د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سني مسلمانانو خلاف د امریکا او ایران پټ جوړجاړی او مرموزې معاملې

م . ق
09.12.2013

بسم الله الرحمن الرحیم
د روانو حالاتو او ټولو ظاهري نښو نښانو او قراینو څخه داسې څرګندیږي چې امریکا او ایران د ایټمي مذاکراتو ترشا اصلا یو پټ جوړجاړي ته رسیدلي او یوه لویه معامله یې سره کړې ده.
دغه موضوع ډېر اړونده مسائل لري چې باید ټول سره یوځاي وارزول شي، لومړی په افغانستان کې د امریکا په وجود کې د ایران پراخ نفوذ او لاسوهنې څوک له پامه نشي غورځولی، د افغانیت او اسلامیت په وړاندې د نفاق د تخم کرل او بوټو ته یې اوبه اچول د امریکا او ایران په شریک پلان او رضا سره شوي دي، ایران ته د کرزي نزدې کیدل او د امریکا سره ظاهري اختلاف ښکاره کول هم د توجه وړ خبره ده، ایران غواړي پدې سیمه کې د خراسان او تاجکستان په یوځاي کولو سره یوه فارسي امپراطوري جوړه کړي، چې دا د ایران د لویو عزایمو او سترو خوبونو څخه بلل کیږي.
له بله اړخه په سوریه کې د امریکا او ایران شخړه او د ایران سره د سعودي حساسیت موضوع نوره هم روښانه کوي، په عراق کې ایران د امریکا سره داسې مرسته وکړه لکه په افغانستان کې. د امریکا ظاهري مخالف رژیم یې هم په افغانستان او هم عراق کې راچپه کړل او په عراق کې یې شیعه رژیم نصب کړو، په افغانستان کې هم ورته کار روان دی، خو د سوریې موضوع داسې ده چې هغه د اسرایلو لپاره خطر بلل کیده او له بلې خوا د امریکې د یو بل متحد سعودي مخالف وو نو ځکه امریکې وغوښتل چې هلته د ترکې او سعودي لپاره یو سني حکومت راولي او د سوریې ځواک د اسرایلو په مقابل کې کمزوری کړي خو لکه څرنګه چې په سوریه کې د امریکا زور ونه رسیدو او مقابل ته یې چین او روس ودریدل نو امریکا د ایران سره داسې معامله وکړه چې په ترڅ کې به یې په سوریه او افغانستان کې یو داسې کمزوری او د اخ و ډب سره اخته حکومتونه رامینځته کړي چې د دواړو منظور نظر وي، له همدې امله سعودي د امریکا څخه خفه او ماڼیجن دی چې هم یې په افغانستان او هم سوریه او عراق کې ټول واک ایران ته ورکړی دی.
خو له هغه ځایه چې سعودي، ترکیه او پاکستان د انګلیس لخوا زیږول شوي او روزل شوي ملکونه دي او انګلیس او امریکا هم سره خپل مینځ کې رقابت لري نو د انګلیس دغه درې ګونو قوتونو د طالبانو یوه ډله رابیله کړې ترڅو په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي چې د طالبانو نفوذ پکې وي، د سنیانو برخه قوي وي او د ایران او امریکا د ګوډاګیانو نفوذ کم کړي، خو چونکه د طالبانو محاربه ډله چې اغلبه ډله ده د امریکا په لاس کې ده او هغوي د سولې او جوړجاړي مخه نیسي او پاکستان پدې برخه کې ډبل رول لوبوي له یوې خوا امریکا نه خفه کوي او ډالرې ورنه اخلي له بل خوا د انګلیس پلانونه تطبیقوي.
خو یوه خبره جوته ده چې سعودي او نور عربي ملکونه د امریکا، ایران او اسرایلو لخوا د ستر خطر سره مخ دي، خو سعودي هم د امریکا پرته بله چاره نه لري، او مجبوره ده چې د امریکا د پلانونو او طرحو حمایت وکړي.
تاسې پدې اړه څه نظر لرئ؟ ښایي زه په خپل نظر سنجۍ کې خطاء شوی یم.


