د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالب ویروس

میرویس
07.01.2014

ګرانو لوستونو، سلامونه
که طالبان د پولیو د واکسیناسیون مخنیوي، او د واکسین د ډلو قتلولو او ګواښونو ته دوام ورکړي، د پولیو مرض به یوازې د پښتنو په میراث ورسیږي. اوس دا ویره پیدا شوېده چې کیدای شي، د پولیو ویروس ته د پښتون ویروس نوم ورکړل شي، خو زه وایم چې پښتون قام خو د پولیو واکسین په ډیره خوشحالس کوي، چې ماشومان یې د ګوزڼ د شر نه نجات پیدا کړي.

خو هغه څوک چې د پولیو دواکسیناسیون مخه نیسي هغه پاکستاني طالبان دي، نو بکار دي چې د پولیو ویروس ته د طالب ویروس نوم ورکړل شي.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
====
پولیو که "پښتون وائرس"؟
د خيبر پښتونخوا ګورنر شوکت ا لله وايی پښتانه د حج او مزدورې لپاره د خپلو علاقو نه بهر وځي او زياتره پکښې عرب ملکونو ته ورځې خو که د پوليو وايرس هم دغسې په تيزې سره زياتيدو نو ويره لرې چې د عرب هيوادونه به خپل ملکونو ته په ورتګ په پاکستانيانو پابندې ولګوی
ارباب محمود علي
06.01.2014
واشنگټن — د پاکستان په خيبرپښتونخوا کښې اوس داسې انديښنې راپورته شوي چې که هيواد په شمالي غربي سيمو کښې د پوليو وائرس پرضد کامياب نه شو نو کيدلې شي دغه وائرس ته د پښتون وائرس نوم ورکړل شي.
دا ويره خيبر پښتونخوا کښې د پوليو وائرس د مخنوي د ادارې مرستيال مشر ډاکټرکليم الله ډيوه راډيو ته ښودلې وه- دی وايي " نه يواځې د پښتنو راتونکي نسلونه شل ګډ کيدلې شي بلکه دا ويره ده چې چرته د پوليو وائرس ته د پښتون وايرس نوم ورنکړيشي."
اسلام اباد کښې د صحت د نړيوالې ادارې چارواکي الياس دورې وايي د نړې په دريو ملکونو پاکستان ، نايجيريا اؤ افغانستان کښې د پوليو وائرس وبايي شکل اختيار کړيدی.
خو دا وخت پاکستان د لږترلږه ۷۳ د پوليو کيسونو سره د ټولو وړاندې دې. او پدې ټولو کسانو کښې تر ٦٠ زيات د پښتنو په سيمه دي- چرته چې مذهبي تندروه د پښتنو ماشومانو ته څاڅکي ورکونکي سړي اؤ ښځې وژني. ډاکټرکليم الله وايي "د پښتنو په سيمه د مور اؤ پلار د انکار له وجې هم په لکونو ماشومان د پوليو نه د معذورۍ د خطر سره مخ دي."
تيرکال د تندلارو لخوا د پوليو وائرس پرضد څاڅکو ورکونکو باندې به يو شمير حملو کښې نزدې ۱۸ کسان وژل شوي، وژل شوویا ماشومانو ته څاڅکي ورکول او يا د څاڅکو ورکونکو په امنيت مامور پوليس وو ، د تندلارو اخيرﺉ نښه متنو کښې د پوليو د ټيم انچارج ظاهر شاه وو.
مطبوعات د مذهبي تندروو د خولې وايي د پوليو څاڅکي اخستل د اسلامي شريعت په خلاف دي-
خو اکوړه خټک کښې د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق وايی "طالبان د پوليو څاڅکي د شريعت په خلاف نه بلي خو دوي روان جنګ کښې د پوليو څاڅکي ورکونکو باندې حملې د جنګ حکمت عملۍ برخه ګڼي."
ډاکټر کليم الله وايي ټوله نړی کښې يې کار کړيدې او په خاص توګه مسلمان ملکونو کښې خو ده چرته هم د چا نه دي اوريدلې چې دا د مذهب اسلام د شريعت په خلاف دي دا يواځې د پښتنو په سيمه مذهبي تندروه داسې بلي.
د مطبوعاتو ترمخه پاکستان کښې د پوليو څاڅکو مخالفت د ټولو ړومبې جماعت اسلامي کړې وو او عدالت ته هم د دې د بندولو لپاره ورغلې وو. د پوليو پرضد د جماعت اسلامي پراپيګنډه بيا طالب پلوه تندلارو مذهبي ډلو په مخکې بوتله..خيبرپښتونخوا کښې د طالبانو د تحريک اوسنې مشر ملا فضل الله په خپل ريډيو د پوليو پرضد پراپيګنډې شورو کړی- دغه شان په قبايلي سيمو کښې هم چرته چې دغه ډلې وجود لري هلته ماشومانو ته د عمري معذورۍ نه د بچ کولو لپاره څاڅکي ورکول ودريدل-
په کال ۲۰۱۳م کښې نايجيريا او افغانستان کښې د پوليو وايرس باندې مخنيوي کښې پرمختګ شوی خو د پاکستان د پوليو وائرس نمونې اوس د ملک نه بهرشام، مصر او اسراييل ته د رسيدو رپورټونه هم خپاره شوي –پاکستان کښې د زياتيدونکو پوليو وايرس کيسونو له امله سعودی عرب په پاکستاني حاجيانو خپل ملک ته په راتګ په اييرپورټ د پوليو څاڅکي اخستل لازمي کړيدي او هندوستان اعلان کړی چې هغه پاکستاني وګړوته به ويزه ورکوي څوک چې د پوليو وايرس نه ځان پاک ثابت کړي.

