د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لوبې پای، امریکا ځي، که پاتې کېږي؟ – حزب الله اتل

م . ق
23.12.2013

(ډېر د شکر ځاي دی چې افغانان په سیاست کولو پوه شول، دا لیکنه د افغانانو د سیاسي پوهې او نبوغ ښکارندوي کوي، ولله الحمد)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

http://www.taand.com/archives/16080

د امریکا د نابالغې لوبې د پای وخت را ورسېد، ولسمشر کرزي ویلي؛ امریکا ورسره منلې، چې عسکر به یې د افغانانو کورونو ته نه ننوځي، خو د امنیتي تړون په اړه د دوو شرایطو له ډلې یو یې لا هم د جنجال ټکی دی.

د کورونو تالاشي او له افغان سولې سره د امریکا د مرستې تضمین هغه دوه لوی شرایط و، چې ولسمشر کرزي په کابل کې د مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د افغان لوري لخوا امریکا ته وړاندې کړل.

په ولسمشر کرزي د فشارونو په لړ کې امریکا هڅه لري زر تر زره دا تړون لاسلیک کړي، خو خبره د شرایطو منلو ته پاتې ده.

د امریکایي ځواکونو د اېستو اخطار، د ناټو د غړو هېوادونو ګواښونه، اقتصادي نا انډولتیا او ۹۰ یمې لسیزې ته د افغانستان د غورځولو راپورونه ټول د فشارونو له کڅوړې را توی شول.

د نومبر په ۲۵ د امریکا د ملي امنیت مشاورې سوزن راېس کابل ته د خپل سفر پرمهال د افغان لوري د غوښتنو په ځواب کې ویلي و، چې امریکا به له افغان سولې سره مرسته کوي او د افغانانو د کورونو له تالاشۍ به هم تېرېږي، خو هله چې دوه اړخیز امنیتي تړون ورسره لاسلیک شي.

امریکا لومړی د تړون لاسلیک غواړي، خو په مقابل کې یې افغانستان لومړی د شرایطو د عملي کولو په برخه کې د ژمنو لپاره له امریکا د تضمین غوښتونکی دی.

امریکا د ولسمشر کرزي شرایطو ته ډېره اماده نه ښکاري او ددې دوه اړخیز اعتماد د بحران په اړه هله هر څه سپین میدان ته راوتلل، چې ولسمشر کرزي د مشورتي لویې جرګې په ورځ په ښکاره وویل: امریکا په ما او زه په هغوی اعتماد نه لرم!

افغانستان د اعتماد پدې بحراني څپه کې هڅه لري له امریکا د افغان سولې په اړه تضمین ترلاسه کړي او دا په امریکا د اعتبار بایللو وروستی حد ښیي.

امریکا لپاره له نیمګړي افغان ماموریت د تېښتې امکان ځکه کم ښکاري، چې د امریکایي کانګرېس لخوا د افغان ماموریت لپاره تازه د ۸۰ ملیاردو ډالرو تصویب د کیسې لوری بدلوي.

د راپورونو په اساس په افغان جګړه کې د امریکا د مصارفو اندازه تر اوسه ۶۴۲ بیلیون ډالرو ته رسېږي، چې ښیي لا د امریکا نیمګړی ماموریت، د مصارفو اندازه او پاشلي اهداف سره ټولولو ته وخت شته او ترې تېښته له ناکامۍ پرته بله معنی نه لري.

د لویدیځ سیاستوال د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي دریځ او د امریکا د فشارونو هڅو ته د لوبې د پای اصطلاح کاروي او کرزي ته د یو هوښیار سیاستمدار لقب ورکوي.

د دوی دلیل دادی چې کرزي امریکا په هغه دوه لارې کې درولې، چې د ټولو ستړیو مسافرینو د سفر پای بېرته افغان ارګ ته لار وباسي.

د ټاکنو په اساس د واک نیولو لپاره امریکایي چارواکي مجبور دي د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، خو هله چې په کانګرېس کې ولسي استازي د افغان ماموریت غځول غواړي، نو حکومت ته یې له نیمګړي ماموریت تېښته له امکانه لرې ښکاري.

اوس که امریکا نیمګړی ماموریت تر شا پرېږدي ولس ته ځواب نه لري او د ناکامۍ تور داغ به په تندي وړي او که د افغانستان شرایطو ته غاړه ږدي، نو هغه ګیم پای ته رسېدونکی ښکاري، چې ریموټ یې له امریکا سره دی او د لوبې میدان یې افغانستان.

ددې ګیم جزیات د جیمز ډبنز له هغو څرګندونو سرچینه اخلي، چې له ولسمشر کرزي سره یې د امنیتي تړون په اړه په لیدنه کې څرګند کړي وو (که سوله راشي، نو امریکا به په افغانستان کې څه کوي؟، که تړون لاسلیک نه شي د کورنۍ جګړې د پیلېدو خطر شته.))

