نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خطرناک بندي
watan jan
30.12.2013
بندي چې دوو تنو عسکرو ترمټو نیولی وو د زولنو له شرنګ شرونګ سره یي دتحقیق کوټې ته دننه کړ ، د کوټې په منځ باندې لرګین میز ایښی وو ، چې دواړو خواوو ته یې یوه یوه څوکي ایښودل شوې وه ، د چپې خوا په څوکۍ یو پنډسری ، سوروزمه امریکایي چې ججوری یې راځړیدلی وو ناست وو ، بندي یې همدې سړي ته په مخامخ څوکۍ کیناوو ، دپښو زولنې یې دمیز له اوسپنې سره په قلف وصل کړې او لاسونه یې شاته وروتړل ، دبندي له سترګو یې ړندې عینکې ایسته کړي ، بندي سترګې ورپولې ، یوه بله خوا یې وکتل ، له دوو تنو موظفو سرتیرو پرته چې نوموړی یې دتحقیق ترخونې رارسولی وو ،
یو بل برچه پک عسکر هم دخونې په بر سر کې ولاړ وو ، له څنګ سره یې یو بل تن چې ګڼ سپین کاغذونه ورته ایښي وو او قلم یې په ګوتو کې ښوراوو ، ده ته یې په وحشت کتل ، لږ وروسته یو بل تن چې له څيرې امریکایي نه ښکارېده هم اطاق ته راننوت ، دمخامخ سړي له څنګ سره یې څوکۍ کیښوده او کیناست .
بندي چې سترګې یې رڼا ته ځمبولې لا یې دخپلې شاوخوا جاج نه وو اخیستی ، چې مخامخ په څوکۍ ناست امریکایي د سر له ویښتانو ونیو او ځان ته یې متوجه کړ ، دامستنطق وو چې له همدې ځایه یې دڅنګلوري ترجمان په مرسته له بندي سره خبرې پیل کړې ، او د دوهم امریکایي لخوا ټکي په ټکي لیکل کیدلې .
مستنطق : داکوم ځای دی
بندي : نه پوهیږم . . . باګرام به وي .
ـــ زه څوک یم ؟
ـــ نه دې پیژنم ؟
ـــ ښه اوس به مې وپیژنې ، خو ګوره سترګې بل خواته وانه ړوې مخامخ به ماته ګورې ، او زما دپوښتنو ځواب به راکوې ، سر دې ښه رانېغ کړه ، ټول حواس ماته متوجه کړه او ډیر پام کوه چې حتی دسترګو له کونجونو هم بله خوا ونه ګورې !!
ـــ سمه ده ، کوښښ به وکړم ، ترهغو چې تا سترګې نه وې اړولي سترګې به وانه ړوم .
ـــ زه سترګې نه اړوم ، زه دسترګو په جنګ کې اوږده تجربه لرم ( په خندا )
امریکایي مستنطق په څوکۍ کې وښورېده ، اوږې یې وڅنډلې او بیا یي نو څنګلې په میز ولګولې او له بندي څخه یې پوښتنې داسې پیل کړې .
ـــ نوم دې څه دی ؟
ـــ محمد نور
ـــ دکوم ځای یې ؟
ـــ دهلمند .
ـــ په هلمند کې دکومې ولسوالۍ یې ؟
ـــ دسنګین .
بندي چې مخامخ یې مستنطق ته کتل او پوښتنې یې ځوابولې په دې پوه شو، چې له ژباړې وروسته یې خبرې دبل څنګلوري امریکایي لخوا لیکل کیږي ، نوځکه یي ځان سمبال او ځوابونو ته اماده کړ .
ـــ ولې ونیول شوې ؟
ـــ نه پوهیږم ، له هغوی نه یې وپوښتئ چې نیولی یې یم .
ـــ تا څه کول چې ونیول شوې
ـــ په جنګ کې ونیول شوم
ـــ ښاااا ( په خوښۍ ) له چاسره دې جنګ کاوو ؟
ـــ له برتانویانو سره
ـــ ښه یعني له برتانوي ځواکونو سره دې جګړه کوله او ونیول شوې ؟
ـــ هو بالکل
ـــ نو له برتانویانو سره ولې جنګېدې ؟
ـــ دا پوښتنه دې له خپل پلاره وکړه !
ـــ احمقه ! ( په غوسه ) له خولې سره دې پام کوه ، ته دتحقیق میز ته ناست یې ،دا څه وایې !
ـــ سم درته وایم ، ته یو امریکایي یې ، نو له خپل پلار او نیکونو دې پوښتنه وکړه ، چې داتلسمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې ولې له برتانویانو سره جنګېدل .
ـــ په ۱۷۷۰ یمو کلونو کې زموږ داستقلال جګړې یادوې !
ـــ هو هو هماغه جګړه یادوم ، له برتانوي استعمارګرو سره دامریکایانو جګړې . .
مستنطق په چورت کې ډوب شو ، شونډه یې ترغاښ لاندې کړه او دسترګو ګاټي یې په داسې ډول نامعلوم جهت ته وڅرخول ، لکه دکوم شي په اړه چې ژور فکر کوي ، بندي ورباندې غږ کړ .
ـــ اوس خو تاسترګې واړولې ، په خبره مې لکه چې پوی نه شوې .
ـــ په خبره دې پوه شوم ( په بایللي غږ ) اجازه راکړئ ووایم ، چې د برتانوي ښکیلاک او استثمارګرو په وړاندې زموږ د ویاړمنو نیکونو مبارزه داستقلال مبارزه وه ، ځکه برتانویانو زموږ خاوره اشغال کړې وه .