ګورنر وايي "دا ټوکه نه ده د عرب ملکونو يو شمير چارواکو راته پرله پسې داسې وييلې دي.

Re: طالب ویروس

pattang
07.01.2014

ميرويس خانه !
په اشغال کې د ازادي غوښتونکو بد نامول بشري جنايت او ملي
خيانت دی! که څه هم په حقوقي ډول او بشري قانون تر اټکه يو
پښتون دی او تقسيم یې خيانت دی خو په سياسي ترمينالوګي کې
اوس پاکستان خپل کار کوي او افغانستان خپل !
خو زه اميد لرم چې دواړه کوز اوبر حرکت به دپښتنو ديووالي
سبب شي او امکان شته چې دمفکرينو دغه پټ جوړښت وي !

[quote:a5ee80eac1="میرویس"]ګرانو لوستونو، سلامونه
که طالبان د پولیو د واکسیناسیون مخنیوي، او د واکسین د ډلو قتلولو او ګواښونو ته دوام ورکړي، د پولیو مرض به یوازې د پښتنو په میراث ورسیږي. اوس دا ویره پیدا شوېده چې کیدای شي، د پولیو ویروس ته د پښتون ویروس نوم ورکړل شي، خو زه وایم چې پښتون قام خو د پولیو واکسین په ډیره خوشحالس کوي، چې ماشومان یې د ګوزڼ د شر نه نجات پیدا کړي.