م . ق
25.12.2013

ایا ایران په سیمه کی د امریکا نوی پولیس ګرځي؟

نجم الله برهاني
Larawbar.com 2013-12-24

په تیرو څو میاشتو کی د ایران او امریکا تر منځ اړیکو کی ډرماتیک بدلون راغلی ، د دغه پرمختګ پیل په تیر سبتمبرکی د ملګرو ملتونو د سراسری شورا د غونډی په ترڅ کی د امریکا او ایران دمشرانو تر منځ په لومړی ځل تلفونی خبری وی ، دغه اړیکی د دواړو لورو ترمنځ په برسیره ټپونو ملهم او د زړي مینی بړاس پورت کړ ،
د روستیو پرمختګونو په رڼا کی داسی بریښی ،چی ایران په ټوله سیمه کی او په ځانګړی توګه منځنی ختیځ کی د امریکا دپولیس په توګه دندی ته چمتو شوی ، ځکه ایران هر هغه څه ومنل چی امریکا تری غوښتل ، ایران د خپل اټومی پروګرام پر سر جوړ جاړی ته تیار شو ، ایران د سوری د کیماوی وسلو د لمنځه وړولو لپاره خپل رول په ښه توګه تر سره کړ ، ایران په منځنی ختیځ د اسرایلو پوځی پیاوړتیا ته غاړه کیښوده ، په حقیقت کی ایران اوس په سیمه کی د امریکا د ګټو د ساتنی لپاره د یو پولیس په توګه دندی ته تیار شوی ،
پوښتنه دا رولاړیږی چی د ایران دغه نوی دنده به سیمه کم لوری ته پوځی ؟
که مونږ لږ شا ته لاړ شو ، نو د مولایانو د راتګ نه مخکی د ایران شاه هم په خلیج کی د امریکا پولیس وو، او په سیمه کی د امریکا د ګټو ساتونکی وو ، نو بیا څه وجه وه چی امریکا دایران د شاه د خدمتونو نه لاس په سر شوه ؟
امریکا د شاه د خدمتونو نه په دوو لاملونو لاس په سر شوه :
لومړی: کله چی په ۱۹۷۳ کی د تیلو بیه وخته ، د ایران شاه هیله څرګنده کړه چی د ایران يوځ په نړۍ کی شپږم پوځي ځواک جوړ کړی ، په دی لار کی شاه په امریکا کی یو ایرانی لوب جوړ کړ ، چی د امریکا څخه ایران ته پرمختللی وسلی ترلاسه کړی ، که څه هم چی امریکا ایران ته په پرمختللو وسلو بندیز لګولی وو ، خو بیا هم دغه لوب د پيسو په زور ځینی لاسته راوړنی درلودی ، د ایران د شاه دغه ګام د امریکا د استراتیژۍ سره په ټکر کی وو ، امریکا په منخنی ختیځ کی تر اسرایلو بل پوځی ځواک نشی زغملی ، همدا وه چی امریکا د شاه په پرزولو د ایرانی ملایانو سره منښته وکړه ،

دوهم : د شاه بدنامه حکومت ، پراخه مالی فساد ، او دملت پر مال د شاه د کورنۍ نخری، او د ایران د څارګری ادری (سفاک ) په هر څه کی لاسوهنه ، او د دولت پرمخالفینو د هر ډول وحشیت بربریت کول ، او په همدغه وخت کی دایران کمونیست ګوند ( توده ) پیاوړتیا ، او د ایران د واک یو ترټولو پياوړی کاندید بلل ، همدغه منځنی لاملونه وو ،چی امریکا د ایرانی مولایانو سره د ایران دشاه په پرزولو منښته وکړه .
د خمینی په مشری د ایران شیعه ملایانو ته د واک په رسیدو امریکا ته څه ګټه وه؟
» لومړی : خمینی د ایران پوځ د بشپړ تشکیل سره له منځه یوړ ، چی دی کار د امریکا د استراتیژۍ یوه مهمه موخه تر سره کړه ، او هغه دا چی د سیمی یو پیاوړی پوځ له منخه لاړ، چی اسرایلوته احتمالی ګواښ وو .
