هنر،ادب او پښتو نحوه
يو څو نوي اصطلاحات!
م ن غروال
05.02.2005
...................................................[color=green:a0bf78ebe7]د عليم جل جلا له په مدد![/color:a0bf78ebe7]
[color=red:a0bf78ebe7]اريستوکراسي : [/color:a0bf78ebe7] [color=blue:a0bf78ebe7]دا اصطلاح د فضيلت له لغت څخه اخيستل کيږي او داصطلاح ترجمه يعنې (اشرافي حکومت)! يعنې هغه څوک به پر خلکو حکومت کوي چې له عوامو خلکو يا له رعيته څخه کومه بر تري ولري٠ د افلاطون په قول چې برتري به يي په علم کي وي خو په اکثرو سياسي ټولنوکي رنګ وينه او هډ په فضيلت کي منل شوۍ وي٠ له بده مرغه نن د مسلمانو په منځ کي مذهبي اريستوکراسي هم ليدل کيږي چې ياخو د زور او يا خو هم د پلريني د فضيلتوپه بنسټ فرد يا کورنۍ پر خلکو حکومت کوي٠[/color:a0bf78ebe7]
[color=red:a0bf78ebe7]استحمار :[/color:a0bf78ebe7] [color=blue:a0bf78ebe7]يعنې د بشر ذهني انحراف! استحمار د انسان د ذهن ( له انساني ځان پېژندنې څخه نېولې تر ټولنيزې ځان پيژندنې پورې) د انحراف يا هم د اغفال وسيله! [/color:a0bf78ebe7]
[color=red:a0bf78ebe7]اجتهاد :[/color:a0bf78ebe7] [color=blue:a0bf78ebe7]د يوه مؤمن ريښتنۍ زيار چې هم علمي وي او هم آزاد، او متخصص وي او با خبر له ټولوهغو سياسي او ټولنيزو ستونزو چې دمسلمانانو ټولنې ورسره لاس په ګريوان وي، د مؤمن هغه زيار چې د اسلامي دائمي حقايقو او داسلام د فهم او ادراک د تکامل او ځواب ويلو په لټه کي وي تر څو د ټولنو ستونزو او ضرورتنو ته د وخت او عصر په نظر کي نيولو سره ځواب وايي ٠[/color:a0bf78ebe7]
[color=red:a0bf78ebe7]ديالکتيک :[/color:a0bf78ebe7] [color=blue:a0bf78ebe7]دا اصطلاح له ديالوګ او ديالکت څخه جوړه شوې چې معنی يي (ويل او نطق) دي٠ اصطلاحي ترجمه يي د منطق کلام د علمي اصولو پر بنسټ! په خبرو اترو کي حقايقو او د اثبات هدف ته ځان رسول دي د کشف او د تناقص تعقيب له لارې! ويل کيږي چې مشهورترين ديالکتيک بحث د سقراط دي چې په دغه وسيله به يي د حريف د خبرو تناقص پيدا کولو او تل به برۍ د هغه په برخه ؤ٠[/color:a0bf78ebe7]
[color=red:a0bf78ebe7]معنويت :[/color:a0bf78ebe7] [color=blue:a0bf78ebe7]هر هغه د انسان غير مادي غير طبيعي او غير غريزي ضرورتونه چې د هغه لاس ته راوړنه ده، لکه ادب شعر اخلاق کلتور هنر او نور![/color:a0bf78ebe7]
[color=red:a0bf78ebe7]ماديت :[/color:a0bf78ebe7] [color=blue:a0bf78ebe7]او ماديت هغه څه دي چې د انسان طبيعي اړتيا په لاس ورکوي چې انسان ته البته حياتي ارزښت لري٠ اما کيداشي دا اړتيا حياتي هم نه وي٠ څښاک ډوډۍ کالي درمل تخنيک او نور! [/color:a0bf78ebe7]
[color=#444444:a0bf78ebe7][/color:a0bf78ebe7]
[color=#444444:a0bf78ebe7][/color:a0bf78ebe7]
په درناوې
غروال
ع کريم حليمي
24.02.2005
د غروال صاحب په اجازه ٠ زه به هم د اجتهاد پر موضع دغه پر اضافه کړم