خو هغه څوک چې د پولیو دواکسیناسیون مخه نیسي هغه پاکستاني طالبان دي، نو بکار دي چې د پولیو ویروس ته د طالب ویروس نوم ورکړل شي.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
====
پولیو که "پښتون وائرس"؟
د خيبر پښتونخوا ګورنر شوکت ا لله وايی پښتانه د حج او مزدورې لپاره د خپلو علاقو نه بهر وځي او زياتره پکښې عرب ملکونو ته ورځې خو که د پوليو وايرس هم دغسې په تيزې سره زياتيدو نو ويره لرې چې د عرب هيوادونه به خپل ملکونو ته په ورتګ په پاکستانيانو پابندې ولګوی
ارباب محمود علي
06.01.2014
واشنگټن — د پاکستان په خيبرپښتونخوا کښې اوس داسې انديښنې راپورته شوي چې که هيواد په شمالي غربي سيمو کښې د پوليو وائرس پرضد کامياب نه شو نو کيدلې شي دغه وائرس ته د پښتون وائرس نوم ورکړل شي.
دا ويره خيبر پښتونخوا کښې د پوليو وائرس د مخنوي د ادارې مرستيال مشر ډاکټرکليم الله ډيوه راډيو ته ښودلې وه- دی وايي " نه يواځې د پښتنو راتونکي نسلونه شل ګډ کيدلې شي بلکه دا ويره ده چې چرته د پوليو وائرس ته د پښتون وايرس نوم ورنکړيشي."
اسلام اباد کښې د صحت د نړيوالې ادارې چارواکي الياس دورې وايي د نړې په دريو ملکونو پاکستان ، نايجيريا اؤ افغانستان کښې د پوليو وائرس وبايي شکل اختيار کړيدی.
خو دا وخت پاکستان د لږترلږه ۷۳ د پوليو کيسونو سره د ټولو وړاندې دې. او پدې ټولو کسانو کښې تر ٦٠ زيات د پښتنو په سيمه دي- چرته چې مذهبي تندروه د پښتنو ماشومانو ته څاڅکي ورکونکي سړي اؤ ښځې وژني. ډاکټرکليم الله وايي "د پښتنو په سيمه د مور اؤ پلار د انکار له وجې هم په لکونو ماشومان د پوليو نه د معذورۍ د خطر سره مخ دي."
تيرکال د تندلارو لخوا د پوليو وائرس پرضد څاڅکو ورکونکو باندې به يو شمير حملو کښې نزدې ۱۸ کسان وژل شوي، وژل شوویا ماشومانو ته څاڅکي ورکول او يا د څاڅکو ورکونکو په امنيت مامور پوليس وو ، د تندلارو اخيرﺉ نښه متنو کښې د پوليو د ټيم انچارج ظاهر شاه وو.
مطبوعات د مذهبي تندروو د خولې وايي د پوليو څاڅکي اخستل د اسلامي شريعت په خلاف دي-
خو اکوړه خټک کښې د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق وايی "طالبان د پوليو څاڅکي د شريعت په خلاف نه بلي خو دوي روان جنګ کښې د پوليو څاڅکي ورکونکو باندې حملې د جنګ حکمت عملۍ برخه ګڼي."
ډاکټر کليم الله وايي ټوله نړی کښې يې کار کړيدې او په خاص توګه مسلمان ملکونو کښې خو ده چرته هم د چا نه دي اوريدلې چې دا د مذهب اسلام د شريعت په خلاف دي دا يواځې د پښتنو په سيمه مذهبي تندروه داسې بلي.
د مطبوعاتو ترمخه پاکستان کښې د پوليو څاڅکو مخالفت د ټولو ړومبې جماعت اسلامي کړې وو او عدالت ته هم د دې د بندولو لپاره ورغلې وو. د پوليو پرضد د جماعت اسلامي پراپيګنډه بيا طالب پلوه تندلارو مذهبي ډلو په مخکې بوتله..خيبرپښتونخوا کښې د طالبانو د تحريک اوسنې مشر ملا فضل الله په خپل ريډيو د پوليو پرضد پراپيګنډې شورو کړی- دغه شان په قبايلي سيمو کښې هم چرته چې دغه ډلې وجود لري هلته ماشومانو ته د عمري معذورۍ نه د بچ کولو لپاره څاڅکي ورکول ودريدل-
په کال ۲۰۱۳م کښې نايجيريا او افغانستان کښې د پوليو وايرس باندې مخنيوي کښې پرمختګ شوی خو د پاکستان د پوليو وائرس نمونې اوس د ملک نه بهرشام، مصر او اسراييل ته د رسيدو رپورټونه هم خپاره شوي –پاکستان کښې د زياتيدونکو پوليو وايرس کيسونو له امله سعودی عرب په پاکستاني حاجيانو خپل ملک ته په راتګ په اييرپورټ د پوليو څاڅکي اخستل لازمي کړيدي او هندوستان اعلان کړی چې هغه پاکستاني وګړوته به ويزه ورکوي څوک چې د پوليو وايرس نه ځان پاک ثابت کړي.
د خيبر پښتونخوا ګورنر شوکت ا لله وايی پښتانه د حج او مزدورې لپاره د خپلو علاقو نه بهر وځي او زياتره پکښې عرب ملکونو ته ورځې خو که د پوليو وايرس هم دغسې په تيزې سره زياتيدو نو ويره لرې چې د عرب هيوادونه به خپل ملکونو ته په ورتګ په پاکستانيانو پابندې ولګوی
ګورنر وايي "دا ټوکه نه ده د عرب ملکونو يو شمير چارواکو راته پرله پسې داسې وييلې دي.[/quote:a5ee80eac1]

میرویس
17.01.2014

پتنګه، سلامونه
ورورګله، ته چې د طالبانو د سوډرتوب ځواب نلري، نو بیا د کرتو په منډيې روانیږي.
پر ځای ددې چې نه ځان وشرموی، او نه هم لوستونکو ته خپله اصیله بڼه وشيې، ولې طالبانو ته نه وايي، چې او زما وروڼو، ولې دالله دساتیرو، د اسلام ارشاداتو او دولس خیر ښګڼې ته غاړه نږدئ؟

ورورګله، داسې وخت به راشي، چې قبایل او پاکستان به نه یوازې د ترورویزم مرکز شي، بلکه د ساری مرضونو په مورینه به هم مشهور شي، او تر ټولو نه به یې پښتنو ته زیات تاوان ورسیږي.
د هغوی په ګناه کې ځان مه شاملوه.

