د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عد نان ابو حمزه، یا عدنان ابو عُرف ونیول شو

اتل
16.12.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د القاعدې او پاکستاني طالبانو یو لوی قوماندان عدنان ابو حمزه چې په ابو عرف هم مشهور دئ، نیول شویدئ. په سیمه کې د القاعدې بقایا چې د افغان او پاکستاني طالبانو سره تړاو لړي او بعضې یې ددواړو یا دریو ډلو غړیتوب هم لرې، زموږ کور کلئ ګواښي، د صلحې، ثبات، امنیت، د ولسونو ژوند، معارف، اقتصاد، د ژوند په ټولو برخو کې د امرارحیات دوام، پرمختګ، او آینده بقا ته خطر پيښوي.

د القاعدې په مشرۍ دغه ترورستې ډلې ټپلې، نه یوازې زموږ دپاره ګواښ دي، بلکه د سرطان مرض غوندې ریښې یې دبشري ټولنې په ټول بدن کې ځغلې او فلج کوي یې.
دافغان او پاکستاني طالبان له خوا ددغو ترورستانو د ملاتړ دوام په سیمه او نړۍ کې د تشدد، ناکراریو او بې ثباتۍ ددوام سره رسا ارتباط لري.
که ددغو ډلو د ریښې د ځغلولو مخه ونه نیول شي، زموږ د کورکلي، سیمې او نړۍ دپآره به ډیز جدې عواقب ولري.
دالاندې خبر ډیوې خپور کړیدئ:
====
کراچۍ نه د القاعده مهم کمانډر ابو حمزه نيول شوی
د سي ائې ډي پوليس يو افسر مظهر مشواني د نيول شوي کس په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل ، نيول شوی کس عدنان نوميږي د ابو حمزه په نوم باندې مشهور دی . او د عدنان عرف ابوحمزه تعلق د لاقانونه گرځول شوي تحريک طالبان پاکستان او القاعده دواړه ډلو سره دی .

د سي ائې ډي پوليس چارواکو په وينا د القاعده او تحريک طالبان مهم کمانډرعدنان عرف ابو حمزه يې د کيماړۍ سيمې سره نزدې نيولی دی .

TEXT SIZE
14.12.2013
کراچۍ — په کراچۍ کې د سي ائې ډي پوليس د القاعده او تحريک طالبان پاکستان مهم کمانډر عدنان عرف ابو حمزه نيولی دی . پوليس چارواکي وايې د نيول شوي کمانډرنوم په رېډ بک يا د انتهايې مطلوبوترهگرو په فهرست کې شامل وو .
د سي ائې ډي پوليس يو افسر مظهر مشواني د نيول شوي کس په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل ، نيول شوی کس عدنان نوميږي د ابو حمزه په نوم باندې مشهور دی ، او د ده نوم د انتهائې مطلوبو ترهگرو په فهرست کې شامل وو . او سي ائې ډي پوليسو د کراچۍ کيماړۍ سره نزدې وېسټ وهارف نومې علاقه کې په يوه چهاپه کې نيولی دی .
مظهر مشواني وويل د عدنان عرف ابوحمزه تعلق د لاقانونه گرځول شوي تحريک طالبان پاکستان او القاعده دواړه ډلو سره دی . پوليس د گرفتارۍ په وخت د هغه نه دوه لاسي بمونه ، يوه تماچه او کارتوس هم ترلاسه کړي دي .
د سي ائې ډي پوليس افسر په وينا عدنان په ۲۰۰۹م کال کې کراچۍ کې د ترهگرۍ په يو کېس کې د شک په بنياد نيول شوی وو . خو وروستو بيا د عدالت نه په ضمانت خوشی شوی وو .
د هغې وروستو عدنان بيا کراچۍ پرېښودې وه او لاهور ته تلی وو . لاهور کې يې نوم او د کورپته بدل کړي وو ، او په محکمه اوقاف کې نوکر شوی وو .
نوموړي وويل عدنان او هغه سره ملگرو پنجابي طالبانو په کال ۲۰۱۲م کې په کراچۍ کې د سي ائې ډي پوليس سره يو مقابله کړې وه ، او بيا تښتېدلی وو . ورستو بيا د عدنان ملگري هم ونيول شو.
د مظهر مشواني په وينا نيول شوي عدنان عرف ابو حمزه چې وس په داسې حال کې نيول شوی دی ، چې په محکمه اوقاف کې يې خپله بدلي کراچۍ ته کړې ، دلته يې د خپلو پخوانو ملگرو سره رابطې پېل کړې وې او د ترهگرۍ منصوبه بندي يې کوله .
هغه وويل د عدنان نه تفتېش کولی شي او په هغه شک کيږې چې د يو شمېر سرکارې افسرانو او ودانو په اړه يې خپلو ډلو ته مالومات هم ورکړي دي ، او وس ې نور مالومات راټولول .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more