د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خسارات او مذبوحانه تلاشونه

میرویس
12.12.2013

د فورم ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
پدې وروستیو کې په طالبانو باندې دوې بلاوې نازلې شویدی. له یوې خوا د حکومتي قواوو سره په جګړو کې درانده تلفات وراوړي، او له بلې خوا ډله ډله طالبان یا د سولې د پروسې سره یو ځای کیږي، او یا د طالبانو د جګړه مارو لیکونه وزي او عادې ژوند اختیاروي.
خو طالبان مذبوحانه تلاشونه کوي، چې مقابل لوري ته د تلفاتو د اړولو د بې بنیاده ادعاګانو له لارې، ددغو تاوانونو اثر کم کړي.

د خبریال نننئ رپوټ وايي چې د بدخشان د جرم او یمګان په ولسوالیو کې د امنیتي قواوو سره په جګړو کې اوه لس طالبان وژل شوي او اته تنه زخمی شویدی.
خبریال وایي چې په تیر یوه کال کې په فراه کې درۍ نیم سوه طالبان وژل شویدي.
وړمه هفته په نورستان کې لدې نه زیات په لسګونو طالبانو د حکومتي قواوو سره په جګړو کې تلفات ورکړل. تیره هفته له دیرشو نه زیات طالبان او د هغوی قوماندانان په کندهار کې حکومت ته ورواوښتل.

ددې نه وړاندې د حقاني د تروروستي شبکې تکړه زدران قوماندانانو د جنګ نه لاس واخیست او ویې ویل چې د حقاني شبکه د ولس د خیر ښیګڼې سره دښمني کوي، پخپله مال او دولت ټولوی او د خارجیانو دګتو دپاره کار کوي.
دا فقط دڅو تیرو هفتو حادثات دي.

خو طالبان بیا مذبوحانه کوښښونه کوي چې ځان قوي، او مخالف لورئ کمزورئ وښیې او پر ځان باندې ددغو خساراتو اثر په عامه اذهانو کې کم وښیي.
طالبانو د پخوانیو دروغې ادعاګانو په څیر وویل چې دکابل دهوایي میدان په پرونۍ چاودنه کې یې لس خارجي عسکر وژلي دي، حال دا چې، دې چاودنې هیڅ تلفات نلرل، بلکه شاوخوا ودانیو ته یې تاوان اړولئ دئ.

چون د طالبانو غولیدلي جګړه ماران اوس پوهیدلي چې دا تشدد نه د خلکو په ګټه دئ او نه هم د ملک د آینده په نفع. دوی اوس ډله ډله د طالبانو د دروغې جهاد نه ځان کاږي. چون افغان قوتونه پیاوړې شوي، نو له یوې خوا د طالبانو جګړه ماران
د جنګ په میدان کې ځان کمزورئ ویني او له بلې خوا د طالبانو د مشرانو ددوکې او دروغو نه ستړي شوی، او زړه ماتي دي، په صداقت جنګ نه کوي، په نتیجه کې زیات تلفات ور اوړي.
الله مو مل.


Re: خسارات او مذبوحانه تلاشونه

pattang
12.12.2013

خبريال نالتي ،طلوع،لمر داټول د cia له خوا تقويه کېږي ددوی په
اپلتو اسمان نه شين کېږي دا ټوله ددوښمن خوشې پروپاګنده ده !
ډېره ژر مړۍ/ ګوله مه تېروه چې په ستوني کې بنديږي !

[quote:c44c40e5b6="میرویس"]د فورم ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
پدې وروستیو کې په طالبانو باندې دوې بلاوې نازلې شویدی. له یوې خوا د حکومتي قواوو سره په جګړو کې درانده تلفات وراوړي، او له بلې خوا ډله ډله طالبان یا د سولې د پروسې سره یو ځای کیږي، او یا د طالبانو د جګړه مارو لیکونه وزي او عادې ژوند اختیاروي.
خو طالبان مذبوحانه تلاشونه کوي، چې مقابل لوري ته د تلفاتو د اړولو د بې بنیاده ادعاګانو له لارې، ددغو تاوانونو اثر کم کړي.

د خبریال نننئ رپوټ وايي چې د بدخشان د جرم او یمګان په ولسوالیو کې د امنیتي قواوو سره په جګړو کې اوه لس طالبان وژل شوي او اته تنه زخمی شویدی.
خبریال وایي چې په تیر یوه کال کې په فراه کې درۍ نیم سوه طالبان وژل شویدي.
وړمه هفته په نورستان کې لدې نه زیات په لسګونو طالبانو د حکومتي قواوو سره په جګړو کې تلفات ورکړل. تیره هفته له دیرشو نه زیات طالبان او د هغوی قوماندانان په کندهار کې حکومت ته ورواوښتل.

ددې نه وړاندې د حقاني د تروروستي شبکې تکړه زدران قوماندانانو د جنګ نه لاس واخیست او ویې ویل چې د حقاني شبکه د ولس د خیر ښیګڼې سره دښمني کوي، پخپله مال او دولت ټولوی او د خارجیانو دګتو دپاره کار کوي.
دا فقط دڅو تیرو هفتو حادثات دي.

خو طالبان بیا مذبوحانه کوښښونه کوي چې ځان قوي، او مخالف لورئ کمزورئ وښیې او پر ځان باندې ددغو خساراتو اثر په عامه اذهانو کې کم وښیي.
طالبانو د پخوانیو دروغې ادعاګانو په څیر وویل چې دکابل دهوایي میدان په پرونۍ چاودنه کې یې لس خارجي عسکر وژلي دي، حال دا چې، دې چاودنې هیڅ تلفات نلرل، بلکه شاوخوا ودانیو ته یې تاوان اړولئ دئ.

چون د طالبانو غولیدلي جګړه ماران اوس پوهیدلي چې دا تشدد نه د خلکو په ګټه دئ او نه هم د ملک د آینده په نفع. دوی اوس ډله ډله د طالبانو د دروغې جهاد نه ځان کاږي. چون افغان قوتونه پیاوړې شوي، نو له یوې خوا د طالبانو جګړه ماران
د جنګ په میدان کې ځان کمزورئ ویني او له بلې خوا د طالبانو د مشرانو ددوکې او دروغو نه ستړي شوی، او زړه ماتي دي، په صداقت جنګ نه کوي، په نتیجه کې زیات تلفات ور اوړي.
الله مو مل.[/quote:c44c40e5b6]


میرویس
13.12.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
تاسې هغه رسنۍ را معرفي کړئ، چې ستاسې په خبره، د سي آي اې له خوا نه تقویه کیږي.

وروره، چې د طالبانو ددفاع په لاره کې د منطق، وثوق، او کره کیدو لاره چاره درنه ورکه شي، بیا ددروغو د ګوډي خوله را خلاصه ګړې او د ساندو دغسې رینګا او سونګټ غموې.

که د خپلو بادارانو د مزدورو بړیڅوو د ملاتړ جوګه نه وې نو ددې در سپارل شوي ذلیلې وظیفې نه لاس وخله، آزاد ژوند اختیار کړه.
الله دې د پرديو د ږغ نه د ځان د خلاصولو همت در په برخه کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more