دالاندې رپوټ ډیوې خپرو کړیدي:
=====
ډبليو ايچ او : پيښورټوله دنيا کې دپوليو لويې مرکز دى
دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال پيښور کې دپوليو ٤٥ کيسونه مخې ته راغلي دي.
17.01.2014
دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور په ټوله نړۍ کې دپوليو تر ټولو لويې مرکز گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې تيرکال پاکستان کې دپوليو رامينځته شوؤ کيسونو کې د٩٠ فيصد تعلق دپيښور سره ؤ.
دروغتيا دنړيوالې ادارې ترمخه په نړۍ کې پاکستان هاغه يواځينى هيواد دى چرته چې د٢٠١٢م په پرتله ٢٠١٣م کې دپوليو کيسونو کې اضافه رامينځته شوې ده.
پخپل يو جاري کړي بيان کې دروغتيا نړيوالې ادارې په ډاگه کړې ده چې دپوليو وائرس دسيمه ييز ريفرنس دليبارټرۍ ترمخه ٢٠١٣م کې د٩١ څخه ٨٣ؤ دپوليو دکيسونو تعلق په جنياتي توگه دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور سره ؤ.
ددغه بيان ترمخه افغانستان کې هم تيرکال دپوليو ١٣ کيسونه رامخې ته شوي چې پکې ١٢ؤ کيسونو کې هاغه وائرس شامل دى، کوم چې په پيښور کې موندل کيږي.
دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال پيښور کې دپوليو ٤٥ کيسونه مخې ته راغلي دي.
په کال ٢٠١٣م کې چې قبائيلي سيمو کې دخور شوي دغه وائرس له امله کوم ٦٥ ماشومان اغيزمن شوي ، دهغې اغاز هم دپيښور څخه شوى.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور، مردان ، چارسده اؤ صوابۍ اؤ قبائيلي سيمو کې په نزدې مياشتو کې دپوليو په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پوليسو عسکرو دوسله والو لخوا خونړي بريدونه شوي چې پکې گڼ شمير دپوليو کارکوونکي اؤ پوليس عسکر وژل شوي اؤ اکثره وخت دپوليو کارکوونکو دامنيتي انديښنو له امله ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو څخه هم ډډه کوي.
څيړونکي وائي تر نورو سيمو ددغه خطرناک وائرس دخوريدو مخنيوي لپاره به حکومت ته چټک اؤ موثره گامونه اخستل اؤ دپوليو دکارکوونکو لپاره سخت امنيتي تدابير نيول وي.
دروغتيا نړيوالې ادارې تجويز ورکړى چې صوبائي حکومت دې پيښور کې دپوليو دمخنيوي مهم بيا بيا وچلوي اؤ ددې دې سخته څارنه وکړي ، ترڅو دهيواد نورو سيمو کې ماشومانو ته دغه خطرناک وائرس خور نۀ شي.

میرویس
21.01.2014

السلام علیکم
دادی بیا د اسلام، تمدن او د انسان د خیر ښیګڼې نه غافلانو په کراچۍ کې د پولیو د واکسین د کمپاین په ډله په وسلوال برید کې د زنانه واکسیناتورانو په شمول درئ تنه وژلي دي.
پولیو د ماشومانو د فلج داسې مرض دئ چې یو وارې ماشوم فلج کړي، بیا تر ابده علاج نلري. دا مرض یوازې د غایطه موادو له لارې سرایت کوي.

ملګروملتونو په خپل رپوټ کې ویلی چې په پاکستنا کې د پولیو دمرض د ځپریدو په برخه کې اندېښنه لري. د منځني ختیځ ملکونو هم هلته د پاکستاني اتباعو د سفرونو په برخه کې اندېښنه ښودلې ده.

