دغو خلکو ته چې تر ټولو د پاک مسلمان په حثیت موږ ته ځان راپېژني او خپله پکي د مسلمانیت یو اصل نه لیدل کیږي ته عفوه ورته وکړې او بیرته یې سمي لاري ته راوګرځوې


اتل
16.01.2014

السام علکم ور حمت الله وبرکاته
دهزاده وروره، ستاسې نه ددې مختصرو، او دقیقو معلوماتو د تهیه کولو په وجه مننه کوم.
په اسلامي ارشاداتو کې چیرې هم ندې راغلي، چې که دښمن قوي وي، نو انتحار وکړه. بلکه په اسلامي ارشاداتو کې شته چې که دښمن قوي وي، او مسلمانانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولئ شي او د مسلمانانو زورنه پرې رسیږي، نو دداسې یوه دښمن د پارونې نه دې ډډه وکړي.

پدې کې خو د شک او شبهې ځای نشته چې انتحار حرام دئ، او مرتکبین یې جنت ته لاره نه لري. سوال په استشهادي حملو کې دئ. استشهادي حملې داسې حملې ندي، لکه نن سبا یې چې طالبان کوي، بلکه دغه انتحاري حملې دي نه استشهادي.

په استشهادي حملو کې نیت دا وی چې ددښمن دوژلو په نیت حمله وشي، خو کیدای شي چې مجاهد هم ووژل شي، یا دښمن بچ شي، او یوازې مجاهد ووژل شي، خو ددښمن په لاس، نه پخپل لاس، لکه اصحابي البراء ابن مالک چې معرکته الیمامه کې ددښمن د قلا ددیوال نه بودي ددروازې شاته ځان ورواچاوه چې نورو مجاهدینو ته ددښمن د قلا دروازه پرانیزي. هغه ددروازې په خلاصولو بریالئ شو، خو پښه یې پدې جدو جهد کې ماته شوه. هغه اشتهاده حمله وه، نه لکه د طالبانو انتحار. د طالبانو انتحاري اول ځان وژني. هغه یقین لري چې پخپله مري، خو دا نده ورته معلومه چې دښمن به مړ شي او که نه؟ او دا هم ورته ثابته ده چې په اکثره حالاتو کې نور مسلمانان هم وژني.

بله مسئله داده چې د هر انسان د مرګ وخت د الله تعالا په اختیار کې دئ، نه د بل چا. انتحاري د الله نه هم دا حق اخلي او پخپله یې دځان د وژلو دپاره ټاکي. فلهذا دا استشهادي حمله نه، بلکه انتحاري حمله ده، او انتحار په اسلام کې نا روا او حرام دئ. انتحاري د مرګ نه وروسته د برزخ به موده کې او بیاد دوزخ په موده کې تر ابده ځان په هماغه وسیله وژني چې انتحار یې پرې کړی وی. دا عمل په دوامدار ډول تکرار کیږي، ځان وژني، بیا ژوندئ کیږي او بیایې هماغسې وژني.

وطن جانه، د طالبانو په کناهونو افتخار مه کوه، چې تاو یې خدای ناخواسته په دین او دنیا در ونه رسیږي.

پدې ویدیو کې اورې چې هم انانسر او هم انتحاري وایي چې موږ غچ اخلو. وروره، د غچ اخیستل جهاد ندئ، ځکه چې جهاد فی صبیل الله دئ نه داسې لکه چې پتنګ صاحب وایي چې زماو یې د کورنۍ غړی وژلي او زه هم د هغوی نه کساد اخلم، او زه په جرکني د غربیانو مزې چړچې کوم، طالبان ورتوشوم چې چې ځانونه وژني او زما دکورنۍ غچ زما ددښمنانو نه په جهاد کولو اخلي.

بل مطلب دادئ چې په انتحاري حملو کې اور بلیږي، او انسانان په اورکې سوزیږي. په اور باندې چا ته جزا ورکول یوازې د الله تعالا حق دئ، انتحاري دلته بیا د الله حق حذف کوي او پخپل لاس کې یې اخلي.

طالبان پدې مسائلو ښه پوهیږي، چون د الله په مقابل کې یې بغاوت کړي، د الله تعالا مرسته به هر ګز ترلاس نکړي، او دا نیابتي جنګ چې د پردیو د ګټو د تضمین دپاره یې کوي حتماً ناکامیږي.
په الله دې سپارم.


pattang
16.01.2014

منافقين احاديث آو اياتونه ليکې خو بيا هېواد په دالرو خرڅوي او دجنايکارو سره يو ‍ځای کېږي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more