د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ورور وژنه څوک لمسوي؟

میرویس
02.01.2014

اسلام علیکم
د سوني او شیعه مسلمانانو تر منځ ورور وژونه، د اسلامي امت دپاره یوه فتنه ده، او داکار د شیطانانو او ابلیسانو کار دئ، چې به مسلمانانو کې درز واچوي. آیاد د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله علیه وصلم په زمانه کې دشیعه او سوني مذهبي فرقې موجودې وې؟
آیا شیعه او سوني دواړې فرقې د محمد کلمه ګويې ندي؟
آیا ددې فتنې داور لمبو ته ځوک لمن وهي او هدف یې څه دئ.

پدې فورم کې خو یو سړئ چې د پښتنو، تاجکو او هزاره وو چې اکثره یې شعه ګان دي، ترمنځ د نفاق او دښمنۍ د راپارولو په ډنډورویې خوله وشلیده ښاغلئ پتنګ دئ. چون په پاکستان کې د شیعه وو او سونیانو تر منځ دا روان تشدد سابقه لري، او زموږ په ملک کې الحمدولله دا فتنه نشته، ولې یې يتنګ راپاروي. آیا پتنګ افغان دئ، او که پاکستانئ، چې غواړې زموږ مک هم دده د ملک غوندې، پدې عذاب او فتنه اخته شي؟
په درناوي.
دالاندې خبر ډېوې رادیو خپور کړيدئ:
=====
کوئټه : د شيعه زائرينو په بس ځان مرگي بريد کې درې کسان وژل شوي
د بلوچستان ايالت مرکزي ښارکوئټې په اختر اباد سيمه کې د شيعه زائرينو په بس ځان مرگي بريد شوی ، چې په نتيجه کې يې درې کسان مړه او دېرش نور ژوبل شوي دي . ژوبلو کسانو کې زنانه ، ماشومان او پينځه پوليس هم شامل دي .
د چارواکو په وينا ځان مرگي بريد کوؤنکي په اختر اباد سيمه کې قمبراني سړک باندې د زائرينو د بس نه د بارودو ډک گاډی تمبولی دی
TEXT SIZE
01.01.2014
کوئټه —
د بلوچستان ايالت مرکزي ښارکوئټې په اختر اباد سيمه کې د شيعه زائرينو په بس ځان مرگي بريد شوی ، چې په نتيجه کې يې درې کسان مړه او دېرش نور ژوبل شوي دي . ژوبلو کسانو کې زنانه ، ماشومان او پينځه پوليس هم شامل دي .
د کوئټې د پوليس مشر ډي ائي جي سيد احمد مبين د پېښې په اړه وئيلي ، د شورو په ورځ د شيعه زائرينو نه ډک بس د ايران نه کوئټې پله راروان ؤ ، چې د اختر اباد په سيمه کې پرې ځان مرگي بريد وشو .
د چارواکو په وينا ځان مرگي بريد کوؤنکي په اختر اباد سيمه کې قمبراني سړک باندې د زائرينو د بس نه د بارودو ډک گاډی تمبولی دی . ډي ائي جي مبين وئيلي ، د پېښې د ځايې نه ورته د ځان مرگي بريدگر پېښې ترلاسه شوي دي .
د راپورونو ترمخه پېښه کې ژوبل کسان نزدې بولان ميډيکل کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي . او روغتون کې بيړني حالات په ځايې کړی شوي دي . روغتون کې د کومې بدې پېښې د ويرې د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د زائرينو په بس شوې چاؤدنه دومره زوروره وه ، چې بس سره نزدې د پوليس موبائيل يې هم تباه کړی دی .
د ډي ائي جي مبين ترمخه بس باندې د چاؤدنې وروستو اوور لگېدلی ، او د اوور مړ کولو دپاره د کوئټې نه فائربريگېډ يا اوور مړؤنکي گاډي موقعې ته رسېدلي دي ، چې اوور مړ کړي .
د چارواکو په وينا د پېښې وروستو پوليس او د ملېشې ځواکونه علاقې ته رسېدلي دي . او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستې . ولې له دې وړاندې په شيعه مسلمانانو د ترسره شوؤ زياتره بريدونو زمه لشکر جهنگوي نومې ډلې قبوله کړې ده .
د شيعه مسلمانانو ډلې مجلس وحدت المسليمين د اختر اباد د پېښې غندنه کړي ، او په پېښه يې د درې ورځو د وير اعلان کړی دی .
د پاکستان کړکېچ سره مخ صوبه بلوچستان کې له دې وړاندې هم دغه رنگ پېښې رامنځته شوي دي ، او د شيعه زائرينو ايران ته تلونکو او بيرته ستنېدونکو گاډو باندې بريدونه شوي دي . او د کوئټې په هزاره تاؤن کې هم څو ځله شيعه مسلمانانو باندې حملې شوي دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more