دا مرض په هند کې د محو او نابودۍ په حال کې دئ، او په افغانستان کې يې هم د پاکستان په نسبت زیات مخنیوئ شويدئ. بل یوازنئ ملک چې لاهم پولیو پکې شته نایجیریاده.
زموږ پښتانه باید ددې مرض د مخنیوي دپاره خپل ماشومان واکسین کړي، که نه خدای ناخواسته، په دنیا کې به مو رنګه بده شي.
په درناوي.

میرویس
22.01.2014

السلام علیکم
دا هم د چارسدې ولس، ټولو پښتنو، د پاکستان ولس او نړۍوالو ته دپولیو د مرض د مخنیوي په لاره کې د طالبانو صاحبانو بل سوغات.
====
خيبر پښتونخوا: د واکسيناتورانو پرامنيتي ټيم حمله کې٧ کسان ووژل

02.11.1392
د خيبر پښتونخوا د چارسدې په سر ډهېرو سيمه کې د پوليو ضد واکسين د واکسيناتورانو پر امنيتي ټيم بمي چاودنې، ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سيمې د امنيتي مسوولينو په وينا، د د چارسدې په سر ډهېرو بازارکې چهارشنبې په ورځ د پوليو واکسيناتورانو پر امنيت ګومارل شويو پوليسو پرموټر چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې د ٦پوليسو او يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ٧ کسان مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا، چاودېدونکي مواد په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو، چې د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي او په خبره يې، په چاودنه کې ٤ کيلو چاودېدونکي مواد کارېدلي وو.

د چارسدې د سيمه ييزو پوليسو مشر شفيع الله خان له ازادي راډيو سره په خپرو کې وويل، د واکسيناتورانو د امنيتي ټيم پر موټر هغه مهال چاودنه وشوه، چې هغه له بازاره د تېرېدو په حال کې و:

"په چاودنه کې د ٦ پوليسو او يو ١ په ګډون ٧ کسان مړه شوي دي او ١١ نور ټپيان دې، چې په کې ٤ پوليس او ٧ عام خلک دي. چاودېدونکي مواد په يوه موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي دي."

هغه وويل، پوليسو د سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې کړي دي.

په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو بېلابېلو ښارونو کې د پوليو پر واکسيناتورانو بريدونه ډېر شوي دي، چې له امله يې په دې هېواد کې د پوليو په ضد روان کمپاين ته سخته ضربه رسېدلې ده.

د سې شنبې په ورځ د دې هېواد په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د پوليو پر واکسيناتورانو بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې ٣ واکسيناتوران وژل شوي وو.

همدا راز د خيبر پښتونخوا په مانسهره کې هم پر دوى بريد شوى و، چې ١ واکسيناتور پکې وژل شوى و.

په روانه اوونۍ کې د خيبر پښتونخوا په ګډون په د پاکستان په نورو سيمو کې په ترورېستي پېښو کې ډېروالى راغلى، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني سرتېرو په ګډون عامو خلکو ته هم زيانونه اوښتي دي.

د يکشنبې په ورځ په بنو کې پر پاکستاني سرتېرو تر بمي چاودنې او د دوشنبې په ورځ په پېنډۍ کې د ددې هېواد د پوځ د عمومي قوماندانۍ ترڅنګ تر ځانمرګي بريد وروسته، پاکستاني جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو بمبماري کړي ده او د پوځي سرچينو په وينا، د جنګي الوتکو په بمباريو کې يې د سخت دريځه وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږ ٤٠ وسله وال وژلي او لسګونه نور ټپيان کړي دي.

که څه هم د پاکستان پوځي سرچينو په دې بمباريو کې د پاکستاني طالبانو د جګپوړي قومندان عدنان رشيد د وژنې ادعا کړې وه، خو د پاکستاني وسله والو طالبانو عمومي وياند شاهد الله شاهد د سه شنبې په ورځ د عدنان رشيد د وژنې ترديد کړى دى.