» دوهم : د ایران د کمونیست ګوند له منځ تلل .کوم چی د ایران د واک یو پیاوړی احتمالی کاندید وو . که په ایران کی کمونیست ګوند واک ته رسیدلی وای ، نو دا کار به د شوروی اتحاد لپاره ستر بریالتوب وای . د ایران شتمن دولت به شوروی اتحاد په سیمه کی د کمونیست نظام د خپرولو لپاره کارولی وای ، چی دا کار په سیمه کی د امریکا ګټو ته ستر ګوزار وو ،
» دریم : په ایران کی د شیعی ریژيم جوړیدل امریکا ته کوم ګواښ نه وو او نه دی ، بلکی که په هغه وخت یواخوا شوروی اتحاد ته ستر ګواښ وو ، نو بلخوا په سیمه کی د سنی ریژیمونه لپاره ستر ګواښ هم وو ، چی په دی سره به د سیمی سنی دولتونه د دغه به بو څخه امریکا ته پناه وروړی ، او همداسی وشول په دا روستیو دری څلورو لسیزو کی، سنی دولتونه د ایران نه په ډار د امریکا په غیږ کی ناست وو ، او امریکا د دغه فرصت نه ښه ګټه پورته کړه ، بلخوا شوری اتحاد هم د خپل کم عقل میلو په څیر پر افغانستان په ۱۹۷۹کی یرغل وکړ ، او ځان ته یی خپل قبر په خپله وکاږه ، او هم یی عراق و هاڅاوه چی پرایران برید وکړی ، په دوړاړ ځاینو کی شوروی اتحات مات شو او امریکا خپلو موخو ته ورسیدله .
په ایران کی دمولایانو واک ته رسدلو سره سم ،د ایران مولایی ریژیم یوځل بیا د فارس دعظیمی امپراتوری خوبنه لیدل پیل کړه ، او هڅی یی پیل کړی چی په سیمه کی یواځینی پیاوړی پوځی ځواک ولری ، چی په دی لړ کی یی ګڼی اټومی بټی جوړی کړی ، او د لودیځ سره په ظاهره خکر په خکر شو ، ځکه امریکا او ملګری یی په سیمه کی د اسرایلو نه پرته بل پیاوړی پوځی ځواک نه منی ، دایران او امریکا ترمنځ په دغو ترینګړو حالاتو کی بیا هم همکاری دوام درلود ، امریکا په ۱۹۸۰ کی د ایران او عراق په جګړه کی د ایران سره د وسلواو استخبارتی مالوماتو پراښه مرسته کړی ، چی دا خبره بیا روسته د ( کونټرا ګیټ ) په تړون کی ښه په ډاګه شوه. همداشان ایران د امریکا سره په ۲۰۰۱ کال د افغانستان او په ۲۰۰۳ کی د عراق په جګړه کی ښه په اخلاص مرسته وکړه ، د ایران او لوديځ ترمنځ شخړو اوږد مزل کړی ، خو همیشه دغه مزل په پستو لارو شوی ، کله هم دوی سره خامی ته نه دی وتلی ، که سره یی ستوغی توندی ژبی کارولی خو بیا هم سره پټ خندیدلی ، د ۲۰۰۳ کال روسته د ایران او د امریکا په مشری د سترو شپږو ځواکونو تر منځ د ایران د اټومی پروګرام پر سره خبری پیل شوی ، کله کله دغه خبری ګړنګ ته برابری شوی خو بیا هم ایران په مکر او د لویدیځ په سړه سینه د ولویدو نه بچ شوی ،
په ایران کی د اصلاح غوښتونکی مشر حسن روحانی په مشری د نوی حکومت په جوړیدو ستر پرمختګ راغلی ، او په تیرو څو میاشتو کی د رواني پیړۍ تر ټولو لوی تړونونه همدغه حکومت لاس لیک کړی ،
لومړي : د سوری د کیمایی وسلو له منځ وړل ، امریکا هڅه کوله چی د سوری کیمایی وسلی له منځه یوسی، ځکه دا ډول وسلی اسرایلو ته یو جدی ګواښ دی ، او په ځانګړی توګه چی د سوری د غوطه په ښارګوټی کی چی څو میاشتی مخکی پر ملکی وکړو د کیمایی وسلو برید وشو ،او ۱۵۰۰ انسانان یی په ډیر بد مرګ شهیدان کړل ، نو د امریکا او اسرایلو اندیښنی لاپسی زیاتی شوی ، د ډیرو ناندریو او تورنو وروسته د ایران او روسی په مرسته امریکا و توانیدله چی د سوری ریژیم اړ کړی چی د خپلو کمیایی وسلو ډیپوګان له منځه یوسی ، د امریکا دا هیله د پوره کیدو نه وه، که د ایران مرسته نه وای،
دوهم : د خپل اټومی پروګرام له منځه وړولو لومړی تړون ، ایران د دغه تړون ترمخه اوس یواځی سولیز اټومی پروګرام دنړیوالو معیارونو تر څارلاندی پرمخ بوتللی شی ، ایران به خپلی آټومی بټی د اټومی انرژي نړیوال سازمان د پلټون لاندی ساتی ،
ایران به د دغو دوو تړونونه دوه ستری ګټی تر لاسه کړی .
