د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حقیقي شهید څوک دئ؟

اتل
27.12.2013

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
پروردیګار عالمیان ویلي، څوک چې د اسلام د ترویج او پراختیا، اسلامي احکامو او ارشاداتو د تفسیر او تبلیغ په لاره کې جدو جهد کوي، او پدې چار کې ووژل شي، شهید دئ.

خو هغه څوک چې د خپلو ناروا اهدافو د پوره کولودپاره، د اسلام نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي دهغوی تقدیر به څنګه وي.
دا لاندې خبر بي بي سي خپور کړیدي:
=====
هلمند کې د جومات ملا وژل شوی
د خپريدو وخت: 04:55 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی

ناپېژاندو وسله والو په سوېلي ولایت هلمند کې د یوه مسجد امام په ډزو وژلی او برید کوونکی تښتېدلي دي.
چارواکي وایي چې وژل شوی ملا خلک سولې ته د رابللو او پر وسله والو ډلو د سختو نیوکو له امله وژل شوی.
تر اوسه کومې ډلې ددغه ملا د وژنې مسؤولیت نه دی منلی.


Re: حقیقي شهید څوک دئ؟

pattang
27.12.2013

[quote:b14539f21f="اتل"]قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
پروردیګار عالمیان ویلي، څوک چې د اسلام د ترویج او پراختیا، اسلامي احکامو او ارشاداتو د تفسیر او تبلیغ په لاره کې جدو جهد کوي، او پدې چار کې ووژل شي، شهید دئ.

خو هغه څوک چې د خپلو ناروا اهدافو د پوره کولودپاره، د اسلام نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي دهغوی تقدیر به څنګه وي.
دا لاندې خبر بي بي سي خپور کړیدي:
=====
هلمند کې د جومات ملا وژل شوی
د خپريدو وخت: 04:55 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی

ناپېژاندو وسله والو په سوېلي ولایت هلمند کې د یوه مسجد امام په ډزو وژلی او برید کوونکی تښتېدلي دي.
چارواکي وایي چې وژل شوی ملا خلک سولې ته د رابللو او پر وسله والو ډلو د سختو نیوکو له امله وژل شوی.
تر اوسه کومې ډلې ددغه ملا د وژنې مسؤولیت نه دی منلی.[/quote:b14539f21f]

خدای پاک دې وبخشي که پاک وي نو فاسدينو او cia به وژلی وي
او که جاسوس او دنبوي شرعي غل وي نو جهنم دې جای شي
او دجاسوس مرګ روادی !!


اتل
08.01.2014

السلام علیکم
پتنګ صاجب، تاسې کیفي خبرې کړیدي، پداسې حال کې چې غوا توره پۍ یې سپينې.
دمسجد امام چې خلک سولې ته وربولي، او پر وسلوالو ډلو سخت انتقادونه کوي، څوک به یې وژني؟ دا خو اظهرو من الشمس ده، چې د طالبانو نه پرته بل څوک به دا کاراکوي؟
خدای تعالا خو چا په سترګو ندئ لیدلئ، د صنع او قدرتونه یې پیژني.
دې سوال ته دې هم ځواب ندئ ویلئ:
هغه څوک چې د خپلو ناروا اهدافو د پوره کولودپاره، د اسلام نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي دهغوی تقدیر به څنګه وي؟
الله مو مل شه


pattang
08.01.2014

ګوره خبرې به سپينې کوو !
اول خو دمسجد دملا قاتل ندی مالوم، ګمان او تور حرام دي !
که سوله داسې وي چې دالر واخله ټوپک کېږده او صليبيان پرېږده
نو داسې خلک واقعا هم طالبان نه پرېږدي !

[quote:c1a0a124c6="اتل"]السلام علیکم
پتنګ صاجب، تاسې کیفي خبرې کړیدي، پداسې حال کې چې غوا توره پۍ یې سپينې.
دمسجد امام چې خلک سولې ته وربولي، او پر وسلوالو ډلو سخت انتقادونه کوي، څوک به یې وژني؟ دا خو اظهرو من الشمس ده، چې د طالبانو نه پرته بل څوک به دا کاراکوي؟
خدای تعالا خو چا په سترګو ندئ لیدلئ، د صنع او قدرتونه یې پیژني.
دې سوال ته دې هم ځواب ندئ ویلئ:
هغه څوک چې د خپلو ناروا اهدافو د پوره کولودپاره، د اسلام نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي دهغوی تقدیر به څنګه وي؟
الله مو مل شه[/quote:c1a0a124c6]


اتل
15.01.2014

السلام علیکم
پتنک صاحب، هغه د شپانه او د لیوه کیسه ده. یوه ورځ شپانه په کلي چیغه ګډه کړه چې لیوه راغئ، لیوه راغئ تولې میږې یې مردارې کړې. د کلي خلک د طبرونو، ټوپکو، لرونو، او یومونو سره ورغلل، خو شپانه ورته وویل چې لیوه خو وتښتیده.

