د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څوک باید ماضي جبیره کړي، کرزی که حکمتیار؟ د عصمت قانع زبردسته لیکنه!

م . ق
11.12.2013

د عصمت قانع په دغه لیکنه کې چې کوم حقایق وئیل شوي دي هغه زه تایدوم او مونږ هم همدغه حالات په پیښور او پاکستان کې مشاهده کړې دي.

http://www.taand.com/archives/15311

څوک باید ماضي جبیره کړي، کرزی که حکمتیار؟
خپروونکی: تاند http://taand.com
عصمت قانع

د بې وطنۍ په زمانه کې پېښور که له یوې خوا د افغان مهاجرینو لپاره له اوره ډک سقر وو، خو د شعارونو او نابلده غومبرونو نوي ناټکونه یې هم درلودل.

ایډیالوژیک او فکري دګماتېزم او تنګ نظریاتي جادو وار له واره د مهاجرینو په ځوان نسل خوله ډکه کړه او دغه نسل یې د بګیو د آسانو په نسل بدل کړ.

منطق، عقل، د فکر ازادي، اندېشه او د مسایلو د څېړلو سړه سینه د جګړې په توده لمبه بدله شوه، هر چا د ایډیالوژۍ په عینکو کې شرق او غرب تباه او برباد لیدل او د اسلام د مکتبي روح په قالب کې به یې د عمري عدالت ګل او ګلزار جهان د ګوتو پرسر نڅولو.

شعارونه وو، نارې وې او غلبلې وې، د خلقیانو او پرچمیانو ترڅنګ ناسیونالستان هم کافران وو، لېبرالان سوډران وو، دیموکراتان بې خصلته ایجنټان وو او په افغانستان کې د ظاهر شاه او داود خان په حکومتونو کې لوړ رتبه مامورین هم د افغانستان د بربادۍ عاملین وو، ځکه چې د دوی په وجود کې روسي تجاوز ته لاره اواره شوې وه.

د افغانستان په کلیو، کوڅو، بانډو، دښتو، بیابانونو او ښارونو کې د مجاهدینو په لاس هم وژل شوي وو. افغان مردار وو او هغوی چې په پنجابۍ کیله به قبض شول او مړه به شول شهیدان وو او د حورو زومان وو، د غلمانو حقداران وو، د دین پتنګان وو.

په غزني کې د قاري بابا د جبهې یوه جلاد به د خلکو څټ بویولو او بیا به یې د امریکایي سپي په څېر پوزه پورته ونیوله او غږ به یې کړو، چې د دغه سړي د خلقي بوی ځي، ژر یې مردار کړﺉ، د حق د لارې مجاهدینو به هم ژر د کلشینکوف ججوری پرې تش کړو او د غزا ثواب دارین به یې په نصیب شو.

په ټول جهاد کې ګلبدین حکمتیار نازدانه وو، رهبر فرزانه وو، مجاهدینو او د پنجاب انتخاب وو، د منصوري دلدار وو، د راولپنډۍ د جهادونو ذوالفقار وو او د نړۍ د مسلمانو مجاهدینو سالار وو.

د پاکستان د جمعیت طلبه سورلنډیانو به شعار ورکاوه، چې مجاهدون کا ذوالفقار، حکمتیار، حکمتیار.

په پېښور کې به دې نورو اخوانیانو چې په امریکایي جمپر او چترالي پکول به ملبس وو، شعار ورکاوه، چې اوه ښځې او یو نر ، انجینر، انجینر.

یعنې دا نور اوه تنه نر ښځوکي دي، یو انجینر حکمتیار په کې نر دی. حکمتیار ځکه نر وو، چې د پېښور په کوڅو کې یې د افغاني روښنفکرانو وینه، ځمکې ته نه پرېښوده، چې چا به هم د پاکستان د راولپنډۍ له زندۍ د سر اېستلو هڅه کوله په مرګ مفاجات به محکوم وو.

