نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اسلام دین د بشرد خیر ښيګڼې د پاره نازل شودئ.
میرویس
09.12.2013
ډیرو ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
الله جل جلاله د اسلام مقدس دين خپلو بنده ګانو ته ددې دپاره رالیږلئ چې، بشریت د حق لارې ته را دعوت کړي، تر څو بشرد اسلام ددین په رڼا کې حق او باطل وپیژني، اومسلمانانو ته یې ګټه ورسیږي.
د اسلام ددین په رڼا کې دمسلمانانو ژونډ، د کور حریم، خصوصي او عامه شته مني مصؤنیت لري.
هغه ډلې او افراد چې ددین د حفاظت او یا شرعي قانون د جاري کولو په پلمه د خلکو سراو مال ته تاوان اړوي، اوعامه دارايي تباه کوي، د اسلام ددین د نزول ددې فلسقې سره اړخ نه لګوي چې د اسلام دین د بشریت د خیر دپاره نازل شویدئ. بلکه دغه ګنهکاران د الله د اوامرو په مقابل کې بغاوتکوي، د اسلام دین بدنام کوي او د مسلمه امت سره هم دښمني کوي.
دا لاندې خبر روهي خپور کړیدئ:
===
فراه ولايت کې ۳ پلونو په بمونو الوځول شوي.
د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د هرات ــ کندهار په لويه لاره کې، د فراه په ولايت کې د وسلوالو مخالفينو لخوا ۳ پلونه الوځول شوي دي.
نعمت الله خليل د دوهمې لېوا د يوه کنډک قوماندان خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغو پلونو د ويجاړولو سره مساپرين له ډير کړاو سره مخ شوي دي. د ده په وينا، د پېښې عاملين تښتيدلي خو لټون يې روان دی.
سپينتمان