شپانه څو څله همدا کیسه تکرار کړه، او خلک بیابیا د شپانه مرستې ته ورغلل.
بل ځلې رښتیا لیوه په رمه ګډ شو، او شپانه ډیرې بغارئې ووهلې چې هله راشئ لیوه رمه تباه کړه. کلیوالو ته چې د شپانه دروغ ثابت شوی وو، د شپانه په نارو سرو یې غوږ هم ونه ګراوه. داځل چې رښتیا لیوه په رمه ګډ شوي ؤ ډیرې میږې او پسونه یې ووژل او وداړل.

پتنګه وروره، طالبان اوس له هغه شپانه، نه بدتره شویدي، او ولس د طالب قبر په هدیره کې پيژني، طالب چې ووايي، خدای یو دې، اول خلک فکر کوي، چې که دا خبره د طالب وي، نو له سره غور پرې پکار دئ.
تاسې ته دې الله خیر درکړي.


watan jan
15.01.2014

وايٍي چي شیان په خپلو اضدادو پیژندل کیږي
چي د سنټکام ایجنټانو پري خفه دي ګومان کیږي چی ملا هسی تش ملا نه وه
که نه نو تیره میاشت د سروبي ولسوالۍ داوزبین سپیرکنډي په کلي باندي یرغلګرو دچاپې پرمهال یې دکلي ملاامام (مولوي حیات الله )شهیدکړ اویوبل تن ولسي وګړی یې ژوبل کړ چي وروسته هغه هم دژوروټپونوله امله په شهادت ورسید
خو د سنټکام ایجنټانو یی په شهادت غوږونه مړه او ځانونه ناخبره واچول


اتل
23.01.2014

وطن جانه سلامونه
ددې خبر چې تاسې یې یادونه کړیده، د خپریدو منبع ولې نه ورکوئ، او نور جزئیات یې؟
د وژل شوي ملا سیاسي او مذهبی فعالیتونه څه وو او ولې وژل شوی ؤ؟

[تیره میاشت د سروبي ولسوالۍ داوزبین سپیرکنډي په کلي باندي یرغلګرو دچاپې پرمهال یې دکلي ملاامام (مولوي حیات الله )شهیدکړ اویوبل تن ولسي وګړی یې ژوبل کړ چي وروسته هغه هم دژوروټپونوله امله په شهادت ورسید].

دغسې نومونه هرڅوک خپرولئ او ادعاګانې کولای شي. کیدای شي دا ستاسې د تخیلي چاپیرچل محصولوي، او د پل د غلطولو دپآره یوه پلمه وی او بس. ادعا چې کوئ د ثبوت سره یې وړاندې کړئ او جزئیات یې ور کړئ.
مننه.


pattang
23.01.2014

داخبره خو طلوع tv او دفاسد دولت مېديا هم خپره کړې ده خو دې
دېجيتل اربکيان ،د سې ای اې په کارو دومره بخت دي چې tv
هم نشي کتلی اوليدلی !!!

[quote:be436231fb="اتل"]وطن جانه سلامونه
ددې خبر چې تاسې یې یادونه کړیده، د خپریدو منبع ولې نه ورکوئ، او نور جزئیات یې؟
د وژل شوي ملا سیاسي او مذهبی فعالیتونه څه وو او ولې وژل شوی ؤ؟

[تیره میاشت د سروبي ولسوالۍ داوزبین سپیرکنډي په کلي باندي یرغلګرو دچاپې پرمهال یې دکلي ملاامام (مولوي حیات الله )شهیدکړ اویوبل تن ولسي وګړی یې ژوبل کړ چي وروسته هغه هم دژوروټپونوله امله په شهادت ورسید].

دغسې نومونه هرڅوک خپرولئ او ادعاګانې کولای شي. کیدای شي دا ستاسې د تخیلي چاپیرچل محصولوي، او د پل د غلطولو دپآره یوه پلمه وی او بس. ادعا چې کوئ د ثبوت سره یې وړاندې کړئ او جزئیات یې ور کړئ.
مننه.[/quote:be436231fb]


اتل
29.01.2014

سلامونه پتک جانه
تا خو په کراتو مراتو د طلوع تلویزیون ته د ګډاګې رژیم او خارجي استخباراتو د اجنټ خطاب کړي، او دغه راز افغان حکومت هم د خارجیانو نانځکه بولې، نو بیا څنګه شول چې اوس یې د میډیا په خبره باور لوي؟

پدې کیسه کې ددوو رازونو نه یو نغښتئ دئ. یا خو دې بیا دا حقیقت ثابت شو، چې کاردې د نمامۍ، او منافقت نه پرته بل څه ندي، او یا خو هم، هرڅوک چې د طالبانو په برخه کې کوم حقایقبرالا کړي، ته یې یا کمونست بولې، او یا د سي آی اې اجنټ.
په دواړو حالاتو کې ستا دسیسې او مکر خلکو ته افشا کیږي، او ته نور په فورم کې د لیکلو جوګه نه یې، او نه هم د باور او اعتبارخاوند.
الله دې تاسې اصلاح کړي.


pattang
29.01.2014

دابه رښتيا هم دخلکو تر سياسي شعوره پورې تړلې وي چې
دفاسد دولت او د cia دچړيانو خبرې مني او که دهغه چاچې
په خپل هېواد کې پردۍ قوه او دهغوی لاسپوڅي فاسدين اجنټان
نه غواړي !
تا يووارې هم داشغالګرو وژنې يادې نکړې او په درونو او ترور
یې وياړ کوې او ستایې !!
دغه بری ليک چې تا ماته ليکلی دی ،خپل فاسد دولت ، ځان او
صليبيانو ته يې ورکړه !