» لومړی : امریکا او لویدیځ به پر ایران خپل اقتصادی بندیزونه نرم کړی ، د کومو له وجی چی دایران اقتصاد د سختو ننګونو سره مخ دی ، همداشان به امریکا او اوروپا په خپلو بینکونو کی د ایران د شاهی دولت کنګل پیسی چی تر ۵۰ میلیاردو ډالرونه زیاتی اټکل کیږی ایران ته ورکړی ، چی دا د ایران د لړ ځیدلی اقتصاد لپاره یوه ښه ناشته ده ،
» دوهم : امریکا به په سیمه کی د ایران اغیزمند رول منی ، او امریکا به د ایران د هغو هیلو مخالفت نه کوی چی امریکا ته یی نیغ به نیغه تاوان نه وی ، ایران به په سیمه کی د امریکا ګټو ته تاوان نه رسوی ، اوهم به ایران د امریکا د ګټو ساتنه د یو پولیس په څیر کوی ،
» هغه کوم رولونه دی چی ایران یی سیمه کی لوبولی شی او امریکا ته تری ګواښ نشته ؟
۱ : کلتوری او ثقافتی رول ..
ایران به په اسلامی نړۍ کی د شیعه مذهب د خپرولو هڅی لاپسی ګړندی کړی ، او په دی لړ کی به هغه شیعه ډلی ټپلی چی په ځینی سنی دولتون کی شتون لری پکار واچوی ،چی په دی سره به د اسلامی امت د یوالی خوبونه لاپسی تیاره شی ،چی دا کار د امریکا او لویدیځ لپارهغه پخوانی موخه په اسانه تر سره کول دی ، چی دوی ورته د کلونو نه کار کوی خو لاهم ناکام دی ، د دوهم نړیوال جنګ نه روسته چی د اسلامی نړۍ اکثره دولتونه خپلواک شو ، او د یوالی خوبنه لیدل پیل شو ، نو لودیځ په اسلامی نړی کی د قوم پرستو قوتون سره غوږوجنګولو، او په ځینو هیوادنو کی د عرب قوم په نامه اتحادونه هم جوړ شو ،،لکه مصر .. سوریا ،،سوډان ...عراق ...خو اوږده و نه چلیدل ..او بیا یی د کمونیستی قوتونو هوا هم ولیدله خو یو هم اوږد ونه چلید ...په ۲۰۱۱ کال کی چی د عرب پسرلی ترنامه لاندی کوم ولسی پاڅونونه راپاریدلی ټول یی د دی زیري ورکوی چی د اسلامی امت یوالی راتلونکی دی ، په تونس کی اسلامپالو ټاکنی وګټلی ..په مصر کی ، په لیبیا کی ، په عربی مغرب کی ..همدا ده چی امریکا او لوديځ اوس د ایران د سختدریزه شیعه ریژیم په مټ داسلامی امت د یوالی مخه نیسی ،
۲ : سیاسی رول ..
