د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د-بګرام-اوسېدونکو-د-بهرنیو-ځواکونو-پر-ضد-مظاهره-وکړه

pattang
06.01.2014

افغانستان 06 Jan 2014 لیکوال: وحید پاڅون

[img:24f8834803]http://nunn.s3.amazonaws.com/afghanistan/kabul/muzahira.jpg[/img:24f8834803]

نن ټکی آسیا: د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو
د بهرنیو ځواکونو د ناسم چلند او بې ځایه ځورونو په خلاف مظاهره
وکړه او له سیمې يې د دغو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه
وکړه.
د بګرام ولسوالۍ خلک په داسې حال کې د امریکايي او نورو بهرنیو
ځواکونو په خلاف غږ پورته کوي چې امریکايي پوځيانو په دې
وروستیو کې دلته پر یو ماشوم ډزې کړي وې او په پښو کې ټپي
کړی و.

د بګرام ولسوالۍ د پل پاده سیمې اوسېدونکي او د ژوبل شوي ماشوم
پلار عبدالهادي چې په دې مظاهره کې یې برخه لرله ، د ایتلافي
ځواکونو په ډزو د خپل زوی د ټپي کېدا کیسې داسې وکړه : د
پنجشنبې په ورځ ، درې بجې زموږ په سېمه کې د بهرنیو یرغلګرو
موټر د ولسوالۍ په لوري روان ول، زما اوه کلن زوی د سړک
څنډې ته ولاړ و، کوم غټ هلک بهرني عسکر د واورو ګزار کړی و،
چې سمدستې همدې خارجي عسکرو زما پر ماشوم او یوازیني زوی
ډزې وکړې او په پښو کې یې ووېشت.

د ماشوم پلار په غریو نیولې غږ وویل، که یې زما زوی را وژلی
وای ، ما به څه کول. که دا بهرنیان زموږ د امنیت لپاره راغلي
وي، نو بیا پر موږ او زموږ پر بچیانو ولي ډزې کوي، که زما بچي
دوی ویشتي هم وي، دوی حق نلري چې ورته ځواب ورکړي، ماشوم
خو آن د افغانستان په مدني قانون کې لا معاف شوي دي. زه حیران
یم چې دا بهرنیان څنګه پر ماشومانو ډزې کوي.
لاریون کوونکیو نه تنها پر دغه ماشوم له د بهرنیو عسکرو له ډزو
سر ټکاوه، بلکي د دوی په وینا په بګرام کې مېشت بهرني عسکر د
سیمي له اوسېدونکو په تېره له موټرو چلوونکو او سپرو سره ناسم
چلند کوي، ځوروي یې، د بې ګناه خلکو په کورونو چاپې اچوي او د
دوی څنګ ته هر تېریدونکی کس سخت ځوروي.
د سیمي یو بل اوسېدونکي او د داسې پېښو عیني شاهد وویل چې څو
ځلې یې په خپلو سترګو لېدلي، چې خارجي عسکرو پر ملکي او بې
ګناه خلکو ډزې کړي او ویشتلي يې دي.
لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې بهرني ځواکونه دې نور د سیمي له
خلکو سره ناسم چلند ودروي او نور دې د دوی سیمې ور پریږدي.

د یادونې وړ ده چې په تېر کې هم د بګرام سیمه یېزو خلکو د بهرنیو
ځواکونو پر ضد لاریونونه کړي، خو داسې بریښي چې چا یې پر
غوښتنو غوږ نه دی ګرولی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more