راپور: ذبيح شفق

دهزاد
22.01.2014

امریکایی ها کوشش میکند از طریق واکسین ها زنان ومردان مسلمانان را عقیم کنند ، چند دهه قبل وزیر امور خارجه امریکا کسینجر گفته بود ، که نفوس جهان سوم که الان بسیار زیاد است باید هفتاد درصد تنقیص شود

میرویس
22.01.2014

دهزاد صاحب، السلام علیکم
تاسې خپله دا خبره اول باید د اسنادو په ارائه کولو سره په کرسۍ کینوئ.
ستاسې ادعا هسې بې بنیاده او د سوډرو اوتې بوتې دي.
باید دا هم ثابته کړئ چې د پولیو واکسین ښخې او نارینه شنډوي؟
ورپسې باید دا هم په ثبوت ورسوئ چې د طالبانو سره مو د ملګرتیا په پلمه د پښتنو د بوټي ایستلو پسې پښې ندي لوڅې کړې؟

داسې ښکاري، چې تاسې نه یوازې دا چې پدې نه پوهیږئ چې خلک په ځان پورې خندوئ، بلکه د متداولو علومو نه ذره هم ستاسې په وجود کې نشته ده.
تاسې نه یوازې دا چې ځان طالبانو ته دوست معرفي کوۍ، بلکه د پښتنو او طالبانو سر سپرده دښمن هم یاستئ.

ستاسې افکارو عقاید، سلوک، طرز د تفکر، انصاف، عدالت، مسلماني او نور اوصاف د یوه نورمال او عادې انسان ندي چې دغسې ددښمنۍ نه ډک تبلیغ کوئ، چې دپښتنو اولادونه د ګوږڼ د آفت نه بچ نشي.

تاسې دا خبره ثابته کړئ، کومو نجونو او هلکانو چې د پولیو واکسین لکولئ دئ، هغوی عقیم شوي دي.
آلله دې روغ کړه.

pattang
22.01.2014

داخبره بې څه نده ! ميرويس ګله !
ته په صليبي اشغالګرو داسې مين یې
لکه خلقيان چې د لينين په کمونيزم مين وو او ددوی له لاسه مو کومه
خبره نشوی کولی ! چې کومه خبره به مو ددوی د مانيفست په خلاف
کيفي يا شعورې وکړه نو مونږ ته به یې ارتجاع ، د سې ای اې مخبر،
د ناتو اجنټ او يا به یې اخوانی ايډيالست اود اولس دوښمن راته وېلې
!! ياره څه منافقه چټله طافه وه او ده چې نه د ې تو زامن دي نه دکرې!
اواوس د سي ای آې شابی څټي !!
اوس به راشم ستا خبرو ته :
په دې کې شک نشته چې صليبي لا ګر او پلو د نفوس دزياتېدو مخه
نيسي او په خپلو ملکونو کې دکور په سر يو کوچنی او يا هيڅ اولاد
نغواړي ! خو د ديموګرا في demographie کموالی یې بيا صنعت
اوتوليداتو ته نقصان کوي چې دوی بيا کوشش کوي چې درانه توليدات،
اوتوماتيک او ديګيتال کړي خو د سروېس service په برخه کې تر
اوسه انسانانوته ضرورت لري او کوشش کوي چې هغه هم ماشيني
کړي نو ډېر انسانان دوی څه کوي؟ او هغوی ته څوک ډوډۍ آو کار
ورکوي ؟ له بلې خوا دوی وایې چې ډېر انسانان د چارپېريال دساتنې
environmental protection په نقص دي نو له دې کبله دانسانانو
کمښت ددوی راتلونکې ستراتيږي ده !!
څرنګه چې لویې امريکایې کانڅرن لکه :
blacksnow, blackstone , black bank .... وړې کم‍پنۍ
،بانګونه او دتوليداتو ځايونه اخلي نو هر کار چې کوي څوک مداخلت
نشي پکشې کولی او دنړۍ ۸۰٪ سرمايه د ۱۰ ٪ انسانانو په لاس کې
ده ، نو په سياسي پرېکړو کې یې څوک مخه نشي نيوی !

بحث بلې خواته کوږ شه ، خو پردې ټولو مردارويو کې Cia او دامريکې
دولت کونکي لاس لري نو له حقيقته لرې نده چې دمسلمانانو وژنه
دبهانې او ماجراجویې په دود وي .. ..

