د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

قبایل د طالبانو نه تر پزې راغلي.

میرویس
13.01.2014

ګرانو لوستونو، السلام علیکم

دېوه رادیو رپوټونه ورکوي چې د عوامي نشنل پارټۍ یو مشر غړی او د هغه سره په موټر کې روان دوه نور کسان پیښور سره نزدې د طالبانو په حمله کې وژل شوي دي.
پولیسو ویلې میا مشتاق بډه بیره کې خپل موټر کې روان وو چې څلور حمله کونکو پې ناتاره ډزې وکړې او بیا وتښیدل.
د ډزو په نتیجه کې میا مشتاق او دوه نور کسان ووژل شول. میا مشتاق د ای این پې اهم او فعاله غړی وو او د پارټۍ د پیښور ضلعي صدر هم پاتې شوی وو.
مطبوعاتو ته په ټیلې فون د طالبانو یو ترجمان شاهدالله شاهد د حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.
طالبانو د ای این پې گڼ شمیر غړي په نخښه کړې دي. تجزیه کار وايي وسله وال ای این پې د سیکولر نظریاتو او د وسله والو خلاف د کره دریز په وجه په هدف کوي.‍
له بلې خوا طالبانو د صدر اعظم نواز شریف په سلاکار د بمي چاودنو دوې حملې کړيډي. د وزيراعظم نوازشريف د مشير اميرمقام په قافله د شانگله پار ضلعې په مارتونگ سيمه کې دوه بمي چاؤدنې شوي ، چې په نتيجه کې يې د درې پوليسو په گډون شپږ کسان وژل شوي ، او خپله اميرمقام روغ پاتې شوی دی .
اميرمقام د مسلم ليگ ن ډلې مرکزي سينئر نائب صدر او وزيراعظم نوازشريف مشير دی

د قبایلو خلک چې د طالبانو د کرغیړنو اعمالو نه تر پزې راغلي دي، خپل قومي مشران یې لیږلي چې د جمهور رئیس ممنون سره د خپلو مشکلاتو په حل خبرې وکړي. قبایل چې نورد طالبانو مظالم نشي زغملئ، غواړي چې آزاد وکرزي، آزادې خبرې وکړې، د خارجي ترورستانو نه یې وطن پاک شي، ماشومان یې بېله ویرې ښونځي ته لاړ شي، د پولیو یا ماشومانو د فاج واکسین وکړي، د ځان مرګي حملو او عام محضر کې ددماکو نه بچ شي، نو یې په غونډه کې د جمهوررئیس ممنون نه وغوښتل چې حکومت یې په قبایلو ته تحفظ ورکړي، صلحه او امنیت پکې راولي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more