ایران به د اسرایلو او امریکا د خدمت لپاره په سیمه کی دمذهبی شخړو اور ته لمن وهی ، دا کار ایران پخوا هم کاوه خو اوس یی په نوره سپینسترګی کوی ، ایران اوس مهال په سوریه کی د خپل تالیڅټی لبنانی حزب الله په مټ د سنیانو په وژنه لاس پوری کړی ، او د سوری د غوڅ اکثریت سنی ولس پر ضد یی د بشار الاسد علوی شیعه ریژیم سره لاس یو کړی ، همداشان ایران په یمن کی د شیعه حوثی ډلی سره چی د یمن د حکومت پر ضد جنګیږی ، مالی سیاسی او د وسلو پراخه مرسته کوی ، په عراق کی هم هغه شیعه ډلو سره پراخه مرسته کوی چی د ایران تالیڅټی وی ، افغانستان کی چی څه روان دی هغه ټولو ته ښه مالوم دی ، په پاکستان کی هم د شیعه ډلو ټپلو پراخه مرسته کیږی ، د اقریقا په ډیرو هیوادنو کی د شیعه مذهب لباره ایران خپل ټول توان به کار اچولی ، د سنګال دولت د ایران سره خپلی دپلوماتیکی اړیکی د همدغه کړنو له امله پریکړی دی ، عربی مغرب هم ایران ته خپله غوصه په دی اړه ښودلی ، ایران هڅی ګړندی ساتلی چی د شیعه مذهب په تیزی سره خپور کړی، اود خپل سیاسی او مذهبی اغیزپه زور د فارس امپراتوری ژوندی کړی ،

۳ : توکمیز رول ...
ایران په سیمه کی د فارسی ژبو څخه ګټه پورته کوی ، او په هرځای کی د فارسی ژبو مالی سیاسی مرسته کوی .او دوی هڅوی چی په دولت کی په هر قیمت چی وی ځان د واک ګدۍ ته ورسوی ، مثالونه یی ډیر دی ،افغانستان کی چیڅه روان دی ، بل مثال یی د بحرین شیعه ډله ده ، چی ایران یی په هر ډګر کی پراخه مرسته کوی ، د ایران ډیری لوړ پوړی چارواکی بحرین خپله خاوره ګڼی ، او په دی باور دی ،چی بحرین به د ایران سره بیرته یوځی کیږی، په بحرین کی روان کړکیچ هم د دغه استراتیژی یوه برخه ده ، ایران د متحده عربی اماراتو تاپوګان ( لوی طنب ټاپوګان ، وړوکی طنب ، د موسی ټاپوګان ) تر خپلی ولکی لاندی کړی ، ایران د خيل ګونډی هیواد ازاربیجان سره هم دغه لوبه کړی ، هلته یی هم فارسی ژبی هڅول چی د دولت ضد هڅی وکړی خو تر ډیره ناکام شو ،
په لنډو کی ایران غواړی د شیعه فارس امپراتوری بیرته راژوندی کړی ، په دی لړ کی یی د امریکا او اسرایلوهر ډول مرستی ته غاړه ایښی ، ایران هڅه کوی چی په افغانستان کی میشتو بهرنیو ځواکونو ته د خپل سمندری بندرګاوو دروازی پرانیزی ، او هم په سیمه کی د امریکا د ګټو ساتونکی پولیس شرف حاصل کړی ، امریکا هم د ایران دغه هیله پوره کوی ،ځکه ایران نه امریکا ته ګواښ دی او نه اسرایلو ته ، ایران چی څه کول غواړی هغه د امریکا په ګټه تمامیږی نه په زیان ، پس د دواړه دمینی کیسه مخ به خوږیدو ده ، اوس نو دسیمی هیوادنو ته غور پکار دی چی څنګه د دغه خامار مخه ونیسی ، په ځانګړی توګه افغانستان ، خو بد بختی دا ده چی د افغانستان شته ریژیم د ایران تر اغیز لاندی دی، بلکی د دولت عورت ایران ته ښکاره دی ، د ایران پیسو زمونږ د دولت لمنه ور پورته کړی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more