ـــ نو ته وا هلمند زما خاوره نه ده او برتانویانو نه ده اشغال کړې ؟
ـــ داشغال او مرستې ترمابین توپیر شته ، موږ او دبرتانیا په شمول نور ګډ ځواکونه دلته دمرستې لپاره راغلي یو ، او غواړو تاسو ته امنیت راولو ، ستاسو هیواد ودان کړو ، او په مهذب کیدلو کې درسره مرسته وکړو .
ـــ مرسته ، ودانول او متمدن کول . . . هههههه . . . څومره زوړ منطق . . دا منطق تقریبا دوه نیم سوه کاله عمر لري ، چې دلویې بریتانیا دمستعمراتو د وزارت دتیوریسنانو لخوا جوړ شوی دی ، ستاسو ملي مشر انو جورج واشنګټن او تامس جفرسن دبرتانوي اشغالګرو دغه منطق په رسمیت نه پیژاند نوځکه یي دهغوی داستعمار په وړاندې وسله اخیستي وه ، آیا ددې مطرود منطق په منلو سره تاسو دخپلو نیکونو له لارې سرغړونه نه ده کړې ؟؟
دمستنطق سترګې بیا زیړې شوې ، تحقیق لیکونکي میرزا هم لیکل درولي وو ، ترجمان د بندي او مستنطق ترمنځ داسې حیران شو ، لکه دماشوم چې د پلار او مور سره جنګ شي .
مستنطق چې د بندي خبرو ترې لار ورکه کړې وه دځان خلاصولو په دود یې وویل .
ـــ فکر کوم تاسو په غلطۍ نیول شوي یاست چې دومره غصه یاست
ـــ نه هیڅکله نه ، لکه څرنګه مې چې درته وویل زه له بهرنیو عسکرو سره جنګیدلم چې ونیول شوم .
ـــ چې داسې ده ستاسو تحقیق ته ضرورت نشته ، ځکه تاسو په خپل جرم اعتراف لرئ
ـــ که استقلال غوښتنه جرم وي ، نوستاسو نیکونه او مشران زما جرمي شریکان وو .
ـــ په تاریخ کې خو بیخي استاد راته ښکاره شوئ
ـــ مګر تاسو یې دشاګردۍ تکلیف هم نه دی ګاللی
ـــ هغه څنګه ؟
ـــ که تاسو لږ هم تاریخ لوستی وای دلته دراتګ زحمت به مو نه کاوو ، ځکه زموږ هیواد ته همیشه له تاریخ څخه ناخبره دجغرافیې شاګردان راځي .
ـــ بس بس ، نور دې خوله بنده کړه ، کنه دربندوم یې
ـــ تاسو زما خوله بندولای شئ ، خو زما داولس غږ نه شئ خاموش کولای .
ـــ اولس دې هم ستا غوندې احمق دی ، چې یوازې یې دازادۍ او استقلال نوم زده کړی دی ، دنیا اسمان ته ورسیده ، خو تاسو لا هم دازادۍ لپاره مرګ قبلوئ .
ـــ په دې حماقت کې زه یوازې نه یم بلکې تاسو هم داحمقانو نسل یاست ، ځکه ستاسو داستقلال دیوه وتلي مبارز پتریک هنري دا جمله اوس هم مشهوره ده ، چې ۱۷۷۵ م کال کې یې په ویرجینیا کې یوې غونډې ته ویلي وو ( په دې دوو شیانو کې یو ماته خامخا راکړئ آزادي او یا هم مرګ )
دمستنطق په خوله کې لاړې وچې شوې ، عسکر ته یې امر وکړ چې زرتر زره بندي له اطاق څخه وباسي ، بندي یوځل بیا زولانه او له اطاق څخه وایستل شو ، مستنطق سګریټ ولګاوو او کاتب یي وپوښت : څه دي ولیکل ؟
کاتب : یوازې دبندي نوم او ځای
ـــ یوازې همدا ؟
ـــ هو نورې خبرې یې دلیکلو وړ نه وې
ـــ رښتیا هم ډیر ژبور وو ، مګر زه به یې هم خوښ شم .
مستنطق سګریټ ته کش ورکړ ، او ترجمان یې دسترګو په اشاره له کوټې څخه رخصت کړ ، یوه شیبه په چورت کې ډوب شو او بیا یې کاتب ته وویل ، دتحقیق فورمه پریږده ، په فوق العاده ورقه باندې قضایي ټیم ته ولیکه ، چې دمحمدنور په نامه خطرناک بندي که د ځانګړو روغتیاپالانو لخوا د زهري پیچکارۍ په واسطه اعدام نه شي ، نو له بګرام څخه دانتقال په صورت کې په ګوانتانامو کې هم جنجال جوړولای شي .
سبا همدا وخت دقاضیانو او پلټونکو په غونډه کې همدا حکم تائید شو ، دمحمدنور دوسیه چې داشدمحرم مهر ورباندې وهل شوی وو ، داعداموونکې ډلې نماینده ته وسپارل شوه ، په دې غونډه کې مستنطق هم حاضر وو، نوموړی ددې لپاره قضایي غونډې ته رابلل شوی وو ترڅو دمحمدنور دتحقیق دجریان جزیات بیان کړي ، نوموړی چې دمشر قاضي له څنګ سره ناست وو په اوږده کوچ یې څنګ لګولی وو او په مخامخ دیوال ورته یوه ښایسته تابلو ځړېده ، دا په لاس رسم شوی انځور دامریکا داستقلال د اعلامیې دلیکوال او ملي مبارز تامس جفرسن وو ، چې ترې لاندې یې دنوموړي مشهوره مقوله لیکل شوي وه ( دځمکې دمخ هر انسان او انساني ټولنه دازادۍ او مستقل حکومت حق لري - تامس جفرسن ۱۷۹۰ ع)
پای
۱۴۳۵/۲/۲۷هـ ق
ذره بین