اجتهاد موافق د خپلو شرايطو سره مشروع طريقه ده په اسلام کي - فقهأ د اصحابانو (مجتهدانو د اصحابو ) فقهأ د اصحابو ، فقها د تبع تابعينو قول په رأی په رأی ممدوح يعني په ښه رأی کړيدي ٠ رأی معنی استنباط (رايستل ) د حکم له ايات او له حديث څخه دغه رأی ممدوح ده ٠ او هغه رأی چه صرف له نفساني هوا څخه وي
او د ايات او حديث څخه نه وي يعنی چه استنباط ئې د ايات او حديث څخه نوي ٠
نو دغه رأی لايق د ذم يعني لايق د بد ويلو ده ٠ چه رأی مذموم بلل کيږي
اجتهاد پخپله عليه الصلوه السلام کړيدي
اصحابانو هم اجتهاد کړيدي
او په عين وخت کښي اصحابو يوه د بل اجتهاده مخالفت هم کړي دي ٠ د بني قريظه
په قريه کښي ٠ د مبارک په ژوند کښي ٠ او مبارک چه خبر سو نو هيڅ اعترض او ملامتيا ئې نه ده کړې
ارتو کراسي او ديالِکتيک
نقاد
25.02.2005
د بشپړاوي په توګه د ښاغلي غروال صيب د تشريحآتو په ادامه له سلامونو اودرناوي وروسته زياتوم :
[color=blue:04d707c2c2]ارستوکراسي :[/color:04d707c2c2] دا هغه وخت منځته راغله چې د برده دارۍ په وخت کې دولت پر آزادو ګاونډيو قبايلو باندې يرغلونه کول ، څو هغوی بنديان ونيسي او د غلامۍ کړۍ يې غاړوته ورواچوي . د پوځي مشرانو بری په جګړو او جنګونو کې د برده داري دولت د ودې پراختيا او اوج ته د رسيدلو سبب ګرځيده : په دې توګه پوځي مشرانو ځانونه تر ټولو ښه او بهتر ګڼل او سياسي قدرت يې خپل حق وباله او دپوځي بهترۍ او فضيلت په نامه يې قيصري په خپله ولکه کې ونيوله . نو د بهترينو آکميت د ارستو کراسۍ په نامه رامنځته و . د يونان سکندر کبير او د روم مشهورقيصران ټول پوځي ارستوکراتان وو.
[color=red:04d707c2c2]ديالِکتيک:[/color:04d707c2c2] تر کومه ځايه پورې چې ديالِکتيک د جرو بحث پوهې او هنر ته وايي ، د کوم په وسيله چې سړی پرې حقيقت کشفول غواړي او ددې موخې له پاره پرې بحث او استدﻻل ته د ضد اونقيض دﻻيلو له ﻻري پراختيا ،بشپړتيا او تکامل وربښي ، نو محترم غروال صاحب ورته ښه نغوته کړې ده.
خو د فلسفې ستر پوهان په دې باور دي چې ضد او نقيض، يا اضداد او تضادونه د انسان ل جروبحث، ذهن او شعور څخه بهر په ټولنه او آن طبيعت کې هم شته. نوموړي اضداد په يو تضاد کې يو پربل اغيزه شيندي او تر منځ يې په اصطلاح يو ډول مبارزه پيل کيږي او دتضاد د تغير ، حرکت او تکامل سبب ګرځي . نو په هرڅه کې داخلي تضادنه دي چې د حرکت ، بدلون او بشپړتيا لامل کيږي. نامتو فيلسوفان چې وتلي ديالِکتيسنان بلل کيږي د لرغوني يونان هراکليت ، وروسته بيا آلماني فيلسوفان لکه کانټ، شيلر ، جورج هيګل ، مارکس او داسې نور دي. تر ټولو ستر ديالِکتيسن هيګل و، چې د تکامل مهم او اساسي قوانين يې کشف او بيان کړل او ديالکتيک يې د تکامل علم وباله. په داسې حال کې چې هيګل ديالکتيک د افرادو په شعوري او د ټولنې په معنوي اړخ پورې تاړه ، مارکس د نوموړي ديالکتيک په ساده توګه سرچپه کړ او د ټولنې په مادي (توليدي )برخه کې يې پراختيا ورکړه، انګلس د مارکس تر څنګ مادي ديالکتيک په طبيعت کې وښود او دواړو په طبيعت ، ټولني او د فرد فرد په شعور کې دتکامل بهير او د هغې پوهنه ديالکتيک ونوماوه . سره ددې هم د يالکتيک د يوې فلسفي پوهني په توګه د ديالکتيک بنسټ ايښودونکي هيګل يوه تيوريکي کارنامه ده او بس.