[quote:dad7061867="میرویس"]دهزاد صاحب، السلام علیکم
تاسې خپله دا خبره اول باید د اسنادو په ارائه کولو سره په کرسۍ کینوئ.
ستاسې ادعا هسې بې بنیاده او د سوډرو اوتې بوتې دي.
باید دا هم ثابته کړئ چې د پولیو واکسین ښخې او نارینه شنډوي؟
ورپسې باید دا هم په ثبوت ورسوئ چې د طالبانو سره مو د ملګرتیا په پلمه د پښتنو د بوټي ایستلو پسې پښې ندي لوڅې کړې؟

داسې ښکاري، چې تاسې نه یوازې دا چې پدې نه پوهیږئ چې خلک په ځان پورې خندوئ، بلکه د متداولو علومو نه ذره هم ستاسې په وجود کې نشته ده.
تاسې نه یوازې دا چې ځان طالبانو ته دوست معرفي کوۍ، بلکه د پښتنو او طالبانو سر سپرده دښمن هم یاستئ.

ستاسې افکارو عقاید، سلوک، طرز د تفکر، انصاف، عدالت، مسلماني او نور اوصاف د یوه نورمال او عادې انسان ندي چې دغسې ددښمنۍ نه ډک تبلیغ کوئ، چې دپښتنو اولادونه د ګوږڼ د آفت نه بچ نشي.

تاسې دا خبره ثابته کړئ، کومو نجونو او هلکانو چې د پولیو واکسین لکولئ دئ، هغوی عقیم شوي دي.
آلله دې روغ کړه.[/quote:dad7061867]

میرویس
24.01.2014

پتنګ ګله قربان دې شم، سلامونه او احترامونه.
تاسې به اوریدلې وي چې د نړۍ د روغتیایي چارو اداره یا ډبلیو اېچ او، دامیریکا دبین المللي انشاف اداره، روټرې انټر نشنل او د کوربه ملکونو د صحت عامې وزارټونه او مؤسسات په ګډه د پولیو پرخلاف میارزه پرمخ بیایي.

څو هفتې مخکې د ډبلیو اېچ او نماینده کندهار ته راغئ او د پښتنو په سیمو کې چې امتیاز یې افغان طالباتو ته م رسیږي، د پولیو د واکسیناسیون پرمختګ وستایه او ویې ویل چې د واکسین د عملي کیدو په وبرکت سږکال تردې وخته هلته د پولیو کومه واقع نده شوې.

اول خو دا چې، تاسې به هم لیدلې وي او خبر به یاستئ، چې په وطن کې چې چا دپولیو واکسین کړئ، ندي شنډ شوي، اوبله خبره داچې که لویدیزوال غواړي چې زموږ نفوس کم کړي، نو بیا ولي، د واکسین مرسته راسره کوي، د ولادت په وخت کې د میندو دمرګ اومیر په مخنیوي کېمرسته کوي، او ولې د مور او ماشوم پروکرامونه زموږ په وطن کې پر مخ بیایي؟

وروره دا ټولې خبرې، چې غربیان زموږ په مقابل کې هغه او دغه کوي، د افغانستان ددښمنانو دسیسې دي، چې افغانستان د پرمختګ نه محروم شي، او دوی دلته خپل اهداف پرمخ بوزي، اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.
آلله دې مل شه.

میرویس
20.03.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د نشن آن لاین انګریزي ژبې خپرونې لیکلي چې د ماشومانو د فالج یا پولیو واکسین چې ټاکل شوې وه دوې ورځې مخکې په خیبراېجنسي کې پیل شي، د واکسین په کارکونکو باندې د پاکستاني طالبانو تر چتر لاندې د وسله والو ډلو ټپلو د حملو او نور تشدد د اندېښنو په سبب و ځنډول شو.

د پولیو د واکسین کارکونکو ته د طالبانو لخوا متوجه خطره ددې سبب شوه چې یو لک او اوه ویشت زره ماشومان د واکسین نه محروم شي او ددې موزي مرض د خطر سره مخامخ شي.

څه موده مخکئ په اسلام آباد کې د نړیوالې روغتیایي مؤسسې نماینده وویل چې په نړئ کې په دریو ملکونو نایجیریا، افغانستان او پاکستان کې لام هم د پولیو ناروغي شته ده. خو په نایجیریا او افغانستان کې کال په کال ددې مرض واقعات کمیږي خو په پاکستان کې تر پوسږ نه سږ د پولیو پیښې زیاتې شویدي. دغه مؤسسه وایي چې ددې مرض اصلي مرکز پيښور دئ، ځکه چې طالبان د واکسین مخه نیسي او دا مرض کیداي شي د پښتون په مرض مشهور شي.