د افغانستان د جهاد سیاسي نماینده ګي د مملکت خداداد پاکستان حق و، د داسې حق نه منل شین کفر وو، دغه شین کفر باید له مېنځه تللی وای، د شنه کفر د له منځه تللو مجاهدین غازیان وو او وژل کېدونکي شنه کفار ټول جهنمیان، دوزخیان او ګناګاران وو.

د پاکستان افغاني باغیان د ورسک ډېم ته ولوېدل، د کبانو خوراک شول، د اټک په خېبر اباد کې د اباسین څپو په مخه واخیستل او د شمشتو په دښته کې د هوا کارغانو او مرغانو وخوړل.

مجروح، شګیوال، الفت، غروال، کټوازی، پکتیانی، همدم او نور بې شمېره افغاني روښانفکران له روس څخه را وتښتېدل، خو پنجاب ته د بغاوت په تور په توره تیاره کې و وژل شول.

ددې افغانانو ګناه داوه چې د روس پر ضد د افغاني وینې زور یې د ازادۍ پر رڼا ګانو باندې پیرزو کاوه او نه یې غوښتل چې د افغاني وینو په زور د پاکستان د اټومي پروګرام د موټور څرخونه واوړي، بلکې غوښتل یې چې خپله وینه د ازادۍ هغې ډیوې ته د تېلو په توګه ورکړي، کومې ډیوې چې د روان توپان په څپو کې د افغان هویت او افغان موجودیت پر څلي رڼاګانې جوړولې، خو پاکستان لګیا وو د افغانانو په وینو یې د خپل اټومي پروګرام یورانیم غښتلي کول.

د حکمتیار صاحب پیر کامل مولانا ضیاء الحق په هماغه وخت کې په ډاګه وویل، چې پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

ضیاء الحق به ویل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سیاسي نماینده ګي وکړي. ډګروال محمد یونس چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (د خرس تلکه) کې لیکي: یوه ورځ جنرال اختر عبد الرحمن تلیفون راته وکړ او ویې پوښتل، چې همدا اوس د امریکا سفیر چېرته دی؟

یوسف لیکي، چې ما ورته وویل: زه نه یم خبر، خو جنرال په غوسه او قهر راته وویل، دا نا خبري د بښلو وړ نه ده. همدا اوس د امریکا سفیر د اټک پر پُل واوښت او پروګرام لري، چې د افغانستان د مجاهدینو له مشرانو سره وګوري.

تاته په غوڅه لهجه امر کېږي، چې نور بهرني دیپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدینو رهبران وویني او نه د مجاهدینو رهبران اجازه لري، چې له غربي دیپلوماتانو سره ملاقات وکړي.

جناب حکمتیار صاحب!

که دې په یاد وي زه هغه وخت په پېښور کې وم او د اسلام غږ د اخبار لپاره مې له تا څخه مرکه اخیستله، له تا مې وپوښتل، چې آیا د پاکستان دا ډول دریځ د افغانستان د جهاد استقلالیت تر ګواښ لاندې نه نیسي؟

خو تا په ځواب کې راته وویل، چې د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د دیپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

دا پورته خبره کټ مټ ستا خبره ده، چې بشپړ او انکار نه منونکی سند یې اوس هم له ماسره شته. آیا افغان جهاد دومره یتیم وو، چې د وصي توب واک او اختیار یې د پاکستان پوځ پر غاړه واخلي؟

حکمتیار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل یې د خپلې داعیې نماینده ګي په خپله وکړي.

د پژواک ګناه همدا وه، چې له پېښوره وشړل شو، د جنت ګل غروال جرم هم همدغه وو، چې د جهاد د سیاسي نماینده ګۍ لپاره یې د پانګې تابیا کوله، چې و وژل شو او تر اوسه یې قبر چاته نه دی معلوم.

د مجروح ګناه داوه چې په یوه ګروېږنه او پلټنه کې یې دا نتیجه اعلان کړه، چې افغان مجاهد ملت د لویې جرګې او پخواني پاچا په وسیله غواړي د خپل جهاد د زعامت لپاره ملي پلاټ فارم جوړ کړي.

خو تا د ISI په سلنګسري تومانچه باندې په سپینه ورځ وویشت او بیا دې د هغه سپین ږیری پلار شمس الدین مجروح ته لاس پورته کول او فاتحه ورکول هم کفر بللو.