ولسمشر کرزي له خبریالانو سره په پرونۍ لیدنه کې بیا وویل: امریکا یوازې هغه څوک خپل دښمن بولي، چې په سفارت او یا عسکرو یې برید وکړي، که ښوونځي سوځوي او یا افغانان وژني د دوی دښمنان نه دي.

که کیسه ټوله دا وي، نو هغه بریدګر به څوک ووژني، چې امریکا په افغانستان کې نه وي او د اوسنۍ جګړې دوه لوري (افغان او مخالف وسله وال) په میدان کې پاتې وي؟ بیا خو دې امریکا زر تر زره ووځي، چې بریدګرو ته نور د سپږې لپاره د پوستین د سوځولو دلیل پاتې نشي.

د جګړې ماهیت له دې نور څومره سپین شي، چې چاته هم پکې د ماهیانو د ښکار موقع پاتې نه وي؟ له افغان لوري سره ددې ګیم یا لوبې د ختمولو همدا وسیله پاتې چې امریکا باید د سولې تضمین وکړي. که داسې وشي، نو د افغانانو څلوېښت کلن ټپ ته به مناسب مرهم موندل شوی وي.

که امریکا د امنیتي تړون په اساس د لسو کالو د پاتې کېدو چانس پیدا کوي او سوله وشي، نو له لسو کالو وروسته به نه امریکا ته په افغانستان کې د غیر قانوني پاتې کېدو جواز په لاس کې پاتې وي او نه به وسله وال د خپلې مبارزې د غځولو چانس لري.

[color=red:4877e71c60]اوس که امریکا له سولې سره مرسته نه کوي او وسله وال د خپلې مبارزې د دوام لپاره د دوی د پاتې کېدو او وتو شرایط رامخ ته کوي، نو ټول څه ښکاره کېږي، چې روانه لوبه د چا لخوا ده، څوک یې پرمخ وړي او تر شا یې څه او څوک دي؟[/color:4877e71c60]


watan jan
23.12.2013

ډیره بي مانا لیکنه ده لیکوال بیچاره یي د استخباراتي تبلیغاتي ګیمونو څخه تر پزې متاثر بریښی


م . ق
23.12.2013

[quote:fd96b36c80="watan jan"]ډیره بي مانا لیکنه ده لیکوال بیچاره یي د استخباراتي تبلیغاتي ګیمونو څخه تر پزې متاثر بریښی[/quote:fd96b36c80]

وروره، دا لیکنه د امریکا او طالبانو څیره او پټه همکاري رابربنډوي، او مخالفت یې ددې دواړو سره تړاو څرګندوي، خو د امریکا پاته کیدل او د طالبانو جنګیدل دا یوه حتمي خبره ده چې هیڅ ابهام پکې نشته، د همدې لپاره د امریکا کانګرس د افغانستان د جنګ جاري ساتلو لپاره یو ځل بیا په ملیاردونو ډالر منظور کړي او دا خو مونږ او تاسې ته هم معلومه ده چې امریکا په سیمه کې پراخه موخې لري، د جنګ غځول او د ملکونو ټوټه کول او کمزوري کول غواړي، د عربي خلیج ملکونو ته د راتلو وروسته امریکا په هغه سیمو کې څه لوبې روانې کړي، څومره ملکونه یې خراب کړل او ویې جنګول دا خو تاسو ټول د سر په سترګو وینئ، که دا ومنو چې دا تبلیغات دي نو حقیقت به څه وي او د دې تبلیغاتو موخه به څه وي؟


watan jan
23.12.2013

امریکا په افغانستان کی جنګ غځول نه غواړی دافغانستان جنګ دامریکا ملا ماته کړی اوماتوی یی
امریکا غواړی په افغانستان کی دیو غلام او ایجنټ رژیم، لکه کرزی، په سیوری کی امنیټ ټینګ شی،
که څوک دافکر کوی چی امریکا ځکه دجنګ خاتمه نه غواړی چی که جنګ ختم شی ددوی دپاتی کیدو انګیزه به ختمه شی،دافکر هیڅ پرځای نه دی
امریکا دنړۍ په ډیروهیوادو کی خپل عسکر لری حال دا چی په هغو هیوادو کی جګړه نه شته او هغه اسباب هم پای ته رسیدلی چی امریکایی په بهانه دغو هیوادو ته عسکر انتقال کړی و، خو بیا هم خپل عسکر نه باسی
کانګرس دجنګ جاری ساتلو لپاره بودیجه نه ده منظور کړی، دخپلو عسکرو دساتلو لپاره یی منظور کړی په افغانستان کی یی په لسهاوو زره عسکرپراته دی که هغوی جګړه هم ونکړی دبودیجی منظورولو ته اړتیا لری
دهغو عربی هیوادونو مثال راکړه چی هلته دامریکالویی نظامی اډی موجودی وی او په هغه هیواد کی جنګ اوجګړه روانه وی؟؟
په سعودی ، کویټ، قطر، اماراتو... کی جګړی. د امریکا په مصلحت کی نه ده ځکه چی هلته ددوی نظامی اډو ته خطر متوجه کیږی
امریکاپه یوه هیواد کی همزمان خپلی اډی او جګړی نه غواړی، که اډی غواړی خامخا به دجګړی دپای رسول هم غواړی د سولی اوامنیت کوښښ به کوی، خو که جګړه غواړی بیابه خامخا له اډو څخه لاس پریمنځی
ستاخبره سمه ده چی امریکا په سیمه اهداف لری،خوپه افغانستان کی جګړه په سیمه کی دامریکایی اهدافو تحقق ځنډوی