[quote:185abf4357="اتل"]سلامونه پتک جانه
تا خو په کراتو مراتو د طلوع تلویزیون ته د ګډاګې رژیم او خارجي استخباراتو د اجنټ خطاب کړي، او دغه راز افغان حکومت هم د خارجیانو نانځکه بولې، نو بیا څنګه شول چې اوس یې د میډیا په خبره باور لوي؟

پدې کیسه کې ددوو رازونو نه یو نغښتئ دئ. یا خو دې بیا دا حقیقت ثابت شو، چې کاردې د نمامۍ، او منافقت نه پرته بل څه ندي، او یا خو هم، هرڅوک چې د طالبانو په برخه کې کوم حقایقبرالا کړي، ته یې یا کمونست بولې، او یا د سي آی اې اجنټ.
په دواړو حالاتو کې ستا دسیسې او مکر خلکو ته افشا کیږي، او ته نور په فورم کې د لیکلو جوګه نه یې، او نه هم د باور او اعتبارخاوند.
الله دې تاسې اصلاح کړي.[/quote:185abf4357]


اتل
05.02.2014

سلامونه پتنګه
وروره ته دې کورتو په منډیي روان یې. دلته د سیاسي او عادي شعور خبره نده مطرح، بلکه د حق او باطل، روا او ناروا، دروغ او رښتیا، صداقت او منافقت او راستکارۍ او خدعې خبره مطرح ده.

ته نه یوازې افغان مطبوعات غندې ، بلکه غربي مطبوعات هم غندې، خو هر یو ددغو دواړو نه چې د کابل د حکومت په ضد څه ووایي بیا په پټو سترګو ورټوپ کړې او خبره یې د طالبانو په ګټه را اړوې. ټه هم پښت خورې او هم تولۍ وهي. دواړه یو ځای نه کیږي.


pattang
05.02.2014

اتل جانه!
ماد کورتو لاره نيولې تا د دالرو او درواغو او چپي چلا کي !
وروره نه کنځلې ګټه لري او نه درواغ !
ته دې حق او باطل خبرې کوي ! کوم حق او باطل ايا دغه فاسقين
چې رشوت خوري، مځکې په زور نيسي ، فحشا کوي او په کار هم
نه پوهيږي ،جنګي جنايتکاران دي او په قدرت دي نو څرنګه به حق او
باطل مطرح وګرځي ! او که هدف د طالبانو په خلاف پروپاګنده ده
چې طالبان تخريب کړې ! وروره سر دې خوټو ته واچوه !
تر څو چې رهبرې ددې چټلو په لاس کې وي او د اشغالګرو سره
اتڼ کوي حق او باطل هېر کړه !
هو که طالبان په قدرت راشي بيا دحق او باطل مسئله حل کوي !

[quote:48d30d38a0="اتل"]سلامونه پتنګه
وروره ته دې کورتو په منډیي روان یې. دلته د سیاسي او عادي شعور خبره نده مطرح، بلکه د حق او باطل، روا او ناروا، دروغ او رښتیا، صداقت او منافقت او راستکارۍ او خدعې خبره مطرح ده.

ته نه یوازې افغان مطبوعات غندې ، بلکه غربي مطبوعات هم غندې، خو هر یو ددغو دواړو نه چې د کابل د حکومت په ضد څه ووایي بیا په پټو سترګو ورټوپ کړې او خبره یې د طالبانو په ګټه را اړوې. ټه هم پښت خورې او هم تولۍ وهي. دواړه یو ځای نه کیږي.[/quote:48d30d38a0]


اتل
07.02.2014

السلام علیکم
آزموده را، آزمودن خطاست.
که طالبانو خپله څیره نه وای ښودلې، نو ددې امکان ؤ چې خلکو هغوی یو ښه بدیل بللئ واي.
خو طالبانو خپله څیره ښودلې او هیڅ یو مسلمان، اصیل او وطنپرست افغان دوی بیا نشي منلئ، ځکه چې عادي افغانانو ولیدل چې طالبانو په ملک باندې څه ټکه را نازله کړه، او ديني عالمانو او نورو لوستو افغانانو هم ولیدل چې طالبانو دین څومره ریشخند کړ، او د خپلو خارجي بادارانو په امر یې هم د اسلام سره خیانت وکر، او هم د ملي منافعو سره.
پتنکه لوی شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more