جناب حکمتیار صاحب، د مجاهدینو په رهبرانو کې یوازې ته وې چې د ISI په وساطت به دې د CIA له مامورینو سره کتل.

خو هماغه ISI بیا د طالبانو په امبور باندې خصي کړې او د مسعود رحم او کرم ته یې کښېنولې، د ایران اُخندانو بېرته د پنجاب د ویالې پانیاب ته ورشوټ کړې.

حکمتیار صاحب تا تر هغو پورې پښتانه و وژل، چې د ISI ورته اړتیا وه، تا تر هغو پورې پښتانه ووژل، چې د سر سړی په کې قحط شو.

هېڅکله دې د خپلو سترو جهادي جبهو پر پښتنو قوماندانانو رحم ونه کړ. د پښتنو درنې پګړۍ دې د قلم، چمن او زرداد په سپو وداړلې او مسعود دې په لوی لاس د تاجکو قهرمان کړ.

تاجکان خو تر رباني له تا سره په جبهو کې ډېر وو، همدا ته وې چې د مسعود په باره کې دې د KGB او ISI ګډه پروژه عملي کړه او بیا دې له هغه سره په جګړه کې د کابل جنوبي سیمې چې عموماً د پښتنو د هستوګنې سیمې وې لوټه لوټه کړې.

جناب حکمتیار صاحب! ته یو ځل بیا را په یاد شوې، پرون مې د ارګ په نامه ستا یو لیک ولوست، تا خو ارګ ته ډېر مکتوبونه رالېږلي دي او د جانباز سرفراز په وسیله دې د دغو لیکونو په عوض کې ډېر بکسونه له ډالرو، افغانیو او پونډونو څخه پر مامور وړي دي.

خو په تازه لیک کې دې ماته یو ځل بیا ماضي را په یاده کړه. هغه ماضي چې زما د مجاهدینو هېواد د تېر تاریخ په وینو لړلي بابونه او فصلونه لري. تا جمهور رییس حامد کرزي ته لیکي دي، چې د امنیتي او دفاعي تړون په نه لاسلیکولو به دې ماضي جبیره شي.

حامد کرزي د خپلې ماضي په جبیره کولو کې تر تا لوی استاذ دی او ښه پوهېږي، چې خپله ماضي څنګه جبیره کړي، خو زموږ مشوره ستا لپاره داده، چې ته خپله ماضي جبیره کړه.

هغه ماضي چې د افغان وطن د بنسټونو له ورانولو سره ملګرې وه، هغه ماضي چې ددې وطن د اقتصاد له تباه کولو سره تړلې وه، هغه ماضي چې د پنجاب د ستراتېژیکې خلا د ډکولو لپاره په کې له افغاني جینو سایډ څخه کار واخیستل شو.

که د افغانستان بنیادونه نه وای نړېدلي، که د افغانستان زراعت نه وای تباه شوی، که د افغانستان د مالدارۍ اقتصاد له رکود سره نه وای مخامخ شوی، که د افغاني کادرونو د روزلو مخه جګړې نه وای نیولې، که د افغاني سوداګرۍ قافلې جهادي مداریانو نه وای لوټ کړې، نو نن به موږ خپله پانګه درلودلای او له خپله جیبه به مو د خپل امنیت او محافظت د لګښت نغده بیه ورکولای.

اوس چې هر څه سرچپه پراته دي، موږ مجبوره یو له نړۍ سره دا ډول معامله وکړو. ښه ده چې دغه معامله د کابل له ادرسه کوو، نه د اسلام آباد له پتې او ادرس څخه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دغه اخري جمله سمه نه ده، که له هر ادرسه دغه معامله وشي، افغانستان ته د شر او فساد پرته بل څه په ارمغان نه راوړي مګر داچې امریکايي فوځیان ووځي، سوله او امنیت راشي او د هغې څخه وروسته نوی منتخب حکومت د امریکایانو سره د اقتصادي، سیاسي او فوځي همکاریو سند په ازادانه توګه لاسلیک کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more