م . ق
23.12.2013

[quote="watan jan"]امریکا په افغانستان کی جنګ غځول نه غواړی دافغانستان جنګ دامریکا ملا ماته کړی اوماتوی یی
امریکا غواړی په افغانستان کی دیو غلام او ایجنټ رژیم، لکه کرزی، په سیوری کی امنیټ ټینګ شی،

دا د پاکستانیانو او پاکستاني میډیا خبرې دي ځکه د امریکا سره همکاري او ګډه ستراتیژي لري، غواړي په دې توګه د مسلمانانو ذهنونه ګمراه کړي، د امریکا ملا که ماته واي نو بیا یې د څه لپاره اډې غوښتې؟ ایا دا کیداي شي چې هم دې ملا ماته وي او هم دې دې دایمي اډې غواړي؟ په یو نیم لک فوځ کې که صرف د ۲۰۰۰ فوځیانو په وژل کیدو د چا ملا ماتیدلی نو په دنیا کې به د هیڅ فوځ ملا سمه نه وه پاتې،
که د کرزي د ادارې امنیت یې غوښتلی نو خپل فوځي وسایل به یې نه انتقالول، ورته به يې پریښي وو، د کرزي اداره به دې ته نه مجبوریده چې هند ته لاس وغځوي، امریکایانو به د مذاکراتو مخه نه نیوله، د سولې مرکچیان به یې نه نیول، په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه به یې په نښه کړي وو، په پاکستان به یې پابندي لګولې وه، خو دا هسې خوشې خبرې دي چې امریکا د افغانانو امنیت غواړي، دا داسې مثال لري لکه څوک چې وايي پیشو غوښه ساتي.
[quote:3535926eb4="watan jan"]که څوک دافکر کوی چی امریکا ځکه دجنګ خاتمه نه غواړی چی که جنګ ختم شی ددوی دپاتی کیدو انګیزه به ختمه شی،دافکر هیڅ پرځای نه دی
امریکا دنړۍ په ډیروهیوادو کی خپل عسکر لری حال دا چی په هغو هیوادو کی جګړه نه شته او هغه اسباب هم پای ته رسیدلی چی امریکایی په بهانه دغو هیوادو ته عسکر انتقال کړی و، خو بیا هم خپل عسکر نه باسی [/quote:3535926eb4]
دا فکر په ځاي دی خو ستا فکر خطاء شوی، په هغه هیوادو کې ځکه جګړه نشته چې هغوي د امریکا ټول شرایط منلي او لکه د غیرتي افغانانو غوندې کورونو ته د پردیو په ننوتلو حساسیت نه ښايي او سترګې یې مړې اچولي!
دویم دا چې په هغه هیوادو کې د امریکا ټول اهداف پوره شوي او په ټولو ملکونو یې سلطه حاصله کړې څه یې چې غوښتل هغه یې کړي، داچې بیا هم نه وځي ترینه ډیر علتونه لري، د مثال په توګه د خپلو دایمي ګټو تلپاتې ساتنه، په ټوله نړۍ د فوځي اډو جال خپور ساتل او خپلو بې شمیره فوځونو ته د ځاي پیدا کول او د هغوي اخراجات په بل چا منل.
[quote:3535926eb4="watan jan"]کانګرس دجنګ جاری ساتلو لپاره بودیجه نه ده منظور کړی، دخپلو عسکرو دساتلو لپاره یی منظور کړی په افغانستان کی یی په لسهاوو زره عسکرپراته دی که هغوی جګړه هم ونکړی دبودیجی منظورولو ته اړتیا لری[/quote:3535926eb4] افرین شه او ستا په منطق! بیا هم هماغه خبره ده چې بودیجه یې د فوځیانو لپاره منظوره کړې ترڅو په افغانستان کې پاتې شي، او امریکایي فوځیان چې په افغانستان کې پاتې وي نو جګړه به جاري نه وي؟؟؟

