د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بې پیلوټه الوتکې، د ثبات په راوستو کې مرسته کوي.

میرویس
03.12.2013

السلام علیکم، ګرانو لوستونکو.
متل دئ چې [څوک دې چې زر یې لرل، سوديې ونه خوړ،او زور یې لاره، ظلم یې ونکړ].
ګرانو وطنوالو، موږ او تاسې پخبل ژوند کې د همدغه متل فلسفه د سر په سترګو ولیدله او د بدن په پوستکي او هډوکو مو حس لړله. په غالب ګمان هیڅ داسې افغان به نه وي چې د تیرو څو لسیزو په غمیزو کې به یې د کورنۍ کوم غړئ وژل شوئ، لادرکه شوئ، بندې شوئ او یا مهاجر شوئ نه وي.

جګړه مارانو چې ظاهراً یې د مهاجمینو پر خلاف وسلې ترلاسه کړیدي، د مطلق العنانه ملوک الطوایفانو په ډول یې په خلکو ظلمونه کړي، فردي او ټولنیز تیري یې کړیدي، د خلکو مالونه او جایدادونه یې په زور غصب کړيدی، قتلونه یې کړیدي، او په نهایت کې یې د خپلو تمویلونکو بادارانو په امردملک او ملي نوامسوخرڅلاو ته هم بډې وهلي دي.

دغو جګړه مارانو په کلی کور، ولس او ګرد ملک کې بې ثباتي راوستي، او ولس نه د ځان اختیار لري، نه د ناموس او اولاد او نه هم راتلونکې ته کومه هیله.
دغسې ولسونه د کومې معجزې نه پرته کوم بل امید نلري چې د ټوپکیانو د طوق لعنت نه په امن شي.

دغسې غمیزو او نا خوالو ویرژلي ولسونه نن سبا آسمان ته ګوري چې څه وخت به ددغو ظالمو او خدای ناترسه قاتلانو پرسرآسماني ټکه را لویږي. زموږ د لر اوبر پښتونخوامصتضعف ولسونه ځکه بې پیلوټه الوتکو ته ابابیلې وایې چې دهغوی قاتلان په نښه کوي او هغه بې ثباتي چې جګړه مارانو دوی ته په سوغات راوړې له منځه وړي او په سیمه کې ثبات او امنیت یو ځل بیا وزرونه غوړوي.
دا لاندې مضمون د نورو رسنیو په شمول، مشال رادیو خپور کړیدي:
=====
کونړ: بې پیلوټه الوتکې پنځه تنه طالب وسله وال وژلي

03.12.2013
د کونړ ولایت امنیتي مسوولین وایي چې د دې ولایت په ماڼوګې ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوې حملې کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل مشال راډیو ته وویل چې؛ دغه حمله د سېشنبې پر سهار اوه بجې شوې او په وژل شویو کسانو کې د حاجي عطاالله په نوم د سلفي طالبانو یو قوماندان هم شامل دې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more