د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دمذدور او اجننټ دولت اجنټانو ته ډالۍ !

pattang
14.12.2013

دمذدور او اجننټ دولت اجنټانو ته ډالۍ !

هغوی چې ددين او ازادي لپاره جنګيږي په لوڅو پښو په واورو او يخ کې هم بری کوي !

[img:7d885ca777]http://nunn.s3.amazonaws.com/taliban/taliban-Afghanistan-snow.jpg[/img:7d885ca777]

نن ټکی آسیا - سرمقاله: له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په یوشمیر ولایتونوکې طالبانو د دولتي ځواکونو په مقابل کې پوځي پرمختګ کړی او له هغوئ څخه یې یوشمیر سیمې لاندې کړې .

د بیلګې په توګه یواځې په تیرو دوو ورځو کې طالبانو د هیواد په ختیځ کې د نورستان په والي خونړی برید ترسره کړ ، د هیواد په شمال د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د سوچ په نامه سيمه له دولتي عسکرو لاندې کړه او همدا راز یې د هیواد په جنوب لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې هغه پراخ پوځي عملیات چې په نوموړې سیمې کې د دوئ په خلاف پیل شوي ول له ماتې سره مخ کړ ل ،

له دولتي ځواکونو څخه یې د څرخ ولسوالۍ د ولسوال خلیل الله په شمول ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل کړل ، او دولتي ځواکونه بیرته همداسې بغیر له کومې لاسته راوړنې د درنو ځاني او مالي تلفاتو په ورکولو سره له سیمې په شا شول .

همداشان په دغو ورځوکې د هیواد په شمال لویدیځ فاریاب ولایت کې یوشمیر دولتي عسکر چې طالبانو یې په خپلو رسنیوکې شمیر ۳۸ تنه ښودلی له طالبانو سره د مقابلې په ځای د هغوئ خواته ور اوښتي او زیات شمیر وسلې او مهمات یې هم له ځانه سره وروړي.

د هیواد په ختیځ ، شمال ، جنوب او جنوب لویدیځ کې د طالبانو دغه پوځي پرمختګونه په داسې مهال کې رامنځته کیږي چې په افغانستان کې ژمني موسم پیلیدو ته یواځې دوې اونۍ پاتې چې په همدغو موسمې اوجوي شرائطوکې په ډیرو ولایتونوکې د هوا د یخنې له امله د هرډول پوځي تحرکاتو او پوځي فعالیتونو ترسره کول ناشوني دي.

د پوځي فعالیتونو لپاره د ژمني موسم د نامناسبه موسمي او جوي شرائطو سره سره د طالبانو د پوځي فعالیتونو دګړندیتوب او پرمختګ یو لامل دا کیدای شي چې هغوئ اوس خپل پوځي تحرکات او محاربوي فعالیتونه په داسې توګه پلان کړي چې دهوا یخني او موسمي شرائط ورباندې اغیز نشي کولای .

مثلا هغوئ د پوځي مقابلې په ځای ډیره پاملرنه د دولتي عسکرو د تسلیمي او دخبرو له لارې له دولتي لیکو څخه دهغوئ را ایستلوته اړولې .

طالبانو د دغه کار لپاره همدا اوس په خپل اداري تشکیل کې یوه ځانګړې کمیټه چې دوئ یې د دعوت ارشاد اوجذب جلب کمیسیون بولي تشکیل کړې ، هغوئ دهمدې ادارې له لارې په بیلابیلو ولایتونو کې د دولتي منسوبینو او مسلحو ځواکونو له خپلوانو سره اړیکې ټینګوي، هغوئ ته له طالبانو سره د یوځای کیدو لارې چارې او له تسلیمي وروسته په سیمه کې د طالبانو په ګټه د فعالیت کولو طریقې ورښیئ.

همدا لامل دی چې اوس په دولتي ځواکونو کې یوزیات شمیر یې په آساني سره د طالبانو لوري ته ور اوړي اوکه د جګړې په ډګر کې ورسره مخ کیږي هم د مقابلې پر ځای له هغوئ سره د یو ځای والي او یا هغوئ ته دتسلیمي لاره غوره کوي .

د طالبانو له لوري د داخلي ځواکونو په مقابل کې دغه سوله ایز تکتیک ته ادامه ورکول د هغوئ په پوځي تګلاره کې یو نوي اغیزناک تکتیک ښکاري، چې عملې کړی یې دی، او ښایې په اوسنیو شرائطو کې د دوئ لپاره تر پوځې مقابلې ډیر مؤثریت او ډیرې لاسته راوړنې هم ولري.

د نن ټکی آسیا سرمقاله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more