[quote:3535926eb4="watan jan"]دهغو عربی هیوادونو مثال راکړه چی هلته دامریکالویی نظامی اډی موجودی وی او په هغه هیواد کی جنګ اوجګړه روانه وی؟؟
په سعودی ، کویټ، قطر، اماراتو... کی جګړی. د امریکا په مصلحت کی نه ده ځکه چی هلته ددوی نظامی اډو ته خطر متوجه کیږی[/quote:3535926eb4]
کله چې حجاز مقدس ته برطانوي لارنس راغلو نو د ترکانو د عثماني سلطنت جرړې یې ونړولې، سعودي یې ترینه راوزیږلو، قطر کویت او امارات یې ترینه وزیږول، او اوس دغه دی هلته د امریکایانو په وجود کې په عراق، سوریه، لیبیا، مصر، بحرین کې جګړې روانې دي، دا ټول د امریکایانو کارونه دي، اسلامي ډلې ټپلې او د هغوي حمایت کوونکي لکه پدې سیمه کې پاکستانیان د امریکا لاسپوڅي ګوډاګیان دي ځکه د امریکا اډو ته هیڅ خطر نشي متوجه کولی،
نورو خبرو ته دې بیا راځم اوس د لمانځه وخت دی، د الله په امان


watan jan
23.12.2013

خبري دي دپاکستان دسیاسی مذهبي ملایانو په څیر احساسات ښه راپاروی،خو معقولیت نه لری
السلام علیکم


م . ق
23.12.2013

[quote:d37d0235bd="watan jan"]
امریکاپه یوه هیواد کی همزمان خپلی اډی او جګړی نه غواړی، که اډی غواړی خامخا به دجګړی دپای رسول هم غواړی د سولی اوامنیت کوښښ به کوی، خو که جګړه غواړی بیابه خامخا له اډو څخه لاس پریمنځی
ستاخبره سمه ده چی امریکا په سیمه اهداف لری،خوپه افغانستان کی جګړه په سیمه کی دامریکایی اهدافو تحقق ځنډوی[/quote:d37d0235bd]

ښاغلی نعیم ملتوال صیب، د امریکا پلانونه مراحل لري، په نورو هیوادونو کې هم د امریکاي اډو شتون ضرورت د جکړو له لارې راپیدا شوی، که سعودي دی او که کویت، که جرمني دی او که جاپان که جنوبي کوریا ده او که بل ځاي، لومړی امریکا هلته جکړې او شخړې پیدا کړي او بیا یې اډې جوړې کړي دي، کله چې د اډو وجود تثبیت شوی، اهداف پوره شوي، ملتونه یې په مکمله توګه غلامان شوي بیا نو هلته جګړې هم ختمې شوې دي، همدارنګه په افغانستان کې د امریکا پلانونه په لومړي مراحلو کې دي، کله چې د امریکا ټول اهداف پوره شول، ملکونه ټوټه شول، ملتونه غلام شول، اقتصاد او ناموس او دین چور شو، خلک په عیاشۍ اموخته شول، د خلکو زړونو ته ډیموکراسي ننوتله، د امریکا عظمت او استکبار ته خلک تسلیم شول بیا نو جګړې هم ختمیږي، که امریکا د وتلو ګواښونه هم کوي نو خلک به ورته زارۍ کوي چې خیر دی پاته شه!
تا ونه لیدل چې د پاکستان په جیکب اباد او شمسي اډو کې امریکایان وو او علاقه نوره هم ناامنه وه جنګونه وو قتلونه وو او اوس هم روان دي.
په خوست او ګردیز کې امریکایان دي ټول میرانشا، بنو، وزیرستان او قبایلي سیمي ورڅخه نا امنه دي، دا کارونه امریکایان پخپله کوي، که نا امني او جنګ یې نه غوښتو نو دا کارونه به یې نه کول، بې ګناه خلک د همدې لپاره وژني چې د خلکو احساسات راوپاروي او جنګ کولو ته یې وهڅوي، او ددغې جنګ څخه امریکايي اډو ته هیڅ خطر نه پیښیږي، که پيښیدلاي تراوسه به یوه اډه ورانه شوې وه، امریکایان به پکې وژل شوي وو خو ته ګوري چې امریکایان خوندي ناست او ولسونه وژل کیږي، څو ورځې مخکې یې چې د تورخم په اډه مصنوعي حمله وکړه، ایله پکې یو دوه ګادي او یو څو پولیس ووژل شول، د امریکایانو پکې یوه ګوته هم زخمي نشوه.

نو دادي هغه تر لمر روښانه حقایق چې هر حقپال او باضمیره انسان پرې پوهیږي او که ته وایې چې معقولیت نه لري نو په کوم دلیل او منطق؟ او کنه هسې وچې کلکې دعوې کوې؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more