د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددوو طالبانو مناظره

اتل
06.01.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د طالبانو یو انتحاری، چې د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د ابراهیم خیلو ښونځي ته دننوتو هڅه کوله، د ښونځي یوه طالب العلم اعزازحسن، انتحاری پدې نیت ودراړه، چې ښونځي ته نننوزې او طالب العلمان چې د متداولو علومو ترڅنګ علوم دیني هم پکې زده کوي، ونه وژني.

انتحاري چې مغز شوئي شوې انپړ ؤ،ددیني او متداولوعلومو بوی هم نه ؤ ورباندې لګیدلئ، ددنیا نه بې خبره او یوازې د انتحارد فاڼوګرو دبیم انګازو یې په اندروني چاپیرچل کې ټالونه وهل، پدې چې پوه شو چېښونځي ته نشې ننوتلې، نويي د خپل واسکټ سویچ وواهه، خپل خان او اعزاز حسن یې په چاودنه کې والوزول او ویې وژل.

انتحار چې په اسلام کې حرام دئ او انتحاري ابدي دوزخي دئ، دا انتحاري په خپله مخه لاړ، او اعزاز حسن چې د لسګونو بې ګناه زده کونکو دمرګ او ژوبلې د مخنیوي په لاره کې يې ځان شهید کړ، هم په خپله مخه لاړ.

دانتحاری په اصطلاع طالب، او د ددینی او متداولو علومو دطالب اعزاز حسن دژوند داستان همدلته پای ته ورسید.
داهم طالب ؤ، او هغه هم طالب ؤ.

ملا محمد عمر آخند له یوې خوا خپلو پیروانو ته وعظونه کوي، چې بې ګناه خلک مه وژنئ، معارف د بنیاد د ړنګولو په عوض، معارف حمایه کړئ، او له بلې خوا د انتحاریانو د تدارک او استعمال دپاره فاڼوګر روزي چې ولسي خلک او د معارف اهل قتل کړي، او معارف ته سقوط ورکوي.

ددغسې پيښو د خبرونو د خپریدو وروسته، ملا محمد عمر هیڅکله نه څه ندي ویلي اونه يې دغسې دماکې د خپلو لارښونو او اسلام خلاف عمل بللې دئ. یا خو ملا محمد عمر ددنیا نه نا خبره چیرې په انزوا کې شپې سبا کوي، او دهغه په نامه دا موعظې بل څوک خپروي، او یا خو هم ملا محمد عمر دا ډرنامې د ولس ددوکې دپاره خپروي، او په حقیقت کې هغه پخپله ددغو غیراسلامي اعمالو رهبري او حمایه کوي.
په درناوي.
دا لاندې خبر دډیوې په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدئ.
====
هنگو : سکول باندې ځان مرگي بريد کې يو طالب علم وژل شوی
د خيبر پښتونخوا هنگو ضلعې په ابراهيم زۍ سيمه کې يو سرکاري سکول باندې ځان مرگي بريد کې يو طالب علم وژل شوی دی . بلخوا په بنو ضلع کې هم د جينکو يو سکول په بمونو الوزول شوی دی .
د خيبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کې وړاندې هم د هلکانو او جينکو په سلگونو سرکاري سکولونه په چاؤدنو الوزول شوي دي
06.01.2014
پېښور — د خيبر پښتونخوا هنگو ضلعې په ابراهيم زۍ سيمه کې يو سرکاري سکول باندې ځان مرگي بريد کې يو طالب علم وژل شوی دی . بلخوا په بنو ضلع کې هم د جينکو يو سکول په بمونو الوزول شوی دی .
د خيبرپښتونخوا په سويلي سيمه هنگو ضلع کې چارواکو په سکول باندې شوي ځان مرگي بريد کې د يو ماشوم د وژنې پخلی کړی دی .
د هنگو ضلعې د پوليس مشر ډي پي او افتخار احمد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته د پېښې په اړه وويل ، چې ځان مرگي بريد کوؤنکي د ابراهيم زۍ سيمې گورنمنټ هائي سکول ته دننه د ننوتلو هڅه کوله ، چې د سکول په گېټ ولاړ طالب علم اعزازحسن هغه ودرولو . او هم په دغه ځايې بريد کوؤنکي ځان والوزولو .
د ډي پي او افتخاراحمد په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې اعزازحسن ژوند دلاسه ورکړی دی . نوموړي زياته کړه ، د چاؤدنې په مهال سکول کې اسمبلي روانه وه ، او که ځان مرگي بريد کوؤنکی سکول ته په ننوتو کې کامياب شوی وی ، نو په غټه کچه زاني زيان به يې اړولی ؤ .
د مطبوعاتو ترمخه لشکرجهنگوي نومې ډلې د دغه پېښې پړه په غاړه اخيستې ده .
بلخوا ته د راپورونو ترمخه د خيبرپښتونخوا په بنو ضلع کې هم د جينکو يو سرکاري سکول په بمونو الوزول شوی دی .
د چارواکو په وينا د بنو په حويد علاقه کې د گل په سحرد جينکو په پرائمري سکول کې دوه زورورې بمي چاؤدنې وشوې ، چې له امله يې د سکول ودانی په مکمله توگه تباه شوی دی . او پېښې کوم زاني زيان نه دی اړولی .
له دې وړاندې هم د خيبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کې د هلکانو او جينکو په سلگونو سرکاري سکولونه په چاؤدنو الوزول شوي دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more