د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که طالبانو ندي کړي، نو چا وکړل؟

اتل
06.01.2014

السلام علیکم
طالبان او د هغوی بړیڅې تل تشې دعوی کوي، چې ګواګي د طالبانو مشر ملا محمد عمر د معارف پلوی دئ، او طالبان نه ښونځي ورانوی، او نه هم معلمین او متعلمین وژني. که په بنو کې د نجونو ښونځئ طالبانو په بمونو نه وی الوزولئ، نو دغه علاقه چې طالبان پکې فعال دي، دوی یې دې پیدا کړي چې چا کار کړدئ؟
دا لاندې خبر ډیوې خپور کړیدئ:
===
د راپورونو ترمخه د خيبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د جينکو يو سرکاري سکول په بمونو الوزول شوی دی .
د چارواکو په وينا د بنو په حويد علاقه کې د گل په سحرد جينکو په پرائمري سکول کې دوه زورورې بمي چاؤدنې وشوې ، چې له امله يې د سکول ودانی په مکمله توگه تباه شوی ده . او پېښې کوم زاني زيان نه دی اړولی .
له دې وړاندې هم د خيبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کې د هلکانو او جينکو په سلگونو سرکاري سکولونه په چاؤدنو الوزول شوي دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more