ګرانو وروڼو:
ما مخکې هم ویلي وو چې پښتانه غواړي واکسین وکړي، خو طالبان یې مخه نیسي. دا مرض باید دپښتانه په نامه نه، بلکه د طالب د مرض یا طالب ویروس په نومه مشهور شي، ځکه چې طالبان نه غواړي پښتون قام ددې مر دشر نه نجات ومومي.

نه یوازې د پولیو د مرض د مخنیوي په برخه کې، بلکه د ژوند په ټولو ساحو کې د پرمختګ د مخنیوي په مورد کې طالبان د پښون قام د غاړې طوق لعنت ګرزیدلي دي. دوی د خوسا مڼي حیثیت لري. باغبان چې په خره مڼې بار کړي کلی ته یې د خرڅلاو د پاره یوسي، نو کلیوال ګوري چې په بار کې فقط یوه مڼه خوسا ده. باغبان ته وایي چې وروره خر دې درسره وله، چې مڼې دې خوسا دي څوک یې نه درنه اخلي. طالبان په پښتون قام کې هغه خوسا مڼه ده چې نړیوال پښتون قام پرې ملامت کوي.

طالبان چې د پولیو کارکوني واکسین ته نه پریږي، پښتون ولس ته پکار دي چې خپل ماشومان کلنیکونو ته بوزې او واکسین یې کړي. یوځل چې پولیو ماشوم شل او شوټ کړي بیا یې علاج نه کیږي او تر ابده به همداسې معیوب وي. ددې مرض سرایت یوازې د ناروغ ماشوم د خړو متیازو له لارې سرایت کوي. ټول ماشومان او لویان باید پداسې ځایونو کې صحراګشت ته کې نني چې د اوبو منابعو ته نږدي. دوی باید په خپلو ډکو متیازو چونه واچوي چې د مرضو د سرایت مخه ونیوله شي.
په درنښت.

میرویس
24.03.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
ډیردخواشنۍ ځای دئ چې د طالبانو اود پولیو یا ماشومانو دفلج یا فالج د کیسې نه د بسو ګې د واده مسئله جوړه شویده. بسوګۍ سرکوځۍ کړۍتدئ واده کوي؟ نه سرخلاص یې کړئ واده يې ځنډطلئ دئ. بسوګۍ واده کوی او بسوګۍ واده نه کوي. نه بسوګۍ واده وکړ او نه یې کلي د توی غوښې وخوړې نه یي ډنګ ډنګ واورید.
پاکستاني طالبانو د پولیو دواکسن نه هم د بسوګۍ واده جوړ کړئ، ولس ګړوي او په لوی لاس د پښتون قام ماشومان د فلج دخطرسره مخامخ کوي.د افغانستان د طالبانو بلا دې پاکستاني طالبانو ته ورواړي. افغان طالبان ترپاکستاني طالبانو نه ډیر مترقي دي اود پولیودواکسن ملاتړکوي څکه چې په ګټه یې پوهیږي.

د پاکستان طالبان چې په کراتو مراتو یې ویلي چې ددوي امیرالمؤمنین ملامحمد عمر آخند دئ، د هغوی دا قول محض کذب دئ. دپاکستان طالبانو بیابیا د ملا محمدعمرآخندد اوامرو نه سرغړونه کړیده او کوي یې. په اسلام کې د خپل امر نه سر غړونه د يوه صادق مسلمان کار ندئ.

دا فغانستان طالبان، نه یوازې دا چې دپولیو د واکسین سره مخالفت نه کوي، بلکه حمایت یې هم کوي. پداسې حال کې چې د ملګروملتونو د یونیسیف ادارې بیا اندېښنه ښودلې چې په قبایلو کې د پولیو د واکسین د منع کیدو په وجه پدې سیمه کې د پولیو د ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دئ، دافغانستان د ننګرهار، کنړ، لغمان او بدخشان په ولایاتو کې د پولیو دواکسین درۍورځنۍ مجادله پیل شوه چې شپږلکه ماشومان به پکې واکسین شي.

په همدغو څلورو ولاستونو کې سږد پولیو یوه یوه واقع شویده. مقامات وایي چې دا هماغه کورنۍ دي چې پاکستان ته رفت او آمد لري. خو په پاکستان کې د پولیو
واقعات لسګونو ته رسدلي دي.
دا رپوټونه ډېوې او آزدۍ رادیو ګانو ورکړي.
http://www.voadeewaradio.com/content/pakistan-north-wazirsitan-polio-unicef/1877310.html

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more